۱۴۰۳/۰۷/۱۷

زموږ لپاره توره ورځ او د دوی لپاره د پېغور ورځ:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
د دې لپاره چې زموږ ګران هیواد د تل لپاره خپله مستعمره جوړه کړي، په اسلامي هیواد افغانستان کې د خلکو څخه اسلام وتښتوي او جوړ شوی اسلامي نظام ړنګ کړي امریکایانو د خپلو داخلي ګوډاګیانو څخه په استفاده د 2001 میلادي کال د اکتوبر پر 7 پر ګران هیواد افغانستان نظامي يرغل وکړ.
د یرغل د پیل څخه د امریکا د وخت ولس مشر جورج ډبلیو بوش خپله جګړه صلیبي وګڼله او په یو غونډه کې يې وویل: موږ به دغه مقدسه جګړه د ګټلو تر وخته کوو او د طالبانو ریښې به د افغانستان څخه ورکوو؛ نوموړي ټولي نړۍ ته اعلان وکړ چې یا به زما سره درېږئ یا به د تروریستانو سره درېږئ؛ داسي ښکارېدل چې بوش په خپل ظاهري قدرت ډېر مغرور وو او په خپلو طیارو، ټانګانو، موشکانو او وسلو ډېر نازېدی.
امریکایانو د ټولو بين المللي او عقلي اصولو پر خلاف زموږ پر هيواد داسي یرغليز هجوم راوړ  چې د يرغل په پيل کې يې د هيواد ډېری عام المنفعه ځايونه، ټول رادارونه، طيارې او چورلکي، لويي وسلې او هوايي ډګرونه بمبار کړه چې تقريبا ټول شيان يې له کاره و ايستل او د اسلامي امارت د مجاهدينو سره يې د څه مودې په جګړه کې زموږ ډېر بې ګناه افغانان شهيدان کړه.
کله چې د افغانانو لخوا د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په رهبرۍ د دوی پر ضد سپېڅلی جهاد پيل شو د هماغه ورځي څخه بيا د دوی تر ماتي پوري يې داسي ظلمونه وکړه چې په تاريخ کې يې ساری نه وو تېر شوی؛ پوره پوره کلي يې بمبار کړه، ودونه او جنازې يې بمبار کړې، بې ګناه خلک يې بمبار کړه او آن تر دې چې تر ټولو غټ د بمونو مور يې هم پر هيواد وکارول.
د مځکي پر مخ يې د خپلو لاسپوڅو په ملتيا پر مظلومو افغانانو باندي اور بل کړ، چاپې يې ووهلې، په زرهاوو کلي يې وران کړه او په لکهاوو مظلوم افغانان يې شهيدان، کونډي، يتيمان او ژوبل کړه او که جزئياتو ته ولاړ شو نو ويلای شو چې د هر افغان کور ته يې بې شمېره غمونه راوړه.
خو د وړاندوينو، اټکلنو، تخمين او عادت پر خلاف الله تعالی د دې فيصله کړېوه چې امريکايان به شرموي او د بل ويتنام تاريخ به د افغانانو په لاس را ژوندی کوي او د تل لپاره به امريکایانو ته ستر پېغور پاتيږي چې د لسګونو نورو هيوادونو د ملتيا سره سره يې د افغان مجاهدينو په لاس ماتي و خوړل او د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په وينا د ليست د سر څخه به و پای ته راغله او د ډېري نظامي، سياسي، فکري او فرهنګي مبارزې وروسته د افغانو سرتيرو مجاهدینو په وړاندي مات شول او ګران افغانستان د دوی د چټل او پليت نيواک څخه خلاص شو.
داسي ويلای شو چې د اکتبوبر 7 د افغانانو لپاره توره ورځ وه ځکه چې پر افغانانو د ډېرو کړاوونو پیل وو خو د امریکانو او ملګرو لپاره بيا داسي لوی پېغور شو چې په نړۍ کې يې نوم بد شو ځکه دوی چې کوم شی په افغانستان کې غوښتل نه تنها دا چې لاس ته يې را نه وړه  بلکې دوی چې د کوم نظام د تخريب لپاره راغلي وو الله تعالی بيرته هماغه نظام حاکم کړ او د دوی ټولي هڅي يې په اوبو لاهو کړې.
له بلې خوا هغو کسانو ته هم دا ورځ لوی پېغور دی چې د خپل دين، هيواد او خلکو سره په دښمنۍ کې يې امريکايانو ته ښه راغلاست ووايه، د خپلو مسلمانو وړونو پر ضد د هغوی سره په څنګ کې ودرېدل، هغوی ته به يې د ظلم او استبداد لپاره لاره پاکول او ځانونه يې په پوره توګه د هغوی غلامان جوړ کړي وه ځکه نن د سالم عقل په فيصله دوی هر څه له لاسه ورکړه؛ نه تنها دا چې 20 کاله يې د خپل دين، وطن او خلکو سره ستر خيانت وکړ بلکې امريکايان ورڅخه ولاړه او دوی يې پر وچ ميدان يواځي خوشي کړه چې د پوره انسانيت او بشريت په محکمه کې دا د انسان لپاره تر ټولو لوی ذلت او شرم دی.
مولوي نورالحق مظهري