۱۴۰۵/۰۶/۲۱

په اسلامي نظام پسې څوک تبليغات کوي؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
په دې خاطر چې اسلامي نظام په ځمکه کې د الله تعالی قانون پياده کوي، د انسانانو تر منځ عدالت پلی کوي، د الله او مسلمانانو د دښمنانو سره جهاد او مقابله کوي، د مظلوم لاس نيوی او د ظالم مخه نيسي او په اسلامي ټولنه کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، نو هرومرو داسي کسان پيدا کېږي چې تبليغات پسې وکړي او دا کومه نوې خبره هم نه ده، ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې څخه چې د اسلامي نظام بنسټ ايښودل سوی دی، بيا زموږ تر زمانې پوري داسي کسانو شتون درلودی او شتون لري چې په اسلامي نظام پسې يې تبليغات کول او کوي يې؛ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې ډېر تبليغات يهودو او منافقينو کول چې ځيني ساده مسلمانان بيا د هغوی له تبليغاتو متأثره کېدل او د دوی سره يې د تبليغاتو په تکثير کولو کې مرسته کول، چې لويه بېلګه يې د افک واقعه ده چې منافقينو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بدنام کولو لپاره جوړه او نشر کړه او ځيني ساده مسلمانان هم د سادګۍ له کبله ورسره شريک سوه، يا منافقينو د مسلمانانو تر منځ د نفاق هڅه کول او په ډېرو ځايونو کې يې کوښښ وکړ چې مسلمانان پر رسول الله صلی الله عليه وسلم راټول نه سي، او دېته ورته نوري داسي کړني يې کولې چې هدف يې د اسلامي نظام تخريب، تضعيف او د اسلامي نظام د مشرانو بدنامه کول وو.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم وروسته په نورو اسلامي نظامونو کې هم ځينو کسانو د يهودو په لسمون او د هغه وخت د نااهله انسانانو په ذريعه په اسلامي نظامونو پسې تبليغات کول، په خاصه توګه چې کله عمر رضي الله عنه شهيد سو د يهودانو په لمسون خوارجو د عثمان رضي الله عنه د حکومت پسې تبليغات پيل کړه، چې په نتيجه کې يې خلک بغاوت ته وهڅول، حضرت عثمان رضي الله عنه يې شهيد کړ او د مسلمانانو تر منځ يې د نفاق داسي لوی تخم وپاشی چې په قرنونو يې دوام وکړ، بلکې د دوی څخه په الهام د اسلامي نظام دښمنانو په هر اسلامي نظام پسې تبليغات وکړه او دا لړۍ به تر قيامته پوري روانه وي.

زموږ په زمانه کې هم داسي کسان سته چې په اسلامي نظام پسې تبليغات کوي، کله د نظام رهبرۍ ته د واقعيت څخه خلاف نسبتونه کوي، کله نظام په داسي کارونو تورن کوي چې هغه بيخي د نظام له لوري نه وي سوي، ځيني وختونه بيا د عامو خلکو د ذهنونو د تخريش کولو او منحرف کولو لپاره شبهات واردوي، ځيني وختونه بيا د نظام د ضعيف ښکاره کولو لپاره د خلکو څخه د حقائقو پټولو کوښښ کوي او دېته ورته نور هغه کارونه کوي چې هغه د واقعيت څخه خلاف تبليغات او پروپاګند وي؛ تېرو تجربو او حالاتو ته په کتو دا څرګنده سوېده چې په اسلامي نظام پسې لاندې کسان تبليغات کوي:
1 – هغه کسان چې اسلامي نظام نه پېژني؛ کوم کسان چې اسلامي نظام نه پېژني، لکه ځيني ساده او ناخبره مسلمانان هغوی د اسلامي نظام مسئوليت، د فعاليت ساحه، د خدماتو کيفيت او کميت هم نه پېژني ځکه نو په خپل فکر نورو ته مسئوليتونه ټاکي او د هر چا پر ښه او بد خپله فيصله کوي.

2 – هغه کسان چې د اسلام سره دښمني لري؛ کوم کسان چې د اسلام سره دښمني لري لکه کمونستيان او سيکولران په دې خاطر چې اسلامي نظام د اسلام د سياسي برخي ترجماني کوي نو دوی دښمني ورسره کوي او تبليغات پسې کوي، ځکه د دوی اسلامي نظام نه دی خوښ، دوی داسي نظام غواړي چې په هغه کې دين له حکومت څخه جدا وي، يا داسي نظام وي چې هلته د شريعت او عقل خلاف هر چا ته د هر شي اجازه وي.

3 – هغه کسان چې بهرنۍ پروژې پر مخ وړي؛ هغه کسان چې ځيني کفري هيوادونه يا د سيمي ځيني اسختباراتي کړۍ يې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره کاروي او هغوی ته د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګڼ شمېر پروژې ورکوي، هغوی د اسلامي نظام پسې خبري او تبليغات کوي، ځکه دوی د يوڅو مادياتو لپاره بېګانه يا کفري هيوادونو ته هر څه کوي چې يو د هغو څخه په اسلامي حکومتونو پسې تبليغات دي.

4 – ځيني متعصب انسانان؛ ځيني هغه کسان چې د اسلامي نظام سره سياسي يا فکري تعصب لري، هغوی د خپل تعصب له کبله اسلامي نظام په ګڼو منفي چارو متهم کوي، حتی په نظام کې قومي او ژبني توپيرونو ته لمن وي، تر څو خلک پر نظام بدګمانه کړي او په ټولنه کې يې ارزښت کم کړي؛ متعصب انسانان د اسلامي نظام پر ټولو لاسته راوړنو سترګي پټوي او يوازې ځيني طبعي منفي ټکي خلکو ته رسوي او يا هم د ځانه څخه په نظام پسې دروغ تړي. 

5 – مبتذلي او فاحشي رسنۍ؛ ځيني  هغه رسنۍ چې تل په ټولنه کې فساد او فحشاء خپروي او يا د مسلمانانو فکر او فرهنګ تخريبوي، د دې هڅه کوي چې اسلامي نظام هم بدنام کړي، ځکه چې اسلامي نظام د مسلمانانو د فکر او فرهنګ ساتونکی دی؛ داسي رسنۍ د خبرونو، تبصرو، تحليلونو او تمثيلي ټوټو له لارې خلکو ته غلط معلومات رسوي او د اسلامي نظام په وړاندې خلک تحريکوي. 

6 – د شخصي ګټو پالونکي؛ هغه کسان چې په سياسي او اقتصادي برخو کې يوازې د خپلو شخصي ګټو غم ورسره وي، هغوی هرومرو په اسلامي نظام پسې تبليغات کوي، ځکه چې اسلامي نظام په هره برخه کې داسي چوکاټ وړاندې کوي چې په هغه کې د ټولو انسانانو ثابت حقوق خوندي دي، او هيچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د خپلي ګټي لپاره د نورو انسانانو حقوق ضائع کړي او يا هم د نظام سره برابر ځان ته نظام جوړ کړي، له همدې امله ځان خوښوونکي او ظالم انسانان په اسلامي نظام پسې تبليغات کوي.

7 – سرټمبه او جاهل انسانان؛ هغه کسان چې عقل يې ناقص وي او فهم يې نيمګړی وي ممکن په اسلامي نظام پسې تبليغات وکړي، ځکه دوی ښه او بد نه سي سره جلا کولای او د حکومت او ملت حقوق پر يو بل باندې نه سي پېژندلای، له همدې امله په پټو سترګو پر نظام نيوکي کوي بېله دې چې خبره يې لاسوند ولري يا د خبري پايله په پام کې ونيسي. 

8 – سياسي او حقوقي مجرمين؛ کوم کسان چې سياسي او حقوقي مجرمين وي هغوی ځکه د اسلامي نظام پسې خبري کوي چې نظام د دوی د جرمونو مخه نيسي او که دوی ګرفتاره سي محاسبه ورسره کوي نو دوی اسلامي نظام ته د ځان د دښمن په سترګه ګوري ځکه نو بې ځايه نيوکي او تبليغات پسې کوي.

هیچ نظری موجود نیست: