۱۴۰۴/۱۲/۰۸

پاکستان څه وکړه او افغانستان څه وکړه؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
پاکستان کړی اوربند مات کړ، پر افغانستان يې يرغل وکړ، بې ګناه ولسي خلک يې شهيدان کړه، د خپل ولس د غوښتني خلاف يې د خپل ګاونډي سره جګړه پيل کړه او د خپلو خلکو د ارادې خلاف بهرنۍ پروژه پر مخ باندې وړي.

افغانستان اوربند ته متعهد پاتي شو، يرغل يې نه دی کړی بلکې د يرغل ځواب يې ورکړی، ولسي خلک يې نه دي وژلي بلکې پر نطامي موخو يې واري کړي دي، په دې جګړه کې د خپل ولس هر ډول ملاتړ او غوښتنه د ځانه سره لري او د خپلې جګړې لپاره شرعي، قانوني، بين المللي او عقلي لاسوندونه د ځانه سره لري.

په اسلامي شريعت کې چې څوک پر چا بريد وکړي مظلوم د دې حق لري چې پر يرغلګر باندې هماغسي بريد وکړي څنګه يې چې پر ده باندې کړی وي؛ لکه په لاندې آيت کې چې راځي:
فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ.(البقرة:194)
ژباړه: څوک چې پر تاسې تېری وکړي تاسې هم پر هغه باندې داسي تېری وکړئ لکه پر تاسې يې چې کړی دی او د الله څخه ووېرېږئ او پوه شئ چې الله تعالی د پرهېزګارانو سره دی.

علماؤ د دې آيت په تفسير کې ليکلي دي: لومړی يرغل چې هر چا کړی وي هغه تېری او تجاوز دی او کوونکی يې ظالم او يرغلګر دی او دويم يرغل چې څوک د ځان د دفاع لپاره کوي هغه تېری او تجاوز نه دی او کوونکی يې ظالم نه بلکې مظلوم دی او د ده جګړه ناروا نه بلکې عدل دی. له همدې امله ويلای شو چې پاکستان تېريګر او ظالم دی او جګړه يې ناروا او ظلم دی خو افغانستان تېريګر او ظالم نه دی او جګړه يې ناروا او ظلم نه دی بلکې د ظالم مخنيوی دی.

همداسې په بل آيت کې راځي: وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ.(النحل:126) ژباړه: که تاسې ته عذاب درکول شي نو تاسې هم داسي عذاب ورکړئ لکه تاسي ته چې درکول شوی دی.

نو داسې ويلای شو چې افغانستان په يرغل پيل نه دی کړی بلکې پاکستان ته يې د ده د يرغل عذاب او ځواب ورکړی دی او دا د الله تعالی لخوا د اباحت امر دی نو ځکه په هيڅ ډول افغانستان ته د ملامتيا ګوټه نه شي نيول کېدلای، کوم کسان چې د ملامتيا ګوته ورته نيسي هغوی ته شرعي دستورات معلوم نه دي. لکه په لاندې آيت کې چې الله تعالی فرمايي:
وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ.(الشوري:41) ژباړه: او يقينا چې څوک پر خپل ځان د ظلم کېدلو وروسته بدل واخلي نو پر دغه کسانو هيڅ لاره (د ملامتيا) نشته.
دلته په صراحت سره د هغه چا څخه د ملامتيا نفي شوي دي چې د ځان د دفاع لپاره بريد ګر ته ځواب ورکړي لکه افغانستان چې پاکستان ته ځواب ورکړی دی.

نو د اسلامي شريعت له نظره پاکستان ظالم او ملامت دی او افغانستان د ځان دفاع کوونکی او مجبور دی ځکه نو د هغو کسانو خبري هيڅ ارزښت نه لري چې افغانستان ته د ملامتيا ګوته نيسي او يا هم د هندوستان پښه دې موضوع ته را کشوي.

که راسو بين المللي قوانينو او عقلي دلائلو ته نو د دواړو پر اساس پاکستان بريدګر او فتنه ګر دی او افغانستان د ځان دفاع کوونکی دی ځکه پاکستان د ټولو اصولو او دلائلو پر خلاف پر افغانسان بريد کړی په داسي حال کې چې افغانستان څو  ځلي د خبرو پر ميز ورسره کښېناستلی هم دی خو له بده مرغه چې هر ځلي پاکستان په بې ځايه خبرو او ماشومانه غوښتنو د مذاکراتو ډګر مردار کړی او د خبرو له ميدانه تښتېدلی دی.

زموږ ولس ته دا په کار ده چې لکه تر اوسه چې د خپل نظام تر شا درېدلی په آينده کې هم د خپل نظام ملا ټينګه کړي ځکه نظام د دوی څخه د دفاع لپاره دا هرڅه  کوي، همداسې د پاکستان ولس ته هم دا په کار ده چې په پاکستاني حکومت کې د پوځي فتنه ګرې کړۍ مخه ونيسي او نور اجازه ورنکړي چې پاکستان نور هم د نړۍ په سطحه منزوي کړي او د ګاونډيانو سره په جګړو کې يې ښګېل کړي. 

هیچ نظری موجود نیست: