۱۴۰۱/۰۹/۰۴

د جمعې په خطبه کي باچا او امير ته دعا کول:

د احاديثو د عمومياتو او فقهي کتابونو د تحقيق څخه داسي ښکاري چي د مسلمان او عادل باچا لپاره په خطبه کي دعا کول ښه کار دی.
۱ – په الفقه علی المذاهب الاربعه کتاب کي يې د حنفي مذهب په حواله ويلي: په خطبه کي د باچا او امير لپاره د نصرت، تأييد او په کومو شيانو کي چي د رعيت مصلحت وي د توفيق دعا کول مستحب کار دی ځکه ابوموسی اشعري رضي الله عنه عمر رضي الله عنه ته په خطبه کي دعا کول او د رسول الله صلي الله عليه وسلم د اصحابو څخه هيچا بد ورباندي ندي ويلي.

۲ – په مراقي الفلاح کتاب کي يې ويلي دي: د باچا لپاره د عدل او احسان دعا کول روا دی او په داسي شيانو يې صفت کول چي په باچا کي نه وي مکروه تحريمي دی.
۳ – د حنفي فقه مشهور کتاب ردالمحتار کتاب څخه هم داسي ښکاري چي په خطبه کي د باچا لپاره دعا کول ښه کار دی.

۴ - په شرح السنة للبغوي کتاب کي يې مسلمانو باچاهانو ته دعا کول د مسلمانو امامانو لپاره نصيحت بللی کوم چي ثبوت يې په احاديثو باندي سوی دی.

۵ - په شرح السنة للبربهاري کتاب کي راغلي دي: که دي څوک وليدی چي مسلمان باچا ته يې ښيرا کول نو پوه سه چي هغه د نفسي غوښتنو خاوند دی او که دي د چا څخه واورېدل چي باچا ته يې د ښېګڼي دعا کول نو پوه سه چي هغه د سنت خاوند دی.
فضيل بن عياض رحمه الله فرمايلي دي: که زما لپاره قبلېدونکې دعا وي نو زه به هغه د باچا لپاره وکړم، چا ورته وويل: ددې خبري تشريح وکړه! هغه ورته وويل: که زه يواځي ځان ته دعا وکړم هغه تر ما نه تيريږي خو که باچا ته دعا وکړم نو دی اصلاح سي دده د اصلاح سره خلګ او ښارونه اصلاح کيږي؛ ځکه نو موږ پدې باندي امر سوي يو چي باچاهانو ته د اصلاح او ښېګڼيي دعا وکړو او موږ دوی ته په ښيرا کولو باندي نه يو امر سوي کڅه هم دوی ظلم وکړي ځکه ددوی د ظلم تاوان يواځي دوی ته رسيږي خو د صلاح ګټه يې دوی او ټولو مسلمانانو ته رسيږي.
په ردالمحتار کتاب يې د هغو علماو قول چي باچا ته يې دعا کول مستحب ندی بللی يا يې جايز ندی بللی پر دې باندي حمل کړی چي په دعا کي بې ځايه مبالغه وسي او داسي الفاظ وکارول سي چي د هغو کارول شرعا روا نه وي او يا د باچا صفت پداسي شيانو باندي وسي چي هغه نه وي کړي.
خلاصه: د مسلمان باچا لپاره د جمعې او اخترونو په خطبو کي دعا کول هيڅ پروا نلري البته چي د مبالغې او بې ځايه الفاظ پکښې نه وي.
مولوي نورالحق مظهري

د کتابونو عبارتونه:
أما الدعاء للملك والأمير بالنصر والتأييد والتوفيق لما فيه مصلحة رعيته ونحو ذلك فإنه مندوب لأن أبا موسى الأشعري كان يدعو لعمر في خطبته ولم ينكر عليه أحد من أصحاب النبي صلى الله عليه و سلم.[الفقه علی المذاهب الاربعة]

وجاز الدعاء للسلطان بالعدل والإحسان وكره تحريما وصفه بما ليس فيه.[مراقی الفلاح علی نورالایضاح]

الْقُهُسْتَانِيُّ إلَخْ ) عِبَارَتُهُ ثُمَّ يَدْعُو لِسُلْطَانِ الزَّمَانِ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ مُتَجَنِّبًا فِي مَدْحِهِ عَمَّا قَالُوا إنَّهُ كُفْرٌ وَخُسْرَانٌ كَمَا فِي التَّرْغِيبِ وَغَيْرِهِ ا هـ وَأَشَارَ الشَّارِحُ بِقَوْلِهِ وَجَوَّزَ إلَى حَمْلِ قَوْلِهِ ثُمَّ يَدْعُو إلَخْ عَلَى الْجَوَازِ لَا النَّدْبِ لِأَنَّهُ حُكْمٌ شَرْعِيٌّ لَا بُدَّ لَهُ مِنْ دَلِيلٍ .
وَقَدْ قَالَ فِي الْبَحْرِ : إنَّهُ لَا يُسْتَحَبُّ لِمَا رُوِيَ عَنْ عَطَاءٍ حِينَ سُئِلَ عَنْ ذَلِكَ فَقَالَ : إنَّهُ مُحْدَثٌ وَإِنَّمَا كَانَتْ الْخُطْبَةُ تَذْكِيرًا.اهـ .
وَلَا يُنَافِي ذَلِكَ مَا قَدَّمَهُ الشَّارِحُ فِي بَابِ الْإِمَامَةِ مِنْ وُجُوبِ الدُّعَاءِ لَهُ بِالصَّلَاحِ لِأَنَّ الْكَلَامَ فِي نَفْيِ اسْتِحْبَابِهِ فِي خُصُوصِ الْخُطْبَةِ بَلْ لَا مَانِعَ مِنْ اسْتِحْبَابِهِ فِيهَا كَمَا يَدْعُو لِعُمُومِ الْمُسْلِمِينَ فَإِنَّ فِي صَلَاحِهِ صَلَاحَ الْعَالَمِ .
وَمَا فِي الْبَحْرِ مِنْ أَنَّهُ مُحْدَثٌ لَا يُنَافِيهِ فَإِنَّ سُلْطَانَ هَذَا الزَّمَانِ أَحْوَجُ إلَى الدُّعَاءِ لَهُ وَلِأُمَرَائِهِ بِالصَّلَاحِ وَالنَّصْرِ عَلَى الْأَعْدَاءِ .
وَقَدْ تَكُونُ الْبِدْعَةُ وَاجِبَةً أَوْ مَنْدُوبَةً عَلَى أَنَّهُ ثَبَتَ أَنَّ أَبَا مُوسَى الْأَشْعَرِيَّ وَهُوَ أَمِيرُ الْكُوفَةِ كَانَ يَدْعُو لِعُمَرَ قَبْلَ الصِّدِّيقِ فَأُنْكِرَ عَلَيْهِ تَقْدِيمُ عُمَرَ فَشَكَا إلَيْهِ فَاسْتَحْضَرَ الْمُنْكِرَ فَقَالَ إنَّمَا أَنْكَرْت تَقْدِيمَك عَلَى أَبِي بَكْرٍ فَبَكَى وَاسْتَغْفَرَهُ وَالصَّحَابَةُ حِينَئِذٍ مُتَوَفِّرُونَ لَا يَسْكُتُونَ عَلَى بِدْعَةٍ إلَّا إذَا شَهِدَتْ لَهَا قَوَاعِدُ الشَّرْعِ وَلَمْ يُنْكِرْ أَحَدٌ مِنْهُمْ الدُّعَاءَ بَلْ التَّقْدِيمَ فَقَطْ ، وَأَيْضًا فَإِنَّ الدُّعَاءَ لِلسُّلْطَانِ عَلَى الْمَنَابِرِ قَدْ صَارَ الْآنَ مِنْ شِعَارِ السَّلْطَنَةِ فَمَنْ تَرَكَهُ يُخْشَى عَلَيْهِ ؛ وَلِذَا قَالَ بَعْضُ الْعُلَمَاءِ : لَوْ قِيلَ إنَّ الدُّعَاءَ لَهُ وَاجِبٌ لِمَا فِي تَرْكِهِ مِنْ الْفِتْنَةِ غَالِبًا لَمْ يَبْعُدْ كَمَا قِيلَ بِهِ فِي قِيَامِ النَّاسِ بَعْضِهِمْ لِبَعْضٍ .
وَالظَّاهِرُ أَنَّ مَنْعَ الْمُتَقَدِّمِينَ مَبْنِيٌّ عَلَى مَا كَانَ فِي زَمَانِهِمْ مِنْ الْمُجَازَفَةِ فِي وَصْفِهِ مِثْلَ السُّلْطَانِ الْعَادِلِ الْأَكْرَمِ شَاهِنْشَاهْ الْأَعْظَمِ مَالِكِ رِقَابِ الْأُمَمِ .
فَفِي كِتَابِ الرِّدَّةِ مِنْ التَّتَارْخَانِيَّة : سَأَلَ الصَّفَّارُ : هَلْ يَجُوزُ ذَلِكَ ؟ فَقَالَ : لَا لِأَنَّ بَعْضَ أَلْفَاظِهِ كُفْرٌ ، وَبَعْضُهَا كَذِبٌ وَقَالَ أَبُو مَنْصُورٍ : مَنْ قَالَ لِلسُّلْطَانِ الَّذِي بَعْضُ أَفْعَالِهِ ظُلْمٌ عَادِلٌ فَهُوَ كَافِرٌ ، وَأَمَّا شَاهِنْشَاهْ فَهُوَ مِنْ خَصَائِصِ اللَّهِ تَعَالَى بِدُونِ وَصْفِ الْأَعْظَمِ لَا يَجُوزُ وَصْفُ الْعِبَادِ بِهِ وَأَمَّا مَالِكُ رِقَابِ الْأُمَمِ فَهُوَ كَذِبٌ.اهـ.
قَالَ فِي الْبَزَّازِيَّةُ : فَلِذَا كَانَ أَئِمَّةُ خُوَارِزْمَ يَتَبَاعَدُونَ عَنْ الْمِحْرَابِ يَوْمَ الْعِيدِ وَالْجُمُعَةِ ا هـ أَمَّا مَا اُعْتِيدَ فِي زَمَانِنَا مِنْ الدُّعَاءِ لِلسَّلَاطِينِ الْعُثْمَانِيَّةِ - أَيَّدَهُمْ اللَّهُ تَعَالَى - كَسُلْطَانِ الْبَرَّيْنِ وَالْبَحْرَيْنِ وَخَادِمِ الْحَرَمَيْنِ الشَّرِيفَيْنِ فَلَا مَانِعَ مِنْهُ ، وَاَللَّهُ تَعَالَى أَعْلَمُ (قَوْلُهُ فِي مَخْدَعِهِ) هُوَ الْخَلْوَةُ الَّتِي تَكُونُ فِي الْمَسْجِدِ قَالَ السُّيُوطِيّ فِي حَاشِيَتِهِ عَلَى سُنَنِ أَبِي دَاوُد.[ردالمحتار علی الدرالمختار]

وإذا رأيت الرجل يدعو على السلطان فاعلم أنه صاحب هوى وإذا سمعت الرجل يدعو للسلطان بالصلاح فاعلم أنه صاحب سنة إن شاء الله يقول فضيل بن عياض لو كان لي دعوة مستجابة ما جعلتها الا في السلطان قيل له يا أبا علي فسر لنا هذا قال إذا جعلتها في نفسي لم تعدني وإذا جعلتها في السلطان صلح فصلح بصلاحه العباد والبلاد فأمرنا أن ندعو لهم بالصلاح ولم نؤمر أن ندعو عليهم وإن جاروا وظلموا لأن جورهم وظلمهم على أنفسهم وصلاحهم لأنفسهم وللمسلمين.[شرح السنة للبربهاری 107]

وأما النصيحة لأئمة المسلمين ، فالأئمة هم الولاة من الخلفاء الراشدين فمن بعدهم ممن يلي أمر هذه الأمة ، ويقوم به ، فمن نصيحتهم بذل الطاعة لهم في المعروف ، والصلاة خلفهم ، وجهادُ الكفار معهم ، وأداءُ الصدقات إليهم ، وترك الخروج عليهم بالسيف إذا ظهر منهم حيفٌ ، أو سوءُ سيرةٍ ، وتنبيههم عند الغفلة ، وألا يغروا بالثناء الكاذب عليهم ، وأن يدعى بالصلاح لهم.[شرح السنة للبغوی]

۱۴۰۱/۰۹/۰۱

د يوبل کتاب او ټليفون ته بېله اجازې مه ګورئ!

ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د خپل ورور کتاب ته د هغه بېله اجازې ګوري نو داسي مثال لري لکه دی چي په اور کي ګوري.
محدثينو ددې حديث په تشريح کي ليکلي: ددې حديث هدف دادی چي د بل چا کتاب ته د هغه بېله اجازې په کتلو سره کتونکی داسي کار کوي چي ممکن پدې کار باندي دی اور ته ولويږي ځکه شايد هغه نفر په کتاب کي اسرار او رازونه ليکلي وي او نه غواړي بل څوک په خبر کړي نو له همدې امله د هغه بېله اجازي پر کتلو باندي يې داسي عذاب مرتب سوی دی.
که زموږ په زمانه کي ټليفون هم پر کتاب باندي قياس کړو نو داسي ويلای سو چي موږ بايد د يو بل ټليفون ته د خاوند بېله اجازې و نه ګورو چي خدای مکړه تر دغه عذاب لاندي داخل نسو ځکه ډېری خلګ چي کله خپل ټلیفون ګوري زړه یې نه غواړي بل څوک یې ورسره وګوري.
عن ابن عباس أن النبي صلى الله عليه وسلم قال:من نظر في كتاب أخيه بغير إذنه فكأنما ينظر في النار.[مسند الشهاب444]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۸/۳۰

د اسلامي نظامونو په وړاندي ننګوني:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
پدې خاطر چي اسلامي نظام د سياسي او اصيل اسلام نماينده ګي کوي او د حکومتولۍ او سياست په ډګرونو کي شرعي پاليسي او اديالوژي تمثيلوي نو هر څوک چي د اسلام دښمن وي هغه د اسلامي نظام سره دښمني کوي.
کفار او بې دينه خلګ خو د اسلامي حاکميت له ډاره نه غواړي په نړۍ کي اسلامي نظام حاکم سي ځکه نو د نړۍ په هر ځای کي د اسلامي نظام د حاکميت مخه نيسي او که په کوم ځای کي حاکم وي کوښښ کوي چي له مينځه يې يوسي، ددې لپاره په تاريخ کي لويي بېلګي سته؛ د رسول الله صلي الله عليه وسلم د زمانې څخه چي په مدينه منور کي يې اسلامي نظام جوړ کړي وو بيا تر اسلامي خلافتونو او زموږ تر زمانې پوري؛ تل کفارو چي په رأس کي يې يهود دي ددې کوښښ کړی چي د اسلامي نظام د راتګ مخه ونيسي او که کوم ځای اسلامي نظام حاکم وي هغه ونړوي.
دا يې د اسلامي نظام په وړاندي بهرنې پاليسي ده چي هم يې خپله عملي کوي او هم يې د خپلو ځينو اجيرانو په واسطه سر ته رسوي خو ځيني وختونه په اسلامي هيوادونو کي داسي شرايط رامينځ ته کوي چي په امنيتي، سياسي، اقتصادي او تعليمي ډګرونو کي په عامه توګه مسلمانان او په خاصه توګه اسلامي نظام د ننګونو او چالشونو سره مخامخ کړي او په شعوري يا غير شعوري ډول خپله مسلمانان ددوی لپاره کار وکړي.
د هر حاکم مسلمان لپاره دا لازمه ده چي تېر وختونه د ځان لپاره درس وګرځوي او د پخوانيو اسلامي خلافتونو د ارتقاء او انحطاط اسباب ځانته معلوم کړي تر څو د ساتني او پرمختګ فرصتونه ايجاد او د زوال او رکود د نيمګړتياوو څخه ځان وساتي.
دا معلومه خبره ده چي هر نظام په بهرني سياست کي تعامل او مدارات ته او په داخلي سياست کي عدالت او ښه مديريت ته اړتيا لري تر څو د ګاونډيو په شمول د نورو هيوادونو سره متقابلي محترمانه اړيکي ولري او خپل ولس د ځانه څخه خوشحال وساتي.
يادو دوو هدفونو ته رسېدل هغه وخت ممکن دي چي د شريعت په چوکاټ کي د ننه هر څه د يو جامع مکانيزم او اوږدمهالي پلان له مخي ترسره سي چي د نظام ساتني څخه وروسته سمبالښت او وده پکښې لويه موخه وي.
په دندو کي د مسئوليتونو او صلاحيتونو توازن، وظيفوي مصئونيت، کاري سابقه، مسلکيتوب، مثبتګرايي، تنبيه او تشويق، مخلصانه اطاعت، اداري قوت، د لومړيتوبونو په پام کي نيول، ټوليز شموليت، داخلي نظم او همږغي هغه نورمونه او معيارونه دي چي سلامتيا، قوت او سپېڅلتيا ته انسان رسوي( د هر ډول فساد څخه يې ساتي) بالخصوص چي کله د محور حيثيت ورکړل سي.

۱۴۰۱/۰۸/۲۹

د سياست پيژندنه:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
سياست چي په لغت کي د حکومت، حکومتولۍ او د رعيت د اصلاح په معنی سره راځي په اصطلاح کي ښې حکومتولۍ او مصلحت پيژندني ته ويل کيږي چي اوس يې ډېری خلګ د حکومتي چارو په پوهنه کي هم استعمالوي او هغه چا ته سياسي وايي چي د حکومتي چارو کارپوه وي.
خو د اصل مادې او مصداق په لحاظ سياسي هغه چا ته ويل کيږي چي په ټولنه کي مثبت مصلحتونه پيژني، سم حاکميت کولای سي او تر خپل واک لاندي رعيت په صحي توګه کنټرول کولای سي.
د سياست همدغه تعبير ته په کتو سره موږ ويلای سو چي يو علم سياست دی يو خپله سياست دی؛ علم سياست چي محتوی يې مصلحت او حاکميت پيژندنه ده ممکن د ډېرو خلګو سره وي؛ ځکه هميشه په نړۍ کي داسي کسان سته چي د خپلي ټولني په مصلحت او حاکميت باندي علم لري او هغه شيان پيژني چي په مټ يې په خلګو کي اصلاح او سمون راتلای سي. خو خپله سياست بيا يواځي د هغه چا لپاره ثابتېدلای سي چي حاکميت او واک ولري لکه أبي الوفاء بن عقيل الحنبلي چي ويلي دي: سياست هغه دی چي په کارونو کي راځي، خلګ اصلاح ته نژدې کوي او د فساد څخه يې ليري کوي خو پدې شرط چي د شرعي حکم سره به يې صراحتا ټکر نه وي. همدا راز ابن نجيم حنفي رحمه الله فرمايي: سياست د حاکم لخوا د هغه کارونو کول دي چي د خلګو لپاره مصلحت پکښې وي.
خو کله چي د سياست د توري څخه کفارو او منحرفو انسانانو هم کار واخيست؛ خپلو ډېرو غلطو کارونو ته يې سياست وويل او خپل ډېر منحرف انسانان يې په سياسيونو باندي ونومول نو د مسلمانانو لخوا د سياست سره د "شرعي" توري مختاړی ورسره يو ځای سو چي مطلق سياست په شرعي سياست باندي تبديل سو او مخکي ټول تعبيرونه او تعريفونه چي راغلي دي هغه د شرعي سياست لپاره دي نه د مطلق عرفي سياست لپاره ځکه په کومه معنی چي کفار او منحرف انسانان د سياست تفسير کوي په هغه معنی په سياست کي هيڅه ځانګړتيا او ګټه د بشريت لپاره نسته بلکي سر تر پايه بدبختي او تباهي ده ځکه په کفري او منحرف سياست کي د عدل او آمانتدارۍ په نوم هيڅ شی نسته تر څو د بشريت لپاره د ښه ژوند او سوکالۍ تضمين وکړي.
نو داسي ويلای سو چي يو عادل سياست دی چي هغه ته موږ شرعي سياست وايو او بل ظالم سياست دی چي هغه ته کفري يا منحرف سياست وايو.
د اصلي سياست سره ځکه موږ د شرعي لفظ ايږدو چي اصلي سياست د شريعت څخه بېل نه بلکي د شريعت نه جلا کېدونکی جزء دی او بېله سياسته اسلام کامل کېدلای نسي؛ ځکه شريعت بايد د انسان د ژوند پر ټولو برخو حاکم وي او حاکميت بېله سياسته هيڅه معنی نلري له همدې امله موږ وينو چي په اسلام کي حاکميت او حاکم ته ډېر اعتبار ورکول سوی دی لکه عثمان رضي الله عنه چي فرمايي: إن الله ليزع بالسلطان ما لا يزع بالقرآن.[شرح سنن أبي داود لعبدالمحسن العباد] يعني: الله پاک په باچا باندي داسي شيان دفع کوي چي په قرآن باندي يې نه دفع کوي.
يعني مسلمان باچا دومره مهم دی چي ډېری جرائم او تخلفات دده په ذريعه باندي د ټولني څخه ختميږي هغه چي په قرآن باندي نه ختميږي ځکه ډېر خلګ قرآن لولي او تلاوت يې کوي خو هيڅ ورڅخه نه متأثره کيږي سره ددې چي په قرآن کي د ګناه کوونکو او مجرمينو لپاره ډېري سزاګاني هم راغلي دي خو د مسلمان باچا له وېري ډېری خلګ د جرم څخه لاس اخلي دا ځکه چي مسلمان باچا مجرمينو ته عملا مجازات ورکوي له همدې امله په اسلامي نظام کي د جرمونو کچه ډېره ټيټه وي.

 اصلي سياسي څوک دی؟
اصلي سياسي هغه څوک دی چي مسلمان وي، ښکاره ثابت موقف ولري، د انساني ټولني په مصلحتونو او واقعي ښېرازيو باندي خبر وي، په رښتيني حاکميت باندي علم ولري، د سياسي فکر منبع يې شريعت او نبوي سيرت وي، پر اسلامي عدل او آمانتدارۍ باور ولري او د اسلامي حاکميت عملي کوونکی او غوښتونکی وي.

 منحرف سياسي څوک دی؟
منحرف سياسي هغه څوک دی چي د اصلي سياست څخه يې فاصله نيولې وي او سياست د دين څخه بېل بولي چي په معاصر فرهنګ کي ورته سيکولار وايي، سيکولرستان هغه خلګ دي چي د اصلي سياست څخه منحرف سويدي او دين د سياست څخه  بېل شی بولي له همدې امله په سيکولر نظام کي ډېر کارونه د اسلامي اصولو پر خلاف وي او ديني لارښووني او محدوديتونه پکښې د پامه غورځول سويوي.

 په مسلمانانو کي د سياسي انحراف پيل:
د کوم وخته څخه چي په مسلمانانو کي ديني پوهاوی کم سوی او اسلامي حاکميت له منځه تللی د هماغه وخت څخه په مسلمانانو کي سياسي انحراف هم پيدا سوی. په همدې سبب موږ وينو چي په اسلامي نړۍ کي ګڼي منحرفي ډلي پيدا سويدي او د سيکولرانو په شمول داسي غلط فکرونه پيدا سويدي چي د مسلمانانو د عقايدو او اعمالو خرابول يې لوی هدف دی چي تر ټولو لوی مصيبت د مسلمانانو د ذهن څخه د اسلامي حاکميت لوېدل دي ځکه په دنيوي ژوند کي د مسلمانانو پوره ښيرازي د يوه قوي اسلامي حاکميت سره تړلې ده نو چي اسلامي حاکميت له منځه ولاړی د مسلمانانو ښيرازي هم ورسره ختمه سوه.

 د سياسي انحراف تاوانونه: 
۱ -  سياسي انحراف ددې سبب جوړيږي چي انسان دي درواغ ووايي، خپل اصلي د انساني فطرت هويت دي پټ کړي، د خير څخه دي محروم سي او د شر لوري ته دي کش کړل سي.
۲ -  سياسي انحراف د دوست څخه دښمن او د دښمن څخه بادار جوړوي، سياسي خپلواکي د انسان څخه تښتوي او د غلامۍ په محدوديت کي يې بندي کوي.
۳ -  سياسي انحراف د انسان هوښياري او عقلانيت ورانوي او حيواني نفس د انسان پر زړه باندي حاکم کوي.
۴ -  سياسي انحراف انساني طبيعت وحشي کوي او په انسانانو کي د حيوانانو بې بندوباره نظام را مينځ ته کوي.
۵ -  سياسي انحراف د حاکمانو څخه وقار او ترحم پورته کوي او دوی په شيطاني عاداتو او فرعوني صفاتو باندي متصف کوي.
۶ -  سياسي انحراف ددې لامل جوړيږي چي انسان دي د هغه ذات څخه چي قادر مطلق دی ليري سي او نيمګړو بشري قدرتونو ته دي متمايل سي.
۷ - سياسي انحراف عموما د انسان څخه منفي ګرا جوړوي چي په نتيجه کي پر هيڅ مثبت باندي باور نلري او حقايق نه ويني.