۱۴۰۵/۰۱/۱۳

د غاصبو اسرائيلو بربريت او د نړيوالو جرم شريکي:

د غاصبو او ظالمو اسرائيلو پارلمان د فلسطيني بنديانو د اعدام کولو قانون تصويب کړی دی چې له مخي به يې دوی په علني ډول هغه بنديان اعداموي چې دوی يې غواړي.

که دا قانون له يوې خوا د اسرائيلي غاصب او ظالم رژيم بربريت په ډاګه کوي له بلي خوا د نړيوالي ټولني جرم شريکي او د مسلمانانو بې غيرتي هم په ننداره اچوي ځکه د نړۍ د لويو هيوادونو چوپتيا او په اصطلاح د ملګرو ملتونو د سازمان بې تفاوتي د دې لوی دليل دی چې دوی د اسرائيليانو سره په جرم کې شريکان دي او د اسلامي هيوادونو مرګونی سکوت دا جوتوي چې د اسلامي هيوادونو واکمنان د بې غيرتۍ له کبله يا د امريکا له ويري حتی خپل ساده ږغ لا نه شي پورته کولای.

الله تعالی دې د غريبو فلسطينانو مرسته وکړي او مسلمانان دې الله تعالی د غفلت له مرګوني خوب څخه را ويښ کړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۱/۱۰

علم تر عقل غوره دی:

علامه ملاحسين ابن اسکندر الرومي الحنفي په خپل کتاب" مجمع المهمات الدينية  علي مذهب السادة الحنفية" کې د بحرالکلام کتاب په حواله ويلي دي: علم تر عقل غوره دی. بيا يې فرمايلي دي: په التمهيد في معرفة التوحيد کتاب کې راغلي دي: صحيح خبره دا ده چې علوم څو ډوله دي: يو علم پر الله تعالی دی، بل علم پر دين دی او بل علم پر شريعتونو دی، دغه علم تر عقل غوره دی ځکه بنده د عقل په نه شتون کې نجات پيدا کولای سي خو د دين په نه شتون کې نجات نه سي پيدا کولای او بله خبره دا ده چې هر عاقل په زده کړي او طلب سره د دې علم مخاطب او مأمور دی او بېله علم څخه د معرفت او دين لکه د کارونو علم، د کسبونو علم، نحو او طب نو عقل بيا تر هغو غوره دی.(مجمع المهمات الدينية  علي مذهب السادة الحنفية: 129)

تشريح: يعني هغه علم چې انسان په هغه سره الله تعالی پېژني او شريعت زده کوي هغه تر عقل غوره دی ځکه داسي کېدلای سي چې د عقل په نه شتون کې دي انسان نجات پيدا کړي لکه ماشوم او ليونی خو د دين په نه شتون کې څوک نجات نه سي پيدا کولای او بله خبره دا ده چې هر عاقل د ديني علم په زده کولو سره مکلف دی له همدې داسي ويلای سو چې علم تر عقل غوره دی.

نو ګرانو مسلمانانو وړونو! د علم په زده کولو کې ډېره هڅه وکړئ او خپل اولادونه هم د علم د زده کړي لپاره وقف کړئ تر څو هم تاسي او هم ستاسې اولادونه د غوره انسانانو په نوملړ کې داخل سی.
مولوي نورالحق مظهري