۱۴۰۵/۰۶/۰۵

که موږ ويښ او ځيرک نه اوسو!

ويښتابه او ځيرکتيا د انسان لپاره هغه کمال دی چې انسان په هراړخيز ډول د تباهۍ او بربادۍ څخه ساتي او په انسان کې د ننه داسي حس پيدا کوي، چې په درلودلو سره يې انسان د پوره انسانيت لوړي درجې ته رسيږي او د ځان او خپل چاپېريال په اړه، د خپل مسئوليت پېژندنې تر څنګ په خپلو ورځنيو چارو کې رښتينې بريا تر لاسه کوي او د داسي هوښمند فکر څښتن ګرځي چې په مټ يې د انساني سالم عقل په چوکاټ کې د ننه ډېر مثبت او منفي فکټورونه پېژني، چې د اړتيا سره سم يې د ټولني هر فرد ته په يوه نه بله طريقه رسولای سي او د فطرت خلاف د ډېرو ناخوالو څخه ځان او ټولنه د الله تعالی په فضل سره ساتلای سي، له همدې امله ځيرکتيا يا ويښتوب د انبياؤ د ځانکړيو صفاتو څخه يو صفت و، که موږ ويښ او ځيرک نه اوسو نو د کومي ستونزي سره به مخامخ کيږو؟ که موږ ځيرک او ويښ نه اوسو نو د ډېرو ستونزو سره به مخامخ کيږو چې ځيني يې په لاندې ډول دي:
1 – په ورځينو چارو کې به په شعوري ډول دوکه کېږو او يا به هم په غير شعوري ډول د ځينو چالاکه انسانانو لخوا په ډېره بده توګه غلط استعمالېږو، ځکه موږ له هغه فراست څخه محروم يو چې په درلودلو سر يې انسان رښتينی دوست او دښمن پېژني او يا په بل عبارت انسان خپل خواخوږي او غيرخواږي پېژني.

2 – د خپل دين په اړه به د بدعاتو او خرافاتو مرتکب کيږو؛ ځکه د ويښتابه نه شتون د دې سبب کيږي چې پر انسان دي عرف او رواج غالب سي، او يا دي هم انفعالي ماده دومره پکې زوروره سي چې د هر چا پر هره خبره غوږ ونيسي او ويې مني، سره د دې چې انسان ته د هر شي منل بايد د نقلي او عقلي دليل پر اساس وي په خاصه توګه د دين په برخه کې چې عبادات او ثوابونه يې ټول په نقل ثابت دي، که څوک موږ ته يو شی په عقل معرفي کوي بېله دې چې نقلي دليل ولري، موږ يې بايد ورسره و نه منو بلکې د دين اصولي منابعو ته رجوع وکړو او په هغو کې يې ولټوو، ځکه له يوې خوا اصل په عباداتو کې حظر او منع ده او له بلي خوا هر اهل بدعت خپل بدعت خلکو ته د دين په نوم وړاندې کوي نو که موږ ديني فراست يا ويښتابه و نه لرو هرومرو تر تأثير لاندې راځو او د بدعاتو او خرافاتو مرتکب کېږو. 

3 – په سياسي انحراف به اخته کيږو؛ ځکه پر اصلي سياسي مسير د روانېدلو لپاره ځراکت داسي ارزښت لري لکه اودس چې د لمانځه لپاره ارزښت لري، نو که څوک ويښتابه و نه لري هغه به يا د اصلي سياسي مسير څخه اوړي او يا به هم په سياسي چارو کې د ډېرو خطاګانو سره مخامخ کېږي، ځکه په سياست کې بايد انسان هغه وخت ځان دخيل کړي چې په عقيده، سيرت، تاريخ، جهان پېژندنې، ټولن پېژندنې او فکر پېژندنې کې مهارت ولري، تر څو د پخوانيو خلکو د تجربو څخه ګټه واخلي، په تېر وخت کې له سياسي تېروتنو څخه عبرت واخلي، د ولاء او براء اصل په پام کې ونيسي، د نړۍ سره د روابطو او تعاملاتو پر لارو چارو علم ولري، د خپلي ټولني په اړتياوو خبر وي او فکري مشترکات او تفردات وپېژني.

4 – د فرهنګي رکود سره به مخامخ کېږو؛ ځکه د سالم فرهنګ جوړول يا ساتل فکري استقلال، په ځان باندې سالم باور او د مثبتو فرهنګونو پېژندل غواړي کوم چې بېله ويښتابه يې درلودل غير ممکن دي ځکه ويده انسانان تل په فکري لحاظ متزلزل، ساده ګان او د هر چا پسې په پټو سترګو روان وي چې په نتيجه کې په فرهنګي برخه کې د هر چا تر تأثير لاندې راځي؛ ځيني وختونه د غربي فرهنګ تر تأثير لاندې وي، ځيني وختونه د شرقي فرهنګ تر تأثير لاندې وي او ځيني وختونه د نورو منفي فرهنګونو تر تأثير لاندې وي.

5 – همداسي ويده به پاتي کېږو؛ که موږ ويښتابه و نه لرو معلومه خبره ده چې خپله به هم په ډېرو کارونو ناخبره پاتيږو او خپل راتلونکی نسل به هم د ډېرو مهمو شيانو څخه محروم کوو ځکه ويښتوب په ټولنه کې د څراخ حيثيت لري، کوم ځای چې بل وي هغه ځای به روڼ او روښانه وي او په کوم ځای کې چې مړ وي هغه ځای به د رڼا څخه محروم او بې برخي وي.

خلاصه دا چې فکري بیداري انسان له فریب، بدعت، سیاسي انحراف، فرهنګي تقلید او ټولنیز جمود څخه ساتي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: