۱۴۰۳/۰۸/۰۵

ښکنځل کوونکې انسان ته د الله غضب:

ژباړه: عبدالله بن عمرو وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويل يې: بدي خبري د الله پاک نه خوښيږي، يا يې وويل چې الله پاک د بدو خبرو پر کوونکې او جوړوونکې باندي بغض کوي، همدا راز يې و فرمايل: قيامت تر هغه وخته پوري نه راځي تر څو چې د بدو خبرو کول او جوړول نه وي ښکاره شوي، صله رحمي نه وي پرې شوې او بد ګاونډيتوب نه وي ښکاره شوی، او تر هغه وخت پوري قيامت نه راځي تر څو چې خائن امين او امين خائن و نه ګڼل شي.

توضيح: يعني بدي خبري چې: ښکنځل، ناروا ټوکي، غيبت، بهتان او درواغو ټولو ته شامليږي د الله پاک نه خوښيږي او الله پاک پر هغه چا باندي بغض او قهر کوي چې بدي خبري کوي او يا بدي خبري جوړوي همدا راز د بدو خبرو پيدا کېدل، د صله رحمي پرېکېدل، بد ګاونډيتوب، خائن امين او امين خائن ګڼل دا ټولي د قيامت راتللو علامې دي.

څوک چې د ځان لپاره د الله پاک خښم او بغض نه غواړي نو بدي خبري او ښکنځل دي نه کوي، د خپلوانو او دوستانو سره دي صله رحمي نه پرې کوي، د خپلو ګاونډيانو سره دي ناوړه چلند نه کوي، خائن شخص دي امين نه بولي او امين شخص دي خائن نه بولي.

عن عبد الله بن عمرو انه سمع من رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ان الله لا يحب الفحش أو يبغض الفاحش والمتفحش قال ولا تقوم الساعة حتى يظهر الفحش والتفاحش وقطيعة الرحم وسوء المجاورة وحتى يؤتمن الخائن ويخون الأمين.[مسند احمد6514]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۸/۰۳

قوي او تکړه مسلمان د الله تعالی ډېر خوښيږي:

ژباړه: قوي مؤمن الله ته ډېر غوره او محبوب دی تر کمزوري مؤمن، خو په دواړو کې خیر دی. د هغه څه لپاره کوښښ وکړه چې تا ته ګټه رسوي، او په الله توکل وکړه او مه عاجزه کېږه.

په دې خاطر چې په حديث کې د قوي لفظ مطلق راغلی دی نو يوازي فزيکي قوت ورڅخه مراد نه دی بلکې عام قوت مراد دی هغه که فزيکي قوت وي او که په نورو برخو کې قوت وي.

د پورته حديث څخه په استناد داسي ويلای شو چې په هره برخه کې قوي او تکړه مسلمان الله تعالی ته تر ضعيف او ناتوانه مسلمان غوره دی؛ که په زور کې قوت وي، که په علم کې قوت وي، که په اداره کې قوت وي، که په فکر کې قوت وي، که په تخنيک کې قوت وي او که په تکنالوژۍ کې قوت وي په هره برخه کې چې وي د مسلمان لپاره د الله تعالی ډېر خوښيږي.

د دې حديث څخه ځينو علماؤ د ځان باورۍ او اعتماد بالنفس موضوع هم استنباط کړېده؛ په دې معنی سره چې هغه مسلمان چې د زده کړي وروسته پر ځان باور ولري تر هغه مسلمان غوره دی چې په ځان باور نه لري او ضعيف وي.
المؤمن القوي خير وأحب إلى الله من المؤمن الضعيف، وفي كل خير، احرص على ما ينفعك، واستعن بالله ولا تعجز.(رواه مسلم)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۷/۳۰

هيڅوخت ځان مه بې کاره کوئ!

ژباړه: عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي زما د هغه چا څخه بد راځي چې بې کاره وي، نه د دنيا کار کوي او نه د آخرت کار.

هدف د ده دا دی چې هيڅوخت بايد انسان داسي بې کاره نه وي چې په هيڅ کار باندي بوخت نه وي بلکې هميشه باید په يو شي مصروف وي، د فرائضو د آداء کولو وروسته چې کله د دنيا کار ته اړتيا پيدا کيږي خپل د دنيا کار وکړي، کله چې د دنيا په کار باندي بوختيا و نه لري بيا ځان د دين په کار باندي بوخت کړي.

البته د انسان لپاره ښه ترتيب دا دی چې فرائضو او جماعت ته هميشه ځان اوزګار کړي، په هر کار چې بوخت وي چې کله د فرض لمانځه او جماعت وخت را رسيږي بايد ځان ورته بې کاره کړي او خپل فرض آداء کړي.

خو په دې خاطر چې دنيوي کار هم د انسان ضرورت دی نو په هغه باندي هم ځان مصروف کولای سي خو داسي نه چې پر دنيوي کار به فرض پسې پريږدي.

که انسان د خپلو کارونو لپاره يو کاري مهالويش جوړ کړي او هر کار پر خپل وخت باندي وکړي نو هم به خپل دنيوي کارونه وکړي او هم به فرائض ورڅخه پاتي نسي.

د آخرت لپاره کار تنها لمونځ نه دی بلکې ډېر نور کارونه سته چې انسان يې د فراغت په وخت کې کولای سي لکه: ذکر، تلاوت، نفلي لمونځ، د تعليم او ذکر په حلقه کې کښېناستل، خلکو ته دعوت ورکول او داسي نور... د خپل وخت سره سم چې انسان د هر شي لپاره فراغت پيدا کوي هماغه دي وکړي او ځان دي سوچه بې کار نه پريږدي.
قَالَ ابْنُ مَسْعُودٍ:إِنِّي أَكْرَهُ أَنْ أَرَى الرَّجُلَ، فَارِغًا لا فِي عَمِلِ دُنْيَا وَلا آخِرَةٍ.[المعجم الکبير 8460]
مولوي نورالحق مظهري