۱۴۰۳/۰۹/۱۶

هر کار چې کوې سم يې وکړه:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
کله چې انسان کوم کار کوي عقل او نقل دواړه داسي وايي چې کار بايد سم وشي له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إن الله كتب الإحسان على كل شيء.[صحيح مسلم5167] ژباړه:  الله تعالی ټينګوالی په هر شي کې لازم ګرځولی دی.

محدثينو د دې حديث په شرح کې ليکلي دي: د دې حديث څخه داسي ښکاري چې انسان هر نيک کار کوي بايد يې سم وکړي او د ټينګوالي ټول آداب مراعات کړي تر څو عمل يې هم قبول شي او ثواب يې هم ډېر شي.

عاصم بن کليب رضي الله عنه روايت کوي چې زه د خپل پلار سره داسي جنازې ته راغلم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ورته راغلی وو او په دې وخت کې زه عاقل او پوه وم، کله چې قبر جوړ شو خلکو جنازه د قبر لوري ته يووړه خو قبر سم نه وو جوړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل: د دغه کس لحد ښه جوړ کړئ! خلکو داسي فکر وکړ چې دا يو سنت دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم خلکو ته وکتل او ويې فرمايل: دا کار مړي ته نه ګټه کوي او نه تاوان، خو د الله پاک دا خوښيږي چې يو څوک کوم کار کوي نو سم يې وکړي. يعني چې تاسې د دې مړي قبر جوړوی نو سم يې جوړ کړئ.[شعب الايمان]
هر څوک کار کوي خو د قوي او ضعيف انسان معيار د کار ښه والی او بد والی دی؛ کوم څوک چې خپل کار سم سر ته ورسوي يقينا چې هغه قوي او تکړه کس دی او څوک چې خپل کار سم سر ته و نه رسوي يقينا چې هغه کس ضعيف او ناتوانه دی.

په ټولو کارونو کې که تعبدي وي او که د ژوند کارونه، په ټولو کې ټينګوالی او غور ډېر مهم دی لاندي به ځيني هغه کارونه ذکر شي چې الله تعالی يې د سم آداء کولو غوښتنه د بندګانو څخه کړېده او سم آداء کول يې ستايلی دی:
اودس په ښه ډول سره کول:
عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ.[صحيح مسلم601]
ژباړه: د عثمان رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل: څوک چې اودس کوي او په ښه ډول اودس وکړي نو ګناهونه به يې د بدن څخه ووځي آن تر دې چې د نوکانو لاندي به يې لا هم ګناهونه ووځي.
په دې حديث کې ښه اودس ستايل شوی دی او د دې سبب ګرځېدلی دی چې له کبله يې د انسان ګناهونه له منځه ځي او بدن يې له تېروتنو څخه پاکيږي.

لمونځ په ښه ډول سره کول:
په حديث شريف کې راځي چې يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخي ته په ډېري چالاکۍ سره لمونځ وکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم را وغوښتی او ورته ويې ويل: " ارجع فصل؛ فإنک لم تصل"[صحيح البخاري]. يعني بيرته ولاړ شه لمونځ وکړه تا لمونځ نه دی کړی. دلته ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې کس لمونځ رد کړی دی چې هغه د لمانځه ارکان او واجبات نه وه مراعات کړي کوم چې په عملي کولو سره لمونځ سم آداء کيږي.

روژه په ښه ډول سره نيول:
جابر بن عبدالله  رضي الله عنه فرمايي: کله چې دي روژه نيول نو بايد ستا د غوږونو او سترګو هم روژه وي او خپله ژبه د درواغو او ناروا خبرو څخه وساته، ګاونډيان مه آزاروه، د روژې ورځ بايد پر تا ډېره آرامه وي او د روژې ورځ داسي مه کوه لکه ستا چې روژه نه وي.[شعب الايمان]
هدف ورڅخه دا دی چې رواژاتی بايد د روژې په نيولو کې خپل ټول د بدن غړي د ګناه کولو څخه وساتي تر څو روژه يې کامله شي او ثواب ورباندي مرتب شي.

زکاة په ښه ډول سره ورکول:
په شريعت کې پر دې خبره ټينګار شوی دی چې انسان بايد د زکاة په ورکولو کې ډېر دقت وکړي، د ښه مال څخه يې ورکړي، اصلي مستحق ته يې ورکړي او په ورکولو کې يې نيت صفا کړي تر څو چې غاړي يې خلاصي شي او ثواب ورباندي مرتب شي.

حج په ښه ډول سره کول:
د سورة البقره په 267 آيت کې الله جل جلاله سپارښتنه کړې ده چې حج او عمره په پوره توګه آداء کړئ. يعني د ټولو لازمه حقوقو سره يې آداء کړئ تر څو مو حج قبول شي او ثواب هم ورباندي مرتب شي.

اولاد په ښه ډول تربيه کول:
په اسلام کې د اولاد ښې روزني ته ډېر ارزښت ورکول شوی دی او په اړه يې په احاديثو کې ډېر ټنيګار راغلی دی.

په حديث کې راځي: چې کله ستاسي بچي اوه کلونو ته رسيږي لمونځ ورته زده کړئ او چې کله لسو کلونو ته رسيږي پر لمانځه يې ووهئ او په بستر کې يې سره جلا کړئ.[شعب الايمان8283]

د ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د هر چا لپاره چې درې يا دوې لوڼي وي، يا دوې خويندي وي نو دی د هغوی په اړه د الله تعالی څخه و ويريږي او ښېګڼه ورسره وکړي(ښه يې و روزي) نو هغه کس به جنت ته داخل شي. [الآداب للبيهقي23]
حسن بصري رحمه الله د دې آيت په تفسير کې چې الله تعالی فرمايي: "يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا.[التحريم: 6] ژباړه: ای هغه کسانو چې ايمان يې راوړی خپل ځانونه او خپله کورنې د اور څخه وساتئ." فرمايي: يعني د الله تعالی پر بندګۍ يې امر کړئ او د خير کارونه ورته زده کړئ. حضرت علي رضي الله عنه د دې آيت په تفسير کې فرمايي دي: يعني زده کړه په وکړئ او آدب ورکړئ.[شعب الايمان 8280 - 8281]

د اولاد ښې روزني ته دومره ارزښت ورکول شوی دی چې په يوه حديث کې چې سنن ترمذي کې راغلی دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تر ښه ادب هيڅ بله ښه ډالۍ نشته چې پلار يې خپل اولاد ته ورکړي. يعني د اولاد روزنه ډېره ښه ډالۍ او لويه پېرزوينه ده چې پلار يې د خپل اولاد سره کوي.

خلاصه دا چې په هر کار کې غور او دقت ډېر اړين دی، که موږ د دين کار کوو او که د دنيا کار بايد په پوره توګه سم يې سر ته ورسوو او چې په کومه اداره کې رسمي وظيفه لرو بايد هغه وظيفه داسي سر ته ورسوو چې له يوې خوا يې حق آداء شي او له بلي خوا الله تعالی راڅخه خوشحاله شي ځکه په ښه کار کولو باندي الله تعالی د بنده څخه خوشحاله کيږي.
مولوي نورالحق مظهري