۱۴۰۵/۰۶/۲۲

د اسلامي عقيدې ځيني ځانګړتياوې:

 

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.

اسلامي عقيده ځينې داسې ځانګړني لري چې نوري عقيدې يې نه لري چې له جملې يې ځينو ته په لاندې ډول اشاره کولای سو:

1 -  سرچينه يې الهي ده

د اسلامي عقيدې سرچينه الهي ده، نه بشري. د دې عقيدې بنسټونه انسانانو نه دي ايښي، بلکې الله تعالی ايښي دي ځکه قرآن کريم د الله تعالی کتاب دی او د اسلامي شريعت لومړنۍ سرچينه ده چې  الله تعالی پر رسول الله ﷺ نازل کړی دی. الله تعالی فرمايي: ﴿وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ﴾(النحل: ۸۹)

ژباړه: او موږ پر تا دا کتاب نازل کړ، چې د هر څه څرګندوونکی، د مؤمنانو لپاره لارښوونه، رحمت او زېرى دی.

همدارنګه الله تعالی د قرآن د ساتنې ضمانت کړی دی، فرمايي: ﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾(الحجر: ۹)

ژباړه: بېشکه همدا موږ ذکر (قرآن) نازل کړی دی او همدا موږ يې ساتونکې يو.

نو اسلامي عقيده، چې د اسلام لومړنی رکن دی، الهي وحي ده چې الله تعالی خپل ګران رسول ﷺ ته نازله کړې ده. له همدې امله پکې د بدلون او تغيير هيڅ ځای نسته. الله تعالی فرمايي: ﴿وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ ۚ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِنْ تِلْقَاءِ نَفْسِي ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ﴾(يونس: ۱۵)

ژباړه: کله چې زموږ څرګند آيتونه هغوی ته ولوستل سي، هغه کسان چې زموږ د ملاقات هيله نه لري، وايي: له دې پرته بل قرآن راوړه، يا دا بدل کړه. ووايه: زما لپاره روا نه ده چې له خپله ځانه يې بدل کړم، زه يوازې د هغه څه پيروي کوم چې ما ته وحي کېږي.

له همدې امله اسلامي عقيده د مسلمانانو په زړونو کې ځانګړی تقدس او عظمت لري، نو په خپله خوښه او رضا ورته غاړه ايښودل کېږي، نه د زور او جبر له لارې.

اسلامي عقيده د هغو نظريو، افکارو او اصولو پر خلاف ده چې د انسانانو له فکره راټوکېدلي وي، ځکه هغه د واکمنانو، ديني مشرانو او يا نورو خلکو له لوري تل د بدلون، تعديل او ردولو وړ وي خو اسلامي عقيده د قيامت تر ورځي ثابته وي او هيڅ بدلو پکې نه راځي.

2 - له نورو عقيدو څخه خپلواکي

اسلامي عقيده له نورو عقيدو څخه خپلواکه ده او خپل مستقل بنسټ لري. لومړنۍ سرچينه يې د الله تعالی کتاب، يعني قرآن کريم، او دويمه سرچينه يې د رسول الله ﷺ سنت دی.

له همدې امله اسلامي عقيده نه ماديت او الحاد مني چې د الله تعالی له وجوده انکار کوي، نه بت پرستي او نه هم د خدايانو د تعدد باور؛ ځکه اسلامي عقيده د الله تعالی پر مطلق توحيد ولاړه ده.

الله تعالي فرمايي: ﴿مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِنْ وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ ۚ إِذًا لَذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ * عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ﴾ (المؤمنون: ۹۱-۹۲)

ژباړه: الله هيڅ اولاد نه دی نيولی او له هغه سره بل هيڅ معبود نسته؛ که داسې وای، نو هر معبود به خپل مخلوق بېل کړی وای او ځينو به پر ځينو برتري غوښتې وای. الله له هغو خبرو پاک دی چې دوی يې ورپورې تړي. هغه د پټو او ښکاره چارو پوه دی نو له هغه څه ډېر لوړ دی چې دوی يې ورسره شريکوي.

3 - د انسان له فطرت سره موافقت

اسلامي عقيده د انسان له سالم فطرت سره بشپړ توافق لري. الله تعالی فرمايي: ﴿فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾(الروم: ۳۰)

ژباړه: نو خپل مخ په بشپړه توګه د حق دين ته واړوه، هماغه د الله فطرت ته چې خلک يې پرې پيدا کړي دي. د الله په پيدايښت کې هيڅ بدلون نسته، همدا سم او ټينګ دين دی، خو زياتره خلک نه پوهېږي.

نو اسلام د فطرت دين دی. ابن عطيه رحمه الله د فطرت په تفسير کې وايي: فطرت هغه پيدايښت او ځانګړی طبيعي هيئت دی چې ماشوم پرې پيدا کېږي، او هغه داسې جوړ سوی وي چې د الله تعالی مخلوقات پرې وپېژني، د خپل رب پر وجود استدلال وکړي، د هغه شريعت وپېژني او ايمان پرې راوړي. ځينو ويلي دي چې: «فطرت» د ملت او دين په معنا دی.(تفسير المحرر الوجيز، ۱۱/۴۵۳-۴۵۴) له همدې امله رسول الله ﷺ فرمايي: هر نوی زېږېدلی ماشوم پر فطرت زېږي، بيا يې مور او پلار يهودي، نصراني يا مجوسي کوي. رسول الله ﷺ دا و نه فرمايل چې: «يا يې مسلمان کوي»، ځکه اسلام خپله فطرت دی. همدا وجه ده چې په بل روايت کې راغلي دي: «پر ملت زېږي» او په بل روايت کې راغلي دي: «پر همدې ملت زېږي»

4 - د اسلامي عقيدې نقلي نصوص له عقل سره ټکر نه لري

د اسلامي عقيدې د اثبات او د اصولو د بيان بنسټ د قرآن کريم او نبوي سنتو نصوص دي، خو دا يوازې ړوند تقليد نه دی، بلکې اسلام د خپلو عقائدو لپاره عقلي دليلونه هم وړاندې کړي او انسانان يې فکر، تدبر او تأمل ته بللي دي تر څو زړونه يې په ايمان ډک سي. الله تعالی فرمايي: ﴿قُلِ انظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ﴾ (يونس: ۱۰۱(

ژباړه: ووايه: وګورئ چې په آسمانونو او ځمکه کې څه دي.

همداسي فرمايي: ﴿وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِلْمُوقِنِينَ * وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ﴾(الذاريات: ۲۰-۲۱(

ژباړه: او په ځمکه کې د يقين لرونکو لپاره نښې دي، او ستاسو په خپلو نفسونو کې هم، نو آيا نه ګورئ؟.

قرآن کريم د الله تعالی پر وجود، يووالي، نبوت، د آخرت پر ورځې، له قبرونو څخه د جسدونو پر بيا راژوندي کېدو او د اسلامي عقيدې پر نورو ټولو برخو روښانه عقلي او نقلي دليلونه وړاندې کړي دي.

(المدخل إلى دراسة الشريعة الإسلامية: ۳۵)(العقيدة الإسلامية ومذاهبها: ۲۲(

5 - شموليت (نړيوالتوب(

د اسلامي عقيدې بله مهمه ځانګړنه دا ده چې هغه د کوم ځانګړي قوم، نسل، ژبې يا سيمې لپاره نه ده، بلکې د ټول انسانيت لپاره ده. الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا﴾ (سبأ: 28(

ژباړه: موږ ته نه يې لېږلی مګر د ټولو خلکو لپاره زېرى ورکوونکی او وېروونکی.

همداسي  فرمايي: ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا﴾ (الأعراف: 158(

ژباړه: ووايه: اې خلکو! زه تاسو ټولو ته د الله رسول يم.

همداسي فرمايي: ﴿تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا﴾(الفرقان: 1(

ژباړه: ستر برکت والا دی هغه ذات چې پر خپل بنده يې فرقان نازل کړ، تر څو د ټولو عالميانو لپاره وېروونکی وي.

پورته آيتونه په څرګنده د رسول الله ﷺ د رسالت نړيوالتوب ثابتوي، او ځکه چې عقيده د هغه د رسالت بنسټ دی نو عقيده هم د ټولو انسانانو لپاره ده.

همداسي په حديث شريف کې راځي: «وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً، وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ كَافَّةً».(البخاري: 438(

ژباړه: پخوانی هر نبي يوازې خپل قوم ته رالېږل کېده، خو زه ټولو خلکو ته رالېږل سوی يم.

6اعتدال يا وسطيت

د اسلامي عقيدې بله ځانګړتيا دا ده چې اسلامي عقيده معتدله او متوسطه ده يعني په اسلامي عقيده کې افراط او تفريط نسته بلکې د حق پر منځنۍ لاره برابره ده، لکه الله تعالی چې په فضيلت کې د اسلامي امت فرمايي: ﴿وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا﴾ (البقرة: 143(

ژباړه: او همداسې موږ تاسو يوه منځلارې (معتدله) امت ګرځولي ياست.

همداسي الله تعالي فرمايي: ﴿يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ﴾ (النساء: 171(

ژباړه: اې اهل کتابو! په خپل دين کې له حده مه اوړئ.

همداسي په حديث شريف کې راځي: «إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ؛ فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ»(سنن ابن ماجة: 3029(

ژباړه: په دين کې له غلو (له حده تېرېدو) څخه ځانونه وساتئ؛ ځکه له تاسو مخکې خلک هم د همدې غلو له امله هلاک سوي وو.

هیچ نظری موجود نیست: