۱۴۰۴/۰۵/۰۴
قدرمنو ځوانانو ته:
سرټمبه ملامت:
هغه څوک چې پر تا باندې کوم منفي انتقاد کوي او ستا د ملامتيا لپاره اتهامات لګوي کله چې ته ورسره مخامخ سې او د ده د سر خلاصېدلو لپاره دلائل وايې خو دی په ښکاره باندې د ملامتيا وروسته برګ برګ درته ګوري او ستا خبري ورته يو ډول درواغ معلوميږي او د دې کوښښ کوي چې ته ژر خبري پسې پرېږدې او د ده د مجلس څخه ولاړ سې نو په دې باندې پوه سه چې هغه سړی سرټمبه ملامت دی.
سرټمبه ملامت په خوله باندې تا ته هيڅ نه وايي خو په زړه کي ډېر بد درڅخه وړي.
سرټمبه ملامت ستا لپاره عزت او آبرو نه غواړي بلکې د دې پر عکس ستا د بې عزتۍ کوښښ کوي.
سرټمبه ملامت ستا په اړه د هر ليوني او بې عقل خبره مني خو ستا خبره بيا د هيچا په اړه نه مني.
د سرټمبه ملامت سره چې هر وخت مخامخ کيږې د ده په مخ کې يو ډول د قهر او خښم آثار ښکاره کيږي او يا هم په ډېر تکلف سره د منافقانه خوشحالۍ تظاهر کوي.
يا الله د سرټمبه ملامت د شر څخه مو وساتې!
د ځوانانو د انحراف بېلګې:(دويمه برخه)
د ځوانانو د انحراف دويمه بېلګه دا ده چې نن ډېری ځوانان خپل ارزښتناکه وخت په بېهوده او بې فايدې کارونو کې تېروي لکه عبث مجلسونه او بانډارونه، په ټلفون او کامپيوټر کې ګيمونه او د انټرنټ او ټولنيزو شبکو څخه ناوړه او يا عبثه استفاده کول په داسي حال کې چې وخت د انسان عمر دی په تېرولو کې يې بايد ډېر دقت وکړي او د وخت هره شيبه د ځان لپاره د الله پاک لخوا ځانګړی رحمت او غنيمت وبولي. په حديث کې راځي: د قيامت په ورځ هيڅ انسان تر هغه وخت پوري حرکت نه سي کولای تر څو چې الله پاک د پنځو شيانو پوښتنه ورڅخه ونکړي چې يو سوال د انسان د عمر په اړه کيږي چې په دنيا کې يې څنګه تېرکړی؟ او بل سوال د انسان د ځوانۍ په اړه کيږي چې په دنيا کې يې په څه شي کې مصرف کړې؟.
عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ تَزُولُ قَدَمَا ابْنِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ عِنْدِ رَبِّهِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ خَمْسٍ عَنْ عُمْرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَا أَبْلاَهُ وَمَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ وَمَاذَا عَمِلَ فِيمَا عَلِمَ.[سنن ترمذي 2601]
ژباړه: عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د بني آدم پښې د قيامت په ورځ د خپل ځای څخه نه ښوري تر څو چې د پنځو شيانو پوښتنه ورڅخه و نه سي: د عمر پوښتنه چې په څه شي کې يې تېر کړی، د ځوانۍ پوښتنه چې په څه شي کې يې مصرف کړې، د مال پوښتنه چې د کوم ځای څخه يې لاسته راوړی او په څشي کې يې لګولی، او په خپل علم يې کوم عمل کړی. نو زموږ ځوانان باید د خپل وخت تېرولو ته ډېر متوجه وسي او په هیڅ بې فایدې کارونو کې یې تېر نکړي.
د دې لپاره چي پر ځوانانو وخت عبث او بې فايدې تېر نه سي لومړی بايد د فرائضو، واجباتو او سنتونو سر ته رسولو ته پوره پاملرنه وکړي، هر عمل په خپله مرتبه او وخت باندي سر ته ورسوي بيا د خپلي کورنۍ او خپلوانو د حقوقو آداء کولو ته ژمن وسي او د ميرمني، خاوند، اولادونو، والدينو او نورو قريبانو چې کوم حقوق ورباندې وي هغه په پوره توګه آداء کړي.
همداسي ځان په تعليم او تعلم باندې مصروف وساتي کوم شيان چې الله پاک دوی ته ور زده کړيوي تر نورو پوري يې ورسوي او کوم شيان چې الله پاک نورو ته ورکړيوي د هغوی څخه يې زده کړي تر څو ځان هم وژغوري او نورو ته هم د ژغورلو لارښوونه وکړي.
کوم کارونه چي الله پاک د انسان د مرتبې د لوړولو لپاره د فضائلو، آدابو او مستحباتو په صفت مشروع کړيوي د فراغت په وخت کې هغو ته هم پاملرنه وکړي لکه نفلي لمونځونه او روژې، د قرآن تلاوت، نفلي صدقات، د علم او مذاکرې مجالسو ته ورتلل، د نورو مسلمانانو سره د ژوند په چارو کې مرسته کول او داسي نور....
او زموږ په زمانه کې تر ټولو ډېر مهم کار دا دی چې د دين او تقوی لپاره دعوت وچلوو، لومړی ځانونه د متقينو مصداق جوړ کړو بيا نورو ته د تقوی لپاره بلنه ورکړو او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ستره وجيبه او لويه وظيفه په پوره ايماندارۍ سرته ورسوو.
كوم خلګ چي عملا د دین په خدمت او ساتنه باندي بوخت وي د هغوی سره هر اړخیزه مرسته وکړو.
که موږ د خپل دنيا او آخرت ژوند ته پوره ژمن وسو او د دواړو د تأمين لپاره ځان د بې کارۍ څخه وساتو نو یقينا چي موږ د وخت څخه سمه ګټه پورته کړې او ځان مو د هغو انسانانو څخه ګرځولی دی چي الله تعالی ورسره ډېره مينه لري.
تېر سوی وخت بيا نه را ګرځي که اوس وخت غنيمت و نه شميرو او سمه ګټه ورڅخه پورته نکړو وروسته پښېمانتيا راته هيڅه ګټه نه لري.
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۴/۰۵/۰۲
ځيني تجربیات او حدسیات:
۲ - د مسلمان لپاره تکبر چې هر څومره لږ وي بيا هم بد دی.
۳ - د عالم لپاره تنګ نظري چې هر څومره کوچنۍ وي بيا هم نيمګړتيا ده.
۴ - د ډاکټر لپاره بې غوري چې هر څومره کوچنۍ وي بيا هم جرم دی.
۵ - د مفتي لپاره بې باکي چې هر څومره کوچنۍ وي بيا هم ناپوهي ده.
۶ - د تجار لپاره بخيلي چې هر څومره لږ وي بيا هم ناشکري ده.
۷ - د طالب العلم لپاره ايله سري چې هر څومره لږ وي بيا هم تاواني ده.
۸ - د رئيس او مشر لپاره غفلت چې هر څومره لږ وي بيا هم ضعف د مديريت دی.
۹ - د ټليفون سره چې هر څومره احتياط وشي بيا هم مزاحم او د وخت اشغال کوونکی دی.
۱۰ - د بدعت لپاره چې هر څومره دلائل وتوږل شي بيا هم حرام دی.
۱۱ - د ديموکراسۍ لپاره چې هر څومره اړتياوي په ګوته شي بيا هم کفري قانون دی.
۱۲ - حاسد ته چې هر څومره ځان سپين کړې بيا هم د شک په سترګه درته ګوري.
۱۳ - مبتذلي رسنۍ چې هر څومره کنټرول کړې بيا هم خپل کار کوي.
۱۴ - خلقي، پرچمي او شعله اي چې هر څومره عبادت وکړي بيا هم د دين غمخور نه شي جوړېدلای.
۱۵ – بدعتي انسان چې هر څومره د بدعت څخه توبه وباسي بيا هم د بدعت سره رابطه نه قطعه کوي.
۱۶ – سرټمبه انسان ته چې څومره دلائل ووايې بيا هم دی خپله سرټمبګي کوي.
۱۷ – درواغجن انسان حافظه نه لري او کم عقل تجربه نه لري.
۱۸ – جامد فکر والا انسان چې هر څومره جهانګرده شي بيا هم هر شی پر خپل فکر جوړوي.
۱۹ – پوهه چې هر څومره لږ وي بيا هم تر ناپوهۍ ښه ده.
۲۰ – انډيوالي چې څومره صميمي وي خو چې همفکري نه وي پکې ارومرو يو وخت پرې کيږي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۴/۰۵/۰۱
داسي ښکاري چې هيواد مو د پرمختګ پر لور روان دی:
که سړی شرايطو ته وګوري او حالاتو ته په ځيرکتيا سره پام وکړي دا به ورته ثابته شي چې افغانستان د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی؛ بلکې د پرمختګ کولو لپاره په نظام کې هم روحيه شته او هم غور ځکه په داسي حالت کې چې د هيواد پيسې لا هم کنګل دي، بېله روس هيواده بل هيڅ هيواد تر اوسه نظام په رسميت نه دی پېژندلی، په هره برخه کې تجارتي او بانکي ستونزي شتون لري او له بلي خوا د ګاونډويو هيوادونو څخه کډوال په جوپو جوپو را روان دي داسي لاس ته راوړني او پرمختګونه هغه څه دي چې موږ يې بايد د هيواد په تاريخ کې بې مثاله ترقي وبولو او د خپل هيواد راتلونکې ته د خوشبينۍ تر څنګ د نظام سره څنګ پر څنګ ودريږو تر څو لاس ته راغلي پرمختګونه خوندي شي او په آينده کې نورو مثبتو کامونو ته پوره لاره آواره شي چې د داسي همت او غيرت په کولو سره به الله تعالی هم راڅخه خوشحاله شي او خپل ايماني، وجداني او وطني مسئوليت به مو هم سر ته رسولی وي.
مولوي نورالحق مظهري
زموږ تلګرام
د بدعتي انسان خبرو ته د غوږ نيولو تاوان:
يعني څوک چې د بدعتي انسان خبرو ته غوږ ونيسي هغه انسان ته به الله تعالی دومره په قهر سي چې خپل نصرت او ساتنه به ورڅخه پورته کړي او دی به خپل سر ته ايله کړي چې بيا به الله تعالی د هغه مرسته هم نه کوي او پر نېکيو به توفيق هم نه ورکوي.
د يادوني وړ ده چې بدعتي انسان د خپلو خرافاتو او بدعاتو د ترويج لپاره او د دې لپاره چې خلک دوکه کړي په خبرو کې يا پر مړه شوو انسانانو حواله ورکوي، يا پر حاکمانو حواله ورکوي، يا د حاکمانو چاپلوسي او تملق کوي او يا هم پر داسي کتاب حواله ورکوي چې هغه نه پيدا کيږي.
سَمِعْتُ مُحَمَّدَ بْنَ النَّضْرِ الْحَارِثِيَّ يَقُولُ: مَنْ أَصْغَى بِسَمْعِهِ إِلَى صَاحِبِ بِدْعَةٍ؛ نُزِعَتْ مِنْهُ الْعِصْمَةُ، وَوُكِلَ إِلَى نَفْسِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم335]
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۴/۰۴/۳۱
فکري بندي او نښي يې:
کله چې انسان د خپل عقل، ذهن او فکر له آزادي استفادې څخه محروم شي او د حق او باطل، سم او غلط، ګټور او مضر او خير او شر ترمنځ په سمه توګه توپير نه شي کولای او په دې اړه د تفکر، تحليل او قضاوت استعداد له لاسه ورکړي دغه انسان ته د فکر بندي يا اسير ويل کيږي ځکه دی په ذهني او رواني لحاظ په فکري زولنو يا قيدونو باندي تړلی وي.
څوک چې فکري بندي وي هغه د لاندې نښو خاوند وي:
۱ - وچ يا بې دليله تقليد؛ څوک چې فکري بندي وي هغه د هر چا بې دليله او بې اساسه خبره مني او په هغې باندې عمل کوي.
۲ - تعصب؛ څوک چې فکري بندي وي هغه د خپل قوم، مذهب، ګوند يا نظر له امله حق ته نه تسلميږي بلکې د حق په وړاندې په باطله طريقه مبارزه کوي.
۳ - د بدلون څخه بې پروايي؛ څوک چې فکري بندي وي هغه هيڅ وخت فکري او نظري بدلون ته تيار نه وي که څه هم حق ورته څرګنه شي، چې په نتيجه کې د ژوند په ډېرو برخو کې د مثبت بدلون څخه محروم پاتې کيږي او د خپلو سيالانو څخه ورځ تر بلي د سيالۍ څخه لويږي.
۴ - فکري غلامي؛ څوک چې فکري بندي وي هغه د نورو پرديو د فرهنګ، تمدن او افکارو په تقليد دومره اخته شي چې خپل فکر او ارزښتونه ورڅخه هېر شي او ژوند داسي تېروي لکه دی چې د نورو انسانانو پېښې کوي.
د يادوني وړ ده چې انسان هغه وخت د فکر بندي کيږي چې کله د بيان، څېړني، نقد، اختلاف نظر او علمي انکشاف اجازه و نه لري او يا يې د استعداد او ظرفيت څخه محروم وي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۴/۰۴/۳۰
د ځوانانو د انحراف بېلګې:(لومړی برخه)
په عباداتو کې سستي:
په عباداتو کې سستي هغه آفت او انحراف دی چې په عموم کې ډېری خلک په اخته دي په خاصه توګه بيا ځوانان چې تر بل هر چا د دې لوی آفت ښکار سويدي، په عبادت کې سستي ډېر اسباب لري چې موږ يې يو څو دانې په لاندې ډول بيانوو:
1 - د عبادت په ارزښت او خوند باندې نه پوهېدل؛ کوم انسان ته چې د عبادت ارزښت معلوم نه وي او د عبادت په خوند باندې نه پوهيږي معلومه خبره ده چې د عبادت په کولو کې به سستي او ټمبلي کوي.
2 - د نا اهله انسانانو سره ملګرتيا؛ ځيني ځوانان چې په عبادت کې سستي کوي لامل يې دا وي چې د نااهله انسانانو سره ګرځي هغوی عبادت ته پاملرنه نه کوي نو دوی هم پاملرنه ورته نه کوي.
3 - د ماحول او چاپېريال څخه متأثره کېدل؛ ځيني وختونه ځوانان په داسي محيط کې ژوند کوي چې هلته د عبادت سره مينه او عبادت ته پاملرنه شتون نه لري نو پر ځوان باندې يې هم تأثير لويږي او د عبادت سره یې مينه لږيږي.
د دې لپاره چې زموږ ځوانان په عبادت کې سستي ونکړي لومړی بايد ځان د عبادت په لذت باندې خبر کړي په عبادت کې لذت او خوند د مسلمان لپاره ډېر مهم دی او د ايماندارۍ نښه بلل سوېده په حديث کې راځي: عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنْ سَرَّتْهُ حَسَنَتُهُ، وَسَاءَتْهُ سَيِّئَتُهُ فَهُوَ مُؤْمِنٌ.[شعب الايمان6598]
ژباړه: ابوموسي اشعري رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: هر چا ته چې خپله نيکي خوند ورکړي او د خپلي بدۍ څخه يې بد راسي نو يقينا هغه مسلمان دی.
همدا راز ځوانان بايد د نا اهلو انسانانو سره انډيوالي ونکړي او د هر چا سره ځان په عبث کار باندې اخته نکړي تر څو عبادت ورڅخه پاته يا نيمکړی نه سي.
همداسي ځوانان بايد بې دينه محيط او چاپيريال ته ولاړ نه سي او د هغه خلکو سره د اوسېدلو څخه ډډه وکړي چې د الله پاک په عبادت کې سستي کوي، که بالفرض اجبارا بې دينه محيط يا کورنۍ ته ورځي بيا نو د خپل ايمان په تقاضا په خپل انفرادي صلاحيت خپل عبادت پر وخت باندي وکړي او هېر يې نکړي.
او دا خبره هم په تجربه ثابته سوېده چې د هرې ګناه کول انسان په عبادت کې سست او ټمبل کوي نو زموږ ځوانان باید د هرډول ګناه څخه ځان وساتي تر څو د عبادت خوند یې په برخه سي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۴/۰۴/۲۹
هغه دوه شيان چې زړه سختوي:
توضيح: څوک چې بېله ذکر څخه د الله ډېري خبري کوي زړه يې سختيږي او څوک چې ډېر خوراک کوي زړه يې سختيږي. زړه چې کله سخت سي بيا نو د هغه زړه څخه احساس او نرمي کډه کوي چې په نتيجه کې ښې خبري ځای نه پکښې نيسي، د مظلوم او ناحقۍ په ليدلو يې زړه نه نرم کيږي او د ظلم په ليدلو سره يې په زړه کې احساس او مسئوليت نه پيدا کيږي.
الفضيل بن عياض يقول شيئان يقسيان القلب كثرة الكلام وكثرة الأكل.[روضة العقلاء:34]
مولوي نورالحق مظهري
ټولو با احساسه افغانانو ته!
له بده مرغه چې ځيني بې احساسه او فرصت طلبه افغانان د مهاجرينو د مجبوریت او اړتيا څخه ناوړه استفاده کوي او سرايونه په ډېره لوړه کرايه ورکوي په داسي حال کې چې همدغه خلک پر خپلو افغانانو وړونو د ايرانيانو د ظلم او ناوړه چلند غندنه کوي، داسي کسانو ته بايد وویل شي: که تاسي په رښتيا د خپلو افغانانو وړونو سره مينه لری او هغوی تر خوږ ګوته نه نيسئ نو د کورونو کرايې مه لوړوئ او د هغو کسانو چې دا کار کوي په کلکه مخنیوي وکړئ.
د يادوني وړ ده چې د ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راتګ سره هم مهاله د سرایو کرايې دومره لوړي ختلي چې د هر سرای کرايه درې څلور برابره پورته شوېده.
د خدای لپاره دا کار مه کوئ! دا کار سخت ظلم او ډېره ناځواني او بې غيرتي ده.
مولوي نورالحق مظهري