۱۴۰۵/۰۵/۲۰

د اسد ۲۴ د آزادۍ او عبرت ورځ:

له دې کبله چې انسانانو ته آزادي د الله تعالی لوی نعمت دی نو لازمه ګڼو چې د هيواد د آزادۍ د ورځي يعني د اسد ۲۴ يادونه وکړو او پر هغې باندې د توان په اندازه يو څه وليکو.
د اسد ۲۴ هغه ورځ ده چې الله تعالی په دې ورځ کې ايمان پر کفر غالب کړ، مسلمان يې پر کافر غالب کړ او الهي حاکميت يې پر شيطاني حاکميت باندې برلاسی کړ ځکه نو موږ ته لازمه ده چې د دې ورځي تاريخ په خپلو کتابونو کې په زرينو کرښو وليکو او خپلو بچيانو ته يې په تمامه معنت ور وپېژنو تر څو هغوی هم داسي ورځو ته پوره آمادګي ولري.

دا ورځ د ډېرو قرباينو په نتيجه کې لاس ته راغلې ده ځکه نو دا ضروري ده چې موږ د شل کلني مبارزې د شهيدانو او قربانيانو يادونه ژوندي وساتو، د هغوی د آرمانونو د پوره کولو کوښښ وکړو، د هغوی د کورنيو او يتيمانو سره مرسته وکړو او په خپل فرهنګ کې هغوی د اصلي قهرمانانو او آزادۍ ګټونکو په نوم معرفي کړو ځکه د دين لپاره قرباني د هر چا کار نه دی نو کوم څوک چې د دين لپاره قرباني ورکوي؛ که هغه خپله له دې دنيا ځي خو يادونه او آرمانونه يې پاتيږي، د دوی په وړاندې د ژونديو انسانانو مسئوليت دا دی چې د دوی آرمانونه پوره کړي او يادونه يې تل ژوندي وساتي.

د اسد ۲۴ په هيواد کې د اوسني امنيت، برحاله وضعيت او په هيواد کې د پرمختګ پيلامه وه نو ځکه موږ بايد د دې ورځي د ياد ساتلو تر څنګ د هيواد امنيت، پرمختللی وضعيت او هراړخيزي آبادۍ ته نوره هم پاملرنه وکړو او په هر ډګر کې خپل هيواد د نورو هيوادونو سيال جوړ کړو ځکه لکه الله تعالی چې موږ ته د هيواد د آزادۍ لپاره د جهاد سپارښتنه کړې ده د ځمکي د آبادۍ او جوړوني سپارښتنه يې هم کړېده او فرمايي: هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا. (هود: ۶۱) ژباړه: هغه(الله) تاسو له ځمکې پيدا کړاست او تاسو يې په هغې کې د آبادۍ مسؤوليت درکړ.

د دې معنا دا ده چې الله تعالی انسانانو ته د ځمکې د آبادولو، اصلاح کولو او له هغې څخه د مشروعې ګټې اخيستنې زمينه او مسؤوليت ورکړی دی ځکه نو په هر لحاظ د هيواد آبادول زموږ دنده او وظيفه ده او د دې ترڅنګ خپلو ټولو خلکو ته د ښه ژوند برابرول زموږ مسئوليت دی.
 
د اسد ۲۴ د خپلواکۍ ورځ ده خو له دې ورځي مخکې زموږ هيواد اشغال وو نو زموږ لپاره دا لازمه ده چې د خپلو خلکو د پوهاوي لپاره کار وکړو او د اشغال په معنا او مفهوم يې پوه کړو تر څو بيا اشغال ته زمينه برابره نه سي او په تېر وخت کې چې د ځينو داخلي لاملونو له کبله هيواد د کفارو تر بريد لاندې راغلی وو هماغه لاملونه بيا تکرار نه سي، همداسي خپل بچيان په داسي مفکوره وروزو چې په آينده کې د هر ډول غلامۍ او انحراف څخه وساتل سي ځکه دا ثابته سوې خبره ده چې کله امريکايانو هيواد اشغال کړ زموږ ډېری افغانان د هغوی ترڅنګ ودرېدل او د خپل هيواد او خلکو پر ضد يې د هغوی سره مرسته وکړه.

د اسد ۲۴ که له يوې خوا د وياړ او افتخار ورځ ده له بلي خوا د عبرت او درس ورځ هم ده نو ځکه دا لازمه ده چې د تېرو وختونو څخه مثبت درسونه واخلو او د آينده لپاره د خپلواکۍ د ساتلو او اوسني نظام د استحکام لپاره هراړخيز کار وکړو تر څو خدای مکړه يو ځل د داسي ناوړين سره مخامخ نه سو او د الله تعالی په لاره کې زموږ د زرګونو شهيدانو آرمانونه د خاورو سره خاوري نه سي.

زموږ خلک بايد يوازې د دې ورځي په لمانځنه بسنه ونکړي بلکې په عملي بڼه د خپلواکۍ د ساتلو لپاره د خپل نظام تر شا ودريږي او په هر ډول چې کيږي د نظام بقاء او د هيواد پرمختګ ته زمينه نوره هم برابره کړي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۵/۱۸

غيرتمند انسان څوک دی؟

غيرتمند انسان هغه څوک دی چې په هراړخيز ډول د ستونزو په وړاندې مقاومت او استقامت کوي، د الله تعالی پر فرائضو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر سنتونو يې خوا بديږي، د دين څخه پر سرغړوني او بې حيايۍ په ليدلو سره په قهر کيږي، د خپل مسلمان ورور په غياب کې د هغه څخه دفاع کوي او د ديني شعائرو سپکاوی ورته د منلو نه وي.

غيرتمند انسان هغه نه دی چې د خلکو سره جنګونه او جنجالونه کوي، د خلکو سره پر ماسي شي خوا بده وي، پر انسانانو غرور او تکبر کوي، د ځان ځانۍ له کبله د خلکو سره رابطه پرې کوي، د خبرو په وخت کې خلکو ته سپکي سپوري وايي، پر خپل باطل فکر لکه غر داسي ټينګ ولاړ وي، پر خرافاتو او بدعاتو له خلکو سره مناظرې کوي او په خپل مسلمان ورور پسې تبليغات کوي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري