۱۴۰۴/۱۲/۰۵

د روژې مياشتي اووم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د پېشلمي په کولو کې الله پاک ډېر فضيلت ايښی دی لکه چې په حديث کې راځي: تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً.(متفق عليه)
ژباړه: پيشلمی وکړئ ځکه چې په پېشملي کې برکت دی.

زموږ او د اهل کتابو د روژې یو تفاوت په دغه کې دی چې موږ پېشلمی کوو دوی یې نه کوي لکه په حديث شريف کې چې راځي: فَصْلُ مَا بَيْنَ صِيَامِنَا وَصِيَامِ أَهْلِ الْكِتَابِ أَكْلَةُ السَّحَرِ.(سنن دارمي: 1844)
ژباړه: زموږ او د اهل کتابو د روژې تر منځ توپیر د پيشلمي کول دي. 

د پېشلمي كول لکه په ظاهري معنی چې د الله پاک لخوا امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځانګړیتوب او احسان دی په معنوي لحاظ هم پر ډېرو برکتونو باندې مشتمل دی، پېشلمي ته کښیناستل د دې لامل جوړیږي چې انسان دي عبادت وکړي، د دې برکتناکه وخت د انوارو څخه دي برخمن شي او الهي رحمتونه دي ورباندې ووریږي.

په حديث شريف کې راځي: وَالسَّحُورُ بَرَكَةٌ، تَسَحَّرُوا؛ فَإِنَّهُ يَزِيدُ فِي الْقُوَّةِ، وَهُوَ مِنَ السُّنَّةِ، تَسَحَّرُوا وَلَوْ بِجُرْعَةٍ مِنْ مَاءٍ أَوْ عَلَى جَرْعَةٍ مِنْ مَاءٍ، تَسَحَّرُوا، صَلَوَاتُ اللَّهِ عَلَى الْمُتَسَحِّرِينَ. (مسند الحارث: 323)
ژباړه: پېشملی برکت دی، پېشلمی وکړئ ځکه پېشملی قوت ډېروي او هغه سنت دی، پېشملی وکړئ که څه هم په يو غړپ اوبو وي او يا پر يو غړپ اوبو وي، پېشلمی وکړئ د الله تعالی رحمتونه دي وي پر پېشملي کوونکو.

په بل حديث کې راځي: عَنْ أَبِي أُمَامَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: اللَّهُمَّ بَارِكْ لِأُمَّتِي فِي سُحُورِهَا، تَسَحَّرُوا وَلَوْ بِشَرْبَةٍ مِنْ مَاءٍ، وَلَوْ بِتَمْرَةٍ، وَلَوْ بِحَبَّاتِ زَبِيبٍ، فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تُصَلِّي عَلَيْكُمْ.(مسند الشاميين: 16)
ژباړه: ابو امامه رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويل يې: ای الله زما د امت لپاره د دوی په پېشملي کې برکت واچوه، پېشلمی وکړئ که څه هم په يو غړپ اوبو وي، که څه په يوه دانه خرما وي او که څه هم په څو دانو کشمشو وي ځکه ملائکي پر تاسې درود وايي.

لکه د پېشملي وخت چې مبارک دی خواړه يې هم مبارک بلل شوي دي، په حديث  شريف کې راځي: عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: تَسَحَّرُوا مِنْ آخِرِ اللَّيْلِ وَهُوَ الْغِذَاءُ الْمُبَارَكُ.(مسند الشاميين: 1853)
ژباړه: د ابو درداء رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د شپې په آخره کې پېشلمی وکړئ، هغه برکتناکه خواړه دي.

د پېشلمي لپاره کوم خاص ټاکل شوی وخت نشته خو مستحب دا دی چې پېشملی د شپې په آخرنۍ برخه کې وشي لکه په مخکني حديث کې ذکر شوه او د صبح دمېدلو څخه دي دومره وخت مخکې کښېني چې د صبح تر دمېدلو پوري په کافي اندازه خوراک او څښاک وکړي البته د صبح تر دمېدلو څو دقیقې مخکې باید پېشلمی بند کړل شي.

د تېرو احاديثو څخه په استناد ويلای شو چې د پېشملې ځانګړتياوې په لاندې دي:
1 – د پېشلمي په وخت کې الله تعالی برکت ايښی دی.
2 – د پېشملي په خوړو کې الله تعالی برکت ايښی دی.
3 – د پېشلمي په کولو سره د اهل کتابو مخالفت راځي.
4 – پېشملي کوونکو ته ملائکې دعاګانې کوي.
5 – پېشملی سنت دی.
6 – د پېشملي په کولو سره انسان ته قوت حاصليږي.
7 – پېشملي کوونکو ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ځانګړې دعا کړېده.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: