۱۴۰۴/۱۲/۲۲

د پاکستاني رژيم وارخطايي او خاتمه:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د پاکستان حکومت چې تل يې خپل ځان د نورو هيوادونو په خاصه توګه د امريکا په پروژو چلولی او ساتلی دی وروسته تر دې چې په افغانستان کې پياوړی اسلامي نظام حاکم شو او د غربيانو او شرقيانو لاسونه د افغانستان څخه لنډ شوه، ځان يې د انزوا او لوږي په خطر کې وليدی ځکه د کومي ورځې څخه چې په افغانستان کې جګړې پيل شوي پاکستان د افغانستان پر سر خپله خېټه ډکوي؛ د روسانو د يرغل پر وخت يې د مجاهدينو د وسلو څخه غلا کول او د افغان ګډوالو پر سر يې تقريبا د نړيوالو څخه اوه مليارده ډالر واخيستل بيا يې خپلي خيټي ته ګوزار کړه.

کله چې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ يو خو يې د امريکايانو څخه خپل کريډيټ اخيست ځکه چې خپله فضا، خاوره او هوايي ډګرونه يې د امريکايانو په واک کې ورکړي وه بل يې ډېر افغان مجاهدين او پاکستاني اسلامپال لکه عافيه صديقي پر امريکايانو د ډېرو ډالرو په مقابل کې و پلورل او بل يې د ترهګرۍ په وړاندې د مقابلې په نوم د ساده لوحو امريکايانو او ملګرو ملتونو څخه ښه نغدي پيسې او پورونه واخيستل چې ټول د  پاکستاني چارواکو جيبتونو ته ولوېدل په داسي حال کې چې بيه يې پاکستاني ولس پرې کول ځکه ټول جانبي عوارض يې دوی ته رسېدل.

کله چې د داعش فتنه را پيدا شوه پاکستان د داعش سره د مبارزې په نوم نړيوالو ته لاسونه غځول په داسي حال کې چې د داعش مرکزونه او پټنځايونه ټول په پاکستان کې وه؛ تر څو چې په افغانستان کې ا.ا واکمن کېدی پاکستان د همدغو شرايطو څخه ګټه پورته کول او په خپل شيطاني مکر او فريب يې ټول نړيوال وغولول خو کله چې په افغانستان کې امريکايانو ماتي وخوړه او خپلواک اسلامي نظام حاکم شو بيا هم پاکستان ډېري هڅي وکړې چې افغانستان په نړۍ کې بدنام کړي او د داعش په نوم نور هم د نړيوالو په سترګو کې خاوري وشيندي خو نړيوالو ته دا خبره جوته شوه چې پاکستان د دوی د دوکه کولو هڅي کوي او په درواغو يې له لاسه پيسې پرې کوي نو ځکه يې مرستي او پورونه ورباندې بند کړه يوازې انگليس، امريکا او اسرائيل پاتي شوه چې لا هم پاکستان کږه خوله او پر ملا کړوپ ورته ولاړ دی.

ما ته يو افغان چې په آرژانتين هيواد کې اوسيږي قيصه کول چې دلته د آرژانتين هيواد په ټلويزيونونو کې اسرائيلي جنرالان را څرګنديږي او د پاکستاني جنرالانو په حواله د افغانستان اسلامي امارت د هغه ځای خلکو ته ډېر بد معرفي کوي او د ټولنيزو نيوکو تر څنګ په ترهګرۍ او تندلارۍ يې تورن کوي، د يادوني وړ ده چې آرژانيتن هيواد په سيمه کې د اسرائيلو يو د نژدې دوستانو څخه دی. د دې څخه دا خبره له ورايه ښکاري چې پاکستان اوس هم په نړيواله کچه د افغانستان د بدنامۍ لپاره خپلي توري لېڅي را نغښتي دي او خپل شيطنت کوي.

د دې ټولو منفي هڅو برسېره بيا هم داسي ښکاري چې په پاکستان څوک باور نه کوي ځکه يې نو د خپل پخواني بادار د باور تر لاسه کولو لپاره د افغانستان سره جګړه پيل کړې خو حالات د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان په دې لوبه کې هم ګټونکی نه ښکاري البته ممکن سيمه نا امنه کړي ځکه جګړه په ذات کې د ځانه سره نا امني لري خو هغه څه چې پاکستان يې غواړي هيڅکله يې لاس ته نه شي راوړلای او د څو لسيزو وړاندې په څېر ځان ته شيروره غوا نه شي پيدا کولای؛ دا ټولي کړني د پاکستان د وارخطايۍ او تزلزل ښکارندويي کوي ځکه يوه ورځ د خبرو وړانديز کوي بله ورځ بيا پر ملکي خلکو بمبار کوي، يوه ورځ اوربند کوي بله ورځ يې بيا ماتوي او يوه ورځ يو څه کوي بله ورځ بيا بل څه کوي.

موږ د افغانستان ټول ولس ته ډاډ ورکوو چې په دې لوبه کې چې پاک شيطان پيل کړې – ان شاء الله - تاسې هرومرو بريالي کيږي او پاکستاني ملېشې به د خپل بادار په څېر ماتي خوري خو ستاسې لپاره زغم، صبر او د خپل نظام تر شا درېدل ضروري دي؛ لکه د الله تعالی په نصرت چې مو په خپل ټينګ هوډ سره د پاکستان بادار امريکه ماته کړه د هغې بچوڼی به هم د الله تعالی په نصرت ماتوی.

د پاکستان علماؤ، سياسي ګوندونو او عام ولس ته مو هم دا پيغام دی چې نور د پاکستان حاکم نظام ستاسې لپاره نه تنها دا چې په خير نه دی بلکې د سرطاني غدې غوندي ستاسې او ګاونډيو د ټولو لپاره په تاوان دی نو ځکه يې تاسې هم پر وړاندي مسئوليت لری؛ بايد د دې نظام پر ضد را پورته شئ او نور يې واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي کنه نو د الله تعالی په حضور کې به هرومرو ستاسې سره د دې مرګوني چوپتيا حساب کيږي او د الله تعالی د عادت سره سم به د منکر د تأييدوونکې يا پر منکر د سکوت کوونکې عذاب درته درکول کيږي؛ ځانونه را بيدار کړئ او دغه شړېدلی او له کاره لوېدلی نظام نور را وپرځوئ تر څو هم خپل مسئوليت سر ته ورسوی او هم خپل هيواد د اوسنيو بربادوونکو حالاتو څخه وژغوری.

۱۴۰۴/۱۲/۲۱

د روژې ځيني روغتیايي ګټې:

1 - د معدې او کولمو څخه عفونتي اضافه مواد غورځوي.
2 - معده ورباندې هوسی کيږي.
3 - روژه د ناروغيو په مقابل کې وقايه ده، ډېري ناروغۍ دي چې بېله وقايې په درملني باندې نه جوړيږي او روژه ډېره ښه وقايه ده.
4 - څوک چې د کوچينيو او لويو کولمو مزمن التهاب ولري روژه ورته ډېره ګټه کوي.
5 - د اينې د کمکارۍ په درملنه کې روژه ډېره کټه لري.
6 - د خارش او يا گرولو ناروغۍ ته روژه ډېره ګټه لري.
7 - د الرژي يا حساسيت د ناروغۍ په درملنه کې روژه ډېر تأثير لري.
8 - روژه د چاغۍ په ناروغۍ کې ډېره مفيده ده ځکه چې په روژې باندې وزن ډېر کميږي.
9 - روژه د لوړ فشار د کمولو لپاره ډېره مؤثره ده.
10 - روژه د ګوردوکانو د ځينو التهابونو په درملنه کې ډېره مؤثره ده.
11 - روژه د کيسه صفراء د التهاباتو په درملنه کې ډېره مؤثره ده.
12 - روژه د زړه د مزمنو ناروغيو په ختمولو کې ډېره مؤثره ده.
13 - روژه د معدې د ډېرو ناروغيو د درملني لپاره ډېره مؤثره ده.
14 - روژه د انسان په خوشحاله کولو او سپين ږيرتوب په ځنډولو کې ډېر تأثير لري.

عصبي جهاز او سيستم ته د روژې ګټه:
ډاکتر محمد ابوشوک په يوه مقاله کې چې د (الصوم والجهاز العصبي) تر عنوان لاندې يې ليکلې ده وايي: د روژې د روحانيت له وجهي او په دې خاطر چې روژه نفس صفاء کوي، روح پاکوي،  پر ستونزو باندې انسان ته تحمل او صبر ور زده کوي، پر مسکينانو او اړو انسانو باندې مهربانۍ ته انسان هڅوي، په شهواتو کې د لوېدلو څخه انسان ليري کوي، د انسان نفس په ښو اخلاقو باندې ښايسته کوي لکه په کړنوکې صداقت، په کار کې امانتداري، د خښم او انتقام څخه د انسان ليري کول او د حسد او کينې څخه د نفس ژغورل. 
دا ټوله هغه شيان دي چې بشري روح ته سلامتيا، محبت، دوستي او هغه صفايي وربښي چې د انسان روح ورباندې ډېر مطمئن او آرام کېدلای شي.
ځينو بريتانوي ډاکټرانو ويلي دي: په کال کې يوه مياشت روژه نيول د انسان په بدن کې د پوره کال کچره او چټلي ختموي.
تر ټولو مشهور ليکوال چې د روژې په فايدو کې يې ليکل کړيدي په امريکا کې د بدني ثقافت مشر ماک فادن دی. نوموړي په امريکا کې په خپل نامه لوی کلينيک جوړکړی دی او د روژې د فوائدو په اړه يې هغه وخت کتاب وليکی چې ده ته په تجربو ثابته شوه چې روژه د ډېرو سختو ناروغيو د درملني لپاره مؤثره ده؛ نوموړی وايي: روژه بدن ته ګټه لري د ټولو هغو جراثیمو څخه بدن پاک کوي چې د خوړو سره د انسان بدن ته ځي.
هغه ناروغۍ چي نوموړي په روژې باندې معالجه کړيدي:
د معدې او هضمي جهاز ناورغۍ.
د وينو او رګونو ناروغۍ.
نوموړي ډاګټر په خپل کتاب کې د ټولو هغو خلکو نومونه او مشخصات ليکلي دي چې ده په روژې باندې د هغوی درملنه کړېده.
دی وايي: هر انسان دېته اړتيا لري چې بايد روژه ونيسي بلکې هر مريض روژې ته اړتيا لري.
منبع: تحف رمضانية
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۲/۱۸

د پاکستاني پوځ په وړاندې د پاکستاني ولس مسئوليت:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د پاکستان د جوړېدلو څخه بيا تر اوسه پوري چې کوم نظام حاکم دی په اصولو کې د انګريزانو او غربيانو څخه الهام اخلي، ځکه کوم ديني او سياسي وظايف چې نظام يې بايد ولري د پاکستان حکومت نه دي تر سره کړي؛ د اسلامي سياسي نظام په چوکاټ کې هغه نظام ته موږ اسلامي ويلای شو چې منابع او اهداف يې اسلامي وي چې د پاکستاني نظام دغه دواړه اسلامي نه دي ځکه په پاکستاني نظام کې منابع ټوله هغه وضعي قوانين دي چې انسانانو خپله جوړ کړي دي او اهداف يې خو هر چا ته معلوم دي چې پاکستان د تأسيس څخه بيا تر اوسه پوري پر کوم لوري روان دی؟

کله چې نظام اسلامي وي، په هغه نظام کې د ديني احکامو ساتلو او اسلامي شعائرو قائمولو ته لومړيتوب ورکول کيږي چې په پاکستاني نظام کې دغه داوړه له پامه غورځول شوي دي ځکه موږ وينو چې په پاکستاني نظام کې ديني احکامو ته هيڅ ارزښت نه ورکول کيږي بلکې يوازې د خلکو لپاره د شعار په حيث د دين چيغي وهل کيږي، همداسي ورځ تر بلي اسلامي شعائر تر پښو لاندې کيږي؛ موږ ټوله يې وينو چې د تقنين څخه بيا تر اجراء پوري ټوله هغه شيان عملي کيږي چې د انساني نفس غوښتنه او غربي قوانينو تأثر وي چې لويه بېلګه يې د حکومت لخوا د همجنس بازۍ اجازه ورکول او قانوني کول دي همداسې پر امر بالمعروف او نهي عن المنکر په کلکه بنديز دی، ځکه سره د دې چې په پاکستان کې فحشاء او بدلمني خپل اوج ته رسېدلې خو هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي چې پر ضد يې اقدام وکړي، کوم څوک چې يې پر ضد اقدام کوي هغه په ترهګر باندې متهم کيږي او بيا د حکومت لخوا نيول کيږي چې لويه بېلګه يې د جوماتونو نړول او د علماؤ شهيدانول دي چې تر اوسه په پاکستان کې ډېر جوماتونه په دې خاطر له منځه تللي  او ډېر علماء شهيدان شوي چې په پاکستان کې يې د شرعي نظام د پلي کولو آواز پورته کړی او يا يې د پاکستان اسلام ضد پاليسي غندلې لکه په 2007 ميلادي کال کې چې پاکستاني ملېشو پر لال مسجد حمله وکړه او ډېری طالبان يې پکې شهيدان کړه په دې سبب چې د لال مسجد امام د اسلامي نظام آواز پورته کړی وو او د پاکستاني پوځ مخالفت يې کړی وو چې ولي يې د اسلام پر ضد ځان په امريکايي ټلواله کې داخل کړی او د پاکستان ځمکه او فضا يې امريکايانو ته په اختيار کې ورکړېده تر څو په افغانستان کې عمليات وکړي؟ 

په 2009 ميلادي کال کې پاکستاني ملېشو په جنوبي وزيرستان کې نظامي عمليات په دې خاطر وکړه چې د وزيرستان ولس په پاکستان کې د اسلامي نظام د پياده کولو آواز پورته کړی وو خو پاکستاني پوځ د امريکا څخه په الهام د اسلامي نظام غوښتونکې په ترهګرۍ تورن کړه او هغوی يې د پاکستان لپاره ډېر خطرناک وګڼل؛ په يادو عملياتو کې په زرهاوو بې ګناه مسلمانان شهيدان او ټپيان شوه او په لکهاوو انسانان بې کوره شوه؛ دا د پاکستان د جناياتو يوه بېلګه ده کنه نو تر اوسه يې  په سلهاوو علماء او قومي مشران په دې خاطر په شهادت رسولي دي چې ولي په پاکستان کې د شرعي نظام آواز پورته کوي او يا ولي په پاکستان کې د منکراتو پر ضد پاڅون کوي؟

په سياسي برخه کې د پاکستان حکومت په ټولو هغو مواردو کې په پوره توګه پاتي راغلی دی چې د يو اسلامي هيواد حکومت يې بايد وکړي؛ د بېلګې په ډول: حکومت بايد خپلو خلکو ته امنيت راولي خو د پاکستان حکومت د امنيت په راوستلو کې پاتي راغلی، حکومت بايد عدل قائم کړي خو د پاکستان حکومت د دې تر څنګ چې عدل يې قائم کړی نه دی بلکې په بې عدالتۍ کې يې نړيوال ريکورډ ګټلی ځکه موږ وينو چې د پاکستان حکومت په پاکستان کې د ډېرو ميشتو قومونو سره ډېر تبعيضي چلند کوي په خاصه توګه د پښتنو، بلوڅو سره او اسلامپالو ولسونو سره چې پورته بيان شوي پېښي د دې ادعا لپاره لوی دليل دی، په اسلامي هيواد کې يو حکومت بايد د خپلو وګړو حالات وجاجوي او د ښه والي لپاره يې لاس په کار شي خو موږ وينو چې د پاکستان حکومت ورځ تر بلې ملت د ځان څخه بېګانه کوي بلکې خپل ولس يې د امريکايي پروژو قرباني کړی دی، حکومت بايد د خپل هيواد مالي چاري په منظم ډول کنټرول او اداره کړي خو موږ وينو چې پاکستان د نړۍ په کچه نن تر ټولو فاسد هيواد دی او په پورونو کې تر غوږو غرق دی او حکومت بايد په اداراتو کې متعهد او امين کسان وګماري خو موږ وينو چې په پاکستان ډېری لنډغر او عياش کسان پر وظيفو ګمارل شوي دي.

په پاکستاني حکومت کې پورته کلي نيمګړتياوو ته په پام او ذکر شوو دلائلو ته په کتو داسي ويلای شو چې د پاکستان ټول ولس؛ که علماء دي، که سياسيون دي، که با احساسه مسئولين دي او که عام ولس دی دا مسئوليت لري چې د نظام پر ضد پاڅون وکړي او نور دغه نظام له منځه يوسي ځکه د دې نظام د پاتې کېدلو لپاره نور هيڅ شرعي، عقلي او مصلحتي دلائل شتون نه لري. دا نظام چې څومره بقاء پيدا کوي په هماغه کچه فساد او کفر زېږوي چې په داسي حالت کې هغه څوک ډېر ملامت دی چې پاڅون او قيام نه کوي او د داسي نظام تر چتر لاندې ژوند کول غوره کوي؛ د داسي نظام تر شا درېدل يا د هغه بقاء ته هيله مند کېدل او يا هم د هغه پاتې کېدل مصلحت ګڼل بې لاسونده او غير معقوله خبره ده هر هوښيار بايد خپل سر په خلاص کړي.




پنځه کاله مخکې د لرکو غره په تنګرې کې: