۱۴۰۳/۱۲/۳۰

روژه د حریت او آزادۍ میاشت ده:

د روژې مياشت د رښتيني حريت مياشت ده، په صحيح معنی د احرارو او شرفاؤ ښکلې مدرسه ده چې زموږ بحث هم پر دغه لوی محور باندي را ګرځي.

ای روژاتی وروره او روژاتي خوري! حريت تنها دا نه دی لکه ډېری خلک چې يې فکر کوي چې هغه دي د انسان لپاره په هر کار او هر شي کې آزادي او حق د تصرف وي او انساني حريت دي عبارت د بې بندوبارۍ څخه وګرځول شي چې له مخي يې انسان ته د هر کار د کولو اجازه ورکړل شي،  حريت دا نه دی چې انسان دي د خپلو  شهواتو او نفسي غوښتنو پسې ولاړ شي .
داسي بې بند وباري حريت نه بلکې لومړی خو ګډوډي ده او په آخره کې ذليله بندګي ده.

ګډوډي ولي ده؟ ځکه چې په نړۍ کې داسي مطلق حريت چې مقيد دي په هيڅ نظام سره نه وي نشته، بلکې په دنيا كې د هر شي لپاره يو نظام شته چې هغه پر مخ باندي وړي  او د انسان حريت تر هغه وخته پوري نشي ساتل کېدلای تر څو چې پر انسان باندي ځيني قيدونه او ځيني محدوديتونه نه وي وضع شوي د دې لپاره چې د نورو انسانانو حريت وساتل شي.

دا يقيني خبره ده چې د انسان لپاره پوره مطلقه آزادي او د هرکار د کولو اجازه د دې لامل جوړيږي چې د نورو انسانانو حريت او آزادي دي تر پښو لاندي شي  له همدې امله اسلام د هر څه لپاره محدوديتونه او مرزونه ټاکلي دي تر څو يې په مراعات کولو سره انسان هم دځان حق وساتي او هم د نورو د حقوقو د پايماله کولو مخه ونيول شي.

د بېلګې په ډول: د داسي ناروغ لپاره چې ځيني خواړه تاوان ورته کوي د ځينو خوړو څخه یې بندول د ده حريت او آزادي تر پوښتني لاندي نه راولي او يوه ذره يې حريت نه لږيږي بلکې دا بنديز د څه وخت لپاره ځکه دی چې د آينده لپاره د دغه ناروغ حريت وساتي او د روغتيا وروسته وکولای شي ډېر هغه خواړه وخوري کوم چې د ناروغۍ په وخت کې يې نشوه خوړلای.

او د مجرم انسان حريت د څه وخت لپاره محدود کېږي ځکه د ده پر تګ راتګ، ځينو خبرو او کارونو باندي بنديز د دې لپاره لګيږي چې دی اصلاح شي، وروسته داسي ژوند وکړي چې ډېر ښه ژوند وي نه ځانته آزار ورسوي او نه هم نورو ته آزار ورسوي.

او په دې خاطر چې انسان مدني الطبع دی يعني طبيعت يې اجتماعي دی نو يواځي ژوند نشي کولای بلکې دی به په داسي ټولنه کې ژوند کوي چې د ځينو آزار د ټولو آزار وي او د ځينو په مصيبت باندي ټوله و درديږي نو ځکه موږ وايو چې مطلقه آزادي حريت نه بلکې ګډوډي ده.

او دا چې موږ وايو داسي آزادي د انسان لپاره په آخره کې ذليله بندګي ده ځکه چې پوره حريت دا دی چې په انسانيت کې ستا سره مساوي او يا تر تا کم هيڅوک تا خپل غلام او مريی نکړي.

په هغي ګډوډۍ کې چې خلک يې شخصي حريت بولي که د يوه نفر لپاره آزادي وي خو د ده په څېر د نورو انسانانو لپاره بيا عبوديت او مريي توب دی.

همدا راز کله چې پر انسان باندي د هر شي د لاسته راوړلو  لپاره د مطلفي آزادۍ عادت مسلط شي او دی د خپل نفس په غوښتنه باندي هر کار کوي نو په اصل کې دغه انسان د خپل نفس غلام شوی دی، د نفس بندي دی او هرکار چې نفس يې ورته وايي هغه کوي.
نو دغه انسان ته حر او آزاد نشو ويلای ځکه چې دی   د نفس په ځنځيرونو او د نفسي غوښتنو په زندان کې بندي دی.

آيا يو څوک چې ځان د نشه ايزو توکو او شرابو معتاد او روږدی جوړوي د همدغه اعتياد په سبب خپل هر څه له لاسه ورکوي آن تردې چې خپل صحت او اعصاب له لاسه ورکوي، خپل عقل او کرامت له لاسه ورکوي تاسو څه فکر کوی چې آيا دغه سړی حر دی او د ده دغه کار حريت دی؟ هيڅ کله داسي انسان حر نشي کېدلای بلکې دا سړی د نشه ايزو حرامو زهرجنو مايعاتو او دخانياتو غلام او بنده دی.

او که مطلقه آزادي او بې بندوباري حريت او کمال وي نو حيوانات د ډېر حريت او کمال څخه برخمن دي سره د دې چې هيڅ حيوان د انسان په څېر حريت او کمال نه لري.

که راسو يو بل مثال ته هغه انسان چې د فحشاء او بې حيايۍ په دام کې را ګير شوی وي د نا اهلو نارينه وو او يا نا اهله ښځو پسې روان وي، د هغوی په اشاره او بلنه هر ځای ورسره ځي او په غوښتنه يې هر کار کوي آيا دغه شخص ته موږ حر ويلای شو؟ هيڅ کله داسي شخص حر نه دی بلکې دا د غلامۍ او مريي توب ډېره ناوړه بڼه ده.

علماؤ ويلي دي: د زړه بندي کېدل او غلام کېدل د بدن تر بندي کېدلو او غلام کېدلو سخت دی ځکه د چا چې بدن بندي او غلام وي خو زړه يې آزاد وي هغه سړی د دې تر څنګ چې احساس د تنګۍ نه کوي بلکې يو وخت ځان د بند او غلامۍ څخه خلاصولای شي.

او که د چا زړه بندي او يا غلام شو د دې تر څنګ چې د ده لپاره به لويه خواري او محض بنديتوب وي هيڅ وخت ځان د دغه اسارت او بنديتوب څخه نشي خلاصولای؛  ځکه زړه د انسان په بدن کې حيثيت د باچا لري په کوم هيواد کې چې باچا غلام وي رعيت به ارومرو ورسره غلام کېږي او که باچا آزاد و  رعيت به هم ورسره آزاد وي.

او دا عبوديت او اسارت د زړه دی چې ثواب او عذاب ورباندي مرتب دی، که سړی وګوري کله چې يو مسلمان د کافر لخوا او يا د يو ګنهکار انسان لخوا بندي او اسير شي اوس په زوره چې هر عمل په ده باندي وکړي خو په دې شرط چې زړه يې په ايمان باندي مطمئن وي هيڅ تاوان ورته نه لري ځکه چې اعتبار زړه ته شته؛ همدا راز د عبادت په برخه کې قبوليت او نه قبوليت هم په زړه پوري اړه لري.

له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: لَيْسَ الْغِنَى عَنْ كَثْرَةِ الْمَالِ لَكِنَّ الْغِنَى غِنَى الْقَلْبِ.[الزهد لابن مبارک 1008] يعني غنی په ډېروالي باندي د مال نه ده بلکې معتبره غنی د زړه غنی ده.

له همدې کبله چې د نفسي غوښتنو تابع حر او آزاد نشي کېدلای الله پاک داسي حالت دا ډول تعبير کړی دی: أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ.[الجاثية: 23] يعني آيا تا وليدی هغه څوک چې خپل نفسي هوی او هوس يې د ځان اله جوړ کړی دی؟
يعني داسي د خپل نفس او نفسي غوښتنو تابع دی لکه څوک چې د خپل اله او معبود تابع وي، هر شی چې نفس يې ورته وايي هماغه کوي او تل خپله کاميابي د نفسي غوښتنو په پوره کولو کې ويني.

د روژې په مياشت کې انسان رښتينی حريت تر لاسه کولا ی شي ځکه په روژه کې انسان لوږه ګالي، تنده ګالي او د شهواتو څخه د ځان بندېدل ګالي چې دا ټوله هغه محدوديتونه او قيدونه دي چې په ګاللو يې انسان ته صحت راځي، د خوړو، څښاک، عادت او ستړي ژوند د مريي توب او غلامۍ څخه خلاصيږي.

د روژې په مياشت کې انسان په خپل اختيار ځان د خوندونو او لذتونو څخه را ګرځوي چې دا خپله د عزم او ارادې اصلي حريت دی.

د روژې په مبارکه مياشت کې انسان خپل نيت او اراده د الله لپاره خاصه وي چې دا د نيت او عقيدې حريت دی او بېله الله د نورو ټولو شيانو څخه د ځان آزادول دي.

د روژې په مياشت کې انسان د شيطان، نفس او شهواتو سره مقابله کوي، ځان د الله پاک په فضل د اور او جهنم څخه آزادوي چې دا خپله لويه آزادي او حريت دی.

او د روژې په مياشت کې انسان ځان د بد عمل او بدي وينا څخه ساتي چې دا لويه اخلاقي آزادي او حريت دی.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۲/۲۷

د روژې په مياشت کې ځيني لويي غزاګاني او جګړې:

د روژې مبارکه مياشت لکه څنګه چې د عبادت او دعوت مياشت ده د جهاد في سبيل الله مياشت هم ده لدې کبله د تاريخ په اوږدوکې په دې مبارکه مياشت کې مسلمانانو ډېر جهادونه او ډېري جګړې کړي دي چې ځيني يې په لاندي ډول دي.
۱ - د بدر غزوه:
په دويم کال کې د هجرت د روژې مياشتي پر 17 باندي وشوه.

۲ - د مکې فتح:
په اتم کال کې د هجرت د روژې پر لسمه باندي وشوه.

۳ - د اندلس فتح:
په ۹۲ کال کې د هجرت، د روژې په مياشتي کې د طارق بن زياد رحمه الله په مشرتوب وشوه.

۴ - د عموريه فتح:
په ۲۲۳ هجري قمري کال د روژې مياشتي پر ۱۷ د معتصم بالله په خلافت کې کله چې روميانو د مسلمانانو پر ښارونو باندي يرغل وکړ د يوې مسلماني ښځي چې روميانو ګيرکړې وه د کومک غوښتلو ږغ د "وامعتصماه" په آواز باندي معتصم بالله ته ورسېدی هغه دستي د لبيک لبيک په ويلو جواب ورکړ دستي يې پر مسلمانانو باندي وجنګ ته د آمادګۍ ږغ وکړ پر روميانو يې بريد وکړ هغه مسلمانه ښځه يې هم راخلاصه کړه او عموريه ښار يې هم د روميانو څخه ونیوی.

۵ - د حارم فتح:
په ۵۵۹ هجري قمري کال د روژې مياشتي پر ۲۲ د حام په سيمه کې د مسلمانانو او نصاراوو ترمينځ ډېره لويه جګړه وشوه چې بری د مسلمانانو په برخه شو.

۶ - د عين جالوت جګړه:
په ۶۵۸ هجري قمري کال د روژې په مياشتي کې د عين جالوت په سيمه کې چې د بيسان او نابلس په مينځ کې موقعيت لري د سيف الدين قطز په مشرتوب د مسلمانانو ډېره لويه جکړه د تتاريانو سره وشوه چې بری د مسلمانانو په برخه شو.

۷ - د شقحب جګړه:
په ۷۰۲ هجري کال د روژې په مياشت کې د مسلمانانو او تتاريانو تر مينځ ډېره لويه جګړه وشوه چې يوه ورځ پوره يې دوام وکړ د مازديګر مخ ته مسلمانان په دې باندي وتوانېدل چې تتاريانو ته ماته ورکړي او د دوی ډېر لوی لښکر د ماتي سره مخامخ کړي چې د لښکر ډېره برخه يې د مسلمانانو په غشو او تورو باندي ووژل شوه او ډېر لږ يې په تيښته باندي بريالي سوه.

۸ - د بيت المقدس فتح:
په ۵۸۴ هجري قمري کال کې د روژې په مياشت کې د حطين مشهوره جګړه د صلاح الدين ايوبي رحمه الله په مشرتوب د صليبيانو سره وشوه چې په نتيجه کې مسلمانانو بيت المقدس د صليبيانو څخه آزاد کړ او د مسلمانانو لومړی قبله يوځل بيا مسلمانانو ته وسپارل شوه.

۹ - د قسطنطيه فتح:
په ۸۵۷ هجري قمري کال کې د روژې په مبارکه مياشت کې د عثماني خلافت باچا محمد الفاتح رحمه الله قسطنطية ښار چې اوس په اسطنبول باندي مشهور دی فتح کړ.

۱۰ - د فلسطين پر سرجنګ:
په ۱۳۹۳ هجري قمري کال کې د روژې په مياشتي کې د فلسطين پر سر د عربو مسلمانانو او اسرائيلو په جګړه کې عربي مسلمانان ځواکونه وتوانېدل چې د سويس تر کانال تېر شي او د اسرائيلو لوی لښکر نابود کړي.
مولوي نورالحق مظهري