۱۴۰۵/۰۳/۰۹

د ځينو خلکو غلط فرهنګ:(شرعي مسئله)

په شريعت کې په رضاع سره داسي حرمت ثابتيږي لکه په نسب سره چې ثابتيږي ځکه نو رضعي پلار او مور او رضعي اولادونه همداسي رضعي وړونه او خويندي بايد هميشه سره وپېژني او ارتباط سره ولري تر څو سره بېګانه نه سي او يو وخت يې د نکاح کولو رابطه سره پيدا نه سي. خو له بده مرغه چې په ځينو خلکو کې داسي رواج دی چې ماشوم ته ښځه خپلي شيدې ورکوي بيا يې هسي پسې پرېږدي او شناخت ورسره قطعه کوي چې په تېرېدلو سره د زمانې يو وخت د دوی د اولادونو نکاح سره کيږي چې قطعا حرام او ناروا عمل دی او ځيني وختونه خو داسي هم پيښ سوي وي چې د نکاح کولو وروسته جګړې او جنجالونه وي چې ښځه وايي ما شيدې ورکړي هغه بل يې نه ورسره مني، دا ټوله په دې خاطر کيږي چې دوی روابط سره قطع کړي دي او سره بېګانه سوي دي.

نو کله چې ستا مېرمن کوم ماشوم ته تی/ شيدې ورکوي دغه ماشوم ستا اولاد ګڼل کيږي او ستا او د ده تر منځ په پوره توګه حرمت ثابت دی؛ ته د ماشوم پلار يې، ستا مېرمن يې مور ده، ستا لوڼي يې خويندي دي، ستا زامن يې وړونه دي، ستا خويندي يې عمه ګاني دي، ستا وړونه يې کاکاګان دي، ستا د مېرمني خويندي يې خاله ګانې دي او ستا د مېرمني وړونه يې ماماګان دي او دغه ماشوم ستاسي په کور کې په پوره توګه محرم دی ځکه نو بايد دی ستاسي سره او تاسي د ده سره روابط ولری تر څو سره بېګانه نه سي او په آينده کې پورته ستونزي او مشکلات ورڅخه پيدا نه سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۳/۰۵

د اختري(قرباني) په اړه د عوامو ځيني غلطياني:

د اختري په اړه دغه لاندې شيان چې په ځينو ځايونو کې رواج دي هيڅ اصل او حقيقت نه لري موږ بايد ځان ورڅخه وساتو:
۱ – مخکې تر حلالولو د اختري سترګي په رانجو او يا بل شي باندې تورول.

۲ – د اختري په خوله باندې مالګه يا شيريني ورکول او هغه بيا تر څه وخته د تبرک لپاره ساتل.

۳ – د اختري ورېښتيان يا پړی د تبرک لپاره د ځانه سره ساتل.

۴ – د اختري د حلالولو په وخت کې چې کومه وينه توی سوې وي هغه وينه اخيستل بيا مخ پر قبلې پر يو ديوال باندې د هغې مښوول.

دا هغه شيان دي چي په ځينو ځايونو کې رواج دي خو هيڅ حقيقت نه لري بايد موږ ځانونه ورڅخه وساتو.

د اختري حيوان هم لکه نور حيوانات داسي حلاليږي، شرعي دستور دا دی چې مخکې تر حلالولو د حيوان، چاړه بايد ښه تېره کړل سي او په شرعي طريقه باندې ذبح کړل سي، د اختري ذبح لکه نارينه چې يې کولای سي ښځينه يې هم کولای سي.
مولوي نورالحق مظهري