۱۴۰۴/۰۴/۰۷

داسي فکر مه کوه!

۱ ـ داسي فکر مه کوه چې هر شی چې ته یې صحي بولې هغه به خاماخا صحي وي ځکه یو خو ته معصوم نه یې بل که ستا هر فکر صحي سي نو د هر چا هر فکر صحي دی بیا نو غلط او خطأ نسي موجودېدلای سره د دې چې د خطأ او غلط وجود حق دی.

۲ ـ داسي فکر مه کوه چې کوم حیثیت چې ته يې په خپل قوم او وطن کې لرې هغه به په ټولو قومونو او وطنونو کې لرې ځکه ستا قوم به د قومیت په خاطر او وطنداران به دې د وطندارۍ په خاطر عزت کوي او دا دواړه تړونونه ته د نورو خلکو سره نه لرې.

۳ ـ داسي فکر مه کوه چې ته په يوې ټولنې کې په علمیت باندي مشهور یې نو په ټولي نړۍ کې به ته په علميت باندي مشهور کېږې او په نړیواله کچه به ستا کلیوال حیثیت منل کیږي ځکه نړیوال شهرت نړیوال ظرفیت غواړي او هغه په هر چا کې نشته.

۴ ـ داسي فکر مه کوه چې ستا هره خبره بايد نور خلک ومني او يا په هر شي کې بايد نور خلک ستا سره مشوره وکړي ځکه ستا خبره خو قرآن او حدیث نه دی چې په منلو یې نور انسانان مجبور وي او نه هم هر څوک په تا باور کوي چې ستا سره مشوره وکړي.

۵ ـ داسي فکر مه کوه چې کله ته په يو نظام کې وظیفه ولرې نو ستا هر کار دې په هره برخه کې د نظام په نماينده ګۍ وي او تا ته دي دا حق وي چې خپل هر کار نظام ته منسوب کړې ځکه نظام یواځي ستا پر فکر او ستا پر عمل باندي نه دی ولاړ بلکې په نظام کې ستا په څېر په سلهاوو کسان شته نو که هر یو ستا غوندي دعوه وکړي بیا خو نو د یوه نظام څخه په سلهاوو نظامونه جوړيږي.

۶ ـ داسي فکر مه کوه چې دين او مذهب د یوه ښار او یوه کلي لپاره راغلي تر څو نور ښارونه او کلي ستا د ښار او کلي په مذهب شي بلکې دین او مذهب د عقیدې او عمل نوم دی په هر ځای او هر چا کې موجودېدلای شي.

۷ ـ داسي فکر مه کوه چې دين او مذهب ته ستا لخوا جوړ شوي شعارونه بايد ټول خلک ومني ځکه ستا لخوا جوړ شوي شیان د دین او مذهب شعایر نه دي بلکې ستا تفردات دي منل او نه منل یې یواځي ستا کار دی نور خلک یې په منلو باندي مکلف نه دي.

۸ ـ داسي فکر مه کوه چې د یو شخص د کاري ظرفیت او استعداد په تشخیص کې ته حتما پر حق یې او نور خلک هم باید د هغه شخص په اړه ستا خبره ومني ځکه دا ستا خپل شخصي فکر او انفرادي استنباط دی ممکن ته پکې خطاوتلی وشې.
مولوي نورالحق مظهري
https://t.me/isalamimaqali