۱ ـ پاکستان تېريګر دی، افغانستان د ځان دفاع کوي.
۲ ـ پاکستان د غرب لپاره جنګيږي، افغانستان د خپل ولس د ساتنې لپاره جنګيږي.
۳ ـ پاکستان خپل ولس د بحران خيټي ته ور اچوي، افغانستان خپل ولس د بحران څخه را باسي.
۴ ـ پاکستان د انګريزانو او غرب پروژې په سيمه کې د جګړو له لارې تطبيقوي، خو افغانستان په سيمه کې د بهرنيو شيطاني کړيو د پروژو د تطبيق مخنيوی کوي.
۵ ـ پاکستان په جنوبي آسيا کې هغه کارونه کوي کوم چې اسرائيل يې په منځني ختيځ کې کوي، خو افغانستان په هيواد کې د ننه اسلامي شريعت نافذ کړی او د ټولو بهرنيو هيوادونو سره د شريعت په چوکاټ کې د متقابل احترام پر اساس ښې اړيکي غواړي.
۶ ـ پاکستان داسي د منافقت پاليسي غوره کړې چې څو ځله يې اوربند مات کړی، خو افغانستان تر اوسه هر ډول اوربند ته ژمن پاتي شوی دی.
نن هغه وخت را رسېدلی دی چې افغان ولس ټول د خپل نظام تر شا ودريږي او د دې فاسدي پاکستانۍ پوځي کړۍ غاښونه په خوله کې ور مات کړي، همداسي پاکستانی ولس هم بايد خپل مسئوليت درک کړي او د دې پوځي غلامي کړۍ په وړاندې عمومي پاڅون وکړي تر څو نور دوی د ستونزو او کړاوونو خيټي ته ګوزار نه کړي.
يادونه : زموږ هدف د پاکستان د ذکر څخه د پاکستان پوځي غلامه کړۍ ده؛ ولس، علماء او سياسيون زموږ هدف نه دي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر