۱۴۰۴/۰۲/۱۲

پر ګناه باندي د ټينګار او اصرار تاوانونه:

هغه خلک چې پر ګناه باندي ټينګار او اصرار کوي د لاندي تاوانونو سره به مخامخ کيږي:
۱ – پر ګناه باندي اصرار د دې لامل جوړيږي چې د بنده او الله ترمنځ دي واټن پيدا شي او بنده دي د الله پاک د رحمت څخه محروم شي.
 
۲ – څوک چې پر ګناه باندي اصرار کوي الله پاک او مقربي ملائکې هغه ته ښېراوي کوي يعني لعنت ورباندي وايي.

۳ – څوک چې پر ګناه باندي اصرار کوي پر هغه باندي به جني او انسي شيطانان مسلط کيږي.

۴ – څوک چې پر ګناه باندي اصرار کوي پر هغه طاعات او عبادات سختيږي، د دعاء څخه به غافل کيږي او د شيطان او نفس تابع به جوړيږي.

۵ – څوک چې پر ګناه اصرار کوي هغه به تل د خلق تنګۍ احساس کوي، طبيعت به يې تل خراب وي او زړه به يې ډېر تنګ وي.

۶ – څوک چې پر ګناه باندي اصرار کوي د هغه به دنيا په سترګو کې ډېره لويه معلوميږي نو ځکه به پر هغې باور کوي او تل به ورپسې لا لهانده وي.

۷ – څوک چې پر ګناه اصرار کوي د هغه به عقل ډېر لږ وي او ايمان به يې ډېر ضعيف وي.

۸ – څوک چې پر ګناه باندي اصرار کوي هغه چې کله مړ شي د عذاب ملائکې به  ورته راشي او عذاب ورکول به ورته شروع کړي.

۹ – څوک چې د ګناه پر کولو باندي اصرار کوي هغه به د قيامت په ورځ د هغو خلکو په ټولۍ کې را روان وي چې عمل نامې يې په چپه لاس ورکول شوي وي.

۱۰ – څوک چې پر ګناه باندي اصرار کوي هغه به د خلکو او ټولني په سترګو کې ډېر سپک معلوميږي.

۱۱ – څوک چې پر ګناه باندي اصرار کوي هغه به د خلکو مخ ته د ذلت او خوارۍ سره مخامخ کيږي. 
ژباړه: مولوی نورالحق مظهری

که مشر پر خپلو خلکو بدګماني وکړي!

ژباړه: د ابي امامه رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: امير چې کله پر خلکو بدګماني وکړي نو فاسدوي يې.

توضيح: مناوي رحمه الله ويلي دي: کله چې کوم مشر په خلکو کې د رسوايۍ په نيت د بدګمانۍ پسې ولاړ شي نو هغوی فاسد او خرابوي چې په نتيجه کې د هغوی څخه هغه کارونه کيږي چې ده يې ورباندي ګمان کوی. 

د حديث مقصد دا دی چې امام او مشر بايد د خلکو د عيبونو او اسرارو پسې ولاړ نه شي ځکه چې نظام په همدې باندي ټينګيږي او ډېر لږ انسانان پيدا کيږي چې د عيب څخه دي خالي وي نو که چېري مشر د دوی سره پر هره خبره او هره کړنه حساب وکړي ډېره سخته به پر دوی تمامه شي او ژوند به يې تنګ شي له همدې امله بايد مشر د خپل رعيت عيبونه پټ کړي، يو ډول تغافل وکړي، دوی ته عفوه وکړي، د دوی په اسرارو پسې دي نه ځي او په  دوی پسې دي تجسس نه کوي.[موسوعة الأخلاق]

مشر بايد تل پر خپلو خلکو او رعيت نيک ګمان ولري مګر دا چې کوم شی په خپلو سترګو وويني يا د کوم شي په اړه کره معلومامت ورته راشي؛ داسي دي نه کوي چې د احتمالاتو او تخمین پر اساس پر خپلو خلکو بد ګمانه وي ځکه د لاندي حديث په حواله داسي بد ګماني د ولس د خرابوالي سبب جوړيږي.

تنبيه: مشر کولای شي د خپلو خلکو حالات وڅاري او د اصلاح په نيت لارښووني ورته وکړي خو د عيبونو پلټنه او بدګماني دي ورباندي نه کوي ځکه د عيبونو پلټنه او بدګماني د دغه حديث په حواله د فساد سبب جوړيږي.

عَن أَبِى أُمَامَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: إِنَّ الأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِى النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ.[سنن ابي داود ۴۸۹۱] ژباړه: که مشر په خلکو کې د شک پلټنه وکړي نو دوی به خراب کړي.
مولوي نورالحق مظهري