۱۴۰۵/۰۵/۲۷

د اسلامي نظام په وړاندې د بغاوت حکم او تاوانونه:

دا د اهل السنت والجماعت عقيده چې کله په يوه هيواد کې مسلمان نظام حاکم وي که څه ظلم ورڅخه کيږي په وړاندې يې بغاوت يا وسلوال پاڅونه نه دی روا ځکه مسلمان په دې باندې امر دی چې بايد د خپل شرعي امير اطاعت وکړي الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ﴾.( النساء:59) ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی دی(اې مؤمنانو) حکم ومنئ تاسې د الله او حکم ومنئ تاسې د رسول او حکم ومنئ تاسې د خاوندانو د حکم له تاسې څخه. همداسي په احاديثو کې هم راځي: عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ثَلَاثٌ لَا يُغِلُّ عَلَيْهِنَّ قَلْبٌ مُؤْمِنٌ: إِخْلَاصُ الْعَمَلِ لِلَّهِ، وَمُنَاصَحَةُ أُولِي الْأَمْرِ، وَلُزُومُ جَمَاعَةِ الْمُسْلِمِينَ. (شعب الإيمان: 7108 ) 
ژباړه: د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: درې خبرې دي چې مؤمن زړه پر هغو باندې خيانت او کينه نه کوي: خالص الله ته عمل کول، د اولوالامر (د مسلمان مشرانو او مسئولينو) سره نصيحت او خيرخواهي، د مسلمانانو په جماعت کې پاتې کېدل.
نو د مسلمان امير اطاعت او د هغه خبرې ته تسلمېدل يو شرعي دستور دی چې هر مسلمان ورباندې مکلف دی، همداسي د مسلمانانو په ټولۍ کې د اطاعت په کولو سره پاتي کېدل د هر مسلمان وجيبه او فريضه ده کنه نو انسان ته باغي ويل کيږي او حکم يې دا دی چې د مسلمانانو ټولۍ تر هغه وخته ورسره جنګيږي تر څو چې د دوی فتنه ختميږي ځکه د اسلامي نظام څخه بغاوت نه تنها دا چې د الله تعالی د امر او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دستوراتو څخه سرغړونه ده بلکې د ځانه سره ډېر لوی تاوانه لري چې موږ يې په لاندې ډول بيانوو:
1 - امنيت ګډوډ کېدل؛ دا معلومه خبره ده چې کله يو څوک د اسلامي نظام په وړاندې بغاوت يا وسلوال پاڅون کوي هغه د مسلمانانو امنيت ګډوډ کوي او په مسلمانانو کې وېره خپروي چې له يوې خوا د ګناه مرتکب کيږي او له بلي خوا ټولنيز فساد ورڅخه پيدا کيږي او دا هغه شی دی چې د الله تعالی نه خوښيږي، الله تعالی فرمايي: وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ.(البقرة: 205) ژباړه: الله تعالی فساد نه خوښوي. او چې څوک په ټولنه کې فساد خپروي د هغه په وړاندې ټول خلک مسئوليت لري چې بايد يې مخه ونيسي.

2 - د خلکو د وينې تويېدل؛ دا معلومه خبره ده چې د بغاوت له امله جګړه رامنځته کيږي او چې کله جګړه رامنځته سي په دواړو لوريو کې د ځان سره بشري تلفات لري چې انسانان ورسره وژل کيږي، ټپيان کيږي او بې کوره کيږي او دا هغه کار دی چې الله تعالی په ټنيګه منع کړی دی او فرمايي:  وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً.(النساء: 92) ژباړه: نه ښايي د مسلمان سره چې مسلمان مړ کړي مګر په تېروتني سره. يعني د مسلمان د شأن سره دا مناسبه نه ده چې مسلمان دي قصدا مړ کړي ځکه که څوک د مسلمان وژل د ځان لپاره حلال بولي هغه په دې باندې کافر کيږي او که يې حلال نه بولي نو د ډېري لويي ګناه مرتکب کيږي او له بله پلوه په ځمکه کې د فساد پيدا کېدلو او د مسلمانانو د ځورولو سبب جوړيږي کوم چې قطعا حرام او ناروا عمل دی.

3 - د مالونو تلف کېدل؛ د بغاوت له امله چې کومي ستونزي را منځته کيږي يا بالفرض جګړه کيږي د هغې سره د مسلمانانو د مال تلف او ضايع کېدل ضروري دی چې له کبله يې هم مسلمانانو ته خاص زيانونه رسيږي او په عمومي ډول د هيواد اقتصاد ته صدمه رسيږي چې دواړه صورتونه ستر او لوی فساد دی او فساد په هيڅ صورت د الله تعالی نه خوښيږي.

4 - د فتنې او ګډوډۍ رامنځته کېدل؛ په دې خاطر چې بغاوت خپله يوه فتنه ده او د فتنې څخه نوري فتنې پيدا کيږي نو بغاوت د ځانه سره ممکن ډېري فتنې وزېږوي چې بيا به ممکن تر ډېره وخته پوري فتنه ورکه نه سي چې د دې ټولو مسئوليت د هغه چا په غاړه دی چې بغاوت يې کړی دی يا يې د باغي انسان سره مرسته کړېده او د دې لپاره ډېر لوی مثال د اسلامي نظامونو په وړاندې د خوارجو بغاوت دی چې د حضرت علي رضي الله عنه له وخت څخه پيل سو او تر اوسه پوري دوام لري او د هر بغاوت په ګناه کې د هغه بنسټګر ورسره شريکان دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ومن سنَّ في الإسلام سُنَّةٌ سيئة فله وِزُرُها ووِزْرُ منْ عَمِل بها من غير أن  يُنْتَقَص من أوزَارِهم شيء.(السنن الصغري للبيهقي: 989)
ژباړه: څوک چې په اسلام کې بد رواج کښيږدي نو د هغه لپاره يې ګناه ده او ګناه د هغه چا چې په هغه رواج يې عمل کړی وي بېله دې چې د دوی له ګناه څخه دي کوم شی کم کړل سي.

5 - د مسلمانانو د وحدت ماتېدل؛ دا ښکاره خبره ده چې د بغاوت له امله په مسلمانانو کې تفرقه او جدايي راځي او د مسلمانانو يووالث زيانمن کيږي چې د ځانه سره ډېر فسادونه لري او څوک چې د مسلمانانو ټولۍ د اتفاق وروسته سره پاشي د هغه سزا دا ده چې بايد ووژل سي، په حديث کې راځي:  عن أسامة بن شريك قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : أيما رجل خرج يفرق بين أمتي فاضربوا عنقه.(سنن نسائي: 4023) ژباړه: هر څوک چې را ووځي تر څو زما امت سره وپاشي نو د هغه غاړه ووهئ. يعني څوک چې د بغاوت له کبله په مسلمانانو کې تفرقه او جدايي اچوي د هغه سزا دا ده چې اسلامي نظام يې ووژني البته که يې د بغاوت څخه توبه و نه ايستل.

همداسي په آيت شريف کې راځي: فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ.(الحجرات:9) ژباړه: نو وجنګېږئ د هغي ډلي سره چې بغاوت کوي تر څو چې د الله تعالث حکم ته راجع کيږي.

يعني که د دوو مسلمانو ډلو تر منځ اختلاف پيدا سو تاسو يې تر منځ صلحه وکړئ، که د صلحي وروسته کومي ډلي بغاوت وکړ نو تاسي د هغې ډلي سره تر هغه مهاله جګړه وکړئ تر څو چې د الله تعالث امر او حکم ته تسلميږي.
ليكنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: