۱۴۰۵/۰۶/۳۰

د علماؤ لپاره د تدریس ارزښت:

ليكنه: مولوي نورالحق مظهري
علم د الله تعالی له هغه سترو نعمتونو څخه دی چې انسان يې په نازولی دی او د آدم عليه السلام څخه پيل بيا تر اوسه يې د بشر لپاره يوه لويه ځانګړنه ګرځولېده، خو د علم حقيقي او رښتينی برکت هغه وخت څرګندېږي چې له یوه عالم څخه نورو خلکو ته په دوامداره ډول انتقال سي، عالم چې خپل علم له نورو انسانانو سره شریکوي نه تنها دا چې د خلکو د اصلاح او لارښوونې وسیله ګرځي، بلکې خپل علم ژوندی ساتي او د هغه د دوام سبب هم کېږي. له همدې امله تدریس د علماؤ لپاره له ډېرو مهمو دندو څخه دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ.(صحیح البخاري: ۵۰۲۷)
ژباړه: په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې ور زده کړي.

نورو ته د قرآن زده کول په تدريس باندې کېږي، فرق نه لري که هغه تدريس په مدرسه کې وي، که په پوهنتون کې وي، که په مکتب کې وي، که په جومات کې وي او که د منبر او محراب له لارې وي. خو شرايطو ته په پام اوس د ټولو علومو د تدريس لپاره په مدرسه، مکتب او پوهنتون کې ښه آسانتياوې برابري دي ځکه نو هر عالم بايد کوښښ وکړي چې په يوه کې د دغه دريو ځايونو ځان ته د تدريس زمينه برابره کړي او که بالفرض په داسي ځايونو کې د تدريس زمينه نه ورته برابريږي بيا هم نه بايد ځان د تدريس څخه محروم کړي بلکې په حجرو، جوماتونو او نورو ښوونيزو ځايونو کې خپل ځان ته د تدريس کولو فرصت برابر کړي.

که علماء تدریس پرېږدي او له يوې مخي ځان د دنيا په کارونو کې بوخت کړي، علم له یوه نسل سره محدود پاتې کېږي او د وخت په تېرېدو یې د خپرېدو او انتقال لړۍ کمزورې کېږي سره د دې چې د اسلامي علومو ډېره برخه ځکه تر موږ پورې را رسېدلې چې د هر نسل علماؤ خپل علم خپلو شاګردانو ته ور زده کړی دی، نو موږ بايد د خپلو اسلافو پر قدم روان سو او نورو ته د خپل علم انتقال خپله دنده او وظيفه وبولو.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه‌وو څخه نیولې، بیا تابعینو، تبع تابعینو او تر نننیو علماؤ پورې، د علم د انتقال بنسټ پر تعلیم او تدریس ولاړ دی، نو هر عالم چې تدریس کوي، په حقیقت کې د همدې علمي سلسلې یوه کړۍ پیاوړې کوي چې په نتيجه کې هم د ده علم متعدي کيږي او هم يې عملي تجربه ډېريږي، ځکه چې تدریس یوازې د شاګرد لپاره ګټه نه لري، بلکې د استاد لپاره هم د علم د پخېدو او ژورېدو وسیله ده. کله چې عالم یوه موضوع تدریسوي، اړ کېږي چې هغه ښه مطالعه کړي، دلایل یې وڅېړي، مهم مسائل یې ځان ته معلوم کړي او د شاګردانو پوښتنو ته مناسب جوابونه پیدا کړي. له همدې امله ډېر وخت یو عالم هغه موضوع تر هغه وروسته په ښه توګه درک کوي چې نورو ته یې تدریس کړې وي.پ

که موږ غواړو خپل علم عملي ميدان ته را وباسو او په ټولنه کې يې عملي کړو بايد تدريس وکړو ځکه علم که یوازې د کتابونو په پاڼو کې پاتې سي نو د خلکو په ژوند کې یې هيڅ اغېز نه وي او يا به يې اغېز ډېر محدود وي. تدریس هغه شی دی چې علم له کتاب څخه ټولنې ته راباسي او د خلکو په عقیده، عبادت، اخلاقو او ورځني ژوند کې یې د عملي کېدو زمینه برابروي، چې د تعليم څخه يو هدف هم همدغه دی.
په ځانګړې ډول د اسلامي علومو عالم مسؤلیت لري چې شاګردانو ته یوازې د معلوماتو په ورکولو بسنه ونکړي، بلکې د علم د عملي کولو، اخلاص، تقوا، ښه اخلاقو او د خلکو د خدمت روحیه هم پکې را ژوندۍ کړي تر څو علم د نظري ډګر څخه و عملي ډګر ته را ووځي او ټولني ته د علم ګټه ورسيږي.

عالم بايد د راتلونکي نسل روزنه د ځان وظيفه وبولي او معلومه خبره ده چې د روزنې لپاره تر ټولو ګټور شی تدريس دی؛ یو عالم که یو ښه شاګرد وروزي، ممکن د هغه شاګرد په وسیله زرګونه نور خلک له علم څخه برخمن سي. نو نتيجه به يې دا وي چې د عالم د تدریس اغېز یوازې د هغه د ټولګي تر څلورو دېوالونو پوري محدود نه وي، بلکې د شاګردانو له لارې راتلونکو نسلونو ته هم رسېږي او دا لړۍ په مسلسله ډول ثابته پاتې کيږي چې هم دنيوي ګټه لري او هم اخروي. له همدې امله عالم باید خپل شاګردان یوازې د امتحان او سند لپاره و نه روزي، بلکې داسي یې وروزي چې د علم، اخلاقو او ټولني ته د خدمت وړ کسان ورڅخه جوړ سي.

تدريس نه تنها دا چې په دنيا کې خپله مدرس او نورو مسلمانانو ته ګټه لري او د عالم لپاره يو ښه غوراوی دی، بلکې د آخرت لپاره يوه جاري صدقه هم ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ. (صحیح مسلم: ۱۶۳۱)
ژباړه: کله چې انسان وفات سي، عمل یې پرې کېږي، مګر له دریو شیانو څخه: جاري صدقه، هغه علم چې ګټه ورڅخه اخیستل کېږي او صالح اولاد چې دعا ورته کوي.

د تدريس ارزښت ته په کتو داسي ويلای سو چې تدريس د هر عالم لپاره ډېر ضروري دی، په خاصه توګه هغه علماء چې تازه فارغ سوي وي، ځکه له يوې خوا د دوی شرعي مسئوليت دی له بلي خوا که تدريس ونکړي نو د علمي سلسلې  سره به يې رابطه کمه سي، چې په نتيجه کې په تدريجي ډول علم به يې له لاسه ووځي او عوام به ورڅخه جوړ سي.
په شريعت کې تجارت، وظيفه او نور مشروع دنيوي کارونه منع نه دي؛ عالم هم تجارت کولای سي، هم په دولت کې وظيفه کولای سي او هم په نورو دنيوي کارونو ځان مصروف کولای سي خو داسي چې د علم سره رابطه پرې نکړي، بلکې خپل دنيوي کارونه دي داسي ترتيب کړي چې تر څنګ يې په پوره توګه تدريس ته وخت ورکړي، د کتابونو مطالعه وکړي او د تصنيف او تأليف په مهم ډګر کې د خپلو استاذانو او نورو علماؤ په څېر ځان وځلوي.

څوک چې د علم تحصيل کوي د دې تر څنګ چې نيت به يې د الله تعالی رضا وي، هدف به يې دا هم وي چې زه په خپل علم سره ځان او خپلې ټولني ته خدمت کوم او خپل علم تر نورو انسانانو پوري رسوم، داسي نه وي چې د فراغت څخه وروسته متصل ځان په تجارت، وظيقې او نورو کارونو مصروف کړي، ځکه دا کارونه خو بې علمه انسان هم کوي، نو د دې لپاره چې د ده پر کلونو زيار او زده کړي مثبته ګټه مرتبه سي بايد له يوې مخي تدريس له ياده و نه باسي او د نورو کارونو سره سره ځان ته د تدريس ترتيب هم برابر کړي که څه هم يو يا دوه کتابه وي.

هیچ نظری موجود نیست: