۱۴۰۲/۰۴/۳۱

هغه درې پورونه چي د قيامت په ورځ کي يې الله تعالی آداء کوي:

ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هر پور د خپل خاوند د نيکيو څخه اخيستل کيږي مګر هغه څوک چي په درې شيانو کي پوروړی سي: هغه څوک چي د الله تعالی په لاره کي يې قوت ضعيف سي نو د دښمن سره د جګړې کولو لپاره ځان په پور قوي کړي او دی مړ سي خو پور يې نه وي آداء کړی، هغه څوک چي دده سره يو مسلمان مړ  سي نو دی هيڅ شی پيدا نکړي چي د مسلمان کفن يې کړي مګر دا چي پور وکړي او بيا دغه سړی مړ سي خو پور يې نه وي آداء کړی او هغه څوک چي پر ځان باندي د مجردۍ څخه وېريږي نو ځان ته د نکاح کولو لپاره پور وکړي بيا دی مړ سي خو پور يې نه وي آداء کړی ددغه کسانو څخه يې د قيامت په ورځ کي الله تعالی آداء کوي.
يعني کوم څوک چي په دنيا کي پور وکړي بيا يې آداء نکړي الله تعالی يې د قيامت په ورځ دده د نيکيو څخه آداء کوي؛ په دې معنی سره چي دده نيکۍ اخلي او هغه چا ته يې ورکوي چي دی يې پوروړی وو خو د دريو نفرو پورونه الله تعالی په خپله آداء کوي او د هغه د نيکيو څخه يې نه کموي:
۱ – هغه څوک چي د جهاد لپاره پور وکړي او مخکي تر دې چي آداء يې کړي مړ سي.
۲ – هغه څوک چي د مسلمان د کفن کولو او پټولو لپاره پور وکړي او مخکي تر دې چي آداء يې کړي مړ سي.
۳ – هغه څوک چي د نکاح کولو لپاره پور وکړي او مخکي تر دې چي آداء يې کړي مړ سي.
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو؛ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ  صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: كُلُّ دَيْنٍ مَأْخُوذٌ مِنْ حَسَنَاتِ صَاحِبِهِ؛ إِلا مَنِ ادَّانَ فِي ثَلاثٍ: رَجُلٌ ضَعُفَتْ قُوَّتُهُ فِي سَبِيلِ اللهِ فَتَقَوَّى عَلَى قِتَالِ عَدُوِّهِ بِدَيْنٍ وَمَاتَ وَلَمْ يَقْضِهِ، وَرَجُلٌ مَاتَ عِنْدَهُ رَجُلٌ مُسْلِمٌ فَلَمْ يَجِدْ مَا يُكَفِّنُهُ إِلا بِدَيْنٍ فَمَاتَ وَلَمْ يَقْضِهِ، وَرَجُلٌ خَافَ عَلَى نَفْسِهِ الْعُزُوبَةَ فَاسْتَعَفَّ فِي نِكَاحِ امْرَأَةٍ بِدَيْنٍ فَمَاتَ وَلَمْ يَقْضِهِ ؛ فَإِنَّ اللهَ يَقْضِي عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[المجالسة وجواهرالعلم۲۶۱۱]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۴/۳۰

د ويب پاڼو او پاڼو خاوندانو ته:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
د ځينو ويب پاڼو او پاڼو خاوندان د ليکوالانو څخه ددې غوښتنه کوي چي هره ليکنه په بلي ويب پاڼي يا پاڼي کي نشر سوې وي هغه به ددوی پر ويب پاڼه او پاڼه باندي نه نشر کوي يا په بل تعبير دوی ته بل لومړی لاس ليکنه ورکوي.
ممکن ددوی هدف ددې شرط څخه دا وي چي ددوی ويب پاڼي يا پاڼي ته هر مطلب نوی او تازه پورته سي يا د مطالبو په نشر کي تر نورو پاڼو ددوی پاڼه مخکي وبلل سي او يو ډول مرجعيت او اصالت غوره کړي يا به يې هدف دا وي چي په نشراتو کي ځان خود کفاء ښکاره کړي او د نورو مقلد ونه بلل سي.
که د ويب پاڼو او پاڼو خاوندانو ليکني د ليکوالانو څخه پېرېدلي وي نو دا شرط يې پرځای دی ځکه رانيول سوې ليکنه د ويب پاڼي او پاڼي شخصي ملکيت دی د نشر واک يې د رانيوونکي سره دی هر وخت چي يې نشر کوي خپله خوښه يې ده ليکوال يې بايد بل ځای نشر نکړي.
که ليکنه پېرېدل سوې نه وي خو په يوه اداره کي د استخدام لپاره دا شرط ايښوول سوی وي چي هيڅ کارکوونکی به يې  بل ځای ليکنه نه کوي بيا هم د انحصار لپاره لاره جوړېدلای سي چي ممکن ادارې ددې ليکوال سره داسي تړون کړی وي چي ته زما لپاره ليکني کوه زه به تا ته ځانګړی مسئوليت يا خاص امتياز درکوم چي بيرته خبره پلورلو او پېرېدلو ته راجع کيږي.
که په ويب پاڼه يا پاڼه کي د نشراتو څخه هدف خدمت وي او خلګو ته د معلوماتو او مقالو رسول وي نو بيا دداسي شرط ايښوول مناسب نه دی ځکه هيڅ وخت ټوله خلګ پر يوې ويب پاڼي يا پاڼي باندي نه سره راټوليږي بلکي هر څوک د مسئوليت، روابطو او طبيعت پر اساس پاڼه انتخابوي نو ددې پر ځای چي يو مطلب په يوې پاڼي کي نشر سي او محدود خلګ يې وويني ډېره به ښه وي چي په ګڼو پاڼو کي نشر سي او ډېر خلګ يې وويني البته په هره پاڼه کي د مطلب په نشر کولو کي د ليکوال رضايت شرط دی په هر ځای کي چي د ليکوال خوښه وي هلته دده مقاله يا مطلب نشر کېدلای سي.
د مطالبو په نشر کي تعميم او نه انحصار ډېري ګټي لري:
1 – د ځانګړي پاڼي په بندېدلو سره مطالب له منځه نه ځي ځکه په نورو پاڼو کي يې خلګ ليدلای سي خو که په يوې پاڼي کي نشر سي بيا نو ددې پاڼي د بندېدلو سره ټولو مطالبو ته لاسرسي غير ممکنه کيږي.
2 – مطالب تر ډېرو خلګو پوري رسيږي ځکه د هري پاڼي خوښوونکي يې کتلای سي خو که په يوې پاڼي کي نشر سي تنها د همدې پاڼي خوښوونکي يې ويني نور يې نه ويني، او داسي انحصار د پاڼي د خوښوونکو ډېروالی هم سل په سلو کي نه تضمينوي ځکه د پاڼي خوښول تنها د محتوياتو په سبب نه کيږي بلکي محيط، روابط، مسئوليتونه، تبليغات، ژر تازه کېدل او نور شيان هم د پاڼي په خوښولو کي رول لري ددې يو ساده مثال داسي دي: که يوکتاب په يوه مدرسه کي درسيږي دومره زده کوونکي ورته نه راټوليږي لکه په ډېرو مدرسو کي چي درس سي یا یوه وینا که په ډېرو جوماتونو کي وویل سی اورېدونکي به یې ډېر وي نسبت و هغه ته چي په یوه جومات کي وویل سي.
3 – د پاڼي لپاره ليکوالان ډېر پيدا کيږي ځکه هر ليکوال غواړي تر ډېرو خلګو پوري خپلي ليکني ورسوي نو هر هغه چا ته د ليکني په ورکولو خوشاله کيږي چي هغه يې تر نورو خلګو پوري رسوي او دا د پوهاوي د تعميم لپاره ډېره ښه ذريعه ده.
4 – د پاڼي ليدونکي ډېريږي ځکه هر ليکوال ځان ته مينوال لري نو کله چي د ډېرو ليکوالانو مقالې په پاڼه کي نشر سي د هر ليکوال مينوال پاڼه خوښوي او که په ټولنيزو شبکو کي وګورو د آزادو پاڼو خوښوونکي څو برابره تر هغه پاڼو ډېر دي چي پورته انحصاري شرطونه لري.
5 – پاڼه معطله نه پاتېږي ځکه د اوس په وخت کي هيڅ داسي ليکوال نسته چي د درو څلورو پاڼو لپاره دي ليکل نه کوي نو په هره پاڼه کي چي ليکنه ايږدي پدې پاڼه کي به يې هم ايږدي او که تنها د يوې پاڼي لپاره ليکنه وسي، تر ډېره بريده پوري آزاد ليکوالان د يوې پاڼي لپاره ليکنه نه کوي ځکه د پاڼي نشراتي محدوديت ليکوالي هم محدوده کوي چي په نتيجه کي پاڼي ته به ډېر لږ معلومات پورته کيږي چي لزوما به يې خوښوونکي هم لږ وي.

۱۴۰۲/۰۴/۲۶

د مسلمان باچا حقوق:(اوومه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
اووم حق: پر رعيت باندي د مسلمان باچا بل حق دا دی چي رعيت بايد د خپل باچا په وړاندي صبر او زغم ولري په دې معنی سره چي کله د خپل باچا څخه د خپلي غوښتني خلاف کوم شی ويني ژر دي غبرګون نه ښکاره کوي او د خپل باچا پر ضد دي تبليغات او پاڅونونه نه کوي.
په حديث شريف کي راځي: عن ابن عباس يرويه عن النبي صلى الله عليه و سلم قال: من رأی من أميره شيئا يكرهه فليصبر فإنه ما أحد يفارق الجماعة شبرا فيموت إلا مات ميتة جاهلية.[مسند احمد۲۷۰۲]
ژباړه: عبدالله بن عباس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي هغه وفرمايل: څوک چي د خپل امير څخه داسي شی وويني چي بد يې ورڅخه راځي نو صبر دي وکړي ځکه هيڅوک داسي نه دی چي د ټولۍ څخه د مسلمانانو يوه لوېشت جلا سي او مړ سي مګر دا چي دی پر مرګ د جاهليت مړ کيږي.
دا معلومه خبره ده چي مسلمان باچا د خپل ولس د خوشالۍ او سوکالۍ لپاره هڅي کوي خو پدې خاطر چي باچا هم انسان دی او معصوم نه دی ممکن ځيني تېروتني ورڅخه وسي چي ولس يې بايد وزغمي او په تمامه معنی په اصلاحاتو کي مرسته ورسره وکړي او بله خبره دا ده چي د خدماتو په تناسب په ولس کي د وګړو خوشحالي يو متفاوت نسبي حالت دی چي ځيني په يو شي خوشحاله کيږي، ځيني په بل شي خوشحاله کيږي او ځيني بيا په بل شي خوشحاله کيږي ځکه نو په اقتدار کي د هر فرد رضايت شرط نه دی بلکي د شريعت نافذ کول، تر خپله وسه امنيت راوستل، اقتصاد پياوړی کول، د تعليم او تعلم زمينه برابرول، هيواد مستقل ساتل او په هر اړخيز ډول د خدماتو عرضه کول مهم دي.
او که بالفرض موږ د باچا څخه په ښکاره ډول تبعيض هم ووينو بيا هم زموږ لپاره دا نه رواکيږي چي د خپل باچا څخه خوا بده کړو يا يې پر ضد تبليغات وکړو ځکه د باچا مسئوليت د ټوله هيواد په کچه دی د هر چا اړتيا او استعداد ورته معلوميږي نو که کوم څوک د وظيفې يا مرستي لپاره انتخابوي هغه کي ارومرو کوم حکمت او مصلحت په پام کي نيسي، که د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت مطالعه کړو دا به راته ثابته سي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ځينو کسانو ته وظيفې ورکولې ځينو ته يې بيا نه ورکولې، د ځينو سره يې مالي مرسته کول او د ځينو سره يې بيا نه کول لکه په بخاري شريف کي چي د انس بن مالک رضي الله په حديث کي راځي: کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د هوازن مالونه راوړل سوه رسول الله صلی الله عليه وسلم ځينو قريشو ته سل اوښان ورکړه نو ځينو انصارو وويل: الله تعالی دي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته بخښه وکړي قريشو ته مالونه ورکوي خو موږ يې پرېښودلو په داسي حال کي چي زموږ تر تورو ويني توئيږي؛ کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی په خبرو خبر سو نو يې دوی ټوله سره راټول کړه او ورته ويې ويل: زه ځينو هغو کسانو ته يو شی ورکوم چي تازه د کفر څخه بېل سوي وي، آيا تاسي په دې نه خوشحاله کيږی چي خلګ مالونه يوسي او تاسي خپلو کورونو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ولاړ سی؟ زما دي په الله قسم وي چي کوم شی چي تاسي يې د ځانه سره وړی هغه ډېر ښه دی تر هغه شي چي دوی يې د ځانه سره وړي، انصارو وويل: يا رسول الله موږ خوشحاله يو؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تاسي به زما وروسته پر ځان سخت غوراوی ووينی نو صبر وکړئ تر څو د الله او د هغه د رسول سره پر حوض ملاقات کوی.[صحيح البخاري۳۱۴۷]
د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چي دی فرمايي: نَهَانَا كُبَرَاؤُنَا مِنْ أَصْحَابِ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَا تَسُبُّوا أُمَرَاءَكُمْ وَلَا تَغُشُّوهُمْ، وَلَا تَعْصُوهُمْ، وَاتَّقُوا اللهَ وَاصْبِرُوا، فَإِنَّ الْأَمْرَ إِلَى قَرِيبٍ.[شعب الايمان۷۱۱۷]
ژباړ: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ملګرو څخه زموږ مشرانو موږ منع کړي يو او راته ويلي يې دي: خپلو واکمنانو ته ښکنځل مه کوئ، هغوی ته دوکه مه ورکوئ، د هغوی نافرماني مه کوئ او له الله څخه ووېرېږئ او صبر وکړئ، ځکه خبره نژدې ده.
ابوالدرداء رضي الله عنه فرمايي: إياكم ولعن الولاة، فإن لعنهم الحالقة، وبغضهم العاقرة. قيل: يا أبا الدرداء، فكيف نصنع إذا رأينا منهم ما لا نحب؟ قال: اصبروا، فإن الله إذا رأى ذلك منهم حبسهم عنكم بالموت.[السنة لابن أبي عاصم848]
ژباړه: ابوالدرداء رضي الله عنه فرمايي: ځانونه پر خپلو مشرانو د لعنت ويلو څخه وساتئ ځکه پر دوی لعنت ويل بربادي ده، چا وويل: نو موږ به څنګه وکړو که موږ هغه څه وګورو چې موږ يې له دوی څخه نه خوښوو ای ابو الدرداء؟ ابوالدرداء رضي الله عنه وويل: صبر وکړه، ځکه که الله تعالی د دوی څخه دا وليدل، نو هغه به د مرګ په واسطه له تاسي څخه منع کړي.
همداسي ابوالدرداء رضي الله عنه فرمايي: وإن أول نفاق المرء طعنه على إمامه.[التمهيد لما في الموطأ من المعاني والأسانيد ج21 ص287]