په دنيا کې ډېر مهم شخصيتونه تېر سوي دي چې ياد ساتل يې زموږ مسئوليت دی تر څو را روان نسلونه د هغوی په کارنامو خبر سي، د هغوی اهداف تعقيب کړي او د هغوی غوندي ځانونه جوړ کړي.
د مهمو شخصيتونو څخه يو هم شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله دی چې نظام ته د داخلېدلو څخه بيا تر شهادت پوري ټول ژوند يې د ابتکارونو، کارنامو او درسونو څخه ډک وو.
د اسلامي امارت په لومړنۍ واکمنۍ کې په ورسپارل سوې دنده کې د نوموړي ځلېدل، د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اطاعت کې مخکښي، د خپلو صلاحيتونو په ساحه کې ولس ته د پام وړ خدمتونو عرضه کول، د ملګرو لپاره پوره غمخواري او خدمت، په افغاني ټولنه کې د علماؤ او مخورو کسانو احترام ته ژمنتيا او په اسلامي زرينو اخلاقو باندې سمبالوالی ځيني هغه نوښتونه او ځانګړتياوې وې چې شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله يې درلودونکی وو او په خپل وخت کې د ټولو انسانانو له منځ څخه الله تعالی د دغه اخلاقي او نزاکتي بشري امتيازونو لپاره غوره کړی وو؛ الله تعالی دي شهيد امير ته جنت الفردوس په نصيب کړي.
د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ د ړنګېدلو څخه وروسته د امريکايانو په وړاندې د جهاد په پيل او غځېدلو کې د شهيد امير المؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله فعالي او نه هېرېدونکې هڅي د هيچا هېري نه دي او د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات او د ده د ټاکني وروسته د مجاهدينو کاميابه رهبري، په هيواد کې د جهادي بهير چټکتيا، په سياسي ډګر کې په نړۍ باندې د اسلامي امارت منل، د خوارجو او مغرضو کړيو په وړاندې کلک درېدل، په هيواد کې د ننه د تکړه او ويښو افغانانو سره فعاله رابطه ساتل، په ډېرو حساسو شرايطو کې او لږو امکاناتو باندې د يرغلګرو په وړاندې د نظامي جهاد ترڅنګ د نړۍ سره ديپلوماتيکي اړيکي را ژوندۍ کول، اسلامي امارت د پاڅون د نوم څخه د يوه بالقوه نظام په نوم په نړۍ کې مطرح کول هغه تاريخي نوښتونه وه چې شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله يې د نړۍ په کچه د اسلام په تاريخ کې د لوی او ستر رهبر په نوم وليکی؛ الله تعالی دي نوموړی په خپلو جنتونو او رحمتونو باندې ونازوي.
بېله مبالغې دا ويلای سو چې شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله څخه وروسته د سياسي اسلام او اسلامي حاکميت مجدد وو چې الله تعالی يې رهبري پر افغانانو لورولې وه، لوی رب دي د جنتونو په نازونو باندې ونازوي.
موږ ته دا لازمه ده چې د شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله جهادي لاره، جامع او پراخ فکر، سياسي ليدلوری، فکري استقلال او ټول شموله طبيعت تعقيب کړو تر څو لاس ته راغلی اسلامي نظام په سمه توګه سمبال کړو او ساتني ته يې لازم تدابير ونيسو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري