د انسان پر مغز او اخلاقو د غټو ټليفونانو او انټرنټ منفي اغيزي په تحقيق او تجربه ثابتي سوي دي ځکه نو ډېر احتياط ورسره وکړئ او ځانونه ورسره مه روبدي کوئ.
ټليفون او انټرنټ هم د نورو اسبابو غوندي سببونه دي چي هم ښه استفاده ورڅخه کېدلای سي او هم بده استفاده نو که موږ په منظم ډول مرتبه ښه استفاده ورڅخه وکړو يقينا چي د ګناه څخه به مو ځانونه ساتلي وي او ممکن په ځينو ځايونو کي الله تعالی ثواب هم راته راکړي او که مو بده استفاده ورڅخه وکړه بيا نو يقينا چي ګناه مو کړې او الله تعالی به حساب راسره کوي.
په ټليفون او انټرنټ باندي د ښې او مباحي استفادې ځيني بېلګي:
۱ – په ټليفون کي کتابونه او کتابتونونه ذخيره کول او استفاده ورڅخه کول.
۲ – په ټليفون باندي اسلامي مقالې او مطالب ليکل او د نورو مسلمانانو سره د اصلاح په نيت شريکول.
۳ – په ټيلفون باندي علمي او اصلاحي مجالس او ويناوي ريکارډول او د نورو مسلمانانو سره شريکول.
۴ – په ټليفون باندي د خپلوانو، ملګرو او دوستانو سره مثبتي او ښې اړيکي نيول.
۵ – په انټرنټ کي د اسلامي نشراتو لپاره ويب پاڼي، پاڼي، ګروپونه او چينلونه جوړول او مسلمانانو ته پکښې عقيدوي، فکري، عملي، اخلاقي او سياسي مثبت معلومات د اصلاح او سمون په نيت خپرول.
۶ – په انټرنټ کي علمي او معلوماتي لټون او د ښو کتابونو، مقالو او معلوماتو راټولول.
۷ – د انټرنټ له لاري د ږغ، ليکلو او ويډيو په بڼه درسونه ورکول يا درسونه لوستل.
۸ – د انټرنټ له لاري په علمي، معلوماتي او ښوونيزو ورکشاپونو او سيمينارونو کي ګډون کول.
۹ – د انټرنټ له لاري د اړتيا سره سم د ورځنيو سيمه ايزو يا نړيوالو خبرونو اورېدل او تعقيبول.
۱۰ – د انټرنټ له لاري خپل حلال تجارت ته مارکيټينګ يا بازار موندنه.
مولوي نورالحق مظهري