۱۴۰۵/۰۳/۲۷

د نن ورځې د حکمت خبره:

که تا ته الله تعالی دوې سترګې درکړي دي، نو ولې خلکو ته د خپلو غوږونو په واسطه ګورې؟!
د خلکو سره د هغه څه له مخې معامله وکړه چې په خپله یې ورڅخه وینې، نه د هغه څه له مخې چې د هغوی په اړه یې له نورو انسانانو اورې.

يعني انسان باید د خلکو په اړه خپله قضاوت او پرېکړه د خپلو مشاهداتو، تجربو او یقیني معلوماتو پر بنسټ وکړي، نه دا چې د نورو د خبرو، اوازو او بې‌اساسه خبرونو تر اغېز لاندې راسي. ډېر وخت اورېدلي خبري مبالغه، غلط فهمي او یا هم درواغ وي، نو عاقل انسان تر تحقیق او یقین مخکې پر خلکو حکم او فيصله نه کوي.
ژباړه: مظهري

په ژوند کې ناپوهي ډېر خطرناک شی دی:

ژباړه: د سعد بن ابراهيم څخه روايت دی چې عمر بن خطاب رضي الله عنه وفرمايل: زه ستاسو لپاره د ژوند په چارو کې له ناپوهۍ/کم عقلۍ څخه تر تنګلاسۍ ډېر وېره لرم؛ ځکه چې د فساد او بې‌نظمۍ سره هېڅ شی نه پاتې کېږي، او د اصلاح سره هيڅ شی نه کمېږي.

يعني د ژوند په برخه کې ناپوهي چې د مال د بې ځايه مصرف او لګښت سبب جوړيږي يا مالي چاري سمي نه سي مديريت کولای، د مال تر کمښت او فقر ډېره خطرناکه ده ځکه که څوک لږ مال ولري او هغه سم مديريت کړي د هيڅ مشکل سره نه مخامخ کيږي خو که څوک ډېر مال ولري ولي سم يې مديريت نه کړي او په لګښت کې سپما ونکړي دا له هر لحاظه ډېر خطرناکه دی او د ځانه سره ډېري ستونزي لري.

عن سعد بن إبراهيم قال : قال عمر: الخُرقُ فِي المَعِيشَةِ أَخوَفُ عِندِي عَلَيكُم مِنَ العَوَز؛ لِأَنَّهُ لَا يَبقَى مَعَ الفَسَادِ شَيءٌ، وَلَا يَقِلُّ مَعَ الإِصلَاحِ شَيءٌ.(الزهد لوکيع: 462)
مولوي نورالحق مظهري

د دین لپاره د یو چا معرفي کول:

ژباړه: امام مسلم رحمه الله فرمايي: ما ته عمرو بن علي خبر راکړ، هغه وويل: ما د يحيی بن سعيد څخه واورېدل چې ويل يې: ما د سفيان ثوري، شعبه، مالک او ابن عيينه څخه د هغه چا په اړه پوښتنه وکړه چې په احاديثو کې قوي نه دی او ما ته يو څوک راځي او د ده په اړه پوښتنه راڅخه کوي؛ هغوی راته وويل: ته هم ورته ووايه چې دی په احاديثو کې قوي نه دی.

يعني کوم څوک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په احاديثو کې مهارت و نه لري نو کله چې يو څوک د ده په اړه ستا څخه پوښتنه کوي ته رښتيا ورته ووايه او دی ورته سم معرفي کړه د ده حال مه ورڅخه پټوه، ځکه دا د دين خبره ده که ته دی ورته معرفي نه کړې نو ممکن دا سړی د ده څخه ناسم احاديث واوري او هغه په سم باندې ورڅخه ومني بيا يې تر نورو پوري ورسوي چې د دې څخه بيا په ديني برخه کې ډېر مفاسد رامنځ ته کيږي.

که موږ قياس وکړو نو داخبره به له ورايه راته ثابته سي چې په فقهي مسائلو کې د ناپوه او نابلده سړي سره هم بايد همداسي وسي.
کوم څوک چې په فقهي مسائلو باندې نه پوهيږي او هغه خلکو ته غلط رسوي نو که څوک د هغه په اړه زموږ څخه پوښتنه کوي موږ يې بايد ورته معرفي کړو تر څو د فقهي مسائلو په نقل کې د بې غورۍ مخه ونيول سي او ناپوه انسان ته خلک د عالم په سترګه و نه ګوري.

دې کړني ته باید موږ د غیبت او دښمنۍ نوم ورنکړو بلکې دا د رښتیني عالم وظیفه او صلاحیت وبولو ځکه په دې کې ملامتیا د هغه چا په غاړه ده چې عالم نه دی خو خلکو ته ځان د عالم په نامه معرفي کوي، په مسائلو یې سر نه خلاصیږي خو خلکو ته ځان په مسائلو باندې پوه ښکاره کوي او په دیني برخه کې د تدریس لیاقت و نه لري خو خلکو ته ځان لوی مدرس معرفي کوي.

البته دې خبري تا باید موږ غور وکړو چې د هر چا په معرفي کولو کې هماغه څه ووایو چې موږ ته په یقین ثابت وي د ځانه څخه درواغ پسې و نه تړو او تهمت ورباندې و نه وایو.

همداسي کوم خلک چې ځانونه تکړه علماء نه معرفي کوي او د ملاتوب یا مولوي توب دعوه نه کوي خو ځیني مسائل یې د علماؤ څخه یا په خپله مطالعه باندې سم زده کړي وي هغوی په ټولنه کې د زده کړو مسائلو د رسولو څخه بند نه کړو او داسي محدودیت وضع نه کړو چې د دین هره سخته او آسانه خبره به د مولوي صاحب یا مولانا صاحب د آدرس څخه خلکو ته ویل کیږي تر څو خدای مکړه د امربالمعروف او نهي عن المنکر ستره دنده پاته نه سي او په دین کې د مشهورو مسائلو رسول بند یا ټکنۍ نه سي.

وَحَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ عَلِىٍّ أَبُو حَفْصٍ قَالَ سَمِعْتُ يَحْيَى بْنَ سَعِيدٍ قَالَ سَأَلْتُ سُفْيَانَ الثَّوْرِىَّ وَشُعْبَةَ وَمَالِكًا وَابْنَ عُيَيْنَةَ عَنِ الرَّجُلِ لاَ يَكُونُ ثَبْتًا فِى الْحَدِيثِ فَيَأْتِينِى الرَّجُلُ فَيَسْأَلُنِى عَنْهُ. قَالُوا أَخْبِرْ عَنْهُ أَنَّهُ لَيْسَ بِثَبْتٍ.[مقدمة صحيح مسلم38]
مولوي نورالحق مظهري