۱۴۰۴/۱۲/۰۲

د روژې مياشتي درېيم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د جنتونو دروازې خلاصيږي او د دوږخونو دروازې تړل کېږي لکه ابوهريره رضي الله عنه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي: إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة وغُلّقت أبواب النار.[صحيح مسلم 2547] ژباړه: کله چې د روژې مياشت راشي نو د جنت دروازې خلاصي شي او د دوږخ دروازې بندي شي.

د جنت د دروازو خلاصېدل او د دوږخ د دروازو تړل کېدل کنایه د دې څخه ده چې د الله پاک د رحمتونو دروازې به خلاصیږي او د غضب دروازې به یې تړل کیږي، پر مؤمن باندې به ډېر ژر د الله پاک رحمتونه کیږي او عبادات به یې ډیر ژر د الله پاک په دربار کې د قبولیت درجې ته رسیږي چې په نتیجه کې به جنت ته داخلیږي او د دوږخ څخه به نجات پیدا کوي.

له همدې امله چې دا مياشت د ارزښت له مخې ډېره لوړه ده الله تعالی په هره شپه کې انسانانو ته د دوی د برياليتوب لپاره آواز کوي لکه په حديث شريف کې چې راځي:
وَنَادَى مُنَادٍ: يَا بَاغِيَ الْخَيْرِ أَقْبِلْ ، وَيَا بَاغِيَ الشَّرِّ أَقْصِرْ ، وَلِلَّهِ عُتَقَاءُ ، وَذَلِكَ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ.(سنن ابن ماجة: 1642) ژباړه: يو آواز کوونکی آواز کوي: ای د خير غوښتونکې چې زموږ د عبادت څخه دي مخ اړولی مخ راواړوه، ای د ګناه غوښتونکې د ګناه څخه لاس واخله، او د الله تعالی لپاره د اور څخه آزادېدونکې کسان دي او د غه کار به هره شپه وي.

يعني د الله تعالی له لوري د روژې په هره شپه کې يو څوک آواز کوي او بندګانو ته په خطاب کې وايي: ای هغه څوکه چې د خير د کارونو څخه دي لاس اخيستی خو اړتيا ورته لرې د عبادت په کولو سره ما ته مخ را واړوه ځکه زه په دې مياشت کې ستا لږ عمل په ډېر باندې حسابم او ای د ګناه کوونکې د ګناه څخه لاس واخله ځکه دا مياشت د توبې لپاره ځانګړی فرصت دی او ته د دې فرصت څخه ګټه پورته کړه او د روژې په هره شپه کې الله تعالی ډېر انسان د اور څخه آزادوي.

فایده: دا د مسلمانانو لپاره یو فرصت دی چې څوک یې په ارزښت پوه شي ارومرو ګټه ورڅخه پورته کوي او په ټوله کال کې بیا داسي فرصت د مسلمانانو په لاس نه راځي نو باید کوښښ وکړو چې ځانونه د جنت دروازو ته برابر کړو. 
مولوي نورالحق مظهري

د روژې مياشتي څلورم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې شيطانان تړل کېږي تر څو د الله پاک مخلص بندګان د هغوی د وسوسو او فتنو څخه نجات پيدا کړي لکه په حديث کې چې راځي: وصُفّدت الشياطين.[صحيح مسلم 2547] يعني د روژې د راتللو سره شيطانان تړل کېږي.

د شیطانانو د تړلو دوې معناوې دي یا دا چې ټوله هغه شیطانان به تړل کیږي كوم چې په نورو وختونو کې خلاص وه او په بندګانو یې ګناهونه کول یا په دې معنی سره چې د شیطانانو مشران او سركښان تړل کیږي کوم چې د انسانانو د بربادۍ لپاره او په انسانانو د ګناه کولو لپاره یې خپله هم کارونه کول او خپل نورو افرادو ته یې هم مسئولیتونه ورکول.

دلته يوه پوښتنه پيدا کیږي چې الله تعالی شيطانان تړي بيا نو ولي د روژې په مياشت کې ځيني انسانان ګناهونه کوي؟ د دې پوښتني په ځواب کې علماؤ څو ځوابونه ويلي دي:
1 – الله تعالی شيطانان د هغه روژاتيانو څخه تړي کوم چې پر شرايطو برابره روژه نيسي؛ هغه کسان چې پر شرايطو برابره روژه نه نيسي د هغوی څخه شيطانان نه نړل کيږي او ډېری وختونه هم په روژه کې دغسي کسان ګناهونه کوي.
2 – ځيني کسان چې په روژه کې ګناهونه کوي ممکن د هغوی د ګناهونو سبب د دوی خبيث نفسونه او ناوړه عادتونه وي او يا هم ممکن انسي شيطانان د دوی د ګناهونو سبب وي.
3 – الله تعالی د شيطانانو هغه سرکښه  او متمرد شيطانان تړي هغه کوچني شيطانان بيا هم آزاد وي نو په دې مياشت کې چې کوم کسان ګناهونه کوي ممکن د هغه کوچني شيطانانو په وسوسه سره وي.(التوضيح لشرح الجامع الصحيح:13/58)

خو په هر حال الله پاک د روژې په فضیلت د خپلو بندګانو څخه شيطانان تړي تر څو انسانان په آرامه او د شيطاني وسوسو څخه ليري د الله تعالی عبادت وکړي، نو موږ بندګان باید د لاډېر عبادت کوښښ وکړو او په دې میاشتي کې خپل نفس ضعیف کړو او غوښتني یې و نه منو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۱/۳۰

د روژې مياشتي دويم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې الله پاک په دې مياشتي کې قرآن عظيم الشأن نازل کړی دی هغه قرآن چې د انسان د دنيوي او اخروي سعادت لپاره اساسي قانون دی لکه څنګه چې الله پاک فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ.[البقرة 185] ژباړه: د روژې مياشت هغه مياشت ده چې په هغې کې قرآن نازل سوی دی، هغه قرآن چې د خلکو لپاره هدايت دی او د لارښوونې او د حق او باطل تر مينځ د توپير کولو لپاره نښي دي.

نو موږ مسلمانان چې څومره قرآن ته احترام لرو، هغه پر خپل ژوند باندې حاکم بولو او خپله هره ستونزه پر قرآن باندې آواروو؛ د روژې د مبارکې میاشتي احترام هم باید ولرو او چې په کومو کارونو یې سمه لمانځنه او حق آداینه کیږي هماغه کارونه باید وکړو.

په دې مبارکه مياشت کې د قرآن کريم نازلېدل د دې غوښتنه کوي چې موږ په دې مياشت کې د نورو نيکو کارونو سره سره قرآن ته ډېره پاملرنه وکړو؛ په دې مياشت کې په تراويح کې د قرآن شريف ختم وکړو، د قرآن شريف ډېر تلاوت وکړو، د قرآن ترجمه او تفسير زده کړو او په خپل عمل کې قرآن په اساسي ډول عملي کړو.
مولوي نورالحق مظهري

د روژې مياشي برکتونه:(لومړی برکت)

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امت سره دا د الله پاک لوی احسان دی چې دوی ته يې د روژې مبارکه مياشت ورکړېده او دا يې د دې امت ځانګړتيا ګرځولېده لکه امام سيوطي رحمه الله چې فرمايي: وصوم رمضان من خصائص هذه الأمة.(الحاوي للفتاوی:2/118) يعني د روژې مياشتي روژه د ځانګړتياوو څخه د دې امت ده. دا مبارکه مياشت لکه الله پاک چې په قرآن کې او رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو احاديثو کې مبارکه بللې ده همداسي د برکتونو او ثوابونو څخه ډکه ده. راځو ځینی برکتونه یې ذکر کوو:

*لومړی برکت:*
لومړی بركت د دې مياشتي دا دی چې الله پاک دا مياشته د عظيم عبادت یعني روژې لپاره ځانګړې کړې او تر نورو مياشتو يې د دې رتبه لوړه کړې لکه الله پاک چې فرمايي: فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه. [ البقرة 185] ژباړه: څوک چې ستاسو څخه مياشت وويني نو حتما دې روژة ونيسي.
دا چې الله پاک دا میاشت د داسي عظیم عبادت لپاره ځانګړې کړه او د دغه عبادت وخت یې دغه میاشت وګرځوله دا خپله لوی برکت دی.
نو موږ باید د دې میاشتي قدر وپېژنو په دې میاشتي کې د عظیم عبادت تر څنګ نور عبادتونه هم ډېر وکړو تر څو الله پاک مو د خپلو خاصو بندګانو څخه وګرځوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۱/۲۶

د دلو ٢٦ او زموږ مسئوليتونه:

دا يقيني خبره ده چې د سلواغې ۲۶ د مجاهدينو د اتلولۍ او افغانانو د برياليتوب ورځ ده او د باطل په وړاندې د حق د اوچت کېدلو څرک دی.

په دې ورځ کې د مسلمانو شهيدانو وينو، د مجاهدينو ستړياوو او د افغانانو کړاوونو رنګ راوړ او د وخت زبرځواک شوروی يې د غريبو افغانانو په وړاندي په ګونډو کړ.

د دلو ۲۶ هغه تاريخ جوړوونکې ورځ ده چې افغانانو د نړۍ په کچه د دويمي لويي امپراطورۍ د ماتولو ريکارډ په همدې ورځ خپل کړ او د وخت قطبي شوروی يې د ګران افغانستان څخه وشړی.

زموږ مسئوليتونه:
۱ - موږ بايد يوازې د دې ورځې په لمانځلو او په دې ورځ کې په رخصتۍ کولو بسنه ونکړو بلکې دا ورځ د ټولو اړخونو سره د خپل آينده نسلونو په فکرونو کې د ګڼو لارو څخه ژوندۍ وساتو تر څو هغوی هم د خپلو نيکونو پر قدمونو پښې کښيږدي او د هر يرغلګر په وړاندې د خپلو نيکونو په څېر ودريږي.

٢ – د دې ورځې ټولي ظاهري او باطني برياوې وپېژنو او د ساتني کوښښ يې وکړو؛ په دې ورځ کې نه تنها دا چې په فزيکي ډول روسان د افغانستان څخه وشړل سوه بلکې د روسانو پلويانو خلقيانو او پرچميانو ته هم د خطر زنګ او د دوی د منحوسي غلامي واکمنۍ د پای پيل وو ځکه نو موږ بايد خپل ولس د روسي او کمونيستي فزيکي او فکري اشغال په خطرونو خبر کړو او د ولس هر وکړي ته د دوی په وړاندې د مبارزې هر اړخيزه انګېزه ورکړو.

٣– دا معلومه خبره ده چې روسانو د ځانه سره کفري فکر هم راوړی وو تر څو زموږ مسلمان ولس ته يې تزريق کړي او د کمونيزم تر سايه لاندي يې د ارتداد لوري ته يوسي خو الحمدلله خپلي دې موخي ته و نه رسېدل.

زموږ افغانان بايد په دې باندې خپل سر خلاص کړي چې لکه د روسانو وتل چې د هر افغان وظيفه وه د روسي فکر ختمول او هيواد ورڅخه پاکول هم د هر افغان وظيفه ده ځکه نو موږ بايد د ټولو هغه فکرونو او باورونو په وړاندې مبارزه وکړو چې د هيواد خپلواکۍ، مسلمانۍ، رښتيني آبادۍ او ايماني ترقۍ لپاره ممکنه او بالقوه خطر وي او په فکري او سياسي ډګر کې داسي اصلاحات راولو چې د هيواد څخه مو د فکري او سياسي انحراف ټغر په پوره توګه ټول سي.

٤ – دا يقيني خبره ده چې د روسانو په وړاندې د افغانانو مبارزه د وطن او دين د ساتنې لپاره وه ځکه نو موږ ته دا لازمه ده چې د وطن او دين ساتنه مو هر وخت په لومړيتوبونو کې وي او په ټولو هيوادوالو کې د وطن دوستۍ او دين دوستۍ روحيه پيدا کړو تر څو زموږ هر وګړی د دين په چوکاټ کيږې هم وطن وساتي او هم يې جوړ کړي.

٥ – که څه هم د روسانو وتل د افغانانو لپاره لويه نيکمرغي وه خو له بده مرغه چې د هغوی د وتلو وروسته د ځينو قدرت طلبو لخوا د جهاد آرمانونه د خاورو سره خاوري سوه او جهادي موخې د قدرت او چوکۍ په نېشه شا ته وغورځول سوې ځکه نو هيواد د قدرت په جزيرو و وېشل سو او هر چيري خپل مينځي جګړې پيل سوې چې په نتيجه کې د روسانو د وتلو وروسته اسلامي نظام هم جوړ نه سو او هيوادوالو هم د آرامۍ ساه وا نه خيستل خو الحمدلله د طالبانو د اسلامي تحريک راتګ د خپل مينځي جګړو او احتمالي تجزيې آفتونه د افغانستان څخه ورک کړه او د اسلامي نظام په جوړولو سره يې د مسلمانو افغانانو د هيلو غوټۍ ګل کېدلو ته نژدې کړې؛ موږ ټول افغانان بايد د تېرو حالاتو څخه پوره عبرت واخلو او بيا ځلي داسي شرايطو ته زمينه برابره نکړو.

۶ – اوس چې الحمدلله په هيواد کې سوچه اسلامي نظام حاکم دی ټول افغانان يې په وړاندې دا مسئوليت لري چيږې د دې اسلامي نظام سمبالول د ځان دنده وبولي، ساتنه يې د آينده لپاره د ځان ايماني وظيفه وبولي او په عمل کې دا خبره ثابته کړي چې همدغه نظام زموږ د دريو واړو جهادي مبارزې ثمره او نتيجه ده په هيڅ صورت کې يې له لاسه نه ورکوو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري