۱۴۰۴/۱۲/۰۸

پاکستان څه وکړه او افغانستان څه وکړه؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
پاکستان کړی اوربند مات کړ، پر افغانستان يې يرغل وکړ، بې ګناه ولسي خلک يې شهيدان کړه، د خپل ولس د غوښتني خلاف يې د خپل ګاونډي سره جګړه پيل کړه او د خپلو خلکو د ارادې خلاف بهرنۍ پروژه پر مخ باندې وړي.

افغانستان اوربند ته متعهد پاتي شو، يرغل يې نه دی کړی بلکې د يرغل ځواب يې ورکړی، ولسي خلک يې نه دي وژلي بلکې پر نطامي موخو يې واري کړي دي، په دې جګړه کې د خپل ولس هر ډول ملاتړ او غوښتنه د ځانه سره لري او د خپلې جګړې لپاره شرعي، قانوني، بين المللي او عقلي لاسوندونه د ځانه سره لري.

په اسلامي شريعت کې چې څوک پر چا بريد وکړي مظلوم د دې حق لري چې پر يرغلګر باندې هماغسي بريد وکړي څنګه يې چې پر ده باندې کړی وي؛ لکه په لاندې آيت کې چې راځي:
فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ.(البقرة:194)
ژباړه: څوک چې پر تاسې تېری وکړي تاسې هم پر هغه باندې داسي تېری وکړئ لکه پر تاسې يې چې کړی دی او د الله څخه ووېرېږئ او پوه شئ چې الله تعالی د پرهېزګارانو سره دی.

علماؤ د دې آيت په تفسير کې ليکلي دي: لومړی يرغل چې هر چا کړی وي هغه تېری او تجاوز دی او کوونکی يې ظالم او يرغلګر دی او دويم يرغل چې څوک د ځان د دفاع لپاره کوي هغه تېری او تجاوز نه دی او کوونکی يې ظالم نه بلکې مظلوم دی او د ده جګړه ناروا نه بلکې عدل دی. له همدې امله ويلای شو چې پاکستان تېريګر او ظالم دی او جګړه يې ناروا او ظلم دی خو افغانستان تېريګر او ظالم نه دی او جګړه يې ناروا او ظلم نه دی بلکې د ظالم مخنيوی دی.

همداسې په بل آيت کې راځي: وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ.(النحل:126) ژباړه: که تاسې ته عذاب درکول شي نو تاسې هم داسي عذاب ورکړئ لکه تاسي ته چې درکول شوی دی.

نو داسې ويلای شو چې افغانستان په يرغل پيل نه دی کړی بلکې پاکستان ته يې د ده د يرغل عذاب او ځواب ورکړی دی او دا د الله تعالی لخوا د اباحت امر دی نو ځکه په هيڅ ډول افغانستان ته د ملامتيا ګوټه نه شي نيول کېدلای، کوم کسان چې د ملامتيا ګوته ورته نيسي هغوی ته شرعي دستورات معلوم نه دي. لکه په لاندې آيت کې چې الله تعالی فرمايي:
وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ.(الشوري:41) ژباړه: او يقينا چې څوک پر خپل ځان د ظلم کېدلو وروسته بدل واخلي نو پر دغه کسانو هيڅ لاره (د ملامتيا) نشته.
دلته په صراحت سره د هغه چا څخه د ملامتيا نفي شوي دي چې د ځان د دفاع لپاره بريد ګر ته ځواب ورکړي لکه افغانستان چې پاکستان ته ځواب ورکړی دی.

نو د اسلامي شريعت له نظره پاکستان ظالم او ملامت دی او افغانستان د ځان دفاع کوونکی او مجبور دی ځکه نو د هغو کسانو خبري هيڅ ارزښت نه لري چې افغانستان ته د ملامتيا ګوته نيسي او يا هم د هندوستان پښه دې موضوع ته را کشوي.

که راسو بين المللي قوانينو او عقلي دلائلو ته نو د دواړو پر اساس پاکستان بريدګر او فتنه ګر دی او افغانستان د ځان دفاع کوونکی دی ځکه پاکستان د ټولو اصولو او دلائلو پر خلاف پر افغانسان بريد کړی په داسي حال کې چې افغانستان څو  ځلي د خبرو پر ميز ورسره کښېناستلی هم دی خو له بده مرغه چې هر ځلي پاکستان په بې ځايه خبرو او ماشومانه غوښتنو د مذاکراتو ډګر مردار کړی او د خبرو له ميدانه تښتېدلی دی.

زموږ ولس ته دا په کار ده چې لکه تر اوسه چې د خپل نظام تر شا درېدلی په آينده کې هم د خپل نظام ملا ټينګه کړي ځکه نظام د دوی څخه د دفاع لپاره دا هرڅه  کوي، همداسې د پاکستان ولس ته هم دا په کار ده چې په پاکستاني حکومت کې د پوځي فتنه ګرې کړۍ مخه ونيسي او نور اجازه ورنکړي چې پاکستان نور هم د نړۍ په سطحه منزوي کړي او د ګاونډيانو سره په جګړو کې يې ښګېل کړي. 

د افغانستان او پاکستان پرتله:

۱ ـ پاکستان تېريګر دی، افغانستان د ځان دفاع کوي.
۲ ـ پاکستان د غرب لپاره جنګيږي، افغانستان د خپل ولس د ساتنې لپاره جنګيږي.
۳ ـ پاکستان خپل ولس د بحران خيټي ته ور اچوي، افغانستان خپل ولس د بحران څخه را باسي.
۴ ـ پاکستان د انګريزانو او غرب پروژې په سيمه کې د جګړو له لارې تطبيقوي، خو افغانستان په سيمه کې د بهرنيو شيطاني کړيو د پروژو د تطبيق مخنيوی کوي.
۵ ـ پاکستان په جنوبي آسيا کې هغه کارونه کوي کوم چې اسرائيل يې په منځني ختيځ کې کوي، خو افغانستان په هيواد کې د ننه اسلامي شريعت نافذ کړی او د ټولو بهرنيو هيوادونو سره د شريعت په چوکاټ کې د متقابل احترام پر اساس ښې اړيکي غواړي.
۶ ـ پاکستان داسي د منافقت پاليسي غوره کړې چې څو ځله يې اوربند مات کړی، خو افغانستان تر اوسه هر ډول اوربند ته ژمن پاتي شوی دی.

نن هغه وخت را رسېدلی دی چې افغان ولس ټول د  خپل نظام تر شا ودريږي او د دې فاسدي پاکستانۍ پوځي کړۍ غاښونه په خوله کې ور مات کړي، همداسي پاکستانی ولس هم بايد خپل مسئوليت درک کړي او د دې پوځي غلامي کړۍ په وړاندې عمومي پاڅون وکړي تر څو نور دوی د ستونزو او کړاوونو خيټي ته ګوزار نه کړي.

يادونه : زموږ هدف د پاکستان د ذکر څخه د پاکستان پوځي غلامه کړۍ ده؛ ولس، علماء او سياسيون زموږ هدف نه دي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۲/۰۶

د قرآن شريف د تلاوت ثواب او فضيلت:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
قرآن شريف يواځنی هغه کتاب دی چې الله تعالی يې پر تلاوت باندې ثواب مرتب کړی دی او چې څوک يې  تلاوت کوي الله تعالی هغه انسان ته ډېر ثوابونه او لوړي مرتبې ورکوي چې ځيني يې په لاندې ډول دي:
1 – د قرآن شريف تلاوت د دې سبب جوړيږي چې د قيامت په ورځ دي قرآن د تلاوت کوونکې شفاعت وکړي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:  الصِّيَامُ وَالْقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، يَقُولُ الصِّيَامُ: أَيْ رَبِّ، مَنَعْتُهُ الطَّعَامَ وَالشَّهَوَاتِ بِالنَّهَارِ، فَشَفِّعْنِي فِيهِ، وَيَقُولُ الْقُرْآنُ: مَنَعْتُهُ النَّوْمَ بِاللَّيْلِ، فَشَفِّعْنِي فِيهِ، قَالَ: فَيُشَفَّعَانِ.(مسند احمد: 6626)
ژباړه: د عبدالله بن عمرو رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ژوژه او قرآن د قيامت په ورځ د بنده شفاعت کوي، روژه وايي: ای ربه ما دی په ورځ کې د خوړو او شهوتونو څخه بند کړی وو نو ما ته د ده لپاره د شفاعت اجازه راکړه، قرآن وايي: ما دی په شپه کې د خوب څخه بند کړی وو نو ما ته د ده لپاره د شفاعت اجازه راکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو روژې او قرآن ته د شفاعت اجازه ورکول کيږي.

2 – د قرآن په تلاوت باندې انسان ته په آسمان کې آرامي او په ځمکه کې نيک نوم حاصليږي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
وَعَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ - رضي الله عنه - قَالَ: سَأَلْتُ رَسُولَ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - فَقُلْتُ: أَوْصِنِي , قَالَ: " أُوصِيكَ بِتَقْوَى اللهِ , فَإِنَّهُ رَأسُ كُلِّ شَيْءٍ , وَعَلَيْكَ بِالْجِهَادِ , فَإِنَّهُ رَهْبَانِيَّةُ الْإِسْلَامِ وَعَلَيْكَ بِذِكْرِ اللهِ وَتِلَاوَةِ الْقُرْآنِ , فَإِنَّهُ رَوْحُكَ فِي السَّمَاءِ , وَذِكْرُكَ فِي الْأَرْضِ.(مسند احمد: 11774)
ژباړه: د ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې دی وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وغوښتل چې ما ته سپارښتنې وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تا ته د الله تعالی څخه په وېري سپارښتنه کوم ځکه هغه د هرشي اصل دی، او پر تا باندې لازمه ده چې جهاد وکړې ځکه هغه د اسلام رهبانيت دی، او پر تا باندې لازمه ده چې د الله تعالی ذکر وکړې او د قرآن تلاوت وکړې ځکه هغه په آسمان کې ستا لپاره آرامي ده او په ځمکه کې نيک نوم دی.
په آسمان کې د انسان لپاره د آرامۍ معنی دا ده چې د مړيني وروسته به الله تعالی د ده روح ته په آسمان کې آرامي او سکون ورکوي او په ځمکه کې د نيک نوم د پيدا کېدلو معنی دا ده چې الله تعالی به دی اصلاح کوي چې طبعا په خلکو کې به په ښو باندې ياديږي.

3 – د قرآن په تلاوت سره به د قرآن آيتونه د قيامت په ورځ د انسان لپاره نور او رڼا وي او د ده لارښوونه به کوي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: مَنِ اسْتَمَعَ إِلَى آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، كُتِبَ لَهُ حَسَنَةٌ مُضَاعَفَةٌ، وَمَنْ تَلَاهَا كَانَتْ لَهُ نُورًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ.(مسند احمد: 8475)
ژباړه: د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د الله تعالی د کتاب يوه آيت ته غوږ ونيسي نو د ده لپاره به څو برابره نيکي وليکل سي او څوک چې يو آيت تلاوت کړي هغه به د قيامت په ورځ د ده لپاره نور وي.

4 – د قرآن په تلاوت سره زړونه د زنګو او چټليو څخه صفا کيږي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ هَذِهِ الْقُلُوبَ تَصْدَأُ كَمَا يَصْدَأُ الْحَدِيدُ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَا جَلَاؤُهَا؟ قَالَ: «تِلَاوَةُ الْقُرْآنِ.(اعتلال القلوب: 50)
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بېشکه چې دغه زړونه زنګ نيسي لکه اوسپنه چې زنګ نيسي، صحابه وو وويل: نو پاکوالی يې څنګه دی يا رسول الله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د قرآن تلاوت دی. يعني د قرآن په تلاوت سره زړونه د زنګو څخه صفا کيږي.

5 – د قرآن په تلاوت سره انسان د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم عاشق ګرځي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم -: " مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُحِبَّ اللهَ وَرَسُولَهُ , فَلْيَقْرَأ فِي الْمُصْحَفِ.(حلية الاولياء وطبقات الفقهاء: 7/209)
ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هر چا ته خوښه وي چې د الله تعالی او رسول الله – صلی الله عليه وسلم – سره يې محبت پيدا سي نو قرآن دي ولولي.

6 – د قرآن تلاوت تر ټولو غوره او بهترينه ذکر دی؛  لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عن اَبي خَالِدٍ الْأَحْمَرُ، قَالَ: سَمِعْتُ سُفْيَان، يَقُولُ: أَفْضَلُ الذِّكْرِ تِلَاوَةُ الْقُرْآنِ فِي الصَّلَاةِ , ثُمَّ تِلَاوَةُ الْقُرْآنِ فِي غَيْرِ الصَّلَاةِ , ثُمَّ الصَّوْمُ , ثُمَّ الذِّكْرُ.(حلية الاولياء وطبقات الأصفياء:7/67)
ژباړه: ابو خالد احمر وايي: ما د سفيان ثوري رحمه الله څخه واورېدل چې ويل يې: تر ټولو غوره ذکر د قرآن کريم تلاوت دی په لمانځه کې، وروسته د قرآن کريم تلاوت دی بېله لمانځه، وروسته روژه ده او وروسته ذکر دی.

7 – د قرآن کريم د هر حرف په تلاوت سره الله تعالی انسان ته ثواب او نيکي ورکوي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
وَعَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم -:  مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللهِ , فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ , وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا , لَا أَقُولُ: {الم} حَرْفٌ , وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ , وَلَامٌ حَرْفٌ , وَمِيمٌ حَرْفٌ.(سنن ترمذي: 2910)
ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د الله تعالی د کتاب يو حرف ولولي نو د ده لپاره يوه نيکي ده او هره نيکي په لس برابره حسابل کيږي، زه نه وايم: چې(الم) حرف دی بلکې الف حرف دی، لام حرف دی، او ميم حرف دی.

کله چې د قرآن شريف د تلاوت دومره ډېر ثواب دی نو موږ مسلمانان بايد هميشه د قرآن تلاوت د ځان عادت جوړ کړو او په خپل ورځني مهالوېش کې د قرآن تلاوت ته ځای ورکړو په خاصه توګه د روژې په مبارکه مياشت کې چې د انسان نفل لمونځ په فرض او فرض لمونځ يې په اويا فرضو باندې حسابل کيږي؛ په دې مبارکه مياشت کې بايد موږ د قرآن پر تلاوت ډېر تمرکز وکړو او د تراويح په شمول څو ځله قرآن شريف ختم کړو.

۱۴۰۴/۱۲/۰۵

د روژې مياشتي اووم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د پېشلمي په کولو کې الله پاک ډېر فضيلت ايښی دی لکه چې په حديث کې راځي: تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً.(متفق عليه)
ژباړه: پيشلمی وکړئ ځکه چې په پېشملي کې برکت دی.

زموږ او د اهل کتابو د روژې یو تفاوت په دغه کې دی چې موږ پېشلمی کوو دوی یې نه کوي لکه په حديث شريف کې چې راځي: فَصْلُ مَا بَيْنَ صِيَامِنَا وَصِيَامِ أَهْلِ الْكِتَابِ أَكْلَةُ السَّحَرِ.(سنن دارمي: 1844)
ژباړه: زموږ او د اهل کتابو د روژې تر منځ توپیر د پيشلمي کول دي. 

د پېشلمي كول لکه په ظاهري معنی چې د الله پاک لخوا امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځانګړیتوب او احسان دی په معنوي لحاظ هم پر ډېرو برکتونو باندې مشتمل دی، پېشلمي ته کښیناستل د دې لامل جوړیږي چې انسان دي عبادت وکړي، د دې برکتناکه وخت د انوارو څخه دي برخمن شي او الهي رحمتونه دي ورباندې ووریږي.

په حديث شريف کې راځي: وَالسَّحُورُ بَرَكَةٌ، تَسَحَّرُوا؛ فَإِنَّهُ يَزِيدُ فِي الْقُوَّةِ، وَهُوَ مِنَ السُّنَّةِ، تَسَحَّرُوا وَلَوْ بِجُرْعَةٍ مِنْ مَاءٍ أَوْ عَلَى جَرْعَةٍ مِنْ مَاءٍ، تَسَحَّرُوا، صَلَوَاتُ اللَّهِ عَلَى الْمُتَسَحِّرِينَ. (مسند الحارث: 323)
ژباړه: پېشملی برکت دی، پېشلمی وکړئ ځکه پېشملی قوت ډېروي او هغه سنت دی، پېشملی وکړئ که څه هم په يو غړپ اوبو وي او يا پر يو غړپ اوبو وي، پېشلمی وکړئ د الله تعالی رحمتونه دي وي پر پېشملي کوونکو.

په بل حديث کې راځي: عَنْ أَبِي أُمَامَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: اللَّهُمَّ بَارِكْ لِأُمَّتِي فِي سُحُورِهَا، تَسَحَّرُوا وَلَوْ بِشَرْبَةٍ مِنْ مَاءٍ، وَلَوْ بِتَمْرَةٍ، وَلَوْ بِحَبَّاتِ زَبِيبٍ، فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تُصَلِّي عَلَيْكُمْ.(مسند الشاميين: 16)
ژباړه: ابو امامه رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويل يې: ای الله زما د امت لپاره د دوی په پېشملي کې برکت واچوه، پېشلمی وکړئ که څه هم په يو غړپ اوبو وي، که څه په يوه دانه خرما وي او که څه هم په څو دانو کشمشو وي ځکه ملائکي پر تاسې درود وايي.

لکه د پېشملي وخت چې مبارک دی خواړه يې هم مبارک بلل شوي دي، په حديث  شريف کې راځي: عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: تَسَحَّرُوا مِنْ آخِرِ اللَّيْلِ وَهُوَ الْغِذَاءُ الْمُبَارَكُ.(مسند الشاميين: 1853)
ژباړه: د ابو درداء رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د شپې په آخره کې پېشلمی وکړئ، هغه برکتناکه خواړه دي.

د پېشلمي لپاره کوم خاص ټاکل شوی وخت نشته خو مستحب دا دی چې پېشملی د شپې په آخرنۍ برخه کې وشي لکه په مخکني حديث کې ذکر شوه او د صبح دمېدلو څخه دي دومره وخت مخکې کښېني چې د صبح تر دمېدلو پوري په کافي اندازه خوراک او څښاک وکړي البته د صبح تر دمېدلو څو دقیقې مخکې باید پېشلمی بند کړل شي.

د تېرو احاديثو څخه په استناد ويلای شو چې د پېشملې ځانګړتياوې په لاندې دي:
1 – د پېشلمي په وخت کې الله تعالی برکت ايښی دی.
2 – د پېشملي په خوړو کې الله تعالی برکت ايښی دی.
3 – د پېشلمي په کولو سره د اهل کتابو مخالفت راځي.
4 – پېشملي کوونکو ته ملائکې دعاګانې کوي.
5 – پېشملی سنت دی.
6 – د پېشملي په کولو سره انسان ته قوت حاصليږي.
7 – پېشملي کوونکو ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ځانګړې دعا کړېده.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۲/۰۴

روژه د نیکیو میاشت ده:

روژه د نیکیو میاشت ده؛ په روژه کې باید تر بل هر وخت انسان پر نیکیو باندې ډېر کوښښ وکړي ځکه په دې میاشت کې نیکۍ څو برابره حسابل کیږي او نسبت و بل وخت ته یې قبولیت هم حتمي وي.
نیکۍ پر دوه ډوله دي ظاهري نیکۍ او معنوي نیکۍ؛  په روژه كې باید انسان دواړه ډولونه د نیکیو په ډېره لوړه پیمانه ترسره کړي.

ظاهري نيکۍ او ښېګڼي:
لكه لمونځ، زکاة، روژه، حج، جهاد في سبيل الله، د مور او پلار سره نيکي، صله رحمي، اصلاح ذات البين، مساکينو او اړو انسانانو ته خواړه ورکول، د سنت سلام خپرول، د شپې لمونځ کول او داسي نور....

معنوي نيکۍ او ښېګڼي:
لكه شجاعت، عفت، صدق، وفاء، امانت، اخلاص، حلم، تواضع، کرم، صبر، د انساني ضمير پاکي، د خلکو ښه کولو ته تشويق کول، عدل او احسان، او نور داسي شيان چې د امت لپاره اوس او يا په را روان وخت کې ګټمن وي او په قرآن، حديث، اجماع او فقهي استنباطاتو باندې ثابت وي.

د نيکۍ فايدې:
۱ – په نيکۍ باندې سړی جنت رسېدلای شي.
۲ – په نيکۍ باندې د انسان عمر ډېريږي.
۳ – په نيکۍ باندې د انسان په مال او اولاد کې برکت پيدا کېږي.
۴ – نيکي د دنيوي او اخروي نيکمرغۍ سبب ده بناءً په نيکۍ باندې انسان د دنيا او آخرت نيکمرغي لاسته راوړلای شي.
۵ – نيکي د انسان د ښې خاتمې لپاره دليل دی.
۶ – په نيکۍ باندې انسان د الله پاک او انسانانو محبت تر لاسه کولای شي.
۷ – په نيکۍ باندې په ټولنه کې محبت او الفت پيدا کېږي.
۸ – په نيکۍ باندې مسلمان تاجر د قيامت په ورځ د فجارو د ټولۍ څخه وځي.
۹ – د نيکۍ په کوونکو يعني په نيکانو خلکو باندې ځمکه آباده وي لکه په فجارو خلکو چې ځمکه خرابه وي.
۱۰ – په نيکۍ باندې انسان د قيامت د ورځي د عذاب څخه نجات موندلای شي.
۱۱ – نيکي هغه صفت دی چې ښه اخلاق د انسان ورباندې کامل کېږي او انسان و لوړو درجو ته د رښتينولۍ رسوي.
۱۲ – په نيکۍ باندې سرګردان او حيران نفسونه اطمينان پيدا کوي.
۱۳ – په نيکۍ باندې وېرېدونکې زړونه آرام او سکون پيدا کوي.
۱۴ – په نيکۍ باندې ټولنه ټينګښت پيدا کوي.
منبع: تحف رمضانیه
ژباړه او وضاحت: مولوي نورالحق مظهري

د روژې مياشتي پنځم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې دا مياشت د سخاوت او پېرزويني مياشت ده له همدې کبله په دې مياشت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم سخاوت ډېر کوی لکه په حديث کې چې راځي: كان رسول الله صلى الله عليهم وسلم أجود الناس وكان أجود ما يكون في رمضان.[متفق عليه] 
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو خلکو سخي وو خو د روژې په مياشتي کې بيا بيخي ډېر سخي وو.

په دې مياشت کې الله تعالی هم د نورو وختونو په نسبت پر خپلو بندګانو ډېر سخاوت کوي ځکه نو خپل د رحمت روازې پرانيزي، د جنت دروازې خلاصوي، د دوږخ دروازې تړي، د بندګانو نفل عبادت په فرض او فرض عبادت يې په اويا فرضو حسابي او دېته ورته نور انعامات چې الله تعالی يې پر خپلو بندګانو کوي.

په دې خاطر چې په دې میاشتي کې د انسانانو نیک اعمال د دې ترڅنګ چې د قبلېدلو درجې ته ډېر نژدې دي څو برابره ورته حسابل کیږي نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په دې میاشتي کې ډېر سخاوت کوی او د نورو مسلمانانو لپاره هم په دې میاشتی کې سخاوت ډېر ثواب لري ځکه چې الله تعالی پر خپلو بندګانو سخاوت کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم سخاوت کوی نو موږ مسلمانان خو بايد بيخي په دې مبارکه مياشت کې ډېر سخاوت وکړو.
مولوي نورالحق مظهري

د روژې مياشتي شپږم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې څوک روژاتي ته روژه مات ورکړي نو الله پاک به و ده ته د روژاتي ثواب ورکوي لکه په حديث کې چې راځي: من فطر صائماً كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيء. [مسند أحمد]
ژباړه: څوک چې روژاتي ته روژه مات ورکړي نو ده ته به د روژاتي غوندي مزدوري ورکول کېږي بېله دې چې د روژاتي د مزدورۍ څخه دي کوم شی کم کړل شي.

د روژاتي په ثواب باندي یوازې الله پاک خبر دی چې څومره به وي، دا په دې خاطر نه چې ثواب یې معلوم نه دی بلکې په دې خاطر چې ثواب یې بیخي ډېر دی نو څومره ثواب چې هغه ته د روژې پر نیولو ورکول کیږي و هغه چا ته به هم هغومره ثواب ورکول کیږي چې روژاتي ته روژه مات ورکوي.

په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: وَمَنْ أَشْبَعَ صَائِمًا سَقَاهُ اللَّهُ مِنْ حَوْضِي شَرْبَةً لَا يَظْمَأُ حَتَّى يَدْخُلَ الْجَنَّةَ.(الدعوات الکبير للبيهقي:2/152)
ژباړه: څوک چې روژه ‌دار(په خوراک باندې) موړ کړي، الله تعالی به هغه زما د حوض په اوبو داسې اوبه کړي چې تر هغه به تږی نه سي، تر څو جنت ته داخل سي.

په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ومن اشبع صائما كان له مغفرة لذنوبه وسقاه الله من حوضي شربة لا يظمأ حتى يدخل الجنة وكان له مثل أجره من غير أن ينقص من أجره شيئا.(مسند الحارث:312)
ژباړه: څوک چې روژه ‌دار(په خوراک باندې) موړ کړي دا به د ده د ګناهونو لپاره بخښه وي او الله تعالی به هغه زما د حوض په اوبو داسې اوبه کړي چې تر هغه به تږی نه سي، تر څو جنت ته داخل سي او د ده لپاره به د روژاتي مزدوري وي بېله دې چې د هغه له مزدورۍ څخه کوم شی کم کړل سي.

د روژه ماتي د ورکولو د ډېر ثواب له امله علماء فرمايي: که کوم څوک مسلمان ته د روژې په مياشت کې روژه ماتی ورکوي که څه لږ شی وي نو هغه دي د ده روژه ماتی نه ردوي بلکې قبول دي کړي تر څو د روژه ماتي ثواب د مسلمان په برخه سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۲/۰۲

د روژې مياشتي درېيم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د جنتونو دروازې خلاصيږي او د دوږخونو دروازې تړل کېږي لکه ابوهريره رضي الله عنه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي: إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة وغُلّقت أبواب النار.[صحيح مسلم 2547] ژباړه: کله چې د روژې مياشت راشي نو د جنت دروازې خلاصي شي او د دوږخ دروازې بندي شي.

د جنت د دروازو خلاصېدل او د دوږخ د دروازو تړل کېدل کنایه د دې څخه ده چې د الله پاک د رحمتونو دروازې به خلاصیږي او د غضب دروازې به یې تړل کیږي، پر مؤمن باندې به ډېر ژر د الله پاک رحمتونه کیږي او عبادات به یې ډیر ژر د الله پاک په دربار کې د قبولیت درجې ته رسیږي چې په نتیجه کې به جنت ته داخلیږي او د دوږخ څخه به نجات پیدا کوي.

له همدې امله چې دا مياشت د ارزښت له مخې ډېره لوړه ده الله تعالی په هره شپه کې انسانانو ته د دوی د برياليتوب لپاره آواز کوي لکه په حديث شريف کې چې راځي:
وَنَادَى مُنَادٍ: يَا بَاغِيَ الْخَيْرِ أَقْبِلْ ، وَيَا بَاغِيَ الشَّرِّ أَقْصِرْ ، وَلِلَّهِ عُتَقَاءُ ، وَذَلِكَ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ.(سنن ابن ماجة: 1642) ژباړه: يو آواز کوونکی آواز کوي: ای د خير غوښتونکې چې زموږ د عبادت څخه دي مخ اړولی مخ راواړوه، ای د ګناه غوښتونکې د ګناه څخه لاس واخله، او د الله تعالی لپاره د اور څخه آزادېدونکې کسان دي او د غه کار به هره شپه وي.

يعني د الله تعالی له لوري د روژې په هره شپه کې يو څوک آواز کوي او بندګانو ته په خطاب کې وايي: ای هغه څوکه چې د خير د کارونو څخه دي لاس اخيستی خو اړتيا ورته لرې د عبادت په کولو سره ما ته مخ را واړوه ځکه زه په دې مياشت کې ستا لږ عمل په ډېر باندې حسابم او ای د ګناه کوونکې د ګناه څخه لاس واخله ځکه دا مياشت د توبې لپاره ځانګړی فرصت دی او ته د دې فرصت څخه ګټه پورته کړه او د روژې په هره شپه کې الله تعالی ډېر انسان د اور څخه آزادوي.

فایده: دا د مسلمانانو لپاره یو فرصت دی چې څوک یې په ارزښت پوه شي ارومرو ګټه ورڅخه پورته کوي او په ټوله کال کې بیا داسي فرصت د مسلمانانو په لاس نه راځي نو باید کوښښ وکړو چې ځانونه د جنت دروازو ته برابر کړو. 
مولوي نورالحق مظهري

د روژې مياشتي څلورم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې شيطانان تړل کېږي تر څو د الله پاک مخلص بندګان د هغوی د وسوسو او فتنو څخه نجات پيدا کړي لکه په حديث کې چې راځي: وصُفّدت الشياطين.[صحيح مسلم 2547] يعني د روژې د راتللو سره شيطانان تړل کېږي.

د شیطانانو د تړلو دوې معناوې دي یا دا چې ټوله هغه شیطانان به تړل کیږي كوم چې په نورو وختونو کې خلاص وه او په بندګانو یې ګناهونه کول یا په دې معنی سره چې د شیطانانو مشران او سركښان تړل کیږي کوم چې د انسانانو د بربادۍ لپاره او په انسانانو د ګناه کولو لپاره یې خپله هم کارونه کول او خپل نورو افرادو ته یې هم مسئولیتونه ورکول.

دلته يوه پوښتنه پيدا کیږي چې الله تعالی شيطانان تړي بيا نو ولي د روژې په مياشت کې ځيني انسانان ګناهونه کوي؟ د دې پوښتني په ځواب کې علماؤ څو ځوابونه ويلي دي:
1 – الله تعالی شيطانان د هغه روژاتيانو څخه تړي کوم چې پر شرايطو برابره روژه نيسي؛ هغه کسان چې پر شرايطو برابره روژه نه نيسي د هغوی څخه شيطانان نه نړل کيږي او ډېری وختونه هم په روژه کې دغسي کسان ګناهونه کوي.
2 – ځيني کسان چې په روژه کې ګناهونه کوي ممکن د هغوی د ګناهونو سبب د دوی خبيث نفسونه او ناوړه عادتونه وي او يا هم ممکن انسي شيطانان د دوی د ګناهونو سبب وي.
3 – الله تعالی د شيطانانو هغه سرکښه  او متمرد شيطانان تړي هغه کوچني شيطانان بيا هم آزاد وي نو په دې مياشت کې چې کوم کسان ګناهونه کوي ممکن د هغه کوچني شيطانانو په وسوسه سره وي.(التوضيح لشرح الجامع الصحيح:13/58)

خو په هر حال الله پاک د روژې په فضیلت د خپلو بندګانو څخه شيطانان تړي تر څو انسانان په آرامه او د شيطاني وسوسو څخه ليري د الله تعالی عبادت وکړي، نو موږ بندګان باید د لاډېر عبادت کوښښ وکړو او په دې میاشتي کې خپل نفس ضعیف کړو او غوښتني یې و نه منو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۱/۳۰

د روژې مياشتي دويم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې الله پاک په دې مياشتي کې قرآن عظيم الشأن نازل کړی دی هغه قرآن چې د انسان د دنيوي او اخروي سعادت لپاره اساسي قانون دی لکه څنګه چې الله پاک فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ.[البقرة 185] ژباړه: د روژې مياشت هغه مياشت ده چې په هغې کې قرآن نازل سوی دی، هغه قرآن چې د خلکو لپاره هدايت دی او د لارښوونې او د حق او باطل تر مينځ د توپير کولو لپاره نښي دي.

نو موږ مسلمانان چې څومره قرآن ته احترام لرو، هغه پر خپل ژوند باندې حاکم بولو او خپله هره ستونزه پر قرآن باندې آواروو؛ د روژې د مبارکې میاشتي احترام هم باید ولرو او چې په کومو کارونو یې سمه لمانځنه او حق آداینه کیږي هماغه کارونه باید وکړو.

په دې مبارکه مياشت کې د قرآن کريم نازلېدل د دې غوښتنه کوي چې موږ په دې مياشت کې د نورو نيکو کارونو سره سره قرآن ته ډېره پاملرنه وکړو؛ په دې مياشت کې په تراويح کې د قرآن شريف ختم وکړو، د قرآن شريف ډېر تلاوت وکړو، د قرآن ترجمه او تفسير زده کړو او په خپل عمل کې قرآن په اساسي ډول عملي کړو.
مولوي نورالحق مظهري

د روژې مياشي برکتونه:(لومړی برکت)

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امت سره دا د الله پاک لوی احسان دی چې دوی ته يې د روژې مبارکه مياشت ورکړېده او دا يې د دې امت ځانګړتيا ګرځولېده لکه امام سيوطي رحمه الله چې فرمايي: وصوم رمضان من خصائص هذه الأمة.(الحاوي للفتاوی:2/118) يعني د روژې مياشتي روژه د ځانګړتياوو څخه د دې امت ده. دا مبارکه مياشت لکه الله پاک چې په قرآن کې او رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو احاديثو کې مبارکه بللې ده همداسي د برکتونو او ثوابونو څخه ډکه ده. راځو ځینی برکتونه یې ذکر کوو:

*لومړی برکت:*
لومړی بركت د دې مياشتي دا دی چې الله پاک دا مياشته د عظيم عبادت یعني روژې لپاره ځانګړې کړې او تر نورو مياشتو يې د دې رتبه لوړه کړې لکه الله پاک چې فرمايي: فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه. [ البقرة 185] ژباړه: څوک چې ستاسو څخه مياشت وويني نو حتما دې روژة ونيسي.
دا چې الله پاک دا میاشت د داسي عظیم عبادت لپاره ځانګړې کړه او د دغه عبادت وخت یې دغه میاشت وګرځوله دا خپله لوی برکت دی.
نو موږ باید د دې میاشتي قدر وپېژنو په دې میاشتي کې د عظیم عبادت تر څنګ نور عبادتونه هم ډېر وکړو تر څو الله پاک مو د خپلو خاصو بندګانو څخه وګرځوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۱/۲۶

د دلو ٢٦ او زموږ مسئوليتونه:

دا يقيني خبره ده چې د سلواغې ۲۶ د مجاهدينو د اتلولۍ او افغانانو د برياليتوب ورځ ده او د باطل په وړاندې د حق د اوچت کېدلو څرک دی.

په دې ورځ کې د مسلمانو شهيدانو وينو، د مجاهدينو ستړياوو او د افغانانو کړاوونو رنګ راوړ او د وخت زبرځواک شوروی يې د غريبو افغانانو په وړاندي په ګونډو کړ.

د دلو ۲۶ هغه تاريخ جوړوونکې ورځ ده چې افغانانو د نړۍ په کچه د دويمي لويي امپراطورۍ د ماتولو ريکارډ په همدې ورځ خپل کړ او د وخت قطبي شوروی يې د ګران افغانستان څخه وشړی.

زموږ مسئوليتونه:
۱ - موږ بايد يوازې د دې ورځې په لمانځلو او په دې ورځ کې په رخصتۍ کولو بسنه ونکړو بلکې دا ورځ د ټولو اړخونو سره د خپل آينده نسلونو په فکرونو کې د ګڼو لارو څخه ژوندۍ وساتو تر څو هغوی هم د خپلو نيکونو پر قدمونو پښې کښيږدي او د هر يرغلګر په وړاندې د خپلو نيکونو په څېر ودريږي.

٢ – د دې ورځې ټولي ظاهري او باطني برياوې وپېژنو او د ساتني کوښښ يې وکړو؛ په دې ورځ کې نه تنها دا چې په فزيکي ډول روسان د افغانستان څخه وشړل سوه بلکې د روسانو پلويانو خلقيانو او پرچميانو ته هم د خطر زنګ او د دوی د منحوسي غلامي واکمنۍ د پای پيل وو ځکه نو موږ بايد خپل ولس د روسي او کمونيستي فزيکي او فکري اشغال په خطرونو خبر کړو او د ولس هر وکړي ته د دوی په وړاندې د مبارزې هر اړخيزه انګېزه ورکړو.

٣– دا معلومه خبره ده چې روسانو د ځانه سره کفري فکر هم راوړی وو تر څو زموږ مسلمان ولس ته يې تزريق کړي او د کمونيزم تر سايه لاندي يې د ارتداد لوري ته يوسي خو الحمدلله خپلي دې موخي ته و نه رسېدل.

زموږ افغانان بايد په دې باندې خپل سر خلاص کړي چې لکه د روسانو وتل چې د هر افغان وظيفه وه د روسي فکر ختمول او هيواد ورڅخه پاکول هم د هر افغان وظيفه ده ځکه نو موږ بايد د ټولو هغه فکرونو او باورونو په وړاندې مبارزه وکړو چې د هيواد خپلواکۍ، مسلمانۍ، رښتيني آبادۍ او ايماني ترقۍ لپاره ممکنه او بالقوه خطر وي او په فکري او سياسي ډګر کې داسي اصلاحات راولو چې د هيواد څخه مو د فکري او سياسي انحراف ټغر په پوره توګه ټول سي.

٤ – دا يقيني خبره ده چې د روسانو په وړاندې د افغانانو مبارزه د وطن او دين د ساتنې لپاره وه ځکه نو موږ ته دا لازمه ده چې د وطن او دين ساتنه مو هر وخت په لومړيتوبونو کې وي او په ټولو هيوادوالو کې د وطن دوستۍ او دين دوستۍ روحيه پيدا کړو تر څو زموږ هر وګړی د دين په چوکاټ کيږې هم وطن وساتي او هم يې جوړ کړي.

٥ – که څه هم د روسانو وتل د افغانانو لپاره لويه نيکمرغي وه خو له بده مرغه چې د هغوی د وتلو وروسته د ځينو قدرت طلبو لخوا د جهاد آرمانونه د خاورو سره خاوري سوه او جهادي موخې د قدرت او چوکۍ په نېشه شا ته وغورځول سوې ځکه نو هيواد د قدرت په جزيرو و وېشل سو او هر چيري خپل مينځي جګړې پيل سوې چې په نتيجه کې د روسانو د وتلو وروسته اسلامي نظام هم جوړ نه سو او هيوادوالو هم د آرامۍ ساه وا نه خيستل خو الحمدلله د طالبانو د اسلامي تحريک راتګ د خپل مينځي جګړو او احتمالي تجزيې آفتونه د افغانستان څخه ورک کړه او د اسلامي نظام په جوړولو سره يې د مسلمانو افغانانو د هيلو غوټۍ ګل کېدلو ته نژدې کړې؛ موږ ټول افغانان بايد د تېرو حالاتو څخه پوره عبرت واخلو او بيا ځلي داسي شرايطو ته زمينه برابره نکړو.

۶ – اوس چې الحمدلله په هيواد کې سوچه اسلامي نظام حاکم دی ټول افغانان يې په وړاندې دا مسئوليت لري چيږې د دې اسلامي نظام سمبالول د ځان دنده وبولي، ساتنه يې د آينده لپاره د ځان ايماني وظيفه وبولي او په عمل کې دا خبره ثابته کړي چې همدغه نظام زموږ د دريو واړو جهادي مبارزې ثمره او نتيجه ده په هيڅ صورت کې يې له لاسه نه ورکوو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري