۱۴۰۲/۱۱/۱۸

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(شپږمه او ورستنۍ برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د دې لپاره چي مسلمان مشران او عام مسلمانان، اسلام او مسلمانانو ته د منافقينو په زيانونو ډېر پوه سي او په پوره توګه يې وپېژني راځو په قرآن شريف کي د منافقينو ځيني راغلي حالات په لنډ ډول بيانوو:
په سورة البقره کي الله تعالی د منافقينو د زړونو ناروغي او د دوی لخوا د مسلمانانو دوکه کول ذکر کړي دي، په سورة آل عمران کي يې د دوی نا آرامي او خواري ذکر کړې ده، په سورة النساء کي يې د الله او رسول الله صلی الله عليه وسلم د حکمونو څخه د دوی مخ اړول ذکر کړي دي، په سورة المائده کي يې د کفارو سره د منافقينو د دوستۍ بيان کړی دی، په سورة الانفال کي يې د دين د قوي کېدلو لپاره د الله تعالی په نصرت کي د دوی د شک او ترديد بيان کړی دی، په سورة التوبة کي يې د جهاد څخه د دوی د تښتي او پر مسلمانانو باندي د دوی د بد ويلو يادونه کړېده، په سورة الحچ کي يې د دوی د تزلزل يادونه کړېده، په سورة النور کي يې د دې بيان کړی دی چي منافقين په خپلو نفسي غوښتنو پر دين باندي نيوکه کوي، په سورة العنکبوت کي يې د دوی د صبر د لږوالي يادونه کړېده، په سورة الأحزاب کي يې د الله تعالی د وعدې څخه د دوي د مخالفت بيان کړی دی، په سورة محمد کي يې د دوی د بېغرتۍ يادونه کړېده، په سورة الفتح کي يې پر الله تعالي د دوي د بدګمانۍ يادونه کړېده، په سورة الحديد کي يې په هيلو باندي د دوي لخوا د خپلو ځانونو د دوکه کولو بيان کړي دي، په سورة المجادلة کي يې د دوي د درواغ قسم اخيستلو يادونه کړېده، په سورة الحشر کي يې د قيامت په ورځ د منافقينو د دوستانو د ذلت او خوارۍ بيان کړی دی، په سورة المنافقين کي يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره د منافقينو د بې ادبۍ ذکر کړی دی او په سورة التحريم کي پر منافقينو د سختۍ کولو او د دوی په وړاندي د جهاد کولو بيان کړی دی.
لنډه دا چي د منافقينو د تاوانونو د ډېروالي له کبله او د دوی په وړاندي د مسلمانانو د ويښتوب لپاره الله تعالی د قرآن شريف په 17 سورتونو کي د دوي د بديو، فريبونو او ګمراهيو يادونه کړېده له همدې امله ټوله مسلمانان په خاصه توګه په اسلامي نظام کي مسئولين بايد د هغه کسانو په وړاندي چي د منافقينو کړني تر سره کوي ډېر ويښ او ځيرک وي تر څو يې دوکه نه کړي او مسلمانان يا اسلامي نظام د ستونزو او ننګونو سره مخ نه کړي.

اسلام او مسلمانانو ته د منافقينو د ډېر زيان په خاطر رسول الله صلي الله عليه وسلم د خپل امت په وړاندي د منافقينو د دسيسو او چلونو څخه ډېر د ويري اظهار کړی او فرمايي:
عن عمران بن حصين قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إن أخوف ما أخاف عليكم بعدي كل منافق عليم اللسان.[صفة المنافق23]
ژباړه: عمران به حصين رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څوک چي د هغه څخه زه پر تاسي باندي ډېر وېرېږم هر هغه منافق دي په ژبه عالم وي.
محدثينو د دې حديث په تشريح کي ليکلي دي: په ژبه باندي عالم هغه چا ته وايي چي علم يې يواځي په ژبه کي وي نه په زړه کي يعني په خوله او ژبه ښې خبري کوي خو په زړه کي پر الله تعالي او پر خپلو ښو خبرو باور و نه لري چي دا په اصل کي د منافق عمل دی ځکه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دې شخص ته منافق ويلي دي.
د منافق د خطر او تاوان ډېروالي په دې خاطر دي چي هغه ځان د مسلمان په بڼه ښکاره کوي، د مسلمانانو سره په ټولي کي ژوند کوي او د مسلمانانو په ټولو حالاتو ښه پوره خبر وي نو د هر ناوړه کار اراده چي وکړي د کافر په نسبت يې ډېر ژر په اسلامي ټولني کولای سي.

د يوې شبهې جواب: ځيني خلګ وايي: تاسي ولي د ځانونو او خپلو ځينو مشرانو ملامتيا پر منافقينو اچوی او تل واياست چي په فلاني وخت کي منافقينو داسي او داسي کړي دي؟ او ولي په دې کار کي د خلپو مشرانو او ځانونو نيمګړتيا له پامه غورځوي؟.
د دوي په جواب کي بايد وويل سي چي: موږ د ځان او خپلو مشرانو ملامتيا پر منافقينو نه اچوو بلکي د منافقينو په دسيسو خلک خبروو او د دوي کرغېړنه څېره خلکو ته معرفي کوو ځکه دوي د اسلام په جامه کي په خوږه ژبه د مسلمانانو په منځ کي ژوند کوي او د مسلمانو مشرانو په شمول هر څوک ورباندي نيک ګمان کوي او دوي ته د خپلو مسلمانو وړونو په سترګه ګوري ځکه يې په خپلو رازونو خبروي او مشورې ورسره کوي؛ نو په داسي حالت کي دوکه کېدل د انساني فطرت او بشري طبيعت عارضه ده.
موږ دا د ځان لپاره دنده بولو چي په اسلامي نړۍ کي د مسلمانانو هر بدخواه که ښکاره کافر وي، که منافق وي او که ضعيف الايمان مسلمان وي مسلمانو مشرانو او خپلو عامو مسلمانانو ته د کارونو او عادتو پر اساس معرفي کړو تر څو زموږ اسلامي نظامونه او زموږ مسلماني ټولني د دوی د هر ډول شر او فساد څخه خوندي وساتل سي.
په دې خاطر چي منافقين د نفس د عزت او حياء څخه خلاص دي عموما په دوو حالتونو کي د مسلمانانو په منځ کي منافقت کوي او د نفرت خپرولو کوښښ کوي:
1 – په هغه حالت کي چي مسلمانان د زور او قوت پر لوري روان وي؛ په دې حالت کي منافقين خپل موقف او د خپلو بادارانو چي يهود او نصاري دي راتلونکې په خطر کي ويني ځکه نو د ايمان اظهار کوي او د نفاق د خپرولو له لاري مسلمانانو ته ستونزي پيدا کوي.
2 – په هغه وخت کي چي مسلمانان د اسلامي نظام خاوندان وي؛ منافقينو ته اسلامي نظام په هيڅ صورت کي د منلو ندي ځکه چي د اسلامي نظام د حاکميت سره د منافقينو او د دوی د بادارانو ګټي په خطر کي لويږي او همدا راز مسلمانان پر يو امير باندي سره راټوليږي چي منافقين د مسلمانانو لپاره داسي حالت نسي زغملای.
اجمالي منبع: صفة المنافق للفريابي

۱۴۰۲/۱۱/۱۵

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(پنځمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
عثماني خلافت چي شپږ پېړۍ يې مسلمانان پر ځان راټول كړي وه، د شرق او غرب د کفارو څخه يې په هر ځای کي مسلمانان ساتلي وه او د اروپا پر ډېره برخه يې اسلامي واکمني حاکمه کړې وه د يهودو په پلان او د منافقينو په دسيسو باندي ړنګ سو او د خلافت په آخره کي هغه معامله ورسره وسوه کومه چي د عباسي خلافت سره وسوه.
منافقينو د عثماني خلافت پر ضد هم داسي دسيسې جوړولې لکه د اسلام د پيل څخه يې چي د اسلامي نظامونو په وړاندي جوړولې؛ د نصاراوو لخوا د اندلس د اشغال وروسته چي کوم يهودي منافقين ترکيې ته راغلي وه د ځينو نورو داخلي منافقينو په مرسته يې د يهودانو د پلانونو عملي کول پيل کړه تر څو عثماني خلافت ړنګ کړي، د مسلمانانو اتحاد له مينځه يوسي او بې دينه انسانان پر اسلامي هيوادونو حاکمان کړي.
يهودانو هغه وخت نور هم منافقين د خلافت په وړاندي مبارزې ته وهڅول چي کله سلطان عبدالحميد رحمه الله د يهودانو وړانديز رد کړ او دوی ته يې په فلسطين کي د حکومت جوړولو اجازه ورنکړه.
وروسته تر دې چي يهودان د عثماني خلافت څخه ناهيلي سوه د اوسني اسرائيلي دولت مؤسس او نقشه جوړوونکي ثيودر هرتزل په خلافت کي د ننه د ځينو په نامه مسلمانانو سره چي په اصل کي منافقين وه نوري هم اړيکي ټينګي کړې او د عثماني خلافت د ړنګولو پلانونه يې ورکړه. 
چي يو د هغو څخه مدحت باشا وو؛ نوموړی هغه بدمرغه يهودي الاصل منافق وو چي عثماني خلافت ته يې ځان داخل کړی وو او د خلافت تر لومړي وزيرۍ پوري رسېدلي وو؛ نوموړي د خپل نفوذ څخه په استفاده او د خپلو نورو منافقو ملګرو په مرسته د عثماني خلافت پر ضد ډېر  کارونه وکړه چي ځيني يې  په لاندي ډول دي:
1 – سره د دې چي نوموړی د خلافت په لوړ پوړو چارواکو کي هم وو خو بيا يې هم په پټه په اسلامي هيوادونو کي شيطنت کوي، د مسلمانانو په مينځ کي يې د عرب او عجم په نامه قومي نفرتونه پيدا کول، د عثماني خلافت د رهبرۍ د بدنامولو کوښښ يې کوی تر څو خلک د عثماني خلافت پر ضد را وپاريږي او ړنګ يې کړي.
2 – د سلطان عبدالعزيز بدنامه کول وروسته يې عزل کول او بيا يې وژل؛ کله چي سلطان عبدالعزيز پوه سو چي اروپايي دولتونه غواړي د عثماني خلافت پر ضد يو ائتلاف جوړ کړي نو يې هڅي پيل کړې چي د اروپا او روسيې د اختلافاتو څخه د عثماني خلافت په ګټه کار واخلي ځکه يې نو د روسيې سفير استانبول ته د خبرو لپاره ډېر رابلی؛ کله چي مدحت باشا د سلطان عبدالعزيز په دې کار باندي خبر سو دستي يې د ده پر ضد شائعات خپاره کړه چي سلطان عبدالعزيز ډېر اسراف کوي او د روسي کافر سره يې دوستي شروع کړېده تر څو چي سلطان يې په دغه افواهاتو باندي عزل کړ او بيا يې په مرموز شکل وواژه.
3 – مدحت باشا په مسلمانانو کي د بې دينۍ يا سيکولر فکر خپرولو ډېره هڅه وکړه آن تردې چي وضعي قانون يې جوړ كړ  چي له مخي يې ځيني نصاری د ځينو ولايتونو واليان ټاکل کېدل او نصراني زده کوونکي د عثماني لښکر حربي پوهنتون کي شاملېدل خو اصلي هدف د ده دا وو چي د شرعي قانون پر ځای يې عملي کړي خو سلطان د قانون د لاسليک کولو څخه ډډه وکړه.
4 – مدحت باشا د خلافت تر حاکميت لاندي د ځينو سياسي ګوندونو جوړولو ته لاره آواره کړه چي مشهور يې د اتحاد او ترقۍ ګوند دی چي ډېری غړي يې دونمي ماسوني يهودان وه او بل د ځواني ترکيې ګوند وو چي ډېری غړي يې بې دينان او سيکولران وه.
منافقين په ډېري ځيرکتيا سره د اسلامي نظامونو د ړنګولو لپاره کار کوي؛ په لومړۍ نړيواله جګړه کي چي عثماني خلافت د امريکا، بريتانيا، ايټاليا، فرانسه، روسيه او د دوی د نورو متحدينو سره په جنګ بوخت وو د انګريزانو او فرانسويانو لخوا د يو پټ پلان او له مخکي آماده سوي طرحي له مخي د عثماني خلافت د ړنګولو په موخه د هغه وخت عثماني افسر "رئوف بی" مجبور کړل سو چي په يونان کي د مودروس په بندر کي د اوربند تړون امضاء کړي د دې تړون د امضاء کولو دوه کاله وروسته د يهودانو او انګريزانو په توطئه او د هغه وخت د منافقينو په دسيسه په فرانسه کي د هغه وخت د عثماني خلافت د صدر اعظم "دامات عادل فريد باشا" لخوا د امريکا او متحدينو سره د عثماني خلافت د بدنامولو په هدف د سور په نوم تړون امضاء سو چي له مخي يې د عثماني خلافت څو سيمي يونان، ارمنستان او کردستان ته ورکول کېدلې؛ دامات عادل فريد باشا هغه څوک وو چي د عثماني خلافت د دښمنانو سره له مخکي په مرسته او د خلافت د بدنامولو لپاره د ځينو کارونو په کولو باندي متهم وو ځکه چي نوموړی د يهودانو او منافقينو ډېر غمخوار وو؛ که څه هم ددغه تړون وروسته د خليفه لخوا دی عزل سو خو دغه تړون د عثماني خلافت نوم ډېر بد کړ او په خلافت کي د ننه يې ډېر مخالفتونه را پيدا کړه.
د تاريخي حوادثو څخه داسي ښکاري چي ددغه دواړو تړونونو تر شا د مشهور منافق او بې دینه انسان مصطفي کمال اتاترک لاس وو چي قصدا يې غوښتل عثماني خلافت بدنام کړي او خلګ يې پر ضد را وپاروي ځکه اتاترک چي پدې وخت کي په عثماني فوج کي مشهور افسر وو د سور تړون څخه د ځان د مشهور کولو او مطرح کولو په ګټه ډېره استفاده وکړه، عثماني خلافت يې د ترکانو سره په خيانت متهم کړ او پر ضد يې عملا په فوج کي کمياين شروع کړ چي بالآخره يې پدې نامه چي ګويا دی د سور د تړون مخالف دی په څو ځايونو کي د فرانسويانو او يونانيانو سره د جنګ په نامه مانورونه وکړه او دې جنګ ته يې د ترکيې د استقلال نوم ورکړ چي تر اوسه يې ترکان په همدغه نامه باندي لمانځي، خو په اصل کي دغه جنګ د ترکيې د استقلال لپاره نه بلکي د عثماني خلافت د ړنګولو لپاره وو.
مصطفي کمال اتاترک د انگريزانو، فرانسويانو او امريکايانو لخوا واک ته ورسېدی، عثماني خلافت يې لغوه اعلان کړ او اوسنې ترکيه يې د مستقل هيواد په بڼه جوړه کړه.
دا يو ثابت سوی حقيقت دی چي د اسلامي نظامونو مخالفين په خاصه توګه منافقين د اسلامي نظامونو د ړنګولو لپاره هره کړنه تر سره کوي لکه: د اسلامي نظام پر ضد تبليغات، يواځي د اسلامي نظام منفي ټکي خلکو ته بيانول، د اسلامي نظام د حاکم پر ضد د خلګو راپارول، د شرعي قوانينو کم رنګه کول او د سياسي ګوندونو جوړول.
په هر وخت کي بايد حاکم اسلامي نظام او اسلامي ټولنه د خپل وخت پردي پال او منافق مزاجه خلک تشخيص کړي او اجازه ورنکړي چي اسلامي نظامونه د ننګونو او چالشونه سره مخامخ کړي.
منابع: الخلافة العثمانية و أسباب سقوطها او ځيني نوري ويب پاڼي.
دوام لري...