۱۴۰۳/۱۲/۱۹

روژه او توبه:(لومړی برخه)

ای روژاتيانو! روژه د توبې کولو لپاره ډېره ښه موقع ده راځئ د ټولو ګناهونو څخه که کوچني وي که لوی توبه وباسو او الله پاک ته راجع شو.

الله پاک په خپل احسان باندي د توبې دروازه خلاصه پرې ايښې ده، ځکه الله پاک د توبې کولو امر کړی دی او د قبلولو وعده يې ورکړېده که څه هم ګناهونه غټ او ډېر وي. الله پاک فرمايي: وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ.[الزمر: 54]
ژباړه: خپل رب ته رجوع وکړئ او ورته تسليم شئ مخکې تر دې چې تاسو ته عذاب راشي وروسته بيا ستاسو کومک نه کېږي.
په دې آيت کې الله پاک خپل بنده ګان په دې باندي امر کړيدي چې الله پاک ته راجع شي، د رجوع  معنی همدغه ده چې توبه دي وباسي.

البته د دريو حالتونو وروسته د انسان توبه نه قبليږي: هغه وخت چې لمر د مغرب لخوا را وخيژي، هغه وخت چې د انسان زکندن وي او د غرغرې حالت يې وي او هغه وخت چې د عذاب نزول شروع وي.

چې په همدغه آيت کې يوه شي ته اشاره شوېده ځکه الله پاک فرمايي مخکې تردې چې تاسو ته عذاب راسي الله پاک ته راجع سئ يعني د عذاب راتللو وروسته بيا راجع کېدل کومه ګټه نه لري.

همدا راز الله پاک د توبې د قبلولو په اړه فرمايي: وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ. [الشورى: 25]
ژباړه: الله هغه ذات دی چې د خپلو بندګانو څخه توبه قبلوي او ګناهونه يې ورته بخښي او په هغه څه باندي پوهيږي چې بندګان يې کوي.

نو چې الله پاک زموږ توبه راڅخه قبلوي موږ بايد چې څومره ژر وي د ټولو لويو او کوچنيو ګناهونو څخه توبه وباسو او الله پاک ته راجع شو.

الله پاک پر خپلو بندګانو ډېر مهربانه دی، د دې ترڅنګ چې د نېکۍ په کولو یې ډېر خوشحاله کیږي بلکې د روژې په میاشت کې یې څو برابره ورته حسابي او په عامه توګه  یې استغفار او توبې ته تشویقوي ترڅو د ګناه کولو وروسته توبه وباسي او د الله د دربار څخه نا امیده نشي.
الله جل جلاله فرمایی: وَمَنْ يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُورًا رَحِيمًا.[النساء: 110]
ژباړه: هرڅوک چې بد کار وکړي او يا پرځان باندي ظلم وکړي وروسته بيا د الله پاک څخه د بښني غوښتنه وکړي نو الله پاک به بخښونکی او مهربان و مومي.

همدا راز د نصاراوو په اړه فرمايي: لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِنْ لَمْ يَنْتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ.[المائدة: 73]
ژباړه: يقينا چې کافران شويدي هغه خلک چې دوی وايي: الله د درو درېيم دی په داسي حال کې چې بېله يوه الله بل هيڅ حق معبود نشته، که چېري دوی د خپلي دغه وينا څخه لاس وانخلي نو ارومرو به هغه خلکو ته د دوی سخت عذاب ورسيږي چې کافران شويدي.

بيا یې وروسته الله پاک توبې کولو ته تشويقوي او فرمايي: أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ.[المائدة: 74]
ژباړه: ولي دوی الله پاک ته توبه نه کوي او ولي د الله پاک څخه بخښه نه غواړي په داسي حال کې چې الله بخښونکی او مهربان دی.

او د هغه خلکو په اړه چې مسلمانان يې د اور کندو ته ور اچول الله پاک فرمايي:
إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ. [البروج: 10]
ژباړه: يقينا هغه خلک چې مسلمانانو نرانو او مسلمانو ښځو ته يې عذاب ورکړ وروسته يې توبه هم نه ده کړې د دوی لپاره به د جهنم او سوځوونکی عذاب وي.

حسن بصري رحمه الله د دې آيت په تفسير کې فرمايي: تاسو د الله پاک احسان او مهربانۍ ته وګورئ چې دغه خلکو د الله پاک اولياء او دوستان وژلي دي خو الله پاک يې بيا هم توبې او بخښني ته دعوتوي.

د توبې ارزښت دومره ډېر دی چې الله پاک خپل بندګان د الله پاک د رحمت د نا اميدۍ څخه منع کړيدي او  فرمايي:
قُلْ يَاعِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ. [الزمر: 53]
ژباړه: ووايه ای زما هغه بندګانو چې پر ځان مو اسراف کړی دی د الله د رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ يقينا چې الله ټول ګناهونه بخښي او يقينا چې الله بخښونکی او مهربان دی.

عبدالله ابن عباس رضي الله عنه د دې آيت په تفسير کې فرمايي: څوک چې د دغه آيت وروسته خلک د توبې څخه نا هيلي کړي نو هغه انسان د الله د کتاب څخه انکار وکړ.

د توبې فضيلتونه:
1 - د توبې فضيلتونه او رازونه بيخي ډېر دي: توبه د کاميابۍ سبب دی، توبه د نيکمرغۍ لاره ده، په توبې باندي د انسان ګناهونه له منځه ځي او چې څوک سمه توبه وباسي الله پاک يې بدۍ په نيکېو باندي بدلوي.

2 - الله تعالي د خپل بنده په توبې باندي ډېر خوشحاله کېږي: د احاديثو په کتابونو کې هغه حديث راغلی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه کې د بنده په توبې باندي د الله پاک د خوشحالۍ يادونه کوي؛ په حديث کې راځي: الله پاک د خپل بنده په توبې باندي تر هغه چا ډېر خوشحاله کېږي چې يو ډېر خطرناک ځای ته ولاړ شي؛  ډوډې، اوبه او نور سامانونه يې پر سورلۍ باندي تړلي وي نو خپل سر کښيږدي تر څو يوکړی ويده شي کله چې  د خوبه را ويښ شي که ګوري سورلۍ يې نشته، ګرمي هم ډېره سخته وي او دی هم ډېر تږی شوی وي نو د خپلي دابې پسې وګرځي خو د پيدا کولو څخه يې عاجز شي تر څو چې ناهيلی شي نو د ځانه سره فيصله وکړي چې بيرته خپل هماغه پخواني ځای ته ځم، هغه ځای ته چې ولاړ شي نو ويده شي کله چې د خوبه را ويښ شي که ګوري سورلۍ يې سر ته ولاړه ده، نو دا انسان ډېر خوشحاله شي آن تر دې چې د ډېري خوشحالۍ له کبله د دې پر ځای چې دی ووايي: ای الله ته مي خدای يې زه دي بنده يم داسي ووايي: ای الله ته مي بنده يې زه دي خدای يم.
نو دغه سړی چې څومره خوشحاله کېږي الله پاک د خپل بنده په توبې باندي تر دغه انسان ډېر خوشحاله کېږي.
3 - په توبې باندي الله پاک توبه کوونکې ته ډېر مراتب د عبوديت ورکوي چې بيا پر هغو باندي د ډېرو نعمتونو ورکول مرتب دي.

4 - په توبې باندي الله پاک توبه کوونکې ته محبت، د زړه نرمي، مهرباني، شکر ايستل، د الله پاک حمد ويل، د الله پاک څخه خوشحاله کېدل ورکوي.

5 - په توبې باندي انسان ته عاجزي او نفس شکستي پيدا کېږي او عاجزي الله پاک ته تر ډېرو ښکاره اعمالو بهتره ده؛ په دې خاطر دی چې الله پاک د عاجزۍ په وخت کې د انسان دعاء ژر قبلوي په خاصه توګه د سجدې په حالت کې دا ځکه چې هغه حالت د عاجزۍ او خضوع دی له همدې امله د مظلوم او مسکېن دعاء ژر قبلوي ځکه چې هغوی  عاجزي لري.
مولوي نورالحق مظهري