کفار او بې دينه خلک خو تل د قرآن سپکاوی کوي ځکه چې هغوی پر قرآن باندي ايمان نه لري نو ځکه هغه ته ارزښت هم نه ورکوي.
کوم شی چې زموږ مسلمانانو لپاره مهم دی دا دی چې موږ د قرآن په نسبت خپل مسئوليت وپېژنو او عملاً يې په اثبات باندي ورسوو چې موږ د قرآن لپاره په ټولو ثابته شوو حقوقو باندي باور لرو او د ژوند په هره برخه کې یې عملي کولو ته ژمن یو.
د لاندي شيانو په عملي کولو سره موږ د قرآن په نسبت د خپل مسئوليت د آداء کولو ښکارندويي کولای شو:
1 – پر ټوله قرآن باندي عملاً ايمان ولرو داسي نه وي چې کوم ځايونه چې زموږ د غوښتنو سره موافق وي پر هغه باندي ايمان لرو او کوم ځايونه چې زموږ د غوښتنو خلاف دي پر هغه ځايونو باندي بيا ايمان نه لرو(العیاذ بالله).
2 – قرآن د ځان لپاره اساسي قانون وبولو او د قرآن په شتون کې پر بل هيڅ وضعي قانون باندي خپله فيصله آواره نکړو.
3 – د قرآن زده کړي ته پوره پاملرنه وکړو او د ټولو برخو د زده کولو لپاره يې خپل ټوله توان او طاقت په کار واچوو.
4 – په تدبر باندي د قرآن تلاوت ته متعهد وسو، د تلاوت د اورېدلو په وخت کې پوره چوپتيا غوره کړو او بې اودسه لاس ور نه وړو.
5 – د قرآن ښوونکو او زده کوونکو سره د خپلي ميني ښکارندويي او پوره مرسته وکړو.
6 – د قرآن د زده کړي د ځايونو سره لکه مدارس، مکاتب او ځيني اسلامي رسنۍ پوره همکاري وکړو او کوښښ وکړو چې هر څومره د قرآن د زده کړي ځايونه فعال وساتو.
7 – د قرآن د توهين کوونکو څخه نفرت وکړو او د هغوی سره تړون د دوستۍ ونه ساتو بلکې هغوی د ځان دښمنان وبولو او د دښمن په سترګه ورته وګورو.
9 – په قرآن باندي فاسد دليل ونه نيسو، یعني پر خپل باطل او فاسد کار باندي د قرآن څخه دلايل ونه وايو.
10 – په لومړي قدم کې ټوله قرآن حفظ کړو که مو ټوله په وس نه وي نو بيا تر خپل توان او طاقت پوري چې څومره مو په وسه وي هغه حفظ کړو او د دومره قرآن حفظ چې لمونځ ورباندي صحیح سي هغه خو پر هر مسلمان باندي فرض او ضروري دی.
11 – نورو خلکو ته د قرآن تبليغ وکړو يعني کوم شی چې مو خپله د قرآن څخه زده وي هغه نورو ته هم ور زده کړو د ناظرې څخه شروع بيا تر تفسير، ترجمې او احکامو پوري هر شی چې موږ زده وي هغه نورو مسلمانانو ته هم و رسوو.
12 – قرآن د ځان د جسمي او روحي ناروغيو لپاره شفاء وبولو او په دې باور وسو چې قرآن زموږ د هري ناروغۍ لپاره دوا ده.
كه مو د قرآن حق پوره آداء کړ نو خپله رښتینې مسلماني مو هم په اثبات باندي ورسوله.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۱۰/۱۵
۱۴۰۳/۱۰/۱۰
مصنوعي ځيرکتيا:ChatGPT
په دې وروستيو کې د مصنوعي ځيرکتيا څخه خورا استفاده ډېره شوېده په خاصه توګه د خبرو او ليکلو په برخه کې چې خلک د ChatGPT څخه ډېره استفاده کوي؛ د دې لپاره چې موږ دوکه نشو او يو ډول د ټمبلۍ سره مخامخ نشو دا ضروري ده چې خپل علمي استعداد په کار واچوو او د مصنوعي ځيرکتيا پر ځای د خپل فکر او پوهي په مټ تحقيق او څېړنه وکړو.
مصنوعي ځيرکتيا هم د نورو اسبابو غوندي يو معلوماتي سبب دی چې استفاده کول ورڅخه جايز دی خو سل په سلو کې اعتماد ورباندي کول مناسب نه دی ځکه مصنوعي ځيرکتيا چې څومره معلومات د خلکو سره شريکوي ټول هغه معلومات دي چې د نورو معلوماتي ذخيرو يا ډيټابيسونو څخه يې را اخلي او يا هم په ويب پاڼو پلټنه کوي نو ځکه ډېری وختونه د معلوماتو په ورکولو کې خطا وځي او يا هم داسي معلومات شريکوي چې هغه د ډېر وخت وي او زاړه وي.
د مصنوعي ځيرکتيا او نورو لټونکو ماشينونو تر منځ توپير دا دی چې نور ماشينونه لکه ګوګل او ياهو هغه معلومات وړاندي کوي چې په ويب پاڼو او انټرنټي پاڼو کې ليکل شوي وي بېله دې چې کوم تغيير پکې راوړي خو مصنوعي ځيرکتيا بيا د ويب پاڼو او پاڼو څخه معلومات را غونډوي او خپل له طرفه يې وړاندي کوي او يا هم هغه معلومات چې د مصنوعي ځيرکتيا په آپ کې د ګډونوالو لخوا ذخيره شوي وي د مشترکينو سره شريکوي.
د مصنوعي ځيرکتيا څخه چې د هر شي په باره کې پوښتنه وکړې په ډېري چټکۍ سره بېله ځنډه دستي جواب درکوي او ځيني وختونه د معلوماتو سره منابع هم ذکر کوي خو په دې خاطر چې دا يو وړاندي کوونکی ځيرک ماشين دی نو ځکه يې په خبره باندي سل په سلو کې باور کول نه دی په کار بلکې خبره يې بايد د نورو يقيني منابعو سره پرتله شي وروسته بيا ومنل شي.
لنډه دا چې زما په ګمان د مصنوعي ځيرکتا څخه بايد هغه څوک استفاده وکړي چې اهل د تمييز وي، يا په بل عبارت په خپل استعداد د مثبت او منفي فرق وکولای شي داسي څوک چې خالي الذهن وي يا د يوې موضوع په اړه د رښتيا او درواغ توپير نشي کولای هغه کس بايد استفاده ورڅخه ونکړي ځکه ډېری وختونه معلومات د واقعيت خلاف وړاندي کوي چې که باور ورباندي وشي نو يقينا انسان ډېر خطاوځي.
څه موده مخکي ما محصلينو ته په يوې موضوع کې پروژه ورکړې وه ځينو محصلينو معلومات د ChatGPT څخه را اخيستي وه چې 80% غلط وه دا ځکه چې دوی اهل د تمييز نه وه، کوم شی چې يې ورته وړاندي کړي وه دوی هم کټ مټ هغه را اخيستي وه؛ نو د دې لپاره چې موږ د معلوماتو په راغونډولو کې د غلطتیا څخه وساتل شو تنها بايد د يوه ماشين او سبب په حيث د مصنوعي ځيرکتيا څخه استفاده وکړو داسي استفاده ورڅخه ونکړو چې موږ يې په هره خبره پوره باور ولرو او يواځي په هغه باندي بسنه وکړو.
په خاصه توګه په شرعي مسائلو او سيرت کې بايد ډېر غور وشي او د مصنوعي ځيرکتيا خبره بېله پلټني او دقت څخه نقل نشي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۱۰/۰۹
پنځه شيان د انسان ملا ماتوي:
ژباړه: ابوهريرة رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پنځه شيان د ملا ماتوونکې دي: د مور او پلار آزارول، دا چې خاوند خپله ښځه امانتداره ګڼي خو دا خيانت ورسره کوي، هغه پادشاه چې خلک يې اطاعت کوي خو دی د الله تعالی نافرماني کوي، هغه څوک چې د ځانه څخه د خير وعده کوي خو بيا يې مخالفت کوي او څوک چې د خلکو په نسبونو کې عيبونه لټوي.
توضيح: پنځه شيان دي چې د انسان ملا ماتوي يعني انسان هلاک کوي:
1 – د مور او پلار آزارول او هغوی ته تکليف ورکول.
2 – د خاوند يا ميړه سره خيانت، په داسي حال کې چې خاوند يې په دې باندي باور لري.
3 – د پاچا او مشر لخوا د الله تعالی له اوامرو سرغړونه، په داسي حال کې چې خلک د ده اطاعت کوي.
4 – د خلکو سره د د خير په کار کې وعده کول بيا يې ماتول.
5 – د نورو انسانانو په نسب کې عيبونه پيدا کول او د هغوی نسبونه سپک ګڼل.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: خَمْسٌ هُنَّ قَوَاصِمُ الظَّهْرِ: عُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ، وَالْمَرْأَةُ يَأْتَمِنُهَا زَوْجُهَا تَخُونُهُ، وَالْإِمامُ يُطِيعُهُ النَّاسُ وَيَعْصِي اللهَ عَزَّ وَجَلَّ، وَرَجُلٌ وَعَدَ عَنْ نَفْسِهِ خَيْرًا فَأَخْلَفَ، وَاعْتِرَاضُ الْمَرْءِ فِي أَنْسَابِ النَّاسِ.[شعب الايمان4781]
مولوي نورالحق مظهري
اشتراک در:
پستها (Atom)