۱۳۹۷/۱۰/۲۶

سره پرتله یې کړئ!

لاندی انځور د پخوانی مجاهدینو د وخت د لومړی ټولګی لپاره د دری مضمون د کتاب د ̎  خ̎  د درس دئ چی پکښې لیکلی یې دی: زه هره ورځ د لمانځه پر وخت د خوب څخه را ولاړیږم ، خلقیان او پرچمیان د خوب څخه ناوخته را ولایږی او لمونځ نکوی.
ډیر ښه درس یې غوره کړئ دئ ځکه چی ماشومان په فکری لحاظ خلقیان اوپرچمیان پیژنی، دهغوی ناوړه افکار ورته معلومیږی او دهغوی سره یې په ذهن کی دښمنی را پیدا کیږی او دا دهرمسلمان دنده ده چی د لومړی سره څخه ماشومانو ته داسی فکری درسونه ورکړی ترڅو خپل اصلی دوست او دښمن وپیژنی.
خو نن هماغه پخوانی مجاهدین دخلقیانو او پرچمیانو سره پریوه میز او سترخان ناست دی دهغوی سره ګډ کار کوی، په یوې کړۍ کی ورسره را ټول دی، او په یوه سیستم کی ورسره په سیاسی ډګر کی سیالی کوی.

خدای پاک دی مو خاتمه په خیر کړی.

زما شخصی آندونه:

۱ – کوم عالم چی تکبر کوی هغه نه اسلام ته خدمت کړئ او نه یې هم کوی.
۲ – کوم عالم چی قومی تعصب لری د هغه د یهودو او نصاراوو دعلماؤ لار تعقیبوی.
۳ – کوم عالم چی بې ځایه او ناروا ټوکی او مسخری کوی د هغه ایمان ضعیف وی.
۴ – کوم عالم چی ډیر حسد لری هغه په ملګرتیا او انډیوالۍ باندی نه ارزی.
۵ – کوم عالم چی تنګ نظره وی او یاهم دیموکرات مزاجه وی هغه د اسلامی اصلی سیاست څخه ناخبره وی.
۶ – کوم عالم چی شهرت طلب او د ځان ښکاره کوونکئ وی هغه ماده پرست وی.
۷ – کوم عالم چی یوثابت موقف نلری هغه وسواس وی.
۸ – کوم عالم چی خپل چاپیریال نه پیژنی هغه بد اومذموم ساده وی.
۹ – کوم عالم چی دینی خدمت په ځان کی محصور بولی هغه ځان خوښوونکئ او بخیل وی.
۱۰ – کوم عالم چی نورو علماؤ ته په احترام باندی باور ونلری هغه د ښو اخلاقو څخه محروم وی.
۱۱ – کوم عالم چی تل پرخپل هر شخصی نظر باندی ټینګار کوی هغه تحمل او زغم نلری.
۱۲ – کوم عالم چی د هرچا نیک کار ته د شک په سترګه ګوری هغه د ایماندارۍ د لویی نښی حسن ظن څخه بې برخی وی.
۱۳ – کوم عالم چی د تیرو خلګو هره خبره بیله تعقل او توپیره د منلو په نیت را نقل کوی هغه ړوند اوکوڼ مقلد وی.
۱۴ – کوم عالم چی هره خبره پدې علت ردوی چی دئ ندئ په خبر هغه ناپوه وی.

حیاء او إیمان سره مښتی دی:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " إِنَّ الْحَيَاءَ وَالْإِيمَانَ قُرِنَا جَمِيعًا، فَإِذَا رُفِعَ أَحَدُهُمَا رُفِعَ الْآخَرُ ".[شعب الایمان 7331]
ژباړه: د عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: حیاء او ایمان دواړه سره مښتی دی چی یو پورته سو هغه بل هم ورسره پورته کیږی.
یعنی حیاء او ایمان سره ملګری  او متصل دی چی هر یو د إنسان څخه پورته سو هغه بل هم ورسره پورته کیږی، که دچاڅخه ایمان ولاړئ حیاء هم ورڅخه ځي او كه د چا څخه حیاء ولاړه إیمان هم ورڅخه ځی.

د خښم درملنه:

عن عَطِيَّةَ السَّعْدِيِّ، أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: الْغَضَبُ مِنَ الشَّيْطَانِ، وَالشَّيْطَانُ خُلِقَ مِنَ النَّارِ، وَالنَّارُ تُطْفَأُ بِالْمَاءِ، فَإِذَا غَضِبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَتَوَضَّأْ.[شعب الایمان 7938]
ژباړه: عطیة سعدی وایی: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی ویل یې: خښم د شیطان له لوری دئ، شیطان د اور څخه پیدا سوئ دئ او اور په اوبو باندی مړ کیږی نو کله چی ستاسو څخه یوچا ته خښم ورسی نو اودس دی وکړی.
یعنی دخپل خښم اور دی د اوداسه په کولو باندی مړ کړی.

سیکولاریزم نه منو:

د سیکولاریزم نه منل افراط او تنګ نظری نه بلکی د سوچه اسلامی عقیدې غوښتنه او تقاضا ده ځکه چی اسلام پوره، صاف او خود کفاء قانون دئ د هیڅ بل قانون سره خلط او میکس کیدلائ نسی.
اسلام هیڅوخت د مسلمان د ژوند څخه بیلیدلائ نسی او د مسلمان د ژوند هیڅه برخه باید د اسلامی چوکاټ څخه بهر نوی.
د سیکولاریزم منل په اصل کی د اسلام ورانول دی،  سیکولر شخص ته د کامل انسان په صفت کتل  د اسلام سره جفاء،  او دانسانی شرافت سره ستر خیانت دئ.

۹بد إنسانان:

عَنْ أَسْمَاءَ بِنْتِ عُمَيْسٍ الْخَثْعَمِيَّةِ قَالَتْ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « بِئْسَ الْعَبْدُ عَبْدٌ تَخَيَّلَ وَاخْتَالَ وَنَسِىَ الْكَبِيرَ الْمُتَعَالِ بِئْسَ الْعَبْدُ عَبْدٌ تَجَبَّرَ وَاعْتَدَى وَنَسِىَ الْجَبَّارَ الأَعْلَى بِئْسَ الْعَبْدُ عَبْدٌ سَهَا وَلَهَا وَنَسِىَ الْمَقَابِرَ وَالْبِلَى بِئْسَ الْعَبْدُ عَبْدٌ عَتَا وَطَغَى وَنَسِىَ الْمُبْتَدَا وَالْمُنْتَهَى بِئْسَ الْعَبْدُ عَبْدٌ يَخْتِلُ الدُّنْيَا بِالدِّينِ بِئْسَ الْعَبْدُ عَبْدٌ يَخْتِلُ الدِّينَ بِالشُّبُهَاتِ بِئْسَ الْعَبْدُ عَبْدٌ طَمَعٌ يَقُودُهُ بِئْسَ الْعَبْدُ عَبْدٌ هَوًى يُضِلُّهُ بِئْسَ الْعَبْدُ عَبْدٌ رَغَبٌ يُذِلُّهُ ».[سنن ترمذی 2636]
ژباړه: أسماء بنت عمیس الخثعمیة وایی: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی ویل یې:هغه بنده بد سړئ دئ چی تکبر اوفخر وکړی او متعال خدای هیرکړی، هغه بنده بد سړئ دئ چی ظلم اوتجاوز وکړی او لوړ غیښتلئ ذات هیرکړی، هغه بنده بد سړئ دئ چی عبث اوبې فایدې کارونه وکړی او قبرونه او زړیدل هیرکړی، هغه بنده بد سړئ دئ چی سرغړونه او سرکښی وکړی او خپله إبتداء او إنتهاء هیره کړی، هغه بنده بد سړئ دئ چی دنیا په دین پیدا کوی، هغه بنده بد سړئ دئ چی دین په شبهاتو باندی ورانوی، هغه بنده بد سړئ دئ چی طمع یې کشوی، هغه بنده بد سړئ دئ چی نفسی غوښتنی یې ګمراه کوی، هغه بنده بد سړئ دئ چی هیلی یې خواروی.
یعنی ددغو صفاتو درلودونکی بد خلګ دی:
۱ – څوک چی تکبر او فخر وکړی او لوی الله پاک هیرکړی.
۲ – څوک چی ترشرعی حدودو تجاوز او ظلم وکړی او قوی خدای پاک هیرکړی.
۳ – څوک چی عبث اوبې فایدې کارونه کوی او قبرونه او په قبرکی دخپل بدن زړیدل او ورستیدل هیرکړی.
۴ – څوک چی د الله پاک د اوامرو څخه سرغړونه او سرکښی کوی او خپل پیل او خاتمه یې هیر کړې وی.
۵ – څوک چی دنیا په دین باندی پیدا کوی یعنی دین د دنیا پیدا کولو لپاره کاروی.
۶ – څوک چی دین په شبهاتو باندی فاسدوی یعنی په شبهاتو پسې ګرځی او په دین کی شبهات پیدا کوی.
۷ – څوک چی ځان د طمع او آرزو تابع کړی هرچاته طمع او امید لری.
۸ – څوک چی نفسی غوښتنی یې ګمراه کړی یعنی ځان دنفسی غوښتنو تابع کړی چی بالآخره ګمراه سی.
۹ – څوک د مال ډیر حرص لری او اوږدې هیلی لری ترڅوچی خوار یې کړی.

د قهر اوغضب تاوان:

عَنْ بَهْزِ بْنِ حَكِيمٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " إِنَّ الْغَضَبَ لَيُفْسِدُ الْإِيمَانَ كَمَا يُفْسِدُ الصَّبْرُ الْعَسَلَ.[شعب الایمان 7941]
ژباړه:بهزبن حکیم دخپل پلاره څخه هغه دده ده نیکه څخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: غضب د إنسان إیمان داسی فاسدوی لکه د صبر بوټئ چی شات فاسدوی.
یعنی د غضب دومره ډیر تاوان دئ چی له کبله یې د إنسان ایمان هم زیانمند کیږی، کمال او رڼایې ځینی ځی اوکله ناکله نعوذ بالله د ایمان د زوال اوبطلان لامل هم جوړیږی.

عملونه مو خراب دي

عملونه مـو خراب دی داسی کیږی
وریځ راسی بې بارانه ځی تیریږی

د عاجزۍ ګټه او د تکبر تاوان:

قَالَ عُمَرُ وَهُوَ عَلَى الْمِنْبَرِ: أَيُّهَا النَّاسُ، تَوَاضَعُوا فَإِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:مَنْ تَوَاضَعَ لِلَّهِ رَفَعَهُ اللهُ، فَهُوَ فِي نَفْسِهِ صَغِيرٌ، وَفِي أَعْيُنِ النَّاسِ عَظِيمٌ، وَمَنْ تَكَبَّرَ وَضَعَهُ اللهُ، فَهُوَ فِي أَعْيُنِ النَّاسِ صَغِيرٌ، وَفِي نَفْسِهِ كَبِيرٌ، حَتَّى لَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِمْ مِنْ كَلْبٍ أَوْ خِنْزِيرٍ.[شعب الایمان 7790]
ژباړه: عمررضی الله عنه پداسی حال کی چی پرمنبر باندی ولاړوو وفرمایل: ای خلګو عاجزی وکړئ! ځکه ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی چی ویل یی: هرڅوک چی د الله لپاره عاجزی وکړی الله پاک به یې لوړ کړی، نو ده ته ځان کوچنئ ښکاری خو دخلګو په سترګو کی لوی ښکاری. او هرڅوک چی تکبر وکړی الله پاک به یې بې اعتباره کړی، نو دئ خلګوته کوچنئ (سپک) ښکاری خو ځان ورته لوی ښکاری، آن تردې چی خلګو ته تر سپی او سرکوزی هم بې اعتباره وی.
یعنی په چی څوک د الله لپاره عاجزی وکړی داسی چی پر نورو انسانانو باندی ځان لوړ ونه بولی، د الله پاک اطاعت او بنده ګی وکړی او دتکبر څخه ځان وساتی نو الله پاک به ودې انسان ته دومره عزت او اعتبار ورکړی چی د خلګو په سترګو کی به یې لوړ او عزتمند کړی او د الله پاک په نزد به هم معتبر اوعزتمند وی.
او څوک چی تکبر او غرور کوی الله پاک به یې دومره بې اعتباره کړی چی خلګ به یې تر سپی اوسرکوزی هم سپک ګڼی کڅه هم ده ته خپل ځان لوی او معتبر ښکاری.

پخوانې خاطره او د اوس واقعیت:

د طالبۍ په دوران کی مو یو وخت د نیمروز خاشرود مربوط په کوتلک کلی کی د یو مرید ډوله سړی سره مباحثه کول چی کله په خبرو کی ملامت سو یودم جست وغورځیدئ په خوله یې پرت پرت او غمبرشروع کئ ځان یې پر جذابیت اولیونتوب باندی واچوئ یوګړئ یې غورې ووهلې وروسته یې کلمه وویل او راکښینت، موږ ته یې مخ را واړوئ ویل یې: طالب جانه! زه خو ستا پرخوا یم، ستا ټولی خبری زما قبولی دی دا فلانئ سړئ نه پوهیږی چی ځان ستاسو سره نیسی، دطالب څومره لوړه مرتبه ده!او.......
آبس د ځان ملامتیا ته یې د اوړو پزه جوړه کړه او ځان یې خلاص کړ.
داقیصه می د لیونی ټرمپ تر کړنو پوری را یاده سوه چی دخپل قدرت په لومړیو کی یې خورا غټی غټی خبری کولې، په خپل فکر یې منظمه او عملی کیدونکې جګړه ایزه کړنلاره اعلان کړه.
وژنی، بمبارۍ، ورانئ او ظلمونه یې وکړه خوچی کله یې خپل په ناکامۍ باندی سر خلاص سو په پرتو او اوتو بوتو یې پیل وکړ.
د قدرت اوچوکۍ په نشه مست خلګ تل داسی وی.

نجات ورکوونکی او هلاکوونکی:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: "ثَلَاثٌ مُنْجِيَاتٌ، وَثَلَاثٌ مُهْلِكَاتٌ، فَأَمَّا الْمُنْجِيَاتُ: فَتَقْوَى اللهِ فِي السِّرِّ وَالْعَلَانِيَةِ، وَالْقَوْلُ بِالْحَقِّ فِي الرِّضَا وَالسُّخْطِ، وَالْقَصْدُ فِي الْغِنَى وَالْفَقْرِ، وَأَمَّا الْمُهْلِكَاتِ: فَهَوًى مُتَّبِعٌ، وَشُحٌّ مُطَاعٌ، وَإِعْجَابُ الْمَرْءِ بِنَفْسِهِ، وَهِيَ أَشَدُّهُنَّ ". [شعب الایمان6865]
ژباړه: د ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې شیان نجات ورکوونکی دی او درې شیان هلاکوونکی دی.
هغه درې شیان چی نجات ورکوونکی دی:تقوی ده په ښکاره اوپه پټه کی، دحق خبره کول دی په خوښۍ او په خښم کی او اعتدال دئ په سرمایه دارۍ او فقر کی. او هغه شیان چی هلاکوونکی دی:هغه نفسی غوښتنی چی إنسان پسې ځی، هغه بخالت چی إنسان یې اطاعت کوی او په خپل ځان باندی د إنسان تکبر او دغه تر ټولو په بدۍ کی سخت دئ.
یعنی ۱ - په پټه اوښکاره کی تقوی. ۲ - په خوشالۍ اوپه خښم کی حقه خبره. ۳ - په غنی اوپه فقرکی اعتدال اومیانه روی إنسان ته نجات ورکوی.
او ۱ – نفسی غوښتنو پسې تلل. ۲ – بخالت کول. ۳ – په ځان باندی مغروره کیدل إنسان بربادوی او هلاکت ته یې رسوی.