په دې خاطر چې په روژه کې عبادات ډېر تر سره کېږي او په عباداتو کې هم اساسي شی اخلاص دی نو راځئ اخلاص او د هغه فايدې و پېژنو!
اخلاص دا دی چې ته يواځي او يواځي د الله تعالی عبادت او طاعت وکړې.
اخلاص دا دی چې خپل ټول کارونه د مخلوقاتو حتی د خپل ځان د ملاحظې څخه هم پاک کړې.
اخلاص دا دی چې ستا ظاهر او باطن سره يوډول وي.
اخلاص دا دی چې د الله پاک په دوامداره ذکر او ياد باندي خلکوته کتل او د هغو لحاظ کول هېر کړې.
فضيل رحمه الله فرمايلي دي:د خلکو لپاره د يو کار پرېښودل رياء ده، د خلکو لپاره د يو کار کول شرک دی او د دواړو څخه د ځان ساتل اخلاص دی.
جيند رحمه الله فرمايي: اخلاص يو راز دی د الله او بنده تر مابين، ملائکه نه ده په خبره چې ويې ليکي، شيطان نه دی په خبر چې فاسد يې کړي او د انسان نفسي اشتياق نه دی په خبر چې د ده څخه يې واړوي.
سهل رحمه الله ته وويل سوه: پر نفس باندي څشی ډېر سخت دی؟ ده ورته وويل: اخلاص. ځکه چې په اخلاص کې نفس هيڅ ونډه نه لري.
ځيني وايي: اخلاص دېته ويل کېږي چې ته پر خپل عمل باندي بېله الله بل هيڅوک شاهد ونه نيسې او بېله الله د هيچا څخه د اجرت غوښتنه هم ونکړې.
مکحول رحمه الله ويلي دي: څوک چې څلوېښت ورځي اخلاص وکړي نو د حکمت چينې به يې د زړه څخه پر ژبه باندي جاري شي.
ابوسليمان داراني رحمه الله ويلي دي: انسان چې کله اخلاص وکړي نو وسوسې او رياء ورڅخه ليري کېږي.
هروي رحمه الله ويلي دي: اخلاص دا دی چې ته خپل عمل د هرعيب او نفسي غوښتني څخه پاک وساتې: لکه د خلکو په زړونو کې د محبوبيت پيدا کېدلو غوښتنه. دا چې خلک يې ستاينه وکړي او بد يې و نه وايي، خلک يې تعظيم او احترام وکړي، د خلکو څخه د مال غوښتنه لري، د خلکو څخه د خدمت او محبت غوښتنه لري او داسي نور هغه منفي شيان چې د عمل کولو په وخت کې د نفس په واسطه د انسان ذهن ته راځي.
صدق او صداقت دا دی چې په کار کې د خپل نفس هيڅ لحاظ ونه ساتې.
مخلص رياء نه لري او صادق تکبر نه لري.
اخلاص په صدق باندي پوره کېږي او صدق په اخلاص باندي او دواړه بيا په صبر باندي.
رياء دا ده چې د انسان ظاهره تر باطن ښايسته وي.
صدق په اخلاص کې دا دی چې باطن د انسان تر ظاهر آباد او ودان وي.
څوک چې د خلکو لپاره ځان په داسي شيانو باندي ښايسته کوي چې هغه په ده کې نه وي نو د الله پاک د اعتبار څخه به ولوېږي.
د اخلاص فايدې:
۱ – اخلاص د اعمالو او اقوالو په قبلېدلو کې پايه او اساس دی.
۲ – اخلاص د دعاء د قبلېدلو لپاره پايه او اساس دی.
۳ – په اخلاص باندي د انسان مرتبه په دنيا او آخرت کې لوړېږي.
۴ – په اخلاص باندي انسان د وسوسو او وهمونو څخه ساتل کېږي.
۵ – په اخلاص باندي بنده د غير الله د بندګۍ څخه آزاديږي.
۶ – په اخلاص باندي ټولنيز ارتباطات قوي کېږي او د الله پاک نصرت د امت په برخه کېږي.
۷ – په اخلاص باندي دنيوي سختۍ آسانه کېږي.
۸ – په اخلاص باندي د انسان زړه ته اطمينان راځي او دی احساس د خوشالۍ او نيکمرغۍ کوي.
۹ – په اخلاص باندي د انسان ايمان قوي کېږي او د ګناه او سرکښۍ څخه يې په زړه کې نفرت پيدا کېږي.
۱۰ – په اخلاص باندي د مصيبتونو په مقابل کې د انسان اراده او عزم قوي کېږي.
۱۱ – په اخلاص باندي انسان په دنيا او آخرت کې پوره امن او لارښونه لاسته راوړلای سي.
منبع: طريقة لخدمة الدين
ژباړه او توضیح: مولوي نورالحق مظهري