۱۴۰۵/۰۶/۱۹

اې د الله بنده!

۱ - اې د الله بنده! ته له ځانه سره فکر وکړه! د کوچنۍ ناروغۍ او تبي طاقت نه لرې او په يو ګړي دي تر بستر رسوي، د وړوکې غم طاقت نه لرې او په چيغو دي را ولي او د لږي ستړيا طاقت نه لرې پر ځای دي کښېنوي نو بيا ولي تکبر کوې! ته نه يې خبر چې الله تعالی فرمايي: خلق الانسان ضعيفا. يعني انسان ضعيف پیدا سوی دی. خپل ضعف درک کړه او د تکبر څخه ځان وساته!
2 - اې د الله بنده! وظيفه چې هرڅومره غټه وي د دې ارزښت نه لري چې انسان يې په درلودلو باندې تکبر وکړي.
3 - اې د الله بنده! ته نه يې خبر چې تکبر د شيطان او فرعون صفته خلکو کار دی؟
4 - اې د الله بنده! تا هغه حدیث نه دی اورېدلی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د چا په زړه کې چي يوه زره تکبر وي هغه به جنت ته داخل نه سي.
5 - اې د الله بنده! تا هغه قدسي حدیث نه دی اورېدلی چې الله جل جلاله فرمایي: تکبر زما پټو دی څوک چې په هغه کې زما سره لانجه کوي یعني تکبر کوي زه به هغه څوک اور ته وغورځوم.
6 - اې د الله بنده! تا هغه حدیث نه دی اورېدلی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: هر څوک چې د الله تعالی پر مخلوقاتو تکبر وکړي الله تعالی به یې داسي بې ارزښته کړي چې آخر به یې اسفل السافلین ته ور واچوي.
7 - او اې د الله بنده! ته چې هر څومره تکبر وکړې نه ځانته ګټه په رسولای سې او نه هم بل چا ته تاوان، هسي خپلو سږمو ته باد مه ورکوه چې هرڅه وکړې آخر د نورو انسانانو غوندې ته هم يو انسان يې؛ د دوی غوندې ډوډې خورې، قضاء حاجت کوې، د دوی غوندې په ناروغۍ لوېږې او د نورو انسانانو په څېر په اجل باندې مړ کېږې.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري