۱۴۰۱/۱۱/۰۸

ځوانمردي/شجاعت څشی دی؟

ژباړه: د احنف بن قیس څخه پوښتنه وسوه چي ځوانمردي/شجاعت څشی دی؟ هغه ورته وويل: د راز ساتل او د بدۍ څخه ځان ليري کول.
سُئِلَ الْأَحْنَفُ بْنُ قَيْسٍ: مَا الْمُرُوءَةُ؟ قَالَ: كِتْمَانُ السِّرِّ، وَالتَّبَاعُدُ مِنَ الشَّرِّ.[المجالسة وجواهرالعلم1969]
مولوی نورالحق مظهری

د حرام پرېښودل تر خيرات کولو ثواب لري:

ژباړه: مالک بن دينار ويلي دي: انسان ته د يوه حرام درهم پرېښودل ښه دی تر خيرات کولو د يو لک دراهمو.
يعني د حرام پرېښودلو فضيلت او ارزښت تر خيرات ډېر دی کڅه هم حرام شی لږ وي او خيرات ډېر وي.
د حرام پرېښودل د خيرات تر کولو ځکه د انسان لپاره ښه دی چي حرام د رزائلو څخه دی او خيرات د فضائلو څخه دی تر څو چي انسان ځان د رزائلو څخه پاک نکړي په فضائلو باندي ځان ښايسته کول ورته هيڅ ګټه نکوي.
قَالَ مَالِكُ بْنُ دِينَارٍ: لَأَنْ يَتْرُكَ الرَّجُلُ دِرْهَمًا حَرَامًا خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَتَصَدَّقَ بمئة أَلْفِ دِرْهَمٍ.[المجالسة وجواهرالعلم1941]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۰۷

سخت دريځو انسانانو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم ښېرا:

ژباړه: د عبدالله څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم درې ځلي وويل: سخت دريځه دي مړه سي.
محدثينو ددې حديث په تشريح کي ليکلي دي: سخت دريځه و هغه چا ته وايي چي په دين کي بې ځايه ډېره سختي کوي او په خبرو او کارونو کي تر ټاکلي شرعي حدودو تجاوز کوي.
مثلا: شرعي عذرونو ته اعتبار نه ورکوي، فقهي مراتب داسي سره ګډوي چي مباح د مستحب او سنت مرتبې ته او مستحب او سنت د فرض او واجب مرتبې ته رسوي او يا هم د تقوی په نامه مباح او مستحب شيان پر ځان فرض بولي.
وضاحت: په دين کي استقامت او ټينګوالي ته سخت دريځي نه ويل کيږي او نه هم پر دين باندي غيرت سخت دريځي ده البته کفار او بې دينه خلګ هر پرهیزګاره او مبارز مسلمان ته سخت دريځ وايي همداسي د اسلامي احکامو عملي کولو ته هم سخت دريځي وايي.
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- «هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ». قَالَهَا ثَلاَثًا.[صحيح مسلم6955]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۰۶

فرهنګي مبارز مجاهده!

دا ستا د فرهنګي مبارزې نتيجه وه چي ټولي نړۍ ته دي په تبليغاتي ډګر کي شکست ورکړ او په ډېرو لږو امکاناتو دي د مسلمانانو او مجاهدينو آواز او بريا د ټولو نړيوالو تر غوږونو پوري ورسول.
کفارو د تبليغاتي جګړې لپاره ډېر لګښتونه وکړه او ډېر پلانونه يې عملي کړه خو په فرهنګي مبارزه کي ستا تعهد، استقامت او اخلاص دوی ته داسي ماته ورکړه چي دوی هم اوس ځان ته حيران دي.
فرهنګي مبارزه! دا ستا د مبارزې برکت وو چي د جهاد ږغ او برياليتوبونه به په ډېر لږ وخت کي رسنيز سوه، د دښمن تبليغاتي ماشين د ډېرو امکاناتو سره سره ستا د مخلصانه هڅو په نتيجه کي د پښو لوېدلی وو او ستا وړوکي مبارزې د دښمن ټول خبري سرويسونه فلج کړيوه.
مبارزه وروره! دا ته وې چي د فزيکي او جنګيالي مجاهد څخه دي دفاع کول، د هغه څخه دي تورونه او تهمتونه ليري کول، د ټولو منحرفو انسانانو سره دي فرهنګي مبارزه کول او د جهاد د سپېڅلتيا په ثبوت باندي دي ولسونه د جهاد صف ته جذبول.
او مبارزه وروره! دا ته وې چي د سلهاوو مبتذلو او غلامو ګڼو رسنيو تبليغات دي شنډول او حقائق دي د خلګو تر غوږونو رسول.
په خپلي مبارزې کي چټک وسه مخکي چي دي د اسلامي نظام د راتګ لپاره مبارزه کول اوس يې د نظام د سمبالښت، بقاء او دفاع لپاره وکړه.
مبارزه وروره! ستا د مبارزې څخه هغه څوک انکار کوي چي د انساني شعور د نه شتون له کبله په فکري انحراف باندي اخته وي.
مولوي نورالحق مظهري

د ټولني په وړاندي د علماؤ مسئوليت:

د علومو او معلوماتو د تنوع او اختلاف له امله پوهان او علماو هم مختلف دي چي په ټوله کي يې موږ درې ډوله بللای سو:
۱ – هغه څوک چي د ديني او طبيعي علومو دواړو پوه او ماهر وي.
۲ – هغه څوک چي يواځي د ديني علومو ماهر وي.
۳ – هغه څوک چي يواځي د طبيعي علومو ماهر وي.
هغه څوک چي د ديني علومو عالم وي او په خپل علم کي داسي مهارت ولري چي په همدې علم باندي خپلي ټولني ته خدمت کولای سي د هغه ځيني مهم مسئوليتونه په لاندي ډول دي:
۱ – خپلي ټولني ته بايد حقيقي اسلام معرفي کړي تر څو خلګ په منحرفو انسانانو پسې ولاړ نسي او رښتيني اسلام ورڅخه ورک نسي همدا راز خلګ په شکونو او شبهاتو کي ډوب نسي.
۲ – خپلي ټولني ته سوچه اسلامي عقيده واضح کړي تر څو د عقيدوي انحراف ښکار نسي او سوچه مسلمانان ورڅخه جوړ سي ځکه بېله سموالي د عقيدې د انسان څخه سم مسلمان نسي جوړېدلای همدا راز بېله عقيدې د انسان هيڅ عمل الله پاک ته قبول ندی نو ددې لپاره چي د مسلمانانو فرعي اعمال الله پاک ته د قبول وړ وګرځي بايد دوی خپله عقيده جوړه کړي او د توحيد، رسالت او ميعاد په شمول د عقائدو ټول اصول پوره زده کړي.
۳ – خپلي ټولني ته د جهل او فساد اسباب وپېژني تر څو خلګ ځان ورڅخه وساتي او د جهل او فساد څخه نجات پيدا کړي همدا راز د علم او اصلاح اسباب هم ورته معرفي کړي تر څو په لاسته راوړلو يې د انسان څخه عالم او مصلح جوړ سي.
۴ – خپلي ټولني ته ديني اعتدال، بشري ارزښت او سيده فکري مسير معرفي کړي تر څو خلګ د افراط او تفريط څخه وساتل سي، خپل بشري ارزښت ورته ښکاره سي او د فکري انحراف څخه و ژغورل سي چي په نتيجه کي په الهي فطري ښکلا باندي ښايسته سي او پوره انسانان ورڅخه جوړ سي.
۵ – خپلي ټولني ته رزائل او فضائل دواړه ښه معرفي کړي تر څو د ټولني هر وګړی د ځان څخه رزائل ليري کړي او په فضائلو باندي ځان ښايسته کړي ځکه د انسان په اصلاح کي همدغه دوه شيان ډېر رول لري، لکه په ښکاره چي انسان په زيوراتو هغه وخت ښايسته کيږي چي ځان د چټليو او مرداريو څخه پاک کړي په معنوي لحاظ هم د انسان څخه ښه سړی هغه وخت جوړيږي چي ځان د ګناهونو څخه پاک کړي او خپل عقيدوي او عملي ټول ناوړه کارونه پسې پريږدي.
د انسان څخه په نوافلو او ډېرو عباداتو باندي متقي نه جوړيږي تر څو چي د ګناهونو څخه لاس وانخلي او فرضي عبادات پر خپل وخت باندي آداء نکړي په حديث شريف کي راځي: من سره أن يسبق الدائب المجتهد فاليکف عن الذنوب. ژباړه: که څوک غواړي د تکړه عبادت کوونکي سره سيالي وکړي نو د ګناهونو څخه دي ځان وساتي.
۶ – پدې خاطر چي په اسلام کي مادي او معنوي قوتونه دواړه مهم او اړين دي نو ديني علماء کرام بايد خلګ د دواړو قوتونو لاسته راوړلو ته تشويق کړي او ددې آيت په غوښتنه چي: و أعدوا لهم ما استطعتم من قوة.ژباړه: ددوی لپاره چي مو د زور هر شی په توان وي برابر يې کړئ. خلګ دېته تشويق سي چي د معنوي قوت تر څنګ په مادي قوت کي هم پوره کوښښ او چټکتيا وکړي او په اقتصادي او نظامي دواړو برخو کي مسلمانان ځانونه د ټولو دښمنانو څخه خودکفاء کړي.
۷ – مسلمانان يووالي او اتحاد ته را وبولي ځکه  په يووالي کي د مسلمانانو بری او کاميابي ده تر څو چي مسلمانان سره يو موټی نسي تر هغه وخته خپل پخواني برم او زور لاسته نسي راوړلای، دا د الله جل جلاله لارښوونه ده چي فرمايي: وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ.[الأنفال 46] ژباړه: د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او په خپل مينځ کي جکړه مكوئ چي بيا بې غيرته سی او قوت مو ولاړ سي! صبر وکړئ يقنا چي الله د صبر کوونکو سره دی.
۸ – ديني علماء بايد خلګو ته د شرعي مسائلو د مطرح کولو او فتوی ورکولو پوره زمينه برابره کړي او د علماو مرجعيت  په اثبات باندي ورسوي تر څو خلګ يې په رهبريت او اصالت باندي وپېژني او د ژوند په هره برخه کي مشوره ورڅخه واخلي.
۹ – ديني علماء بايد په ټولنه کي د نارينه او ښځينه مسلمانانو لپاره د تعليم او زده کړي په تعميم کي پوره رول ولوبوي او د هر هغه چا سره پوره مرسته وکړي چي په مسلمانانو کي تعليمي او تربيوي خدمت کوي، ديني علماء بايد د مدارسو، مکاتبو، دارالحفاظونو  او نورو ښوونيزځايونو له لاري د ولس پر ټولو اقشارو باندي کار وکړي تر څو په اسلامي ټولنه کي هر وګړی په ديني او طبيعي علومو باندي پوه سي او په خپل هيواد کي د رهبريت، مشرتوب او خدمت لپاره ښه چمتو سي.
۱۰ – ديني علماء بايد تل خپله ټولنه وڅاري، د هر فرد ټولنيز حرکات تعقيب کړي او د هر مفسد په وړاندي د خپلي ټولني څخه ساتنه وکړي تر څو هر مسلمان د فکري او سياسي انحراف څخه وساتل سي او ټول ديني ارزښتونه، اسلامي دودونه او احکام پر خپل لوړ حيثت باندي همداسي پاته سي.
۱۱ – ديني علماء بايد د اړتيا سره سم په اسلامي ټولنه کي ګمراه حزبونه او دلګۍ  خلګو معرفي کړي تر څو په مسلمانانو کي بې اتفاقي پيدا نسي او پر باطل باندي د مسلمانانو د روانېدلو مخنيوی وسي.
۱۲ – ديني علماء بايد د خلګو سر خلاص کړي چي د دين غځېدل او ساتل په دعوت، جهاد، تعليم او تصوف باندي  سويدي او کيږي بناء مسلمانان بايد د دغه څلور واړو په کولو او ساتلو کي کوښښ وکړي او د هر هغه چا سره مرسته وکړي چي ددې څلورو برخو څخه په يوه برخه کي ددين په خدمت باندي بوخت وي.
مولوي نورالحق مظهري

د انسان لپاره کافي شيان:

ژباړه: په مرګ باندي د تبليغ کوونکي په صفت بسنه کيږي، په يقين باندي په صفت د غنا بسنه کيږي، په عبادت باندي په صفت د مشغوليت بسنه کيږي او په وېره باندي په صفت د علم بسنه کيږي.
يعني مرګ د انسان لپاره ډېر ښه تبليغ کوونکی دی، يقين د انسان لپاره ډېره ښه غنا او سرمايه ده، عبادت د انسان لپاره ډېر ښه مصروفيت دی او د الله تعالی څخه وېره د انسان لپاره ډېر ښه علم دی.
كَفَى بِالْمَوْتِ وَاعِظًا، وَكَفَى بِالْيَقِينِ غِنًى، وَكَفَى بِالْعِبَادَةِ شُغْلًا، وَكَفَى بِالْخَشْيَةِ عِلْمًا .[المجالسة وجواهرالعلم1925]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۰۵

انسان او خپل عقل يې:

ژباړه: عتابي وايي: نوشيروان عادل ويلي دي: د خپل عقل پر ښه والي د انسان باور او په ډېروالي يې اقرار دده پر ناپوهۍ باندي دليل دی.
يعني څوک چي خپل د عقل پر ښه والي باور لري او د خپل عقل پر ډېروالي خپله اقرار کوي هغه سړی په اصل کي ناپوه دی.
قَالَ العَتَّابِيُّ: قَالَ أَنُوشِرْوَانُ: ثِقَةُ الرَّجُلِ بجودة عَقَلَهُ، وَإِقْرَارُهُ بِوُفُورِ عَقْلِهِ، دَلِيلٌ عَلَى جَهْلِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم1858]
مولوي نورالحق مظهري

د ځانونو څخه لاندي اته کسان مه جوړوئ!

ژباړه: ابو زيد ويلي دي: د اتو نفرو که سپکاوی وسو ملامتيا يې خپله پر دوی ده: څوک چي د يو قوم دسترخان ته راځي پداسي حال کي چي دی نه وي ورته دعوت سوی، څوک چي په کور کي د ننه د کور پر خاوند امرونه کوي، څوک چي د دوو نفرو په خبرو کي ځان اچوي او دوی په خپلو خبرو کي داخل کړی نه وي، څوک چي د باچا سپکاوی کوي، څوک چي په داسي مجلس کي کښيني چي دی يې اهل نه وي، څوک چي داسي چا ته خبري کوي چي هغه يې نه ورڅخه اوري، څوک چي د نا اهلو کسانو څخه د ښه کارونو اميد کوي او څوک چي د خپل دښمن څخه د خير غوښتنه کوي.
که غواړی په خپله د ځان سپکاوي ته لاره آواره نکړی نو لاندي اته کارونه مکوئ:
۱ – بېله دعوته د چا ميلمستيا ته مه ځئ.
۲ – د بل چا په کور کي د کور پر خاوند امرونه مکوئ.
۳ – دوه نفره چي خبري سره کوي بېله ددوی د غوښتني څخه تاسو يې ځانونه مابين ته مه ور اچوئ.
۴ – د باچا او حاکم سپکاوی مکوئ.
۵ – په داسي مجلس کي چي ستاسي لپاره جوړ نه وي مه کښېنئ.
۶ – داسي چا ته خبري مکوئ چي هغه غوږ ورباندي نه نيسي.
۷ – د نا اهله انسانانو څخه د ښه کارونو اميد مکوئ.
۸ – د دښمن څخه د خير غوښتنه مکوئ.
أَبُو زَيْدٍ؛ قَالَ: ثَمَانِيَةٌ مِنَ النَّاسِ إِنْ أُهِينُوا؛ فَاللَّوْمُ عَلَيْهِمْ: مَنْ أَتَى مَائِدَةَ قَوْمٍ وَلَمْ يُدْعَ إِلَيْهَا، وَالْمُتآِمرُ عَلَى رَبِّ الْبَيْتِ فِي بَيْتِهِ، وَالدَّاخِلِ بَيْنَ اثْنَيْنِ فِي حَدِيثِهِمَا وَلَمْ يُدْخِلَاهُ، وَالْمُسْتَخِفُّ بِالسُّلْطَانِ، وَالْجَالِسُ مَجْلِسًا لَيْسَ لَهُ بِأَهْلٍ، وَالْمُقْبِلُ بِحَدِيثِهِ عَلَى من لا يمسع مِنْهُ، وَرَاجِيَ الْعُرْفُ مِنَ اللِّئَامِ، وطالب الخير من أعدائه.[المجالسة وجواهرالعلم۱۸۵۴]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۰۴

څوک چي علم د رياست لپاره کاروي:

ژباړه: ثوري رحمه الله فرمايلي دي: څوک چي په علم باندي رياست و غواړي نو ډېر علم به له لاسه ورکړي.
يعني څوک چي خپل علم د رياست تر لاسه کولو لپاره کاروي او کوښښ کوي چي په علم تر مشرۍ پوري ځان ورسوي هغه انسان به ډېر علم له لاسه ورکړي.
تجربې دا ښودلېده چي څوک د مشرۍ او رياست لپاره علم ته شا کړي ارومرو يې د علم آزار وهي او ددې تر څنګ چي علم به يې له لاسه وځي پر علمي شخصيت به يې هم ډېره بده اغيزه کوي؛ البته که د مسلمانانو د امير لخوا کوم عالم ته داسي مسئوليت سپارل کيږي چي په کولو يې علمي خدمت ځيني پاتيږي هغه ددې خبري څخه استثناء دی ځکه چي دلته د امير لخوا د امر او اطاعت خبره ده د وظيفې د غوښتلو خبره نسته.
قَالَ الثَّوْرِيُّ : مَنْ طَلَبَ الرِّئَاسَةَ بِالْعِلْمِ ؛ فَاتَهُ عِلْمٌ كَثِيرٌ.[المجالسة وجواهرالعلم1830]
مولوي نورالحق مظهري

مقام و مرتبه جوان در نزد خداوند منان:

چنانچه واضح است خداوند عزوجل برای هر انسان در دنیا وظیفۀ خاص وویژه ای را داده است، انسان را اعم از ذکور و اناث اشرف المخلوقات قرار داده، هر یکی را مکلف به ایمان و آداء فرائض، واجبات و سنن نموده و برای هر یکی پاداش اخروی را تعیین و تشخیص نموده است؛ ولی در اقشار مختلف انسانها کسانی که مسئولیت شان سنگین است، ارزش و اهمیت شان در نزد پروردگار زیاد است، پاداش بزرگ و خوب نصیب شان است طبقه جوان است.
جوان در نزد پرودگار اهمیت زیادی دارد، عبادت جوان در نزد خداوند عزوجل مقبولیت ویژه و اجرت بزرگ بی مثال را دارد.
و این هم یک حقیقت است که جوانان در جامعه حیثیت ستون فقرات را دارند زیرا در هر زمان جوانانی است که سرنوشت یک کشور را ورق میزنند و با درک مسئولیت رهبران و کهنسالان خود را در کارهای مثبت کمک و یاری میکنند و در آینده همین جوانان است که رهبران و مسئولین کشور میگردند.
ببینید اسلام چه اهمیت بزرگی برای جوانان داده است! خداوند متعال در معرفی اصحاب کهف می فرماید: إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدی.[ سورة الکهف13]
ترجمه:آنان جوانانی بودند که به پروردگار خویش ایمان آوردند وما بر هدایت شان افزودیم.
و در جای دیگر میفرماید: قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ.[ الانبیاء 60]
ترجمه: گفتند: شنیدیم، جوانی از آنان سخن می گفت که به او ابراهیم گفته می شود.
در این دو آیه خداوند عزوجل از حالت جوانی ابراهیم علیه السلام و اصحاب کهف یادآوری میکند که خودش دلالت بر فضیلت و اهمیت جوانان دارد.
همچنین در احادیث میاید:
رسول اکرم صلی الله علیه واله وصحبه وسلم می فرماید: سَبعَةٌ فِي ظِلِّ اللهِ يَومَ لاَ ظِلَّ إِلاَّ ظِلُّه: إِمَامٌ مُقتَصِدٌ، وَشَابٌّ نَشَأَ بِعِبَادَةِ اللهِ حَتَّى تُوُفِّيَ عَلَى ذَلُِكَ.[ الاحکام الشرعیة لاشبیلی]
ترجمه: هفت نفر است در زیر سایه عرش خداوند عزوجل در روزی که نیست سایه ای مگر سایه او: بادشاه عادل، و جوانیکه در عبادت خداوند عزوجل بزرگ شده باشد تاوقتیکه می میرد.
و همچنان در جای دیگری می فرماید: إِنَّ أَحَبَّ الخَلائِقِ إِلَى اللهِ شَابٌ حَدَثُ السِّنِ، جَمِيلٌ فِي صُورَةٍ حَسَنَةٍ، جَعَلَ شَبَابَهُ وَجَمَالَهُ فِي عِبَادَةِ اللهِ، فَذَاكَ الَّذِي يُبَاهِيَ بِهِ الرَّحمنُ مَلائِكَتَهُ، يُقُولُ: هَذَا عَبدِي حَقًا.[ الترغیب فی فضائل الاعمال صفحه 257]
ترجمه: محبوب ترین مخلوقات در نزد خداوند عزوجل جوان کم سن است که زیبا است با صورت زیبا، و گردانیده باشد او جوانی و زیبایی خود را در عبادت خداوند عزوجل، پس این جوان کسی است که خداوند عزوجل به او بر فرشتگان خود افتخار میکند ومیگوید: این بنده راستین من است.
و در حدیث دیگری می فرماید:إِنَّ اللهَ يُحِبُّ الشَّابَ التَّائِبَ.[ التوبة ابن ابی الدنیا]
ترجمه: خداوند عزوجل جوان توبه کننده را دوست دارد.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۰۳

د تاریخي غیرت لنډه قیصه:

په 1890 ميلادي کال يو فرانسوي ډرامه ليکونکي د محمد په نامه ډرامه وليکل هغه يې فرانسوي فيلم جوړوونکو ته ورکړه چي فيلم ورڅخه جوړ کړي او نندارې ته يې وړاندي کړي.
دا فيلم چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم په سپکاوي کي جوړ سوی وو د فرانسې د حکومت په خوښه نندارې ته وړاندي کېدی او د رسول الله صلي الله عليه وسلم سپکاوي پکښې کېدی.
خو کله چي د عثماني خلافت خليفه سلطان عبدالحميد رحمه الله خبريږي په ډېري چټکۍ سره ددې فيلم د نشرېدلو مخه نيسي او د فرانسې د حکومت څخه په ډېره تنده لهجه ددې کار د مخنيوي غوښتنه کوي، د فرانسې حکومت ته چي د سلطان عبدالحميد خبره رسېږي سمدستي نندارې ته ددې فيلم د وړاندي کولو مخه نيسي.
د فيلم جوړوونکی کوښښ کوي چي په امريکا کي خپل فيلم په ننداره کښېږدي خو سلطان عبدالحميد رحمه الله يې هلته هم نه پرېږدي او د فيلم نشرولو مخه يې نيسي.
نن که مسلمانانو ستر اسلامي خلافت درلودلای په سويډن کي به د قرآن سپکاوی نه کېدلای او د ټولو مسلمانانو په مخ کي به يې قرآن ته اور نه اچولای.
تر څو مسلمانان سره يو موټی نسي او په خپلو هيوادونو کي د اسلامي امارت غوندي اسلامي نظام حاکم نکړي تر هغو به د اسلامي هيوادونو حاکمان پر دين او قرآن باندي غيرت ونکړي.
درنو هيوادوالو! د الله تعالی شکر آداء کړئ چي زموږ په هيواد کي خو يې اسلامي نظام حاکم کړی دی، الله تعالی ته ددې اميد لرو چي زموږ همدغه نظام به يو وخت راته نړيوال کړي او د تېرو اسلامي خلافتونو په څېر به د نړۍ په هر کونج کي د مسلمانانو دفاع وکړي.
که غواړو خپل اسلامي نظام ته د خپل هيواد تر څنګ د نورو مسلمانانو د ساتني ظرفيت ورکړو بايد د خپل نظام تر شا ودريږو او په هره برخه کي يې پوره ملتيا وکړو.
همداسي د الله تعالی څخه هم په دعا باندي وغواړو چي زموږ نظام راته وساتي او د نړۍ د ټولو مسلمانانو غاور یې جوړ کړي.
و ما ذالک علی الله بعزیز.
د تايخي قيصې منبع: ترک پرس ویب پاڼه
مولوي نورالحق مظهري

مدرسه، مکتب او پوهنتون:

زموږ په هيواد کي د څو لسيزو بدبختۍ يو سبب د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو تر مينځ واټن دی سره ددې چي په اسلامي هيوادونو کي د درو واړو زده کوونکو او مضامينو شتون ضروري دی.
مسلمانان په دنيوي ژوند کي لکه دين ته چي اړتيا لري دنيا ته هم اړتيا لري نو د هر هغه علم زده کول مهم دي چي انسان د خپل دين او دنيا چاري ورباندي سمبالولای سي.
که دغه قرآني دعا ته وګورو چي موږ يې هر ګړی کوو: ربنا آتنا في الدنيا حسنة و في الآخرة حسنة وقنا عذاب النار. نو دا به په يقين راته ثابته سي چي لکه د اخروي ژوند د سمون لپاره چي بايد کوښښ وکړو د دنيوي ژوند د سمون لپاره هم بايد کوښښ وکړو ځکه پدې دعا کي موږ وايو: ای الله موږ ته په دنيا کي هم ښېګڼه راکړه او په آخرت کي هم ښېګڼه راکړه! د دنيوي ښېګڼي معنی همدغه ده چي په دنيا کي د انسان ژوند جوړ او برابر وي.
په دنيوي ژوند کي خواړه، مال، وسله، نظام، تخنيک او تکنالوژي د انسان اړتيا ده چي په هره ذريعه وي بايد لاس رسي ورته پيدا کړي نو تردې چي د نورو انسانانو څخه يې د ډېر منت او احسان سره ترلاسه کوو دا به ډېر ښه وي چي خپله يې جوړ کړو.
د اسلام د ابتداء څخه بيا د مسلمانانو د زبرځواکۍ او امپراطورۍ تر ختمېدلو پوري په تعليمي برخه کي د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو وېش نه وو بلکي په يوځای کي هم مهاله ټوله علوم درسېدل له همدې کبله موږ وينو چي د هغه وخت مسلمان طبيبان، د رياضي، کيميا، بيولوژي او نورو علومو پوهان او مخترعين ددغو علمي برخو تر څنګ ديني علماء هم وه همداسي ډېری ديني علماء ددې ترڅنګ چي په ديني علومو کي يې ډېر مهارت درلودی په طبيعي علوم کي هم پوره رسېدلي وه.
په اسلام کي علمي برخي ندي وېشل سوي او نه هم د يوې برخي لپاره د خاص موقعيت او يونيفورم شتون ضروري دی هرڅوک کولای سي په هره برخه کي زده کړي وکړي البته د شرايطو او امکاناتو په لحاظ د ځينو علمي تجربو او مهارتونو لپاره د يوځای ځانګړي کول هغه بېله خبره ده.
نو لکه علمي برخي او رشتې چي مشترکي دي زموږ د زده کړي ځايونه هم بايد مشترک وي، د کومو شيانو له وجهي چي د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونو وېش او تقسيم راغلی دی هغه شيان بايد له مينځه يوسو او هر مسلمان د ديني او طبيعي علومو د زده کولو كوښښ وكړي.
اسلامي هيوادونو ته د غربي او کفري فرهنګ تر راتللو وروسته چي د مکتبونو او پوهنتونو په ځينو استادانو او شاګردانو کي د بې دينۍ، سوسياليزم، کمونيزم، سيکولاريزم، کپېټاليزم او نورو منحرفو شيانو فکرونه پيدا سويدي او له امله يې مکاتب او پوهنتونونه په مسلمانانو کي بدنام سويدي نور بايد دا شيان ختم سي او هيڅ مسلمان استاد او شاګرد په پوهنتون کي ورته اجازه ورنکړي، همدا راز په ديني مدارسو کي چي د يو ډول تقابل او سادګۍ پر اساس طبيعي علوم پرېښودل سوي وه نور بايد دا حالت ته د پای ټکی کښېښودل سي تر څو زموږ د مدرسې هر شاګرد په ديني او طبيعي علومو باندي سمبال سي.
زه پدې باور يم چي د ټولو علومو د زده کولو لپاره بايد يوځای وي که يوځای نسي کېدلای نو ټول هغه منفي باورونه او کړني دي له مينځه يووړل سي چي په سبب يې د مدرسې، مکتب او پوهنتون وېش راغلی دی.
په مدرسه، مکتب او پوهنتون درو واړو کي بايد زموږ بچيان په ديني او عصري علومو وروزل سي او داسي خلګ اسلامي ټولني ته وړاندي سي چي په اسلامي عقيدې پاخه، په اسلامي اعمالو سمبال، په اسلامي اخلاقو ښايسته او په عصري علومو پوره ماهر وي.
مدرسه، مکتب او پوهنتون که نومونه او عنوانونه يې مختلف دي خو معنون او محتوی يې بايد يو شی وي چي هغه د ديني او طبيعي علومو زده کول دي او بس.
یقيني خبره ده چي زموږ اوسنی حاکم اسلامي نظام د مدرسې، مکتب او پوهنتون تر مينځ د واټن کمولو ډېر کوښښ کوي ځکه نو ټول ولس بايد پدې مهمه چاره کي د نظام سره ودريږي او هر ډول همکاري ورسره وکړي.
مولوي نورالحق مظهري

د بانجڼ کلتور:

وايي: يوه ورځ امير بشير الشهابي خپل خادم ته وويل: بانجڼ ته مي اشتهاء سوېده.
خادم ورته وويل: الله دي بانجڼ ستا لپاره مبارک کړي زما مشره! بانجڼ خو د ټولو خوړو سردار دی، بې وازګو غوښه ده او بې اغزيو کب دی، بانجڼ هم پوخ خوړل کيږي او هم کباب.
امير ورته وويل: ما څو ورځي مخکي وخوړی زما معده يې په درد کړه.
خادم ورته وويل: د الله لعنت دي وي پر بانجڼ؛ ډېر دروند، سخت او بادک خواړه دي.
امير ورته وويل: په غم سې! ته څنګه په يو وخت کي د يوه شي هم ستاينه کوې هم غندنه؟
خادم ورته وويل: زه د امير خادم يم د بانحڼ خادم نه يم؛ چي کله امير ما ته ووايي: ښه. زه هم وايم: ښه. او چي کله امير ما ته ووايي: يا. زه هم وايم: يا.[جریدة الدستور]
عبرت: هيڅوخت د مشرانو سره د بانجڼ پر کلتور مه ځئ او ددوی سره پر هري خبري سر مه ښوروئ بلکي نيکه مشوره ورکړئ او ښه کارونو ته يې پام ور واړوئ؛ ځکه نيک مشاور هغه دی چي د خپل مشر نيمګړتياوي ورته په ګوته کړي او په ښه کارونو کي ورته نيکه مشوره ورکړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۰۲

د اسلام څلور مهمي برخي:

اسلام د کړنلاري او عملي اجراء له مخي څلور مهمي برخي لري:
1 – قتال في سبيل الله؛ چي زموږ خلګ يې جهاد بولي.
2 – دعوت؛ چي د امربالمعروف او نهي عن المنکر په ګڼو طريقو سره کيږي.
3 – تعليم او تعلم؛ چي د ګڼو نصابونو له لاري او ګڼو اشخاصو په ذريعه سرته رسيږي.
4 – تزکيه؛ چي د مشهورو عباداتو ترڅنګ د سلف صالحينو لخوا ورته ګڼ شمير طريقې او لاري په نښه سويدي چي د تصوف په نامه يې شهرت موندلی.
دا څلور واړه برخي د هر مسلمان دندي دي البته د وخت او شرايطو په لحاظ ځيني وختونه بعضي يې تر بعضو نورو اولويت او لومړيتوب پيدا کوي چي هماغه وخت بايد په نظر کي ونيول سي.
په اسلام کي ددې څلورو برخو په اړه داسي تقسيم نسته چي يو مسلمان دي يوه برخه کوي هغه بله دي بيا نه کوي.
البته د مهارت او ظرفيت پر اساس د اولويت په نظر کي نيولو سره هر مسلمان کولای سي په يوې برخي کي ډېر خدمت وکړي خو په نورو برخو کي به هم د خپل توان په اندازه کار کوي داسي به نه کوي چي په يوه برخه کي کار پيل کړي د نورو برخو څخه يا منکر سي او يا هم د نورو برخو پر کوونکو او لارويانو باندي بد وايي چي دا بيا نيمګړې مسلماني ده.
ددين دښمنان تل ددې هڅه کوي چي د مسلمانانو تر مينځ داسي اختلافات پيدا کړي چي د پورته څلورو برخو څخه د هري برخي لارويان دي ځانونه مستقل او بېل وبولي د نورو برخو څخه دي انکار وکړي او پر لارويانو باندي دي بد ووايي.
مثلا د مجاهدينو، علماؤ، داعيانو او صوفيانو تر مينځ دي داسي اختلافات پيدا کړي چي د هري ډلي خدمت دي تنها دده تر مسلک پوري منحصر سي، پر يوبل دي بد ووايي، ځان دي د يوبل مقابل وبولي او هره برخه دي ځان ته بېل او متمايز کسان ولري  چي له بده مرغه ځيني ساده او بې فکره مسلمانان دداسي دسيسو ښکار سوي هم دي پداسي حال کي چي داسي فکر کول ډېر غلط او بې شرعي لاسونده دی ځکه همزمان يو نفر د څلورو واړو لاروی کېدلای سي چي همدي مجاهد وي، همدي عالم وي، همدي ددين داعي وي او همدي صوفي وي.
پدې هيله چي زموږ مسلمانان وړونه خپل فکرونه پيراخ کړي ددين د هري برخي خدمت کوونکی د نورو برخو د خدمت کوونکو سره مرسته وکړي، د هغوی کار ته هم د دين د خدمت په سترګه وګوري او په همږغۍ ټول کارونه پر مخ باندي يوسي.
مولوي نورالحق مظهري

د جعلي پيرانو او مريدانو په اړه د ابن سيرين رحمه الله وينا:

ژباړه: ابن سيرين ويلي دي: دغه کسان چي د قرآن د تلاوت په وخت کي چيغي وهي دوی دي راسي تر څو يې موږ پر دېوال باندي کښېنوو بيا دي پر دوی د قرآن تلاوت وسي که دوی د لوړه څخه لاندي ولوېدل نو دوی رښتيا وايي.
د ابن سيرين رحمه الله دغه خبره د هغو جعلي پيرانو او مريدانو په باره کي ده چي د ذکر، تلاوت او ترانو په وخت کي چيغي وهي، دې خوا او هغي خوا ته پښې او لاسونه غورځوي او نور عجيب کارونه کوي او دوی وايي: موږ جذب سوي يو.
ابن سيرين رحمه الله فرمايي: دغه کسان دي پر دېوال كښېني بيا دي نو د ذکر، تلاوت او ترانو په وخت کي جذب سي؛ که دوی په دغه سي حالت کي هم جذب سوه او د لوړه څخه لاندي را ولوېدل نو موږ  يې منو چي دوی جذب سوي دي.
د ابن سيرين رحمه الله هدف دا دی چي داسي خلګ جذب ندي بلکي دوی تجاذب کوي يعني د درواغو څخه ځانونه مجذوب ښکاره کوي.
قَالَ ابْنُ سِيرِينَ: هَؤُلَاءِ الَّذِينَ يُصْعَقُونَ إِذَا قُرِئ عَلَيْهِمُ الْقُرْآنَ؛ يَجِيئُونَ حَتَّى نُقْعِدَهُمْ عَلَى الْحِيطَانِ، ثُمَّ يُقْرَأُ عَلَيْهُمُ الْقُرْآنَ، فَإِنْ سَقَطُوا مِنْ فَوْقُ إِلَى أَسْفَلَ؛ فَهُمْ صَادِقُونَ.[المجالسة وجواهرالعلم 1929]
مولوي نورالحق مظهري