د حسد لپاره ډېر لاملونه شته چې موږ د يو څو دانو په بيان بسنه کوو:
1 - د بندګانو تر منځ د الله تعالی په تقسيم خوابدي او نه قناعت؛ داسي ويل شوي دي چې حسد کوونکی د نعمت دښمن دی او د الله تعالی پر تقدير په قهر دی.
2 - دګڼو اسبابو په خاطر د محسود څخه د حسد کوونکې کرکه او غضب چې هر وخت حسد ورڅخه پيدا کېږي او د دې سبب جوړيږي چې يو کس دي د بل لپاره د خير خواهۍ غوښتونکی نه وي.
3 - تکبر او ځان خوښونه، کوم څوک چې تکبر کوي او په ځان مغرور وي ارومرو حسد ورڅخه کېږي ځکه چې دی خپل ځان تر نورو انسانانو د نعمتونو ښه مستحق ګڼي.
4 - نفسي خباثت او چټلي؛ د ځينو خلکو نفس پاک نه وي بلکې خباثت او چټلي لري ځکه نو د هيچا لپاره خير نه غواړي او چې د کوم چا سره د الله تعالی نعمت وويني حسد ورسره کوي.
5 - پر حسد کوونکې د محسود لوړوالی؛ ځيني خلک داسي عادت لري چې کله يو څوک په علم، مال، ادب او نورو شيانو کې تر ځان لوړ ويني دستي حسد ورسره کوي او په دې خاطر بخالت کوي چې ولي الله تعالی دغه انسان ته داسي کمال ورکړی دی؟
6 - د مشرتوب او رياست محبت؛ ځيني خلک د مشرتوب او رياست سره ډېر محبت لري چې له امله يې د ټولو هغو کسانو سره حسد کوي چې د ده په فکر مزاحمت ورسره کوي او يا هم رياست ته د ده د رسېدلو مخي ته ممکن يو وخت خنډ جوړ شي، علماؤ د دې لپاره مثال د عبدالله بن ابي بن سلول ورکړی چې غوښتل يې د مديني منورې رياست ته ځان ورسوي خو کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی، د ده د رياست مخه ونيول شوه نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې حسد وکړ.
7 - په کاورنو کې وړاندي تګ؛ ځيني خلک د دې لپاره چې په خپله رشته او څانګه کې تر نورو مخکې شي حسد کوي له همدې امله موږ وينو چې تاجر د تاجر سره حسد کوي، کرونده ګر د کرونده ګر سره حسد کوي، عالم د عالم سره حسد کوي، ډاکټر د ډاکټر سره حسد کوي او دا ډېر لږ پېښيږي چې عالم دي د ډاکتر سره حسد وکړي او انجينر دي د کرونده ګر سره حسد وکړي.
8 - د مقاصدو د له منځه تللو وېره؛ کله چې يو څوک په يو شي باندې مشهور وي او يا په ټولنه کې نفوذ ولري که بل داسي څوک پيدا شي چې د ده سره ممکن سيالي وکړي او شهرت يې له خطر سره مخ شي نو دی حسد ورسره کوي او د دې آرزو لري چې کاشکې دا کس نه وای پيدا شوی او کاشکې د دې ځای څخه ورک شي.
9 - تبعيض او توپير؛ ځيني وختونه حسد د دې څخه هم پيدا کېږي چې يو مشر لکه پلار يا لکه په دنيوي کارونو کې مشر د اولادونو او تر خپل لاس لاندې کسانو تر منځ توپير وکړي او ځينو ته پر ځينو نورو ترجيح ورکړي، که پلار خپل يو زوی تر نورو زامنو ډېر وغواړي معلومه خبره ده چې د دغه زوی سره به د نورو زامنو حسد پيدا کېږي، که قومندان خپل يو عسکر تر نورو ډېر وغواړي معلومه خبره ده چې د دغه عسکر سره به د نورو عسکرو حسد پيدا کېږي او دېته ورته نور مثالونه.
10 - خپل ځان په خپله د خلکو حسد ته اچول؛ ځيني وختونه چې کله انسان پر ځان د الله تعالی د نعمتونو په اظهار کې مبالغه وکړي او په هغو کې ځان مشهور کړي نور خلک ورسره حسد کوي لکه يو څوک چې په علم يا مال کې ځان مشهور کړي ارومرو د نورو خلکو ورته پام کېږي او حسد ورسره کوي. .(داء الحسد وأثره على طلبة العلم:12)
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري