څوک چې د اسلام درلودلو په سبب خوشحاله سي او په دې باندې يې زړه ښه وي چې دی مسلمان دی، الله تعالی به دی په دنيا او آخرت کې خوشحاله کړي؛ په حديث کې راځي: عن ثوبان رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من قال حين يمسي رضيت بالله ربا وبالإسلام دينا وبمحمد نبيا كان حقا على الله أن يرضيه.(سنن ترمذي: 3389)
ژباړه: ثوبان رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د سهار کېدلو په وخت کې ووايي: زه د الله تعالی په ربوبيت، د اسلام په ديانت او د محمد صلی الله عليه وسلم په نبوت خوشحاله يم، الله تعالی به حتما دی خوشحاله کوي.
علماؤ ليکلي دي: د الله تعالی په ربوبيت باندې د خوشحالۍ معنی دا ده چې د الله تعالی په ټوله قضاء او په ټولو شرعي احکامو خوشحاله وي، د اسلام په ديانت د خوشحاله کېدلو معنی دا ده چې دی د اسلام په ټولو احکامو خوشحاله وي او هيڅ ځای د اسلام پر هيڅ حکم نيوکه او اعتراض و نه لري او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت باندې د خوشحالۍ معنی دا ده چې دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولو فرامينو او سنتونو باندې خوشحاله وي او پر هيڅ فرمان او سنت اعتراض او نيوکه و نه لري.(مرعاة المفاتيح)
دا په دې درو شيانو د خوشحالۍ ارزښت په ګوته کوي چې څوک يې ولري نو ارومرو الله تعالی هغه په دنيا او آخرت کې خوشحاله کوي او دا درې هغه شيان دي چې په قبر کې يې هم د انسان څخه په اړه پوښتل کيږي.
دا چې الله تعالی دی خوشحاله کوي معنی يې دا ده چې په دنيا کې به يې الله تعالی عباداتو ته ارزښت ورکوي او پر هغو به په زياته اندازه ثواب مرتب کوي او په آخرت کې به الله تعالی ورته ډېر ثوابونه او مزدورۍ ورکوي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۴/۱۰/۱۰
۱۴۰۴/۱۰/۰۹
د اسلام ګټي۱۴:
اسلام د الله تعالی مستقیمه او سیده لاره ده څوک چې ورباندې ولاړ سی ارومرو کامیاب کیږی، نواس بن سمعان رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چې هغه وفرمایل: الله تعالی یو مثال بیان کړی دی: یو سیده لاره (صراط مستقیم) ده، او د دې لاري په دواړو غاړو کې دوه دېوالونه دي په هغو کې پرانیستي دروازې دي او پر دروازو پردې راځوړندي دي، د لارې په سر کې یو غږ کوونکی ولاړ دی چې وایي: ای خلکو! ټول د همدې لارې څخه داخل شئ او له هغې مه اوړئ! او له لارې د ننه یو بل غږ کوونکی دی، کله چې څوک وغواړي له هغو دروازو څخه یوه خلاصه کړي، نو وایي: افسوس پر تا! دا مه خلاصوه که یې خلاصه کړې نو خاماخا به ورننوزې! بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: دا سیده لاره اسلام دی، هغه دوه دېوالونه د الله تعالی حدود دي، هغه پرانیستي دروازې د الله تعالی حرام کړي شيان دي، هغه غږ کوونکی چې د لارې پر سر ولاړ دی د الله تعالی کتاب (قرآن) دی او هغه غږ کوونکی چې د لارې د ننه دی د الله تعالی نصیحت کوونکی دی چې د هر مسلمان په زړه کې وي.(مسند احمد: 17671)
نو اسلام هغه سیده او برابره لاره ده چې په انتخابولو سره یې انسان خپل سپېڅلي هدف ته رسېدلای سي او په تمامه معنی د الله تعالی رضایت تر لاسه کولای سي، همداسي د اسلام په انتخاب سره انسان خپل انسانیت او پوره فطرت ساتلای سي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري
د اسلام ګټي13:
په کامل اسلام باندې انسان ته د ايمان خوږوالی ورکول کيږي او انسان په خپل زړه کې د ايمان خوند او ذوق حس کولای شي. په حديث شريف کې راځي: عَنْ أَنَسٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: ثَلاَثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلاَوَةَ الإِيمَانِ أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا ، وَأَنْ يُحِبَّ الْمَرْءَ لاَ يُحِبُّهُ إِلاَّ لِلَّهِ ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الْكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّارِ.(صحيح البخاري 16)
ژباړه: انس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: په کوم انسان کې چې درې خصلته وي دی به په هغو باندې د ايمان خوږوالی ومومي هغه (درې خصلتون) دا دي چې الله او د هغه رسول تر ټولو شيانو ورته ګران وي، د يو انسان سره محبت کوي خو د الله تعالی په خاطر يې کوي او دا چې کفر ته ورتلل ورته داسي بد ښکاري لکه په اور کې لوېدل چې ورته بد ښکاري.
همداسي په بل روايت کې راځي: عَنِ الْعَبَّاسِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « ذَاقَ طَعْمَ الإِيمَانِ مَنْ رَضِىَ بِاللَّهِ رَبًّا وَبِالإِسْلاَمِ دِينًا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولاً».(صحيح مسلم: 160)
ژباړه: له عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه څخه روايت دی چې هغه د رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې ويې فرمايل: هغه چا د ايمان خوند وڅکه، چې الله يې د رب په توګه، اسلام يې د دين په توګه، او محمد ﷺ يې د رسول په توګه ومنلو او پرې راضي شو.
د ايمان خوند داسي معنوي او روحاني لذت دی چې د هر چا په برخه سي هغه بيا د خپل ايمان د غوښتني او تقاضا خلاف هيڅ کار ته لاس نه اچوي او نه هم د عباداتو په کولو کې سستي کوي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري
اشتراک در:
نظرات (Atom)