عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ قَالَ: لاَ يَكُنْ حُبُّكَ كَلَفًا، وَلاَ بُغْضُكَ تَلَفًا، فَقُلْتُ: كَيْفَ ذَاكَ ؟ قَالَ: إِذَا أَحْبَبْتَ كَلِفْتَ كَلَفَ الصَّبِيِّ، وَإِذَا أَبْغَضْتَ أَحْبَبْتَ لِصَاحِبِكَ التَّلَف.(الادب المفرد: 1322)
ژباړه: د عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه روايت دی چې هغه وفرمايل: ستا محبت باید له افراطه ډک نه وي، او نه دې هم کرکه او بغض تباهي وي. راوي وايي: ما وپوښتل: دا څنګه؟ حضرت عمر رضي الله عنه وفرمايل: کله چې له چا سره محبت کوې، نو داسې محبت ورسره کوې لکه يو ماشوم چې د کوم شي سره سخت زړه تړي او له هغه بېلېدل ورته ګران وي. او کله چې له چا سره کرکه کوې، نو بيا د هغه لپاره د تباهۍ او هلاکت هيله کوې.
يعني انسان بايد په محبت او بغض دواړو کې اعتدال مراعات کړي او د افراط څخه ځان وساتي ځکه په هر شي کې افراط د انسان لپاره تاواني دی؛ که څوک په دوستۍ کې افراط وکړي ممکن يوه ورځ د الله لپاره بغض ته اړتيا وي چې دی يې بيا نه سي کولای او که په بغض او کرکه کې افراط وکړي ممکن يوه ورځ بيا دوستۍ ته اړتيا وي چې بيا دی د پخوانۍ سختي دښمنۍ له کبله شرميږي او دوستي نه سي کولای. چې همدې خبري ته په حديث کې هم اشاره سوېده:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَحْبِبْ حَبِيبَكَ هَوْنًا مَا، عَسَى أَنْ يَكُونَ بَغِيضَكَ يَوْمًا مَا، وَأَبْغِضْ بَغِيضَكَ هَوْنًا مَا، عَسَى أَنْ يَكُونَ حَبِيبَكَ يَوْمًا مَا.(المعجم الکبير للطبراني: 802)
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له خپل دوست سره په اعتدال مينه وکړه، کېدای شي يوه ورځ دې دښمن شي؛ او له خپل دښمن سره هم په اعتدال کرکه وکړه، کېدای شي يوه ورځ دې دوست شي.
ځيني انسانان سته چې په دوستۍ کې داسي توغل او افراط کوي چې امله يې حق هم تر پښو لاندې کوي او چې کله وغواړي د الله لپاره بغض وکړي هغه بغض هم نه سي کولای او په دښمنۍ کې هم دومره افراط او توغل کوي چې د يو چا سره يې خوا بده سي نو د هغه سره ډېر سخت دښمن جوړ سي چې بل وخت بيا دوستي ورسره نه سي کولاي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري