بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د جنتونو دروازې خلاصيږي او د دوږخونو دروازې تړل کېږي لکه ابوهريره رضي الله عنه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي: إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة وغُلّقت أبواب النار.[صحيح مسلم 2547] ژباړه: کله چې د روژې مياشت راشي نو د جنت دروازې خلاصي شي او د دوږخ دروازې بندي شي.
د جنت د دروازو خلاصېدل او د دوږخ د دروازو تړل کېدل کنایه د دې څخه ده چې د الله پاک د رحمتونو دروازې به خلاصیږي او د غضب دروازې به یې تړل کیږي، پر مؤمن باندې به ډېر ژر د الله پاک رحمتونه کیږي او عبادات به یې ډیر ژر د الله پاک په دربار کې د قبولیت درجې ته رسیږي چې په نتیجه کې به جنت ته داخلیږي او د دوږخ څخه به نجات پیدا کوي.
له همدې امله چې دا مياشت د ارزښت له مخې ډېره لوړه ده الله تعالی په هره شپه کې انسانانو ته د دوی د برياليتوب لپاره آواز کوي لکه په حديث شريف کې چې راځي:
وَنَادَى مُنَادٍ: يَا بَاغِيَ الْخَيْرِ أَقْبِلْ ، وَيَا بَاغِيَ الشَّرِّ أَقْصِرْ ، وَلِلَّهِ عُتَقَاءُ ، وَذَلِكَ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ.(سنن ابن ماجة: 1642) ژباړه: يو آواز کوونکی آواز کوي: ای د خير غوښتونکې چې زموږ د عبادت څخه دي مخ اړولی مخ راواړوه، ای د ګناه غوښتونکې د ګناه څخه لاس واخله، او د الله تعالی لپاره د اور څخه آزادېدونکې کسان دي او د غه کار به هره شپه وي.
يعني د الله تعالی له لوري د روژې په هره شپه کې يو څوک آواز کوي او بندګانو ته په خطاب کې وايي: ای هغه څوکه چې د خير د کارونو څخه دي لاس اخيستی خو اړتيا ورته لرې د عبادت په کولو سره ما ته مخ را واړوه ځکه زه په دې مياشت کې ستا لږ عمل په ډېر باندې حسابم او ای د ګناه کوونکې د ګناه څخه لاس واخله ځکه دا مياشت د توبې لپاره ځانګړی فرصت دی او ته د دې فرصت څخه ګټه پورته کړه او د روژې په هره شپه کې الله تعالی ډېر انسان د اور څخه آزادوي.
فایده: دا د مسلمانانو لپاره یو فرصت دی چې څوک یې په ارزښت پوه شي ارومرو ګټه ورڅخه پورته کوي او په ټوله کال کې بیا داسي فرصت د مسلمانانو په لاس نه راځي نو باید کوښښ وکړو چې ځانونه د جنت دروازو ته برابر کړو.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر