۱۴۰۴/۱۱/۱۱

د جزايي اصولنامې په اړه:

د جزا پر اصولنامې هغه څوک نیوکه کوی چې اسلامي معلومات نه لري او په بشري ټولنه کې طبقاتي توپیر او حیثیت نه پېژني  ځکه طبقاتي توپیر به هغه وخت وای چې په حدودو، مکلفيتونو او حقوقو کې ټولنه وېشل سوې وای؛ په تعزيراتو کې وېش طبقاتي توپير نه بلکې عدل دی کوم چې ټولنه ورته اړتيا لري، زموږ مسلمان ولس بايد ويښ وي او د نافهمه انسانانو پر پلان سوو اوتو بوتو غوږ و نه نيسي؛ د جزا اصولنامه ټوله مستنده ده او د فقهي معتبرو کتابونو څخه را اخيستل سوېده.
مولوي نورالحق مظهري 

د بدعتیانو مثال:

بربهاري رحمه الله ويلي دي: د بدعتيانو مثال د لړمانو دی چې خپل سرونه او بدنونه په خاورو کې پټوي، خو لکۍ (نېښ) يې تر خاورو بهر وي. کله چې واک او فرصت پيدا کړي نو چيچل کوي. همداسې بدعتيان هم د خلکو په منځ کې پټ وي، خو کله چې قدرت پيدا کړي نو هغه څه ترسره کوي چې غواړي يې.

دا يې ډېر جالب مثال ويلی دی ځکه لړم هم په دې کار سره ځان عادي ښکاره کوي او خلک د ده د چيچلو څخه ځانونه په امان بولي خو کله چې فرصت په لاس ورسي بيا نو ډېر بد چيچل کوي، بدعتي انسانان هم همداسي دي ځانونه په خلکو کې عادي ښکاره کوي بلکې ځيني وختونه خو خلکو ته ځانونه غمخوار ورپېژني چې کله يې خپل بدعت ته لاره آواره کړه بيا نو خپل بدعتونه د دين په نوم په خلکو کې خپروي او خپل زهري فکر د خلکو په ذهنونو کې تزریق کوي.

وَقَالَ البربهاري مثل أصحاب البدع مثل العقارب يدفنون رؤوسهم وأبدانهم فِي التراب ويخرجون أذنابهم فَإِذَا تمكنوا لدغوا وكذلك أهل البدع هم مختفون بين الناس فَإِذَا تمكنوا بلغوا ما يريدون.(طبقات الحنابلة:2/44)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۱/۰۹

د بدعتي انسان سره د ميني او هغه ته د کتلو عذاب:

ژباړه: فضیل بن عیاض رحمه الله ویلي دي: څوک چې د بدعتي انسان سره مینه وکړي الله تعالی به یې (نيک) عمل تباه کړي او د اسلام رڼا به یې د زړه څخه وباسي او څوک چې خپله (عزتمنده) لور یو بدعتي انسان ته په نکاح ورکړي نو ده د هغې سره خپلوي (صله رحمي) پرې کړه. او هغه به ویل: د مؤمن نظر مؤمن ته د زړه صفایي(روڼوالی) راولي او د سړي نظر بدعتي کس ته ( د زړه) ړوندوالی پیدا کوي.

فضيل بن عياض رحمه الله، مسلمان د بدعتي انسان د ملګرتیا څخه وېروي او د هغې زيانونو ته اشاره کوي چې که څوک د بدعتي انسان سره محبت او مينه وکړي الله تعالی به يې ټول نېک کارونه خراب او تباه کړي او د زړه څخه به يې د اسلام نور او رڼا وباسي او که څوک خپله لور بدعتي انسان ته ورکړي نو په رښتيا دغه سړي د خپلي لور سره صله رحمي پرې کړه او پر هغې يې ظلم وکړ، همداسي فضيل بن عياض رحمه الله فرمايي: د بدعتي انسان مخ ته کتل د انسان زړه ړوندوي. چې وروسته بيا د حقي لارې څخه اوښتل ورسره لازمي دي.

قَالَ الفضيل بْن عياض: من أحب صاحب بدعة أحبط اللَّه عَزَّ وَجَلَّ عمله، وأخرج نور الإْسِلام من قلبه، ومن زوج كريمته، من مبتدع فقد قطع رحمها. وَكَانَ يَقُول: نظر المؤمن إِلَى المؤمن جلاء القلب، ونظر الرجل إِلَى صاحب بدعة يورث العمى.(الاربعین الطائیة: 1/133)
مولوي نورالحق مظهري