۱۳۹۷/۰۳/۱۱

ازالة الشبهات ـ کتاب

(الحمدلله د لاندی رسالې کار هم خلاص سو.
لاندی رساله چی دعربی ژبی څخه پښتو ژبی ته ژباړل سویده هغه شبهات پکښې جواب سویدی کوم چی ځینی ملحدین یې دمسلمانو میرمنو پرحجاب اوستر باندی واردوی
رساله چی ۶۹ پاڼی لری ۱۲ شبهی پکښې جواب سویدی هغه شبهی چی داسلامی حجاب مخالفین یې تل پرمسلمانو ښځو باندی واردوی.

۱۳۹۷/۰۳/۱۰

دحسد په پریښودلو باندی عمرډیریږی

سَمِعْتُ الْأَصْمَعِيَّ يَقُولُ:رَأَيْتُ أَعْرَابِيًّا فِي بَنِي عُذْرَةَ قَدْ أَتَتْ لَهُ مِئَةٌ وَعِشْرُونَ سَنَةً ، فَقُلْتُ لَهُ : مَا أَطْوَلَ عُمُرِكَ ؟ فَقَالَ : تَرَكْتُ الْحَسَدَ فَبَقِيتُ.[المجالسة وجواهرالعلم 660]
ژباړه: اصمعی وایی: ما یوسړئ په بنی عذره کی ولیدئ چی یوسل اوشل کاله عمر یې وو، ماورته وویل چی څه شی ستاعمر ډیر کئ؟ ده وویل ما حسد پسې پریښودئ نو تردې وخته پوری پاته سوم.

۱۳۹۷/۰۳/۰۷

دنسب تبدیلول حرام دی

عَنْ أَبِي ذَرٍّ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ لَيْسَ مِنْ رَجُلٍ ادَّعَى لِغَيْرِ أَبِيهِ وَهْوَ يَعْلَمُهُ إِلاَّ كَفَرَ وَمَنِ ادَّعَى قَوْمًا لَيْسَ لَهُ فِيهِمْ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّار.[صحیح البخاری 3508]
ژباړه: د ابوذر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ، چی ده درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل ، چی ویې فرمایل: ندئ هغه څوک چی دخپل پلارنه بغیر دبل چادعوه وکړی پداسی حال کی چیدئ هم پوهیږی ،(چی پلار یې څوک دئ) مګرداچی دئ پدې باندی کافر کیږی، اوهرڅوک چی دیوې قومۍ دعوه وکړی پداسی حال کی چی دئ دهغې قومۍ څخه نوی ، مګرداچی ځانته دی ځای په اور کی وټاکی.

توضیح: یعنی دخپل نسب بدلول اوهغه ته تغیرورکول حرام دی، کوم څوک چی یې کوی یعنی خپل نسب ته تغیر ورکوی ، اوبیا هغه ځانته روا هم بولی نودئ کافر کیږی ، اوکه یې روا نه بولی بیایې هم کوی، نوبیا کافر کیږی خونه ولی ډیر سخت ګناهکاردئ ، ځکه چی دیوې خوایی کفران دالله دنعمت کړئ دئ، اوبل یې داسی کار کړئ دئ ، چی هغه دکفر کاردئ نه داسلام ، همدا راز چی څوک ځان په یوې قومۍ پوری تړی  پداسی حال کی چی دئ دهغې قوۍ څخه نوی ، نودغه سړئ دی ځانته په جهنم او اورکی ځای وټاکی.

۱۳۹۷/۰۳/۰۶

مصلحت

هرهغه شئ چی مراعات یې ددین ، نفس ، عقل ، نسل او مال ساتنه کوی هغه ته مصلحت ویل کیدلائ سی او چی ددغو شیانو ساتنه ورباندی نه کیږی هغه ته مصلحت نسی ویل کیدلائ.