۱۴۰۴/۰۴/۲۱

د مسلمان دښمنان څوک او څو دانې دي؟

مسلمانه وروره! او مسلمانې خوري! 
ستا دښمن ستا لپاره تباهي او بربادی غواړي.
آیا پوهېږې دښمنان دې څوک دي او څو دانې دي؟
وروره او خوري! هر مسلمان څلور دانې دښمنان لري: دوه یې پټ دي یعني په سترګو نه لیدل کیږي او دوه ښکاره دي یعني په سترګو لیدل کیږي.

په پټو دښمنانو کې یو د انسان په وجود کې د ننه د ده نفس دی چې انسان ته ګناه ښایسته کوي، نفسي غوښتني ورته ښې ښکاره کوي او د انسان په وجود کې د شیطان راتللو او وسوسې ته لاره آواره وي.

بل پټ دښمن دې شیطان دی چې د لومړي سره څخه یې د انسان د ګمراه کولو لپاره قسم خوړلی دی او تل د انسان د هلاکت او بربادۍ لپاره پلانونه جوړوي، همداسي د ګڼو لاره څخه انسان دوکه کوي او ګناه کولو ته یې هڅه وي.

په ښکاره دښمنانو کې دې یو هغه نا اهله او ګمراه انسان دی چې ستا سره نژدې په کلي او کور کې اوسیږي، ته ورته د مسلمان په سترګه ګورې خو دی ستا د ګمراه کولو لپاره مختلفي دسیسې جوړوي، ستا مخي ته د ګناه په کولو سره تا ته د ګناه کولو دعوت درکوي، غواړي تا هم د ځان غوندي نا اهله او بدمرغه کړي او ستا څخه لري دښمن کافر ته ده راتللو بلنه ورکوي.

او بل ښکاره دښمن دې ستا سره په دین مخالف کافر  دی چې هیڅ وخت ستا لپاره په ښه ژوند باندی نه خوشحاله کیږي او تل ستا د بربادۍ او تباهۍ لپاره د مختلفو نیرنګونو او لارو څخه کار اخلي.

وروره اوخوري! د دین په لاره کې د سختیو او ستونزو په ګاللو، په غم او مصیبت کې د تحمل او زغم په کولو، په سم عبادت، د الله پاک په ذکر او یادولو، د تکبر، غرور، حسد او درواغو څخه په ډډه کولو، د حرام مال څخه د ځان ساتلو او پر سنت طریقه د ځان په برابرولو باندې نفس او شیطان  ترټلای او د ځانه څخه شړلای سې او خپل ځان د دوی د شر څخه ساتلای سې.

پاته سوه دوه ښکاره دښمنان؛ نو که ته قرآن، سنت او اسلامي علوم زده کړې، په هغو باندې عمل وکړې، د هغو په چوکاټ کې د ننه خپل دوست او دښمن وپېژنې  او د هر چا سره د دوستۍ او رابطې معیار ځان ته معلوم کړې نو هیڅکله دوی تا ته تاوان نه سی رسولای او نه دې هم د بربادۍ لوري ته کشولای سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۹

تاريخي او عبرتي خبره:

یو چا د بني اميه د يو پوه څخه د دوی د دولت د سقوط د سبب په اړه پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل:
کوچني کارونه مو لويو خلکو ته وسپارل او لوی کارونه مو کوچنيانو ته وسپارل نو موږ د افراط او تفريط تر منځ ورک شو.

دښمن مو ځان ته نژدې کړ،  په دې تمه چې ښايي دوست مو شي او دوست مو لرې کړ، دا فکر مو کاوه چې وفادار به پاتې شي خو د دښمن له غدارۍ سره مخ شو او د دوست وفاداري مو له لاسه ورکړه.

یعني با استعداده لوی کسان مو په کوچنيو کارونو مصروف کړه او لوی کارونه مو بې استعداده کسانو ته ورکړه نو موږ د افراط او تفريط تر منځ ختم شو، همداسي خپل دښمن مو ځان نژدې کړ موږ فکر کاوه چې دوست به مو شي او دوست مو د ځانه څخه لري کړ ځکه موږ ويل: دا خو دوست دی تل به وفاداره پاتې شي خو نتيجه يې داسي شوه چې دښمن مو دوست نه شو بلکې لا يې هم غداري راسره وکړه او دوست وفاداره پاتې نه شو.

د ډاکټر علي قره داغي له ايکس څخه:ډاکتر علي قره داغي

۱۴۰۴/۰۴/۱۸

عقل او هوښياري هر وخت ښه وي:

ژباړه: هوښیار انسان په کوچنیتوب کې د ښو اخلاقو څښتن وي، په هلکتوب کې سم فکر کوي، د بلوغ پر مهال پاکدامنه وي، د ځوانۍ په عمر کې د خوږو او غوره خویونو خاوند وي، په منځني عمر کې د ښه نظر او تدبیر خاوند وي.

په هر سن او عمر کې عقل د انسان لپاره کمال دی او په عقل باندي انسان ډېرو لوړو رتبو او مرتبو ته رسېدلای سي ځکه نو په کوچنيوالي کې عقل انسان ته ښه اخلاق ورکوي، په هلکتوب کې ښه فکر او ښه سوچ ورکوي، د بلوغ په زمانه کې پاکدامني او عفت ورکوي، د ځوانۍ په وخت کې خواږه او غوره خويونه ورکوي او په منځني عمر کې ښه نظر او تدبير ورکوي.

والعاقل يكون حسن المأخذ في صغره صحيح الأعتبار في صباه حسن العفة عند إدراكه رضى الشمائل في شبابه ذا الرأي والحزم في كهولته.[روضة العقلاء: 22]
مولوي نورالحق مظهري

موږ به هيڅ وخت ناهيلي نه شو:

په هغه وخت کې چې تاتاريانو د عباسي خلافت پلازمېنه بغداد  ونيوله عثمان بن ارطغرل چې د عثماني خلافت بنسټ ايښودونکی وو، وزېږېد.

په هغه وخت کې چې اندلس سقوط وکړ محمد فاتح قسطنطيه فتح کړه.

د عباسي خلافت د ډېري کمزورۍ پر مهال صلاح الدين ايوبي په حطين کې بريا ترلاسه کړه او اقصی جومات يې د صلیبیانو څخه آزاد کړ.

او هغه وخت چې امريکا افغانستان اشغال کړ او د ټولي اسيا هیوادونه په خطر کې وه اسلامي امارت افغانستان د امريکایانو څخه آزاد کړ او د نړۍ تر ټولو ستري امپراتورۍ ته يې ماتې ورکړه.

ځکه نو موږ بايد هيڅ وخت ناهیلي نه شو او په ټولي نړۍ کې د توحيد بیرغ د رپولو لپاره هڅه وکړو.

موږ مسلمانان د عنقاء(فينکس) مرغۍ په څېر د خپلو ايرو څخه بيرته را ژوندي کيږو او د هرې سختۍ وروسته د وياړ پر څوکو خپل د آزادۍ بيرغ پورته کوو.

که موږ صبر او استقامت وکړو او په پوره تدبير د اخلاص او للهيت په چوکاټ کې خپلي هر اړخیزي مبارزې ته دوام ورکړو ارومرو به د ټولو ستونزو څخه را وځو او اقصی جومات به بيرته د مسلمانانو لاس ته ورځي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۷

هوښيار انسان او د هغه عيبونه:

ژباړه: د هوښيار انسان څخه د خپل نفس عيب پټ نه پاتې کېږي، ځکه د چا څخه چې د خپل نفس عيب پټ وي د نورو ښېګڼې هم ورڅخه پټې پاتې کېږي او تر ټولو ستره سزا د انسان لپاره دا ده چې خپل عيب ورڅخه پټ وي؛ ځکه څوک چې خپل عيب و نه پېژني هغه خپل عيب نه شي پرېښودلای او څوک چې د خلکو ښېګڼې و نه پېژني هغه به هيڅکله له هغو څخه ګټه پورته نه کړي او د نوي شروع کوونکې لپاره تجربې څومره ګټورې دي!.

د هوښيار انسان څخه د ده عيب ځکه پټ نه پاتې کيږي چې هوښيار انسان په ځان کې د عيبونو ګمان کوي او هيڅ کله ځان ورته جامع الکمالات يا د عيبونو څخه پاک نه ښکاري له همدې هميشه په ځان عيبونه ويني او د خپلو عيبونو د اصلاح لپاره کار کوي؛ د چا څخه چې خپل عيبونه پټ شوه د هغه څخه به ارومرو د نورو خلکو ښېګڼې او نېکۍ پټيږي ځکه هغه ټولې نېکۍ په ځان کې راټولي ويني او پر نورو انسانانو بد ګمانونه کوي له همدې امله ځان ورته معصوم او د کمالاتو څخه ډک ښکاري او نور خلک ورته ګناهکار او نيمګړي ښکاري.

که څوک غواړي خپل عيیونه اصلاح کړي او د نورو انسانانو له ښېګڼو څخه ګټه پورته کړي نو په خپلو عيبونو دې ځان خبر کړي او د نورو انسانانو ښېګڼي دې و ويني او تر دې لا مهمه خبره دا ده چې په ژوند کې د تجربو د لاسته راوړلو لپاره دې د نورو انسانانو د تجربو څخه استفاده وکړي ځکه هوښيار انسان په ژوند کې هيڅ وخت ځان د استفادې څخه بې پروا او مستغني نه ګڼي.

والعاقل لا يخفى عليه عيب نفسه لأن من خفى عليه عيب نفسه خفيت عليه محاسن غيره وإن من أشد العقوبه للمرء أن يخفى عليه عيبه لأنه ليس بمقلع عن عيبه من لم يعرفه وليس بنائل محاسن الناس من لم يعرفها وما أنفع التجارب للمبتدى.[روضة العقلاء:22]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۶

هوښيار انسان د هيچا سپکاوی نه کوي:

هوښيار انسان د هيچا سپکاوی نه کوي؛ ځکه چې څوک چې د واکمن سپکاوی وکړي هغه به خپل دنيا خرابه کړي، څوک چې د نېکو انسانانو سپکاوی وکړي هغه به خپل دين خراب کړي، څوک چې د خپلو(ديني) وړونو سپکاوی وکړي هغه به خپل عزت له منځه يوسي او څوک چې د عامو خلکو سپکاوی وکړي هغه به خپل ساتنه له منځه يوسي.

کوښښ وکړئ چې د هيڅ مسلمان سپکاوی بلکې د هيڅ انسان سپکاوی ونکړئ ځکه د مسلمان په اخلاقو او اعمالو کې بايد هيڅ ډول سپکاوی ځای و نه لري؛ سپکاوی نه تنها دا چې اخلاقي نيمګړتيا ده بلکې تاوان يې خپله سپکاوي کوونکې انسان ته رسيږي.

والعاقل لا يستحقر أحدا لأن من أستحقر السلطان أفسد دنياه ومن استحقر الأتقياء أهلك دينه ومن استحقر الإخوان أفنى مروءته ومن استحقر العام أذهب صيانته.[روضة العقلاء – ابن حبان 22]
مولوي نورالحق مظهري
https://t.me/isalamimaqali