۱۴۰۲/۰۵/۱۴

د بدګمانۍ تعريف، حکم، اسباب او تاوانونه:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

بدګماني هغه بد عمل دی چي د انسانانو تر مينځ د ډېرو ستونزو سبب او لامل جوړيږي او د ډېرو انسانانو پر انفرادي او اجتماعي ژوند باندي منفي اغيزه لري.

ددې ترڅنګ چي بدګماني لويه ګناه ده، په قرآن، حدیث او اجماع باندي حرامه ده لوی بشري جرم هم دی ځکه د بدګمانۍ تاوان هم بدګمانه انسان ته او هم مقابل لوري ته رسيږي.

 

بدګماني څه شي ته وايي:

امام ماوردي رحمه الله فرمايي: بدګماني دېته وايي چي ته په باوري کس باور نلرې.[ بدګماني څه  شي ته وايي؟ امام ماوردي رحمه الله فرمايي: بدګماني دېته وايي چي ته په باوري کس باور نلرې.أدب الدنيا والدين -  الماوردي 1/ 186]

ابن کثير رحمه الله فرمایي: بدګماني د خپلو خپلوانو، دوستانو او خلګو سره خيانت او پر هغوی بې ځايه تهمت دی.[تفسير ابن كثير 7/ 377]

ابن قيم رحمه الله فرمايلي دي: بدګماني دېته وايي چي د چا زړه پر خلګو باندي د بدو ګمانونو څخه ډک سي تر څو يې تأثير په ژبه او اندامونو باندي ښکاره کيږي نو ځكه تل د هغه مسلمان غيبت کوي، بد ورباندي وايي، عيبونه پکښې پيدا کوي، لعنت ورباندي وايي، آزار او تاوان ورته رسوي.[الروح لابن القيم 1/ 238]

 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ.[الحجرات:12]

ژباړه: ای مؤمنانو! ځانونه د ډېرو ګمانونو څخه وساتئ يقينا چي بعضي ګمان ګناه ده.

ابن کثير رحمه الله فرمايلي دي: الله تعالی خپل بندګان د ډېر ګمان څخه منع کړيدي چي هغه پر خپلي کورنۍ، خپلوانو او عامو خلګو باندي تهمت دی او د هغوی سره خيانت دی؛ دا ځکه چي بعضي ګمانونه ګناه ده نو د احتياط لپاره دي د ډېرو ګمانونو څخه ځانونه وساتي.

که سړی پدې آيت کي فکر وکړي نو دا به ورته ثابته سي چي د بدګمان څخه ځان ساتل څومره مهم دي! سره ددې چي لږ ګمانونه ممکن ګناه وي خو د احتياط لپاره الله تعالی د ډېرو ګمانونو څخه د ځان ساتلو امر کړی دی.

امام سعدي رحمه الله فرمايلي دي: الله تعالی ځکه د ډېرو بدو ګمانونو څخه منع کړېده چي بعضي د هغو ګناه ده لکه هغه ګمان چي د حقيقت او مستندو قرائنو څخه خالي وي، لکه هغه ګمان چي په درلودلو يې انسان د ډېرو بدو خبرو او بدو کارونو مرتکب کيږي ځکه بد ګمان تنها د ګمان په حد کي نه پاتيږي بلکي خاوند يې داسي خبري او داسي کارونه کوي چي هيڅ مناسب نه وي چي په نتيجه کي پر مسلمان د بدګمانۍ ترڅنګ د هغه سره بغض او دښمني هم ده؛ هغه چي مسلمان يې په نه درلودلو باندي امر سوی دی.

 

د بدګمانۍ په اړه د حديث حکم:

عن أبي هريرة: أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال: إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث.[موطأ امام محمد 895]

ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ځانونه د (بد) ګمان څخه وساتئ ځکه (بد) ګمان ډېري درواغجني خبري دي.

علامه عبدالحي رحمه الله د موطأ په شرح کي چي التعليق الممجد نوميږي ددې حديث په تشريح کي فرمايي: يعني ځانونه د بدو ګمانونو څخه وساتئ او هغه تهمت دی چي بېله کوم دليله زړه هغه ته ميلان کوي. يعني بېله کوم شرعي دليله انسان پر خپل مسلمان ورور بدګمانه کيږي او پر هغه باندي تهمتونه تړي.

همداسي فرمايي: بد ګمان ځکه غټ درواغ دی چي هغه د انسان په زړه کي د شيطان د وسوسې له کبله وي.[التعليق الممجد حديث 895]


د بدګمانۍ اسباب:

ددې لپاره چي موږ ځانونه د بدګمانۍ څخه وساتو بايد د بدګمانۍ اسباب وپيژنو چي په لاندي ډول يې يادولای سو:

1 - ناپوهي:

ناپوهي هغه شی دی چي په سبب يې يو شخص پر بل شخص باندي بدګمانه کيږي ځکه د ناپوهۍ له امله انسان ته حقيقت نه معلوميږي، د شريعت د احکامو په حکم او حکمت نه يې خبر او د بل انسان په وړاندي خپل مسئوليت نه پيژني نو ارومرو پر نورو انسانانو باندي بېله کوم دليله بدګمانه کيږي لکه ذوالخويصرة چي د ناپوهۍ له کبله يې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم د غنيمتونو په وېشلو کي نيوکه وکړه او هغه يې په بې عدالتۍ باندي متهم کړ.

2 - بد قصد:

ځيني خلګ په هرڅه پوهيږي خو د ناوړه قصد درلودلو له کبله پر يوه پاک انسان باندي بدګمانه کيږي ځکه دی غواړي هغه شخص بدنام کړي او ددې لاري څخه خپل ناوړه هدف ته ورسيږي، کڅه هم ممکن دا بدګماني شعوري وي او يو ډول تظاهر وي خو پدې خاطر چي دداسي هدف تعقيبول انسان په تعصب اخته کوي او د انسان عقل له مينځه وړي نو ځکه دغه انسان پداسي منفي ګرايي باندي روبدی وي چي هرڅه ته د شک او ترديد په سترګه ګوري او پر ډېرو پاکو انسانانو يې ګمان بد وي لکه يهود چي د حقائقو پيژندني سره سره پر مسلمانانو باندي بدګمانه وه.

3 - د نفس متابعت:

ځيني وختونه د نفس متابعت ددې سبب جوړيږي چي انسان دي پر بل انسان بدګمانه سي ځکه نفس د انسان په بدن کي د شيطان جاسوس دی او ټولو شيطاني دسيسو ته لاره آواروي چي يو يې بدګماني ده.

امام عزالي رحمه الله فرمايي: ته بايد پر مسلمان باندي دده د مسلمانۍ په خاطر بدګماني ونکړې که دي پدې خاطر پر يوه مسلمان بدګماني کول چي يو ناوړه عمل دي د بل چا څخه ليدلی وو نو يقينا ته د جنايت او ګناه مرتکب سوې.

که تاريخ ته وګورو صحابه رضي الله عنهم چي کله د مسلمانانو ښارونو ته داخلېدل پر هيچا يې دا ګمان نه کوی چي دده مال به حرام وي سره ددې چي ددوی په وخت کي حرام مالونو هم شتون درلود او د هر چا په مال کي د حرام احتمال وو.

4 - د فاسقانو او بدو خلګو ملګرتيا:

ابو حاتم بستي رحمه الله فرمايي: د بدو خلګو ملګرتيا انسان ته پر ښو خلګو بدګماني پيدا کوي او چا چي د بدو خلګو سره ملګرتيا وکړه ارومرو يې په ټولۍ کي داخليږي، نو پر هوښيار سړي دا لازمه ده چي د شک لرونکو خلګو څخه ځان وساتي تر څو شکمن ورڅخه جوړ نسي

5 - د تهمت ځای ته ورتلل:

بل سبب د بدګمانۍ دا دی چي څوک د بدګمانۍ ځای ته ورځي، پدې صورت کي ارومرو خلګ پر ده باندي بدګمانه کيږي، حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: من أقام نفسه مقام التهم فلا يلومنَّ من أساء به الظنَّ.[الأربعين الطائية] ژباړ: څوک چي ځای ته د تهمت ولاړ سي نو هغه څوک دي نه ملامتوي چي پر ده باندي بدګمانه کيږي.

6 - حسد او کينه:

ځيني وختونه حسد او کينه د بدګمانۍ سبب جوړيږي ځکه د هر انسان سره چي د بل انسان په اړه حسد پيدا سي نو په وړاندي يې هيڅ مثبت فکر نه کوي بلکي تل يې په اړه منفي فکرونه کوي او تل ورباندي بدګمانه وي.

7 - په انساني غيرت کي اسراف:

ځيني خلګ داسي طبيعت لري چي په انساني غيرت کي ډېر اسراف ورڅخه کيږي؛ پدې معنی سره چي په غيرت کي تر حد اضافه تېری کوي د بېلګي په ډول د خپلي ښځي په اړه په حجاب کي ډېر توغل کوي او د هغې هر حرکت ته د بې حجابۍ په سترګه ګوري، يا په عموم کي د ښځي لپاره په بند او محدود ژوند باور لري نو ځکه دده د فکر خلاف هري کړني ته يې د شک په سترګه ګوري او يا هم د نورو انسانانو په ژوند کي دخالت کوي او په خپل فکر د ژوند محدوديت ورته ټاکي چي په مخالفت کولو سره يې دستي بدګماني ورته پيدا کيږي.[موسوعة الاخلاق]

 

د بد ګمانۍ ځيني تاوانونه:

بدګماني هم د نورو ګناهونو په څېر ډېر تاوانونه لري چي ځيني يې په لاندي ډول دي:

1 د بدګمانۍ له کبله په انسان کي بغض کول او حسد کول پيدا کيږي؛ مهلب رحمه الله فرمايي: د نورو انسانانو سره د بغض او حسد اصلي لامل بدګماني ده دا ځکه چي بغض کوونکی او حسد کوونکی د هغه چا کارونه چي دی ورسره حسد کوي غلط تأويلوي ځکه نو حسد ورڅخه پيدا کيږي.

2 څوک چي بدګماني کوي هغه نور بد کارونه هم کوي؛ طبري رحمه الله فرمايي: مسلمان پر الله تعالی باندي نيک ګمان لري نو ځکه نيک کارونه هم کوي خو کافر او منافق بيا پر الله تعالی باندي بد ګمان لري نو ځکه بد کارونه هم کوي.

3 د بدګمانۍ په سبب د انسانانو په مينځ کي حسد او دښمني پيدا کيږي؛ ځکه چي بدګماني د مسلمانانو په مينځ کي د نفاق تخم شيندي، د ورورګلوۍ تړون له مينځه وړي، محبت ختموي او بخالت او دښمني پيدا کوي.

ابن قيم رحمه الله فرمايلي دي: بدګماني دېته وايي چي د چا زړه پر خلګو باندي د بدو ګمانونو څخه ډک سي تر څو يې تأثير په ژبه او اندامونو باندي ښکاره کيږي نو ځكه تل د هغه مسلمان غيبت کوي، بد ورباندي وايي، عيبونه پکښې پيدا کوي، لعنت ورباندي وايي، آزار او تاوان ورته رسوي.

4 بدګمانه انسان تل د مسلمانانو په رازونو او خصوصي حريم پسې ګرځي او کوښښ کوي چي د مسلمان آبرو او عزت کم کړي؛ امام غزالي رحمه الله فرمايي: د بدګمان د تأثيراتو څخه يو تأثير تجسس دی ځکه چي بدګمانه انسان په ګمان باندي قناعت نه کوي بلکي د مسلمان پسې پلټنه او جاسوسي کوي.

5 په بدګمانۍ باندي د مسلمانو کورنيو تر مينځ ستونزي او مشکلات پيدا کيږي ځکه چي د بدګمانۍ په سبب را پورته سوي مشکلات د افرادو ترمينځ د مناقشې وروسته کورنيو ته سرايت کوي او ددوی کورنۍ په خپل مينځ کي په ډېرو ستونزو باندي سره اخته کيږي آن تر دې چي ممکن د دښمنۍ او وژلو تر کچي پوري ورسيږي.

6 بدګماني د مسلمانانو تر مينځ باور او اعتماد کمزوری کوي ځکه چي بد ګمان کوونکی انسان هغه بل مسلمان ته د دښمن په سترګه ګوري چي د رسوايۍ وروسته هغه هم ممکن متقابله پاليسي غوره کړي چي په نتيجه کي ددوی تر مينځ د دښمنۍ او پوره بې باورۍ فضاء حاکمه کيږي.

7 د بدګمانۍ په سبب د مسلمان په زړه کي شيطان ته لاره پيدا کيږي چي په نتيجه کي ممکن په ډېرو لويو ګناهونو کي اخته سي؛ امام غزالي رحمه الله فرمايي: د شيطان د ډېرو لويو حيلو څخه يوه پر مسلمانانو باندي بدګماني ده.

8 بدګماني د انسان د باطني چټلۍ لپاره يوه نښه ده او د زړه د ناروغيو سبب جوړيږي؛ امام غزالي رحمه الله فرمايي: کله چي دي يو څوک وليدی چي پر مسلمانانو يې بد ګمان كوی نو پوه سه چي هغه په باطن کي چټل دی او دا چټلي دده خپل څخه را پورته کيږي خو دی بل څوک د ځان غوندي ويني ځکه مسلمان د بل مسلمان لپاره عذرونه پيدا کوي خو منافق بيا عيبونه پيدا کوي او د مسلمان زړه د نورو مسلمانانو په نسبت پاک او سالم وي. [موسوعة الاخلاق]

 

پر خپل مسلمان ورور نيک ګمان کوه!

ژباړه: جعفر بن محمد وايي: کله چي ستا د ورور څخه تا ته داسي شی ورسيږي چي ستا نه خوښيږي نو ته د هغه لپاره د يوه څخه تر 70 پوري عذرونه پيدا کړه که رښتيا په ده کښې دغه عذر وو خو ښه دی که نه وو بيا ووايه شايد داسي عذر ولري چي زه به په خبر نه يم.

يعني د خپل مسلمان ورور په اړه ژر فيصله مکوه بلکي د هغه د هر کار لپاره عذر پيدا کړه او دی معذور وشميره آن تر دې پوري چي تر 70 پوري عذرونه ورته پيدا کړه او دده د هر کار لپاره صحيح محمل او سمه توجيه ولټوه.

قَالَ جَعْفَرُ بْنُ مُحَمَّدٍ: إِذَا بَلَغَكَ عَنْ أَخِيكَ الشَّيْءُ تُنْكِرُهُ فَالْتَمِسْ لَهُ عُذْرًا وَاحِدًا إِلَى سَبْعِينَ عُذْرًا، فَإِنْ أَصَبْتَهُ وَإِلَّا قُلْ: لَعَلَّ لَهُ عُذْرًا لَا أَعْرِفُهُ.[شعب الايمان7991 ]

 

مشر بايد پر خلګو بدګماني ونکړي:

ژباړه: د ابي امامه رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: امير چي کله پر خلګو بدګماني وکړي نو فاسدوي يې.

توضيح: مناوي رحمه الله ويلي دي: کله چي کوم مشر په خلګو کي د رسوايۍ په نيت د بدګمانۍ پسې ولاړ سي نو هغوی فاسدوي چي په نتيجه کي د هغوی څخه هغه کارونه کيږي چي ده يې ورباندي ګمان کوی.

د حديث مقصد دا دی چي امام او مشر بايد د خلګو د عيبونو او اسرارو پسې ولاړ نسي ځکه چي نظام په همدې باندي ټينګيږي او ډېر لږ انسانان پيدا کيږي چي د عيب څخه دي خالي وي نو که چيري مشر ددوی سره پر هره خبره او هره کړنه حساب وکړي ډېره سخته به پر دوی تمامه سي او ژوند به يې تنګ سي له همدې امله بايد مشر د خپل رعيت عيبونه پټ کړي، يو ډول تغافل وکړي، دوی ته عفوه وکړي، ددوی په اسرارو پسې دي نه ځي او په  دوی پسې دي تجسس نه کوي.[موسوعة الأخلاق]

تنبيه: مشر کولای سي د خپلو خلګو حالات وڅاري او د اصلاح په نيت لارښووني ورته وکړي خو د عيبونو پلټنه او بدګماني دي ورباندي نه کوي ځکه د عيبونو پلټنه او بدګماني ددغه حديث په حواله د فساد سبب جوړيږي.

عَن أَبِى أُمَامَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: إِنَّ الأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِى النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ.[سنن ابي داود 4891]


خلاصه:

نو ددې لپاره چي د بدګمانۍ په ګناه هم اخته نسو او د خپل بل مسلمان ورور حق مو هم تر پښو نه وي لاندي کړی بايد ځانونه د بدګمانۍ څخه وساتو، که يو څوک موږ ته د کوم مسلمان په اړه کومه خبره کوي ددې پر ځای چي موږ ورباندي بدګمانه سو بايد تحقيق او پلټنه وکړو ممکن دغه سړي د درواغو موږ ته خبر را رسولی وي چي د قرآني اصولي له نظره يې موږ بايد د ګمان مخکي پلټنه وکړو.

۱۴۰۲/۰۵/۱۰

فرهنګي خدمت به څنګه کوو؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
دا يو حقيقت دی چي په اسلام کي فرهنګي خدمت ډېر مهم دی ځکه فرهنګي خدمت د هر هيواد د وګړو تر روزني او په هيواد کي ددين تر شخصي ماهيت پوري تعلق لري.
فرهنګي خدمت د هر بل خدمت لپاره په پيلولو، غځولو او ساتلو کي ډېر مهم رول لري له همدې امله موږ وينو چي ډېر ملتونه اوس د خپل فکر او ځواک د غځېدلو او خپرېدلو لپاره د نظامي او فزيکي هڅو تر څنګ فرهنګي هڅي هم کوي او دواړو برخو ته په کافي اندازه بوديجه او امکانات برابروي بلکي په ډېرو مواردو کي خو فرهنګي کار ته تر نورو کارونو ترجيح ورکوي او تر نورو برخو ورته ډېره او دوامداره بوديجه ځانګړې کوي.
موږ  چي هيواد مو اسلامي دی او خپله مسلمانان يو دې ځانګړي برخي ته بايد ډېره پاملرنه وکړو په خاصه توګه د اوس په شرايطو کي چي کفار پر اسلامي هيوادونو د نظامي تهاجم تر څنګ فرهنګي تهاجم هم کوي.
ځيني خلګ  پدې باور دي چي فرهنګي يرغل د نظامي يرغل تر سيوري لاندي کيږي يعني لومړی نظامي يرغل کيږي بيا د نظامي يرغل تر پوښښ لاندي فرهنګي او فکري يرغل کيږي؛ خو زه پدې باور يم چي نظامي يرغل د فکري او فرهنګي يرغل تر سيوري لاندي کيږي ځکه هر يرغلګر هيواد په نورو هيوادونو کي لومړی د ځان لپاره خلګ روزي بيا يرغل ورباندي کوي چي زموږ هيواد افغانستان ددغه حقيقت يوه ښکاره بېلګه ده.
زموږ هيواد افغانستان چي تر اوسه څومره يرغلګرو هيوادونو اشغال کړی دی د فزيکي اشغال وړاندي يې د ځان لپاره خلګ روزلي دي وروسته يې بيا نظامي يرغل کړی وي ځکه يو هيواد د بل هيواد مستعمره هغه وخت جوړيږي چي اشغالګر هيواد په اشغال سوي هيواد کي ګوډاکی او لاسپوڅی نظام ولري او د نظام شتون هغه وخت ممکن دی چي پدغه هيواد کي دوی روزل سوي خلګ ولري؛ هدف د روزل سوو خلګو څخه دا ندی چي بايد په پوهنتون او روزنتون کي يې زدکړه ورکړي وي بلکي هدف ورڅخه دادی چي دوی يې خپل استعمال او کارولو ته آماده کړي وي هغه که په اوږدمهاله فکري او فرهنګي کار باندي وي او که په لنډمهاله پروژې باندي وي.
روسانو مخکي کمونيستان وروزل بيا يې پر هيواد يرغل وکړ او د هغوی څخه یې خپل مزدور نظام جوړ کړ، امريکايانو سيکولران او بې دينان وروزل بيا یې د مسلمانانو پر ضد وکارول او زموږ پر هيواد يې ددوی په مرسته يرغل وکړ.
دا سمه خبره ده چي د نظامي اشغال وروسته د فکري جګړې او فرهنګي يرغل بڼه د پخوا په پرتله تغيير کوي پدې معنی سره چي نسبت پخوا ته به هم چټکه او هم علني وي خو پيل به يې د نظامي اشغال مخکي کيږي تر څو په مټ يې نظامي اشغال ته لاره آواره سي.
ددې لپاره چي موږ مسلمانان د خپل دين او هيواد په ګټه سم فکري کار او فرهنګي خدمت وکړو بايد لاندي ټکي په پاک کي ونيسو:
۱ – د ټولو مخکي بايد مشران او کشران ټوله په خپلي مبارزې کي اخلاص او للهيت په پام کي ونيسي تر څو کارونه يې برکت وکړي او مؤثر واقع سي.
۲ – فرهنګي خدمت بايد تنها تر مجازي نړۍ پوري محدود نه وي بايد په حقيقي نړۍ کي هم د پام وړ ګامونه پورته سي او د يوه سالم او جامع ميکانيزم له مخي په ټولو برخو کي فرهنګي خدمت ته زور ورکول سي.
۳ – دا معلومه خبره ده چي ددين لپاره فرهنګي خدمت يو جهاد دی نو لکه قتال چي يرغليز او دفاعي دوه حالته لري فرهنګي خدمت يې هم بايد ولري، کومو خلګو چي پر موږ باندي فرهنګي يرغل کړی دی موږ يې هم بايد ورباندي وکړو او ددوی د بريد جواب په بريد باندي ورکړو، هغه خلګ چي د ليري ځايونو څخه زموږ پر ضد فرهنګي کارونه کوي موږ يې بايد ددې ځايه څخه ددوی پر ضد وکړو او کوم خلګ چي په هيواد کي د ننه د کفري فرهنګ څخه متأثره سويدي د هغوی لپاره بيا بېل کار وکړو.
۴ – دا ښکاره خبره ده چي په فرهنګي کارونو د خلګو پر زړونو او فکرونو باندي کار کيږي نو ځکه يې تأثير هم عميق وي نو بايد د فرهنګي خدمت د کولو لپاره داسي لاري چاري په کار واچول سي چي د ناتوانۍ په حالت کي دعوت وي، د نفوذ په حالت کي تنبيه وي او د تسلط په حالت کي امربالمعروف او نهي عن المنکر وي او داسي اساسي کار هغه وخت شونی دی چي د وخت شرايطو ته په پام د مسلکي کسانو لخوا د يوه سالم او جامع پلان له مخي کار پر مخ باندي ولاړ سي.
۵ – ددې لپاره چي فرهنګي کارونه ډېر پر مخ ولاړ سي بايد تشکيلاتو او تسهيلاتو ته يې ډېره پاملرنه وسي او په کافي اندازه مالي بوديجه ورته ځانګړې سي ځکه دښمن د خپل فرهنګي دعوت لپاره د هيڅ اقدام څخه مخ نه اړوي او په ګڼو طريقو سره خپل فرهنګي کار کوي چي په حقيقي نړۍ کي يې ټلويزيونونه، ماهوارې، راډيوسټيشنان، مجلې، ورځپاڼي، ځانګړي يونيفورمونه، اشتهارات، تبليغات او نورشيان د خپل فرهنګي کار د خپرولو او پخشولو لپاره جوړ کړيدي او په مجازي نړۍ کي يې په زرهاوو مذهبي، منحرف سياسي، مزخرف معلوماتي او مبتذل ويب سايټونه، ويبلاګونه، فورمونه او پاڼي په کار اچولي دي چي د ټولو څخه يې هدف د ځان مسلک ته دعوت او د اسلام څخه د مسلمانانو ليري کېدل دي، ياروسلاف تروفايموف هغه امريکايي ژورناليست دی چي په منځني ختيځ، افريقا، منځنۍ آسيا، بلقان او نورو هيوادونو کي يې د ډېرو آمريکايي ورځ پاڼو لپاره د خبريالۍ دنده سرته رسولې او د ډېرو خلګو سره يې ناسته ولاړه او مرکې کړيدي، نوموړي په خپل کتاب Faith at war (يعني ايمان په جنګ کي ) ليکلي دي د 2001 سپتمبر 11 وروسته چي امريکايانو په نړۍ کي کومي جګړې پيل کړيدي دا جګړې چي څومره نظامي دي په هماغه کچه فکري او فرهنګي هم دي. نو زموږ لپاره هم دا په کار ده چي په هره برخه کي ځان ددې جګړې په وسله باندي سمبال کړو.
۶ – دا يو حقيقت دی چي انټرنټ څخه کار اخيستل اوس د خلګو د ژوند يوه برخه ګرځېدلې ده نو موږ بايد د ويب سايټونو، ويبلاګونو او سوشل ميډيا د ټولو څخه په خپله ګټه استفاده وکړو او ددې تر څنګ په ټولو کوچينيو او لويو روزنتونونو او جوماتونو کي په مختلفو طريقو خپل فرهنګي خدمت روان وساتو.
۷ – اوس خو الحمدلله بسته نظام زموږ په لاس کي دی ځکه نو که شته امکانات د فرهنګي او فکري مبارزې لپاره وکاروو نو ډېر ژر به په هيواد کي د فکري تصفيې او سمون شاهدان وسو.

۱۴۰۲/۰۵/۰۹

د شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب په ياد کي:

په حديث شريف کي راځي: يَرِثُ هَذَا الْعِلْمَ مِنْ كُلِّ خَلَفٍ عُدُولُهُ يَنْفُونَ عَنْهُ تَأْوِيلَ الْجَاهِلِينَ وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ وَتَحْرِيفَ الْغَالِينَ.[ سنن الكبري للبيهقي 21439]
ژباړه: دغه علم به د هري وروستنۍ ډلي څخه عادلان او با انصافه خلګ په ميراث وړي چي دوی به تأويل د ناپوهانو، غلا د باطل کوونکو او تحريف د تجاوز کوونکو ورڅخه ليري كوي.
شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب الله تعالی د همدغي ډلي څخه ګرځولی وو(ان شاء الله) چي په خپل ژوند کي يې د دين ډېره سخته دفاع وکړه او د تصنيفاتو، مناظرو، علمي مجالسو، تدريس او علمي ويناوو په ذريعه يې د سنت عملي کولو او بدعت ختم کولو لپاره ډېره فعاله مبارزه وکړه الله تعالی دي ورڅخه قبول کړي.
شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب ددې تر څنګ چي محقق او څېړونکی عالم وو تکړه مقاتل مجاهد هم وو چي د اسلامي نظام د ژوندي کولو لپاره يې د نورو ملګرو او مجاهدينو ترڅنګ ډېري ستړياوي، محبوسونه او کړاوونه ګاللي دي الله تعالی دي د آخرت لپاره ورته ذخيره کړي.
د شهيد شيخ صاحب علمي نبوغ دومره ډېر وو چي په هره برخه کي يې داسي مثبته جاذبه درلودل چي ډېر ژر يې زده کوونکي او خلګ ځانته جذب کول او په ډېر لږ وخت کي ورته ډېر مينوال پيدا کېدل چي د شيخ صاحب د درس او مناظرې حلقات يې ښکاره بېلګه ده.
شهيد شيخ صاحب د حنفي مذهب په دفاع او تهذيب کي د لامذهبو او بدعتي انسانانو سره ډېره مبارزه وکړه او د حنفيت اصلي انځور په وړاندي کولو کي يې ډېر خدمتونه وکړه چي د احقاق الحق في الدفاع عن مذهب الحق کتاب يې لويه بېلګه ده.
شهيد شيخ صاحب کڅه هم ذاتا يو شخص وو خو په علمي او فکري برخو کي يوه ايديالوژي او فکري خوځښت وو چي تل يې په ګڼو برخو کي د انحرافاتو څخه د انسانانو د ژغورني او را ګرځولو لپاره مبارزه کول چي د نوموړي په زرهاوو مخلص او تکړه شاګردان يې ښکاره نمونه ده.
 ددې لپاره چي د شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب لاس ته راوړني خوندي سي، نيمګړي آرمانونه يې پوره سي او فکري مسير يې ژوندي پاته سي موږ يې بايد لاره تعقيب کړو او دده په څېر د دين، مذهب، اسلامي سياست، اسلامي نظام او نبوي سنت څخه دفاع وکړو؛ همداسي د باطل، فساد او بدعت په وړاندي دده په څېر بېله کومي ويري مبارزه وکړو.
الله تعالی دي شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب ته جنت الفردوس په نصيب کړي، دده ټول خدمتونه دي په خپل دربار کي قبول کړي او دده شاګردانو او مخلصينو ته دي الله تعالی توفيق ورکړي چي دده پر لاره باندي ولاړ سي او فکر يې ژوندی وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۵/۰۸

د مسلمان باچا حقوق:(اتمه برخه)

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
اتم حق: پر رعيت باندي د باچا بل حق دا دی چي رعيت بايد د باچا په اړه شايعات او منفي تبليغات و نه مني.
هر مسلمان په دې باندي مکلف دی چي کله يوه خبره اوري مخکي تر دې چي نشر او خپره يې کړي هغه خبره د خپلو مشرانو سره شريکه کړي تر څو هغوی د خبري په اړه تحقيق وکړي او حقيقت يې معلوم کړي؛ په خاصه توګه داسي خبره چي د مملکت د باچا يا د کوم بل مشر په اړه وي داسي خبره خو بايد هيڅ وخت د اورېدلو څخه متصل نشر نه کړي، الله تعالی فرمايي:
وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا.[النساء: 83]
ژباړه: او کله چي دوی ته د امن يا وېري کومه خبره راسي، دوی هغه نشر کړي او که چيري دوی هغه رسول ته او خپلو د کار خاوندانو(حاکمانو) ته رسولې وای نو خامخا په دوی کي به هغو کسانو دا خبره معلومه کړې وای چي دا خبر را ايستلای سي او که چيري پر تاسي باندي د الله تعالی فضل او رحمت نه وای نو ارومرو به تاسي د شيطان پلوي کړې وای مګر لږ ستاسو.
يعني کله چي تاسي ته يو ښه يا بد خبر را ورسيږي نو مخکي تر دې چي تاسي يې په خلګو کي نشر کړی دا خبر د خپلو مشرانو سره شريک کړئ تر څو هغوی يې په اړه تحقيق او پلټنه وکړي او درواغ او رښتيا يې معلوم کړي، کله چي د مشرانو لخوا خبر تأييد سو وروسته يې بيا تاسي تر نورو خلګو پوري ورسوئ.
ابن کثير رحمه الله ددې آيت په تفسير کي فرمايي: قوله تعالى: وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ.[النساء: 83] إنكار على من يبادر إلى الأمور قبل تحقُّقها، فيخبر بها ويفشيها وينشرها، وقد لا يكون لها صحة.[تفسير ابن كثير جـ 2 صـ 365]
دا قول د الله تعالی انکار دی پر هغه کسانو چي دوی مخکي تر ثبوت کارونو ته تلوار کوي، خلګ په هغه خبروي، افشاء کوي يې او نشر کوي يې په داسي حال کي چي دا خبره ځيني وختونه سمه نه وي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
بِئْسَ مَطِيَّةُ الرَّجُلِ زَعَمُوا.[سنن ابي داود4974]
ژباړه: د انسان ډېره بده سورلۍ ده دوی ګمان کوي.
يعني دا د انسان لپاره ډېر بد کار دی چي د خلګو د ګمانونو پسې ځي او بېله دې چي تحقيق او پلټنه وکړي د خلګو د ګمان پر اساس د هغوی خبره مني او اجراات ورباندي کوي.
د بېلګي په ډول په خلګو کي د يو چا په اړه يوه آوازه خپريږي نو مخکي تر دې چي انسان تحقيق او پلټنه وکړي د دغي آوازې منل او نورو ته يې رسول ډېر بد کار دی په خاصه توګه کله چي د حاکم او باچا په اړه وي.

زموږ په زمانه کي شايعات:
له بده مرغه چي زموږ په زمانه کي د شايعاتو خپرولو او نشرولو ته تر بل هر وخت ډېره زمينه برابره ده ځکه د هر چا په جيب کي ټليفون شتون لري چي په هغه کي ارومرو د سوشل ميډيا له لاري د ډېرو خلګو سره رابطه لري نو ځکه کله چي خبره واوري دستي يې په واټساپ، تلګرام، ټويټر، فيسبوک، انستاګرام او نورو کي د خلګو سره شريکه کړي سره د دې چي تر اوسه د خبري حقيقت معلوم نه وي خو د مسلمان لپاره داسي کار مناسب نه دی بلکي لومړی بايد د اورېدلي خبر په رښتينولۍ ځان ډاډه کړي بيا يې د نورو سره شريک کړي.
البته ځيني داسي خبرونه هم سته چي د رښتيا والي سره سره يې بايد مسلمان په نشرولو کي ډېر احيتاط وکړي لکه داسي خبرونه چي په نشرولو يې په ټولنه كي فساد خپريږي، امنيت ورسره خرابيږي، د مسلمانانو په روحيه باندي بد تأثير کوي او د اسلامي نظام په تاوان تماميږي.