۱۴۰۲/۰۶/۰۴

د پانګي اچوني او سرمايه ګزارۍ ارزښت:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
دا معلومه خبره ده چي د انسان د خلقت څخه د الله تعالی يو حکمت دا وو چي انسان په مځکه کي ژوند وکړي او مځکه آباده کړي لکه چي صالح عليه السلام خپل قوم ته وايي: هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا.[هود61] ژباړه: الله تعالی تاسي د مځکي څخه پيدا کړي ياست او تاسي يې د مځکي آبادوونکي ګرځولي ياست. يعني مځکه آبادول ستاسي دنده او وظيفه ده.
البته د انسان لومړی مکلفيت د الله تعالی د دين منل دي او بيا د دين په چوکاټ کي په ظاهري بڼه د مځکي آبادول دي ځکه يواځي ظاهري آبادي د الله تعالی نه خوښيږي که نه نو عاديان، ثموديان او فرعونيان به يې نه وای غندلي چي هغوی په خپل وخت کي ډېري دنګي دنګي ودانۍ جوړي کړيوې، لاري او سړکان يې ځانونو ته جوړ کړيوه او د هغه وخت تخنيک او تکنالوژۍ ته يې هم پوره لاسرسي درلودله.
الله تعالی ته هغه آبادي او ترقي منظور ده چي د الهي رسالت په چوکاټ کي د ننه وي او د فساد، ظلم او ناحقۍ تر سايې لاندي نه وي.

د مځکي ظاهري آبادي په څشي باندي کيږي؟ 
د مځکي د ظاهري آبادۍ لپاره تر ټولو مهم کار پانګه اچونه يا سرمايه ګزاري ده په دې معنی سره چي انسان د مځکي د آبادۍ لپاره مال مصرف کړي او د کروندې، تجارت، صنعت، معادنو استخراج، کار موندني او نورو عايداتي لارو څخه د مځکي په آبادۍ او اقتصاد په وده کي کار وکړي.

په آبادۍ او کار کي د اسلام تشويق:
په کار کي جديت ډېر مهم دی ځکه چي بېله جديت څخه کار سم پر مخ نسي تللای عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: فَاعْمَلْ عَمَلَ امْرِئٍ يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَمُوتَ أَبَدًا.[شعب الإيمان 3603]ژباړه: د داسي سړي کار وکړه چي دی داسي ګمان کوي چي ګرسره نه مړ کيږي.
يعني په مات او سوړ زړه کار مکوه بلکي پوخ او اساسي کار وکړه لکه هغه څوک چي ددې ګمان کوي چي دی ګرسره نه مړ کيږي.
همداسي عبدالله بن عمر رضي  الله فرمايي: احرث لدنياك كأنك تعيش أبدا.[اصلاح المال لإبن أبي الدنيا 48]ژباړه: د خپلي دنيا لپاره داسي کار وکړه لکه ته چي تل ژوندی وسې.
دا معلومه خبره ده چي انسان مړ کيږي او د تل لپاره ژوند نسي کولای نو ددې دواړو آثارو څخه هدف دا دی چي تاسي د دنيا کار په ټينګ هوډ او لوړي روحيې سره وکړئ او په خپلو کارونو کي داسي جدي وسئ لکه تاسي چي ګرسره نه مړه کيږي ځکه يو څوک که پوه سي چي زه نه مړ کيږم ارومرو به ډېر پوخ او اساسي کار کوي.
په کار کي جديت او هيله مندي دومره مهمه ده چي په حديث کي راځي: عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنْ قَامَتْ عَلَى أَحَدِكُمُ الْقِيَامَةُ، وَفِي يَدِهِ فَسِيلَةٌ فَلْيَغْرِسْهَا.[مسند احمد 12933] ژباړه: انس بن مالک رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که پر يوه ستاسي قيامت راسي او دده په لاس کي يو نيالګی وي نو هغه دي کښېنوي.
پدې حديث کي دې خبري ته اشاره ده چي انسان دي د کار په کولو کي وخت او پايلي ته نه ګوري بلکي چي څومره وخت يې پيدا کړ خپل کار دي وکړي کڅه هم ډېر لږ وخت وي ځکه چي د کار کول ډېر مهم او اړين دي. 
حسن بصري رحمه الله هغه چا ته دعا کړې چي د خپل ژوند لپاره مالي امکانات برابروي: عن الحسن قال: رحم الله عبدا اكتسب حلالا وأنفق قصدا وقدم فضلا ليوم فقره وفاقته.[تهذيب الآثار 356]ژباړه: حسن بصري رحمه الله وفرمايل: الله تعالی دي پر هغه چا رحمت وکړي چي حلال کار وکړي، په اعتدال باندي مال مصرف کړي او د خپل فقر او لوږي لپاره تر ځان اضافه مال ذخيره کړي.
دا يقيني خبره ده چي د ځان لپاره مال هغه وخت ذخيره کېدلای سي چي انسان مال ولري او مال هغه وخت پيدا کولای سي چي کار، تجارت او سرمايه ګزاري وکړي.
د پورته حاديثو او آثارو په څېر ډېر احاديث او آثار سته چي د کار پر فضيلت او کار کوونکي پر تشويق دلالت کوي او په دنيا کي د مال په کاروبار کي مسلمانانو ته د فعاليت او ډېر کار کولو روحيه ورکوي.
سرمايه ګزاري يا پانګه اچونه هغه کړنه ده چي په ذريعه يې انسان ته شخصي او عمومي مالي ګټه رسېدلای سي له همدې امله د هر هيواد وکړي که د ځان او هيواد لپاره مالي او اقتصادي پر مختګ غواړي خپله دي هم پانګه اچونه وکړي او نورو خلګو ته دي هم د پانګي اچوني زمينه برابره کړي.
په هر هيواد کي چي څومره ډېره پانګه اچونه کيږي په هماغه کچه يې هيواد صنعتي کېدلو او بډا کېدلو ته درومي او ددې تر څنګ چي ډېري مالي ستونزي به ورسره ختمي سي د هيواد ډېرو اوسېدونکو ته به د کار فرصتونه په لاس ورسي، هيواد به د نورو هيوادونو د مالي بوج او فشار څخه خلاص سي او اقتصادي خپلواکي به تر لاسه کړي.
په اسلامي هيوادونو کي لکه خپله مسلمانان چي پانګه اچونه کولای سي غير حربي کافر ته هم اجازه د پانګي اچوني ورکولای سي البته که مسلمانانو ته کوم ديني او سياسي تاوان ونلري؛ په اثر کي راځي: عن ابن عمر رضي الله عنهما، قال "أعطى رسول الله صلى الله عليه وسلم خيبر اليهود أن يعملوها ويزرعوها، ولهم شطر ما يخرج منها.[ فتح الباري ج5 / 135]ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خيبر يهودو ته ورکړ ترڅو کار پکښې وکړي او ويې کري او مسلمانانو ته يې د حاصل يوه برخه ورکړي.
همداسي په ابوداود شريف کي راځي: فَلَمَّا صَارَتِ الأَمْوَالُ بِيَدِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- وَالْمُسْلِمِينَ لَمْ يَكُنْ لَهُمْ عُمَّالٌ يَكْفُونَهُمْ عَمَلَهَا فَدَعَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْيَهُودَ فَعَامَلَهُمْ.[سنن ابي داود 3016] ژباړه: کله چي مالونه د رسول الله صلی الله عليه وسلم لاس ته ولوېدل او مسلمانانو د کار لپاره کافي مزدوران نه درلودل نو رسول الله صلی الله عليه وسلم يهودان را وغوښتل او معامله يې ورسره وکړه.

زموږ په هيواد کي پانګه اچونه: 
دا ښکاره حقيقت دی چي موږ تر بل هر وخت اوس په خپل هيواد کي پانګي اچوني ته ډېر ضرورت لرو ځکه نو بايد خپله هم په هيواد کي پانګه اچونه وکړو او نور کسان هم پانګي اچوني ته وهڅوو او په دې کار کي هر څوک تر خپله توانه خپل مسئوليت سر ته ورسوو.
تر ټولو مخکي نظام ته دا مسئوليت راجع کيږي چي د پانګي اچوني لپاره آسانتياوي برابري کړي او خپل افغان تجاران، بهرني تجاران او مؤسسات پانګي اچوني ته تشويق کړي وروسته خبره تجارانو او فعالو ولسي وګړو ته راجع کيږي چي پدې خبره کي د مسئوليت په آداء کولو سره کارنده کار وکړي.
زه باوري يم که د وزارتونو څخه بيا تر ولايتونو او رياستونو پوري دې موضوع ته جدي پاملرنه وسي او د يوه سالم ميکانيزم له مخي پانګه اچوونکي را جذب سي دا به د هيواد په آبادۍ کي او بې کارۍ په ختمولو کي ډېر ښه مؤثر تمام سي البته اسلامي اصول، د نظام شرعي پاليسي او د هيواد لوړي ګټي بايد په پام کي ونيول سي او د هر چا د منلو يا ردولو محور جوړ سي.

۱۴۰۲/۰۶/۰۲

د دښمن په وړاندي غفلت:

دا معلومه خبره ده چي هر دښمن د انسان د نيمګړتياوو څخه خپل په ګټه استفاده کوي او په دوه حالته کي په انسان کي نيمګړتياوي پيدا کيږي: په هغه حالت کي چي انسان د فرصتونو څخه سمه ګټه پورته نکړي او په هغه حالت کي چي انسان د ځان په وړاندي ننګوني او چالشونه و نه پېژني.
هر فرصت انسان ته يو ځل په لاس ورځي نو که څوک د په لاس ورغلي فرصت څخه ګټه پورته نکړي معلومه خبره ده چي هغه به يې له لاسه وځي او بالمقابل دښمن ته به يې فرصت په لاس ورځي چي دا دده لپاره نيمګړتيا سوه او د دښمن لپاره يې نغده ګټه سوه، همداسي د کارونو په وړاندي که څوک ننګوني نه پېژني او له مينځه يې نه وړي معلومه خبره ده چي دده په وړاندي به ډېر خنډونه مخي ته راځي او ډېر کارونه به يې د ځنډ او درېدلو سره مخامخ کيږي او بالمقابل دښمن به يې نور هم قوي کيږي او د وخت څخه په استفاده دده مخي ته به نور خنډونه هم جوړوي.
په اصل کي د فرصتونو او ننګونو په وړاندي بې تفاوته پاته کېدل د دښمن په مقابل کي غفلت دی چي د ځان لپاره بدبختي او د دښمن لپاره برياليتوب د ځانه سره لري؛ نو که غواړی په داسي غفلت باندي اخته نسی په ژوند کي فرصتونه او ننګوني و پېژنئ، د فرصتونو څخه ګټه پورته کړئ او د ننګونو په وړاندي مبارزه وکړئ تر څو خپل هدف ته پر وخت په آسانۍ سره ورسېږی.
مولوي نورالحق مظهري