۱۴۰۵/۰۴/۲۷

په نظام او اداره کې د مکافات او مجازات ارزښت:

په نظام، حکومت او هره اداره کې مكافات او مجازات د بریالیتوب له مهمو عواملو څخه شمېرل کيږي ځکه الله تعالی انسان داسې پیدا کړی چې د ښو کارونو په کولو سره د ستاینې او قدردانۍ مراتب خوښوي او د مجازات څخه عبرت اخلي. کله چې د یو نظام مسؤلین د خپلو کارکوونکو، مأمورینو او خدمتګارانو د ښه کار ستاینه وکړي او هغوی وهڅوي، نو دا کار د هغوی د لا زیات اخلاص، فعالیت او نوښت سبب ګرځي. برعکس، که د ښه کار او بد کار ترمنځ هیڅ توپیر ونه شي، نو د خلکو د کار کولو انګېزه کمزورې کېږي. همداسي که مجرم ته مجازات ورکړل شي نه تنها دا چې مجرم به خپله تنبيه شي بلکې نور کسان به هم د ده څخه عبرت واخلي او هيڅ وخت به هغه کار ته لاس وا نه چوي چې له امله يې دغه انسان ته مجازات ورکول شوی دی.

په اسلام کې هم تشويق او مکافات ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. رسول الله ﷺ د خلکو ښه کارونه ستایل، د هغوی فضیلتونه یې بیانول او د خیر په کارونو کې یې هغوی هڅول. دا طریقه د اسلامي رهبرۍ یوه مهمه ځانګړنه ده.
په حديث شريف کې راځي: لاَ يَشْكُرُ اللَّهَ مَنْ لاَ يَشْكُرُ النَّاسَ.(سنن ابي داود: 4813)
ژباړه: هغه څوک د الله تعالی شکر نه شي آداء کولای کوم چې د خلکو شکر نه شي آداء کولای.
په بل حديث کې راځي: أَشْكَرُ النَّاسِ لِلَّهِ أَشْكَرْهُمْ لِلنَّاسِ.(السنن الکبري للبيهقي:12391)
ژباړ: په خلکو کې د الله تعالی ډېر شکر هغه چا آداء کړی دی چې د خلکو شکر يې ډېر آداء کړی وي. 

د دواړو احاديثو څخه داسي ښکاري چې د انسانانو څخه مننه او تشکر ډېر ارزښت لري آن تر دې چې تر څو انسان د نورو انسانانو څخه شکر آداء نه کړي تر هغه پوري د الله تعالی څخه شکر نه شي آداء کولای نو کوم څوک چې د چا سره په اداره کې خدمت کوي او ښه کار يې کړی وي د دې حديث پر بنسټ تر خپله وسه د هغه څخه مننه وکړي او د تشويق لپاره يې په ستاينه او مکافات باندې ونازوي.

په حدیث شریف کې راځي: ومن أتى إليكم معروفا فكافئوه، فإن لم تجدوا ما تكافئونه، فأثنوا عليه حتى تعلموا أن قد كافأتموه.(مسند الطيالسي: 2007)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که څوک ستاسې سره نېکي وکړي نو بدله يې ورکړئ؛ که چېري تاسو داسې څه ونه موندل چې بدله پرې ورکړی نو د هغه ستاينه وکړئ تر څو تاسې پوهېږی چې تاسو د هغه بدله ورکړې ده.

د دې حديث څخه له ورايه ښکاري چې کله يو څوک زموږ سره ښېګڼه کوي موږ يې بايد بدله ورکړو که مو په بدله کې د کوم شي ورکول په وسه نه وه بيا نو د هغه ستاينه وکړو تر څو چې د هغه حق آداء کولای شو؛ کوم څوک چې زموږ تر امر لاندې کار کوي د هغه لخوا په کار کې صداقت او اخلاص که له يوې خوا د هغه لپاره د مسئوليت سم آداء کول دي له بلې خوا زموږ سره د هغه احسان دی ځکه چې هغه د وظيفې د سم سر ته رسولو په ذريعه ستا باور خاوري نه کړ او ستا لخوا د ده په ټاکنه کې يې ستا غوراوی له خطا او اشتباه څخه وژغوری نو ځکه ته بايد د ده سره ښه وکړې، تشويق يې کړې او نور يې هم کار ته و هڅوې تر څو دی د نور کار کولو لپاره نوره انرژي واخلي او نور کسان هم د ده په ليدلو سره ښه کار کولو ته تشويق شي.

يو چا ته مکافات ورکول او د هغه تشويق کول په ګڼو طريقو سره کېدلای شي؛ په رتبه کې پورته کول، مالي مرسته کول، ستاينليک ورکول، په شخصي يا عمومي ډول د هغه ستاينه کول هغه شيان دې چې هغه ورباندې تشويق کېدلای شي او که په دغو کارونو کې يو لا هم د چا په وسه نه وي نو بيا دعا خو ورته کولای شي چې دعا هم د مننې او ستاينې يوه طريقه ده لکه په لاندې حديث کې چې راځي: ومن آتى إليكم معروفا فكافئوه فإن لم تجدوا فادعوا له حتى تعلموا أن قد كافأتموه.(سنن نسائي: 2567)
ژباړه: که څوک ستاسې سره نېکي وکړي نو بدله يې ورکړئ؛ که چېري تاسو داسې څه ونه موندل چې بدله پرې ورکړی نو د هغه لپاره دعا وکړئ تر څو تاسې پوهېږی چې تاسو د هغه بدله ورکړې ده.

كله چې په جيش العسره کې عثمان رضي الله عنه د مسلمانانو لښکر سمبال کړ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د دې وروسته چې عثمان هر کار وکړي تاوان نه ورته کوي، دا خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم پټولای شوه خو ځکه يې ښکاره کړه چې دا يو ډول مکافات او تشويق وو د حضرت عثمان رضي الله عنه لپاره.

يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو صحابه وو څخه پوښتنه وکړه چې نن چا روژه نيولې ده؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: ما نيولې ده، بيا يې وويل: څوک نن جنازې ته تللی دی؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: زه تللی يم، بيا يې وويل: نن مسکين ته چا ډوډې ورکړې ده؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: ما ورکړېده، بيا يې وويل: نن څوک د ناروغ پوښتني ته تللی دی؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: زه تللی يم، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل دغه کارونه په هيچا کې نه سره راټوليږي مګر دا چې هغه جنت ته ځي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبره پټولای شوه خو ځکه يې ښکاره کړه چې د دې کارونو فضيلت ښکاره شي، د ابوبکر رضي الله عنه منزلت څرګند شي او د ابوبکر ضي الله عنه لپاره تشويق او د نورو لپاره هڅونه شي.

له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې موږ د هغه انسانانو څخه چې ښه کار کوي مننه وکړو، هغوی تشويق کړو او د نازولو په يوه طريقه يې ونازوو تر څو دوی د لا ښه کار کولو ته وهڅيږي او نور خلک هم د دوی غوندې کارونو ته مخ واړوي او تشويق شي.

په کوم ځای کې د تکړه کسانو څخه مننه نه کيږي په تدريجي ډول کارونه ډېر ټکني کيږي ځکه چې کارکوونکې انسانان به نا اميده شي او کوم کسان چې سم کار نه کوي هغوی به تنبيه نه شي. 

په اداره کې مجازات هم د مکافات غوندي مهم دی ځکه که مجرم ته سزا ورنکړل شي نو هغه به نور هم جرم کولو ته تشویق شي او نور خلک به هم د ده څخه د جرم پر کولو جرئت پیدا کړي ځکه پوهېږي چې مجرم ته هيڅ ډول سزا نه ورکول کيږي چې په نتيجه کې په اداره کې د جرمونو ګراف ډېر لوړ پورته کيږي او په هر لحاظ پر اداره منفي اغېزې کوي.

 ابوبكر رضي الله عنه شام ته لښكر واستوی د هغه مشر یې خالد بن سعید رضي الله عنه وټاکی، وروسته عمر رضی الله عنه راغی ابوبکر رضی الله عنه ته یې ویل: تا دی د لښکر مشر ټاکلی دی په داسی حال کې چې ده فلانی کار کړی او فلانې خبره یې کړې! هغه وو چې ابوبکر رضی الله عنه دی عزل کړ او پر ځای یې یزید بن ابی سفیان وټاکی.(المستدرک علی الصحیحین: 5087)
که څه هم خالد بن سعيد رضي الله عنه د کوم غټ جرم مرتکب سوی نه وو خو عمر رضي الله عنه د ده هغه کار او هغې خبري ته د جرم په سترګه کتل چې کله ابوبکر رضي الله عنه خليفه وټاکل شو خالد بن سعيد رضي الله د ده سره بيعت دوې مياشتې ځنډولی وو او ځيني خبري يې هم کړي وې.

نو زموږ په زمانه کې که کوم څوک په خپل منصب کې د جرم مرتکب کيږي هغه ته که جرم ورنکړل شي دا معلومه خبره ده چې عواقب به يې ډېر بد وي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۴/۲۴

پر دولت او ملت د مالي فساد ناوړه اغېزې:

مالي فساد د دولت، اقتصاد او ټولنې له سترو ستونزو څخه ګڼل کېږي. مالي فساد هغه مهال رامنځته کېږي چې دولتي چارواکي، کارکوونکې یا نور مسئول کسان د شخصي ګټو لپاره له خپل صلاحیت څخه ناوړه استفاده وکړي؛ لکه رشوت، اختلاس، د دولتي شتمنیو غلا، په قراردادونو کې درغلۍ، د مالیاتو غبن او نوري ناقانونه کړنې. دا پدیده نه یوازې د دولت مالي بنسټونه کمزوري کوي، بلکې د خلکو باور، عدالت او په هر اړخيز ډول د هېواد پرمختګ هم له جدي خطر سره مخ کوي.
مالي فساد له ځان سره ډېر تاوانونه لري چې موږ يې د بېلګې په ډول يو څو په لاندې ډول ذکر کوو:
۱-  د دولت د عوایدو کمېدل: مالي فساد د دولت د عوایدو د کمېدو له ټولو لوی لامل دی. کله چې مالیه راټولوونکي، ګمرکي مسئولین یا نور مالي کارکوونکي رشوت اخلي او یا د دولت عواید شخصي جېبونو ته اچوي، نو د دولت خزانې ته لږې پیسې رسېږي. د عوایدو کمښت د دې سبب کېږي چې دولت د عامه خدمتونو د وړاندې کولو توان له لاسه ورکړي، لکه د کابل ادارې په وخت کې چې دولت يوازې پر بهرنيو تمویلاتو اتکاء درلوده ځکه چې داخلي عوايد يې د مالي فساد له امله ډېر کمزوري وو.

۲ – د عمومي بوديجې ضایع کېدل: هغه بوديجه چې باید د ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو، سړکونو، اوبو رسولو او نورو عامه پروژو لپاره ولګول شي، د فساد له امله ضایع کېږي. په پایله کې پروژې نیمګړې پاتې کېږي، یا په ټیټ کیفیت ترسره کېږي او یا هم یوازې په اسنادو کې موجودې وي چې د دې لپاره لويه بېلګه د کابل شل کلنه اداره وه، د دې پر ځای چې عمومي بوديجه په هېواد کې پر انکشافي او پرمختيايي پروژو ولګېږي يا خو ضايع کېدله او يا هم پروژې په ډېر ټيټ کيفيت تر سره کېدلې چې همدا اوس په ښارونو کې د کابل ادارې له وخت څخه جوړ شوي سړکونه خرابېږي او بېرته له سره جوړېږي، ځکه چې کيفيت يې ضعيف و.

۳-  د اقتصادي ودي مخنیوی: مالي فساد پانګه اچوونکي زړه نازړه کوي. داخلي او بهرني پانګه اچوونکي په هغه هېواد کې پانګونه نه غواړي چې هلته رشوت، واسطه او اداري فساد زیات وي. د پانګونې په کمېدو سره تولید، صنعت، تجارت، د کار فرصتونه او اقتصادي وده هم کمزورې کېږي ځکه چې د مالي فساد په شتون کې پانګه اچوونکي خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي او لويه ستونزه له دوی څخه د مسئولينو شخصي غوښتنې او فرمايشونه دي چې په سبب يې دوی له پانګې اچونې څخه تېښتې ته مجبورېږي.

۴-   د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتوالی: کله چې د دولت شتمني د څو کسانو په لاس کې ولوېږي او عامه پروژې په سمه توګه پلې نه شي يا عامو وګړو ته د کار زمينه برابره نه شي، نو د خلکو لپاره د کار فرصتونه کمېږي چې ورسره فقر زیاتېږي او په ژوند کې اقتصادي ستونزې را پيدا کېږي.

۵-   د خلکو د باور له منځه تلل: که خلک وویني چې قانون یوازې پر کمزورو تطبیقېږي او زورواکي یا فاسد کسان له سزا څخه ژغورل کېږي يا کاري او مالي فرصتونه يوازې محدودو کسانو ته برابرېږي او يا هم له خلکو څخه غیر قانوني پيسې اخيستل کېږي، نو د دولت پر عدالت یې باور کمېږي او دا يقيني خبره ده چې د خلکو او دولت ترمنځ د اعتماد کمښت د ټولنیز ثبات لپاره ستر ګواښ دی.

۶-   د خدمتونو کیفیت ټیټېدل: کله چې په کومه اداره کې فساد پيدا شي هرو مرو هلته وړ او صادق کسان د اړیکو او رشوت له امله څنګ ته کېږي او پر ځای یې نالایق کسان ګومارل کېږي چې له امله يې د روغتیا، تعلیم، امنیت او نورو دولتي خدمتونو کیفیت ښکته کېږي چې د دې لپاره په تاريخ کې تېر شوي فاسد نظامونه لويه بېلګه ده.

۷-   د عدالت له منځه تلل: مالي فساد د عدالت اصل زیانمنوي. هغه څوک چې رشوت ورکوي، خپل کار ژر ترسره کوي، خو بېوزلي او بېوسه خلک له خپلو قانوني حقونو هم محرومېږي چې دا کار په ټولنه کې د بې‌عدالتۍ سبب جوړېږي او په خلکو کې يو ډول د بې انصافۍ احساس پياوړی کوي چې په نتيجه کې په شعوري يا غير شعوري ډول عدالت له منځه ځي يا لږ تر لږه کمزوری کېږي.

۸-   د جرمونو او نورو فسادونو زیاتوالی: د مالي فساد منفي اغېزې یوازې په یوه برخه کې نه پاتي کېږي، بلکې له ځان سره نور فسادونه هم راولي؛ لکه جعل، قاچاق، د پیسو مینځل، د اسنادو تحریف او د دولتي امکاناتو شخصي استعمال. په دې توګه د قانون حاکمیت کمزوری کېږي او هرج و مرج ورسره پيدا کېږي.

۹-   د دولت د نړیوال اعتبار کمېدل: هغه دولت چې مالي فساد پکې ډېر وي، د نړیوالو ادارو، پانګه اچوونکو او مرستندویانو باور له لاسه ورکوي. په پایله کې بهرنۍ پانګونه، اقتصادي مرستې او نړیوالې همکارۍ ورسره کمېږي چې دغه څه موږ د کابل ادارې په وخت کې وليدل چې په نړۍ کې يې دومره اعتبار کم شو چې په فساد کې يې لومړی مقام خپل کړ.

۱۰-   اسلامي ارزښتونه کم رنګه کېدل : اسلام مالي فساد سخت حرام بللی دی، ځکه دا د خلکو د مالونو خوړل، د امانت خیانت او د عدالت له منځه وړل دي. الله تعالی فرمایي: وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ. (سورة البقرة: ۱۸۸)ژباړه: او د یو بل مالونه په باطله طريقه مه خورئ.
نو چې کله مالي فساد تر سره کېږي دا خپله د دې ښکارندويي کوي چې په فساد کې ښکېل کسان اسلامي ارزښتونو ته ارزښت نه ورکوي، کنه نو هېڅ وخت به يې فساد ته زړه نه وای ښه کړی چې هم په معنوي لحاظ او هم په ظاهري لحاظ پر دولت او ملت دواړو بدې اغېزې کوي او په تدريجي ډول د دولت سقوط يا ډېر کمزوري کولو ته لاره اواروي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۴/۲۱

۲۰ نبوي ملغلري:

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: تر عقل غوره شتمني نسته، له ځان‌پسندۍ (عُجب) سخت یوازي والی نسته، تر ښه تدبیر غوره عقل نسته، تر تقوا غوره سخاوت نسته، تر ښو اخلاقو غوره ملګری نسته، تر ادب غوره میراث نسته، تر الهي توفیق لویه ګټه نسته، تر نېک عمل غوره سوداګري نسته، د الله تعالی تر ثواب لویه ګټه نسته، له شبهاتو څخه د ځان تر ساتلو غوره پرهېزګاري نسته، له حرامو څخه د ځان تر ساتلو غوره زهد نسته، تر فکر او تأمل غوره علم نسته، د فرضونو تر ادا کولو غوره عبادت نسته، تر حیا او صبر غوره ایمان نسته، تر تواضع غوره عزت او نسب نسته، تر علم غوره شرافت نسته، او تر مشورې غوره ملاتړ نسته. نو خپل سر او هغه اندامونه چې پوري متصل دي، وساته؛ خپله ګېډه او هغه څه چې پوري متصل دي وساته؛ او مرګ او په قبر کې اوږد پاتې کېدل مه هېروه. (البصائر والذخائر: ج1ص3)

تشريح:
رسول الله صلی الله عليه وسلم په پورته حديث کې 20 مهمي خبري ذکر کړي دي چې تشريح يې په لاندې ډول ده:
1 – هيڅ مال تر عقل غوره نه دی بلکې عقل تر هر ډول مال ښه دی.
2 – يوازې والی د انسان لپاره بد دی خو تر ټولو ناوړه يوازې والی تکبر او غرور دی.
3 – عقل د انسان لپاره کمال دی خو هيڅ عقل د تدبير او پلان مرتبې ته نه سي رسېدلای.
4 – سخاوت د انسان لپاره ډېر ښه دی خو د تقوی غوندې سخاوت نه سي پيدا کېدلای؛ يعني د سخاوت په ټولو اقسامو کې تقوی ډېر ښه سخاوت دی.
5 – انسان بايد تل د ښه ملګري پسې وګرځي خو تر تقوی د انسان لپاره ښه ملګری نه سي پيدا کېدلای.
6 – په ميراث باندې د هر ښه شي پاته کېدل د انسان لپاره ګټه ده خو ادب تر ټولو ښه ميراث دی.
7 – که څوک د فايدو پسې ګرځي نو تر توفيق ښه فايده نه سي موندلای؛ توفيق پر نيکو کارونو د توان او قدرت پيدا کېدلو ته وايي.
8 – دا معلومه خبره ده چې په تجارت کې د انسان لپاره ګټه ده خو نيک عمل تر ټولو ښه تجارت دی.
9 – که څوک د ګټي پسې ګرځي نو د الله تعالی له لوري ثواب ورکول ډېره لويه ګټه ده ځکه نو انسان يې بايد په لاس ته راوړلو کې زيار وباسي.
10 – پرهيزګاري د هر انسان دنده ده خو تر ټولو ښه پرهيزګاري د هغه شيانو څخه د ځان ساتل دي چي شبهه پکې وي.
11 – انسان په دې باندې مأمور دی چې د دنيا سره محبت ونکړي خو د دنيا څخه لويه مخ اړونه د حرامو شيانو څخه د ځان ساتل دي.
12 – هر مثبت علم د انسان لپاره پرمختګ دی خو فکر کول تر ټولو ښه علم دی.
13 – هر عبادت د انسان لپاره ثواب لري خو تر ټولو  ښه عبادت د فرائضو آداء کول دي.
14 – ايمان ډېري برخي لري خو حياء  او صبر يې ډېري لويي برخي دي.
15 – په ښه توب کې اعتبار او عزت د انسان لپاره ډېر ښه دی خو تواضع او عاجزي تر ټولو ښه عزت او اعتبار دی.
16 – په علم کې الله تعالی د انسان لپاره دومره شرف ايښی دی چي د هغه په څېر بل شرف نه سي پيدا کېدلای.
17 – د دوستانو او خپلوانو همږغي او د هغوی ملاتړ د ځانه سره لرل ډېر ښه دی خو مشوره تر ټولو شيانو د انسان لپاره ښه ملاتړ دی ځکه نو بايد تل مشوره خپل عادت جوړ کړي..
18 – انسان په دې باندې مکلف دی چې خپل سر او هغه اعضاء د ګناه څخه وساتي چې په سر پوري نښتي دي لکه سترګې، غوږونه، پزه او خوله.
19 – انسان په دې باندې مکلف دی چې خپل ګېډه او هغه اندامونه چې ګېډي ته نږدې دي د حرامو څخه وساتي لکه عورت او زړه او يا هم هغه شيان چې ګېډي ته ور اچوي کوښښ وکړي چې حرام او ناروا نه وي.
20 – د دې لپاره چې انسان هيڅ وخت د ګناه کولو ته زړه ښه نکړي بايد تل مرګ او د قبر حالات په ياد ولري.

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لا مال أعود من العقل، ولا وحدة أوحش من العجب، ولا عقل كالتدبير، ولا كرم كالتقوى، ولا قرين كحسن الخلق، ولا ميراث كالأدب، ولا فائدة كالتوفيق، ولا تجارة كالعمل الصالح، ولا ربح كثواب الله تعالى، ولا ورع كالوقوف عند الشبهة، ولا زهد كالزهد في الحرام، ولا علم كالتفكر، ولا عبادة كأداء الفرائض، ولا إيمان كالحياء والصبر، ولا حسب كالتواضع، ولا شرف كالعلم، ولا مظاهرة أوفق من المشورة؛ فأحفظ الرأس وما حوى، والبطن وما وعى، وأذكر الموت وطول البلى. (البصائر والذخائر: ج1ص3)
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

د هر مسلمان لپاره ځيني اړين او ضروري مسئوليتونه:

۱ – الله پاک ته متوجه کېدل او پوره تقوی غوره کول.
۲ – پر عباداتو باندې ځان مکلف ګڼل او د عبادت په کولو کې پوره جديت.
۳ – د مسلمانانو ترمنځ يووالی او ورورولي را وستل او هر مسلمان ته د ځان په سترګه کتل.
۴ – په مسلمانانو کې د سيمي، ژبي او قوم  پر بنياد د تقسيم او وېش مخه نيول.
5 – اسلامي شعائر پېژندل او د هغو درناوي ته ځان متعهد ګڼل.
6 – د اسلام دين په پوره غور سره د ټولو اجتماعي ځانګړتياوو او انساني غوراويو سره پېژندل.
7 – د دين خدمت ته تر ټولو مخکي وړاندې کېدل خو د نورو انسانانو سره هم پوره مرسته کول.
8 – د مدرن اوعصري امکاناتو او تکنالوژۍ څخه د دين په ګټه کار اخيستل.
9 – د مال په لاس ته راوړلو کې داسي هڅه کول چي د حرام مال څخه ځان او خپله کورنې په پوره توګه وساتي.
10 – د خپلو اولادونو فکري او عملي روزني ته پوره پاملرنه.
11 – د هر هغه چا سره مرسته کول چي د اسلام لپاره په هره ذريعه خدمت کوي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري