۱۴۰۴/۰۹/۲۹

د سلطان محمد فاتح د ناڅاپي مړيني اغېزه:

الله تعالی دي پر عثماني سلطان محمد فاتح رحمه الله خپل ډېر رحمتونه نازل کړي، دېرش کاله يې واکمني وکړه، کله يې چې قسطنطيه فتحه کړه اسلامي لښکر يې تیار کړ او د روما(ايټاليا) په لور روان شو تر څو هغه هم فتحه کړي او د اسلام رڼا هلته هم خپره کړي خو مخکې تر رسېدلو و ايټاليا ته په لاره کې د 49 کاله په عمر وفات سو.
د سلطان رحمه الله د مړينې خبر له ۱۶ ورځو وروسته وینس (البندقية) ته ورسېد. دا خبر د سياسي پوست له لارې د قسطنطنيې وینسي سفارت ته په يوې لنډې جملې کې وليکل شو:
«لوی عقاب مړ سو»
دا خبر په وینس کې خپور سو او بيا د اروپا نورو سيمو ته ورسېد. د پاپ په امر کليساوو درې ورځې پرله‌پسې د خوشحالۍ زنګونه ووهل او د شکر لمونځونه يې ادا کړه. د سلطان مړيني په اروپا کې ډېر ستر اغېز درلود او اروپا هغه مهال د آرامۍ ساه واخيسته کله چې د هغه د وفات خبر يې واورېد.
حقيقت دا دی چې د ايټاليا پر لور د عثمانيانو د پرمختګ يوازينی خنډ د سلطان محمد فاتح رحمه الله ناڅاپي مړينه وه؛ ځکه د هغه وفات د فتحې د بشپړېدو مخه ونيوله چې په سبب يې د عثماني پوځ قومندان کديک احمد پاشا د سلطان د مړيني وروسته له جنوبي ايټاليا څخه ووت او له خپلو عسکرو سره يې شاتګ وکړ چې له امله يې د اسلام د پرمختګ څپه د يوې مودې لپاره د اروپا پر لور ودرېده.
الله تعالی دي پر سلطان محمد فاتح رحمه الله ورحميږي او د ده په څېر قائدين دي الله تعالی اوسني مسلمانانو ته ورکړي.
منبع: تاريخ الدولة العثمانية.
مولوي نورالحق مظهري

د اسلام ګټي9:

وروسته تر دې چې په هيڅ قوم او ټبر کې خير نسته کله چې په اسلام کې داخل سي الله تعالی يې اهل د خير ګرځوي لکه په حديث شريف کې چې راځي: أَيُّمَا أَهْلُ بَيْتٍ مِنَ الْعَرَبِ أَوِ الْعَجَمِ أَرَادَ اللَّهُ بِهِمْ خَيْرًا أَدْخَلَ عَلَيْهِمُ الإِسْلامَ.(المعجم الکبير للطبراني: 15774) ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د عربو او عجمو هر د کور اهل ته چې الله تعالی د خير اراده وکړي نو پر دوی باندې اسلام داخلوي. يعني دوی ته د اسلام راوړلو  توفيق ورکوي چې په نتيجه کې د خير او ښېګټي اهل ګرځي.
الله تعالی ته د قوم، ټبر او سيمي په لحاظ هيڅوک ارزښتمند نه دی بلکې ارزښتمند هغه څوک دی چې د اسلام په نور باندې ښايسته سوی وي، له همدې امله داسي ويلای سو چې د مځکي پر مخ که هر انسان د ځان لپاره خير غواړي او د دې غوښتونکی وي چې د الله تعالی په نزد ارزښت پيدا کړي نو په پوره توګه دي اسلام قبول کړي او هغه دي د خپل ژوند پر ټولو برخو عملي کړي لکه عمر رضي الله عنه چې فرمايي: إِنَّا قَوْمٌ أَعَزَّنَا اللهُ بِالْإِسْلَامِ؛ فَلَنْ نَلْتَمِسَ الْعِزَّةَ بِغَيْرِهِ.(المجالسة وجواهرالعلم: 418) ژباړه: عمر رضي الله عنه فرمايي: موږ داسي قوم يو چې الله تعالی موږ ته په اسلام سره عزت راکړی دی نو موږ په بل شي سره د عزت پلټنه نه کوو.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۲۵

د مسلمانانو د زور او برم يادګار:

د ابوبکر رضي الله عنه په خلافت کې کله چې خالد بن وليد رضي الله عنه د اسلامي لښکر مشر وو او د عراق هيواد حيره سيمه کې مقيم وو د هغه وخت فارس امپراتورۍ ته يې د اسلام دعوت ورکړ او په لاندې ډول يې ليک ورته واستوی:

بسم الله الرحمن الرحيم

له خالد بن الوليد څخه د فارس مرازبو (حاکمانو) لپاره  اما بعد:

ټولې ستاینې هغه الله لپاره دي چې ستاسو حرمت یې منحل کړ، ستاسو کلمه یې ټوټه ټوټه کړه، ستاسو چل یې مات کړ او ستاسو شوکت یې وران کړ، اسلام راوړئ ترڅو په امن کې اوسئ! که نه نو زما څخه ذمه (امان) قبول کړئ او جزیه ورکړئ او که داسي ونکړی نو زه به تاسو ته داسې قوم درولېږم چې (د الله تعالی په لاره کې) مړینه داسي خوښوي لکه څنګه چې تاسو ژوند خوښوی.( الاكتفاء بما تضمنه من مغازي رسول الله والثلاثة الخلفاء:4/83)

مولوي نورالحق مظهري

https://chat.whatsapp.com/DIKe4Mdyt1J7Lhrm8pfGNk

د اسلام ګټي8:

د اسلام بله ګټه دا ده چې په صحيح او پوره اسلام سره لږ عمل ډېر حسابل کيږي له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه سړي ته چې په اوسپنه يې سر پټ کړی وو او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: جګړه وکړم که اسلام راوړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: اسلام راوړه وروسته بيا جګړه وکړه! هغه سړي اسلام راوړ وروسته يې جګړه شروع کړه تر څو شهيد سو، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: عَمِلَ قَلِيلاً وَأُجِرَ كَثِيرًا.(صحيح البخاري: 2808) يعني: لږ عمل يې وکړ خو ډېر ثواب يې وګټی.

دا سړی د جګړې په ميدان کې راغلی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې دا پوښتنه کړېده، هغه په همدغه ميدان کې اسلام راوړ او په همدغه ميدان کې شهيد سو نو دا د اسلام برکت وو چې الله تعالی دومره لوړه مرتبه ورکړه او بېله دې چې لمونځ، روژه او بل عبادت وکړي ډېر ثواب يې په نصيب سو.

همداسي په احاديثو کې د عمرو بن اقيش په نوم يو کس راځي چې په غزوه کې د احد د اسلام راوړلو سره متصل د کفارو سره جګړه کوي او شهيد کيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي: اِنّهُ لَمِن أَهلِ الجَنَّةِ.  يعني: دی د جنتيانو څخه دی.(مسند احمد: 23684)

دوام لري...

مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۲۴

سياسي ارتداد:

سياسي ارتداد هغه فکري يا عملي بدلون دی چې د اسلام مرجعيت په حکومت او قانون جوړونه کې ردوي، يا شريعت د دولت او ټولنې د چارو له ادارې څخه ليري ګڼي البته چې پر دې باندې يا باور ولري او يا يې نظري منلي وي او يا هم د الله تعالی په حاکميت باندې ايمان ونه لري.

په لاندې ډول د سياسي ارتداد ځينو بېلګو ته اشاره کولای سو:
۱ ـ دا باور درلودل چې اسلامي شريعت په اوسني عصر کې د حکومت لپاره مناسب نه دی، لکه څوک چې د اسلام احکام د تېر وخت لپاره ګڼي او د اوسني وخت د دولتي کارونو د تنظيم لپاره يې مناسب نه ګڼي.

۲ ـ دا باور درلودل چې وضعي قوانين پر شريعت غوره دي، يا دا چې وضعي قوانين د الله تعالی تر حکم عادلانه يا ګټو دي.

۳ ـ دا باور درلودل چې د الله د حکم او د خلکو د حکم تر منځ مساوات شتون لري، په دې باور چې د شريعت پلي کول يا پرېښودل اختياري خبره ده کوم الزام پکې نسته.

۴ ـ دا باور درلودل چې اسلام يوازې په فردي عباداتو پورې محدود دی او د دې څخه انکار کول چې اسلام د ژوند بشپړ نظام دی، چې سياست او حکومت هم پکې شامل دي.
مولوي  نورالحق مظهري

د اسلام ګټي7:

د اسلام بله ګټه دا ده چې په اسلام باندې د انسان نيکۍ څو برابره ډېريږي؛ په حديث شريف کې راځي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : إِذَا أَحْسَنَ أَحَدُكُمْ إِسْلاَمَهُ فَكُلُّ حَسَنَةٍ يَعْمَلُهَا تُكْتَبُ لَهُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِمِئَةِ ضِعْفٍ وَكُلُّ سَيِّئَةٍ يَعْمَلُهَا تُكْتَبُ لَهُ بِمِثْلِهَا.(صحيح البخاري: 42) ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چې يو څوک ستاسې، خپل اسلام ښه کړي نو هره نيکي چې کوي  هغه په لس برابر ورته حسابل کيږي تر اوه سوه برابره او هره بدي چې کوي په يو برابر ورته حسابل کيږي.
دا د اسلام برکت او ارزښت دی چې د انسان هره نيکي څو برابره ورته حسابل کيږي آن تر دې چې تر اوه سوه برابره هم نيکي رسيږي په داسي حال کي چې د چا سره ايمان نه وي د هغه هيڅ عمل بېله ايمانه الله تعالی ته د قبول وړ نه دی که څه ډېر لوی عمل وي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري