۱۴۰۴/۱۲/۰۴

د روژې مياشتي شپږم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې څوک روژاتي ته روژه مات ورکړي نو الله پاک به و ده ته د روژاتي ثواب ورکوي لکه په حديث کې چې راځي: من فطر صائماً كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيء. [مسند أحمد]
ژباړه: څوک چې روژاتي ته روژه مات ورکړي نو ده ته به د روژاتي غوندي مزدوري ورکول کېږي بېله دې چې د روژاتي د مزدورۍ څخه دي کوم شی کم کړل شي.

د روژاتي په ثواب باندي یوازې الله پاک خبر دی چې څومره به وي، دا په دې خاطر نه چې ثواب یې معلوم نه دی بلکې په دې خاطر چې ثواب یې بیخي ډېر دی نو څومره ثواب چې هغه ته د روژې پر نیولو ورکول کیږي و هغه چا ته به هم هغومره ثواب ورکول کیږي چې روژاتي ته روژه مات ورکوي.

په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: وَمَنْ أَشْبَعَ صَائِمًا سَقَاهُ اللَّهُ مِنْ حَوْضِي شَرْبَةً لَا يَظْمَأُ حَتَّى يَدْخُلَ الْجَنَّةَ.(الدعوات الکبير للبيهقي:2/152)
ژباړه: څوک چې روژه ‌دار(په خوراک باندې) موړ کړي، الله تعالی به هغه زما د حوض په اوبو داسې اوبه کړي چې تر هغه به تږی نه سي، تر څو جنت ته داخل سي.

په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ومن اشبع صائما كان له مغفرة لذنوبه وسقاه الله من حوضي شربة لا يظمأ حتى يدخل الجنة وكان له مثل أجره من غير أن ينقص من أجره شيئا.(مسند الحارث:312)
ژباړه: څوک چې روژه ‌دار(په خوراک باندې) موړ کړي دا به د ده د ګناهونو لپاره بخښه وي او الله تعالی به هغه زما د حوض په اوبو داسې اوبه کړي چې تر هغه به تږی نه سي، تر څو جنت ته داخل سي او د ده لپاره به د روژاتي مزدوري وي بېله دې چې د هغه له مزدورۍ څخه کوم شی کم کړل سي.

د روژه ماتي د ورکولو د ډېر ثواب له امله علماء فرمايي: که کوم څوک مسلمان ته د روژې په مياشت کې روژه ماتی ورکوي که څه لږ شی وي نو هغه دي د ده روژه ماتی نه ردوي بلکې قبول دي کړي تر څو د روژه ماتي ثواب د مسلمان په برخه سي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: