تعليمي فساد:
يو د هغه خطرناکه فسادونو څخه چي هره ټولنه نه تنها دا چي د ترقۍ او پرمختګ څخه را ګرځوي د انحطاط او ورانۍ لوري ته يې کشوي تعليمي فساد دی.
تعليمي فساد هر هغه شی دی چي ښوونيز نظام د ستونزو او نيمګړتياوو سره مخامخ کوي او د جامع درس او تدريس مخه نيسي.
په ښوونيز نظام کي څلور مهم ارکان دي: استاذ، شاګرد، نصاب او طريقه؛ په دغه څلورو واړو کي چي هر يو د ستونزو او نيمګرتياوو سره مخ سي په ښوونيز نظام کي فساد پيدا کيږي.
که استاذ تکړه، متعهد او پوه نه وي معلومه خبره ده چي درسي بهير به د ستونزو سره مخ کيږي ځکه د ښووني پيل د استاذ څخه کيږي او چي استاذ نا اهل وي يقيني خبره ده چي د ښووني پيل به نيمګړی وي.
که شاګرد پر درس کوښښ ونکړي او د درس په ويلو کي بې غوري وکړي يقيني خبره ده چي هيڅ شی به نه زده کوي او وخت به عبث ورباندي تېريږي.
که نصاب کامل او جامع نه وي او د وخت په تناسب د ټولني ټولي اړتياوي پکښې نه وي مراعات سوي ښکاره خبره ده چي ښوونيز بهير به هم نيمګړی وي ځکه نصاب د تعليم لپاره هغه مهم رکن دی چي استاذ او زده کوونکی دواړه يې له مخي ښوونه او زده کړه کوي، که نصاب نيمګړی وي زده کړي به هم نيمګړي وي، که نصاب د وخت او شرايطو سره برابر نه وي زده کړي به هم د وخت او شرايطو سره برابري نه وي او که نصاب جامع نه وي د داسي نصاب څخه فارغ کسان به هيڅ وخت د خپلي ټولني ټولو اړتياوو ته جواب و نه وايي او نه هم به د يو هيواد په سياست کي فعال رول ولوبوي.
او که طريقه د تعليم سمه او درسته نه وي معلومه خبره ده چي تعليم به د ډېرو ستونزو څخه ډک وي او ټول تعليمي مراحل به نيمګړي وي.
په تعليمي بهير کي د فساد د مخنيوي لپاره بايد لاندي څو ټکي په پام کي ونيول سي:
۱ – د هر فن لپاره مسلکي او متعهد استاذ غوره سي؛ په دې معنی سره چي استاذ بايد فن زده وي او د تدريس ټولو اصولو ته پابند وي د بېلګي په ډول: درسونه قضاء نکړي، پر وخت حاضر سي او پر وخت ولاړ سي، د تدريس لپاره پوره آماده ګي ونيسي يعني مطالعه وکړي، کوم شی چي يې نه وي زده تر ځان د نورو پوهانو څخه دي پوښتنه وکړي او شاګرد دي تر سر نه تېروي.
۲ – لومړی بايد په مدارسو کي شاګردانو ته د درس ويلو، مطالعې، تکرار او اباتې پوره زمينه برابره سي او بيا شاګردان د درس په ويلو، مطالعه او تکرار کولو کي ډېر جدي وي او په پوره توګه خپل ټول درسي اصول او د مدرسې شرايط پر ځای کړي.
طالبان بايد د اونۍ په جريان کي چي ددوی د درس رسمي وخت دی د هر هغه کار څخه ځان وساتي چي ددوی وخت ضايع کوي او يا ددوی ذهن د درس او کتاب څخه اړوي د بېلګي په ډول: د ټليفون او انټرنټ څخه دي بې علمي ضرورته استفاده نه کوي، د مدرسې څخه دي بې ضرورته نه وځي، تفريحي مجلس او بانډار ته دي نه ځي، د بې ځايه خوراک او خوب څخه دي ډډه وکړي، خپل تکرار، مطالعه، خوب، لمونځ، خوراک او استراحت دي د مدرسې لخوا د جوړ سوي مهالويش سره سم وکړي او درس ته دي پر ټاکل سوي وخت حاضريږي.
۳ – د ښوونيز بهير لپاره بايد داسي جامع او کامل نصاب جوړ سي چي هم د طالبانو علمي تنده ورباندي ماته سي او هم د ټولني ټولي علمي اړتياوي پکښې په پام کي نيول سوي وي د بېلګي په ډول: په نصاب کي بايد د استاذانو او زده کوونکو علمي استعداد د افادې او استفادې پر بنسټ په پام کي ونيول سي، نصاب بايد داسي جوړ وي چي د زده کړي او عملي کولو پايله يې ديانت، تزکيه، اخلاق، تعهد، اخلاص، مسلکيتوب، رهبري، مديريت، داعيت او علمي کمال وي چي يقينا دداسي صفاتو درلودونکی فارغ به په خپله ټولنه کي ارومرو د هراړخيز خدمت جوګه ګرځي.
۴ – د ښوونيز بهير او تعليمي نصاب د عملي کولو لپاره بايد داسي آسانه او منځنۍ طريقه غوره سي چي بېله کومي ستونزي يې استاذ د خپل تعليمي پلان له مخي پلې کړي او خپل زده کړي شيان په ډېري هوساکۍ سره خپلو شاګردانو ته انتقال کړي، د تدريس په طريقه کي دا مهمه ده چي استاذ بايد د شاګردانو اړتيا او په شاګردانو کي منځنی استعداد درک کړي تر څو داسي تدريس وکړي چي هم د شاګردانو لپاره کافي وي او هم يې سر په خلاص سي.
په ښوونيز بهير کي د شاګرد سره د استاذ تعامل او اخلاق ډېر مهم دي ځکه په تدريس کي مهم هدفونه ښوونه او روزنه دي چي د صحي تعامل او سمو اخلاقو په ذريعه يې شاګرد د خپل استاذ څخه اخيستلای سي.
همداسي د ښوونيز بهير په ښه والي کي درسي چاپېريال او د امتحاناتو لړۍ بنسټيز رول لري ځکه نو بايد دواړو ته ډېره پاملرنه وسي او د هر ډول نيمګړتياوو، درغليو، تزوير، تبعيض او جعل کارۍ څخه خوندي وي په خاصه توګه د فراغت وروسته د اسنادو توضيع کول چي په ځينو ځايونو کي ځيني وختونه د ځينو کسانو لخوا نا اهله انسانانو ته ورکول کيږي او یا هم د پيسو په مقابل کي وېشل کيږي چي دا کار د تزوير تر څنګ په تعليمي برخه کي د ډېرو فسادونو منبع ده.
په ښوونيز بهير کي د درسي ميتودونو، پلانونو او طرحو عملي کول او څارل هم د پام وړ ارزښت لري ځکه نو بايد په رأس کي د هري علمي ادارې داسي کسان و ګمارل سي چي په تعليمي او اداري برخو کي د پوره اجرااتو توان او ظرفيت ولري.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري