ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
په ځینو ځایونو کې داسې دود او رواج لیدل کېږي چې د ځینو ځانګړو کسانو؛ لکه علماوو، پیرانو، مشرانو او نورو درنو اشخاصو لپاره ډېر اوږده لقبونه کارول کېږي او د هغوی د معرفي کولو یا په کوم محفل کې د رابللو پر مهال د نوم تر څنګ ګڼ صفتونه او القاب یادېږي.
که څه هم د مناسبو او رښتینو القابو کارول په خپل ذات کې د احترام یوه وسیله کېدای سي، خو په القابو کې له حده تېرېدل او بې ضرورته اوږدول یې د شرعي ستونزې تر څنګ ګڼې نورې ستونزې هم رامنځته کوي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
1ـ د وخت ضایع کېدل: د اوږدو لقبونو په ویلو او اورولو کې د خلکو د مجلس او غونډې ډېر وخت مصرفېږي، په داسې حال کې چې دغه وخت په ګټورو مطالبو هم لګېدای سي.
۲ ـ د کاغذ او رنګ بېځایه مصرف: په لیکنو، مکتوبونو، خبرتیاوو او نورو اسنادو کې د اوږدو لقبونو لیکل اضافي وخت، کاغذ او رنګ مصرفوي او د اړتیا پرته د منابعو د ضایع کېدو سبب ګرځي.
۳ ـ د تکبر د رامنځته کېدو احتمال: کله چې یو انسان په پرلهپسې ډول له ګڼو ستاینو او اوږدو لقبونو سره یادېږي، ممکن د نفس د کمزورۍ په سبب په هغه کې ځان خوښونه او تکبر پيدا سي.
۴ ـ د ځانستاینې او تزکيې د پیدا کېدو احتمال: که یو شخص د خپلو اوږدو لقبونو او صفتونو په اورېدو خوشحاله کېږي او د خلکو په وړاندې د خپل مقام د څرګندېدو احساس کوي، نو دا کار په انسان کې د خپل نفس د تزکیې ښکاره کولو، ځانښودنې او ریا احساس پیاوړی کوي.
۵ ـ د راتلونکو نسلونو لپاره د ناسم دود پرېښودل: که د خلکو د درناوي معیار د علم، تقوا، اخلاقو او خدمت پر ځای په اوږدو لقبونو او ډېرو صفتونو پورې وتړل سي، نو دا دود راتلونکو نسلونو ته هم انتقالېږي او په ټولنه کې د تکلف او مبالغې فرهنګ پیاوړی کېږي.
له همدې امله ډېره ښه خبره دا ده چې د اشخاصو درناوی د مناسبو، رښتینو او لنډو لقبونو له لارې وسي او له داسي مبالغې څخه ډډه وسي چې نه د مخاطب لپاره ګټه لري او نه د مجلس او ټولنې لپاره کومه ګټه پکې نغښتې وي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر