۱۴۰۵/۰۱/۰۳

د نوروز لمانځلو پر ممنوعيت باندې شرعي دلائل:

دا چې موږ وایو د نوروز لمانځل ممنوع او ناروا دی هدف مو هغه د مجوسیانو نوروز دی کوم چې د دوی لخوا پیل شوی او د دوی وروسته یې په ځینو سیمو کې لمانځل یو دود ګرځېدلی دی.
د مجوسیانو د نوروز په پیل کې اختلاف دی، ځیني وايي: دا ورځ د زردشت د زېږد ورځ ده له همدې امله یې مجوسيان د لوی اختر په څېر په لويومراسمو باندې لمانځي لكه نصرانيان چې هركال د عيسى علیه السلام د زېږد ورځ د ډسمبر مياشتې پر پنځويشتمه نېټه دكرسمس په نامه لمانځي، ځیني وايي: دا هغه ورځ ده كومه چې په دې ورځ كې د بلخ د نوبهار په آتشکده كې د لومړي ځل لپاره د اورپرستانو لخوا د عبادت كولو لپاره اور ولګېد، ځیني وايي: په دې ورځ كې طهومرت ومړ او جمشيد د پاچاهۍ پر تخت كښېناست نو ځكه ورته نوروز يعني نوې ورځ وايي، ځیني نور په دې عقيده دي چې نوروز هغه ورځ ده چې په دې ورځ الله پاك لمر پيدا كړی دی، ځیني دا ګمان كوي چې نوروز د افلاكو د حركت د لومړني پيل ورځ ده او ځيني نوري خبري کوي.
خو پر هر حال د نوروز ورځي د پیل دلیل چې هر شی وی د علماؤ پر دې خبره اتفاق دی چې د دې ورځي د مراسمو پیل د هوی او هوس پر اساس د کفارو لخوا سوی دی نو لکه نور کارونه چې د شریعت خلاف د نفسي غوښتنو بر اساس جوړ شوي وي ناروا دي د نوروز لمانځل هم ناروا دی، چې په تفصیلي ډول په لاندې ډول د ممنوعيت دلائل بیانولای شو:
1.د نوروز په لمانځلوکې د کفارو د نفسي غوښتنو متابعت دی، په داسي حال کې چې مسلمان د هغوی د نفسي غوښتنو د متابعت څخه صراحتا منع شوی دی. الله جل جلاله فرمایي: وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ.(البقرة:145)
ژباړه: که چيري (بالفرض) ته د دوی (کفارو) د نفسي غوښتنو متابعت وکړې وروسته تر دې چې تا ته علم درکول سوی دی نو يقينا په دې وخت کې ته د ظالمانو څخه يې.
همداسي الله تعالی فرمایي: وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا.(سورة المائدة: 48)
ژباړه: او ته متابعت د دوی د نفسي غوښتنو مه کوه د هغه څه نه چې تا ته د حق څخه راغلی دی، ستاسو څخه هر يوه ته مي لاره او طريقه جوړه کړېده.
همداسي الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا * وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا.(الأحزاب:1 – 2)
ژباړه: ای پيغمبره د الله څخه ووېريږه، د کافرانو او منافقينو پيروي مه کوه يقينا چې الله پوه او حکمت والا دی، او د هغه څه متابعت وکړه چې تا ته د الله له لوري د وحي په توګه راغلي دي يقينا چې الله پاک په هغه څه باندې ښه خبر دی چې تاسو يې کوی.
په پورته آیتونو کې الله پاک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خطاب کوي چې د کفارو د نفسي غوښتنو متابعت مه کوه ستاسو لاره د هغوی له لارې څخه بېله ده یعني د مسلمانانو لاره بېله ده او د کفارو لاره بېله ده، دلته که څه هم خطاب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دی خو حکم یې عام دی هر مسلمان ورباندې مکلف دی.

2 - د نوروز په لمانځلو کې ځان د کفارو غوندې جوړول دي سره د دې چې مسلمان صراحتا د دې کار څخه منع سوی دی. الله جل جلاله فرمایي: وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.(الحشر:19)
ژباړه: تاسو مه جوړېږئ په شان د هغو خلکو چې الله پاک يې هېرکړی دی نو دوی ځانونه هېرکړي دي، دوی هغه خلک دي چې د الله د اطاعت څخه وتلي دي.
همداسي الله تعالی فرمایی: أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ.(الحديد:16)
آيا نه دی نژدې سوی هغه خلکو ته چې ايمان يې راوړی دا چې د دوی زړونه د الله د ذکر لپاره او د هغه حق څخه چې پر دوی نازل سوی دی ووېريږي، او د هغو خلکو په ډول نه شي کوم چې دوی ته مخکې کتاب ورکړل شو، بيا پر دوی باندې زمانه اوږده سوه (يعني د دوی او أنبياؤ ترمنځ ډېره زمانه تېره سوه) نو د دوی زړونه کلک سوه او ډېری د دوی فاسقان دي.
په پورته آیتونو کې الله پاک مسلمانان د دې څخه منع کوي چې ځانونه دي د کفارو غوندې جوړ کړي.

3-  د نوروز په لمانځلوکې د کفارو لوري ته شوق او ميلان دی او الله پاک مسلمانان د دې څخه په ښکاره منع کړي دي، فرق نه لري که ميلان دوی ته په دوستۍ باندې وي، که د اسلام په هکله د دوی د خبرو په منلو باندې وي اوکه د دوی په کارونو باندې په خوشحاله کېدلو باندې وي.
الله جل جلاله فرمایي: وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ.(هود113)
ژباړه: تاسو ميلان مه کوئ هغه کسانو ته چې ظلم يې کړی(کافران سوي دي) نو اور به مو مسه کړي، او تاسو لره بېله الله بل هيڅ دوست نسته بيا به ستاسو هيڅ نصرت و نه سي.
په دې آیت کې الله پاک مسلمانان کفارو ته د شوق کولو او میلان کولو څخه منع کړي دي.

4- د نوروز په لمانځلوکې د کفارو سره مشابهت دی هغه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم خپل امت ورڅخه منع کړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
• عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده: أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.(سنن ترمذي 2695)
ژباړه: عمرو بن شعيب د خپل پلار څخه هغه د ده د نيکه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زموږ څخه نه دی هغه څوک چې ځان د غير سره زموږ(چې کافران دي) مشابه کوي، د يهودو او نصاراوو سره مشابهت مه کوئ.
• عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ.(سنن ابي داود: 4033)
ژباړه: هرڅوک چې ځان د يو قوم سره مشابه کړي، دی د هماغه قوم څخه شمېرل کيږي.
په پورته احادیثو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان د کفارو سره د مشابهت څخه منع کړی دي.

5- د نوروز ورځي پر لمانځلو باندې عملا د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا بنديز لګېدلی دی، په حديث کې راځي: 
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ: مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟ قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ.(سنن ابي داود: 1136)
ژباړه: انس رضي الله عنه فرمايي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی، د مدينې خلکو دوې ورځې لمانځلې او په هغو کې يې لوبي کولې، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دا کومي ورځې دي؟ دوی ورته وويل: موږ د جاهليت په وخت کې (يعني مخکې تر اسلام) دا ورځې لمانځلې او لوبي مو پکې کولې. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته د دغه دوو ورځو په بدل کې دوې نوري ورځې چې تر دغه دوو ورځو ډېري ښې دي درکړي چې د لوی او کوچني اخترونو ورځې دي.
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د حديث د دې جزء "قد ابدلکم بهما" له ورايه ښکاري چې د لوی او کوچني اخترونو ورځې د هغو دوو ورځو په بدل کې ورکول سوي دي، معلومه خبره ده چې د بدل ورکولو وروسته، مبدل منه چې هغه پخوانۍ ورځې دي وروسته پر خپل حال باندې نه سي پاته کېدلای. 
نو د نوروز او ميزان ورځې حرامي سوې پر ځای يې د لوی او کوچني اخترونو ورځې کښيښودل سوې.

6- د نوروز د ورځي لمانځل صحابه کرامو غندلي او مسلمانان يې د لمانځلوڅخه وېرولي دي. په اثر کې راځي:
• عن عبد الله بن عمرو بن العاص _ رضي الله عنه _ قال: من بنى ببلاد الأعاجم وصنع نيروزهم ومهرجانهم  وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة.(سنن البيهقي الكبرى: 9/234)
ژباړه: د عبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چې هر څوک د کفارو په ښارونوکې بناء وکړي، د دوی نوروز او ميزان و لمانځي او د دوی سره ځان مشابه کړي ترڅو چې پر دغه حالت باندې مړ کيږي نو دغه سړی به د دوی سره حشر کيږي.
• عن عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: اجْتَنِبُوا أَعْدَاءَ اللَّهِ فِى عِيدِهِمْ.(السنن الكبري للبيهقي: 19334)
ژباړه: حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: د الله پاک د دښمنانو د اخترونو څخه ځانونه وساتئ.
معلومه خبره ده چي " نوروز" د الله د دښمنانو اختر دی.

7 - .فقهاء کرامو د نوروز ورځي لمانځل ممنوع بللی دی.
• قال المظهر: وفيه دليل على أن تعظيم يوم النيروز والمهرجان ونحوهما منهي عنه وقال أبو حفص الحنفي : من أهدى فيه بيضة لمشرك تعظيما لليوم كفر.(فيض القدير شرح جامع الصغير)
ژباړه: مظهر ويلي دي: په دې خبره کې دليل دی پر دې باندې چې د نوروز او ميزان د ورځو تعظيم منع سوی دی، ابوحفص حنفي ويلي دي: څوک چې د نوروز د تعظيم په نيت يوکافر ته يوه هګۍ ورکړي، دی په دې باندې کافر سو.
•ويكفر بخروجه إلى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه في ذلك اليوم وبشرائه يوم نيروز شيئا لم يكن يشتريه قبل ذلك تعظيما للنيروز لا للأكل والشرب وبإهدائه ذلك اليوم للمشركين ولو بيضة تعظيما لذلك اليوم.(مجمع الانهرفي شرح ملتقي الابهر- بحرالرائق- الفتاوي الهندية)
ژباړه: کافرکيږي په وتلو سره ونوروز ته د مجوسيانو او په موافقت باندې د دوی سره په هغه کارونوکې چې دوی یې په دې ورځ کې کوي او کافر کيږي په رانيولو سره د يو شي د نوروز په ورځ کوم چې بله ورځ يې نه رانيوی. البته د نوروز د تعظيم لپاره نه په خاطر د خوړلو او څښولو، همدا راز کافر کيږي کافر ته په سوغات ورکولو سره په دې ورځ کې که څه هم يوه هګۍ وي البته په خاطر د تعظيم د دې ورځي.
پورته دلائلو ته په کتو مسلمانان بايد د نوروز ورځي د لمانځلو څخه ځان وساتي او نور مسلمانان هم د هغه د لمانځلو په ناروا والي باندې خبر کړي تر څو هيڅ مسلمان د دې ورځي په لمانځلو سره د ګناه مرتکب نه شي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري