۱۴۰۴/۱۲/۰۲

د روژې مياشتي څلورم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې شيطانان تړل کېږي تر څو د الله پاک مخلص بندګان د هغوی د وسوسو او فتنو څخه نجات پيدا کړي لکه په حديث کې چې راځي: وصُفّدت الشياطين.[صحيح مسلم 2547] يعني د روژې د راتللو سره شيطانان تړل کېږي.

د شیطانانو د تړلو دوې معناوې دي یا دا چې ټوله هغه شیطانان به تړل کیږي كوم چې په نورو وختونو کې خلاص وه او په بندګانو یې ګناهونه کول یا په دې معنی سره چې د شیطانانو مشران او سركښان تړل کیږي کوم چې د انسانانو د بربادۍ لپاره او په انسانانو د ګناه کولو لپاره یې خپله هم کارونه کول او خپل نورو افرادو ته یې هم مسئولیتونه ورکول.

دلته يوه پوښتنه پيدا کیږي چې الله تعالی شيطانان تړي بيا نو ولي د روژې په مياشت کې ځيني انسانان ګناهونه کوي؟ د دې پوښتني په ځواب کې علماؤ څو ځوابونه ويلي دي:
1 – الله تعالی شيطانان د هغه روژاتيانو څخه تړي کوم چې پر شرايطو برابره روژه نيسي؛ هغه کسان چې پر شرايطو برابره روژه نه نيسي د هغوی څخه شيطانان نه نړل کيږي او ډېری وختونه هم په روژه کې دغسي کسان ګناهونه کوي.
2 – ځيني کسان چې په روژه کې ګناهونه کوي ممکن د هغوی د ګناهونو سبب د دوی خبيث نفسونه او ناوړه عادتونه وي او يا هم ممکن انسي شيطانان د دوی د ګناهونو سبب وي.
3 – الله تعالی د شيطانانو هغه سرکښه  او متمرد شيطانان تړي هغه کوچني شيطانان بيا هم آزاد وي نو په دې مياشت کې چې کوم کسان ګناهونه کوي ممکن د هغه کوچني شيطانانو په وسوسه سره وي.(التوضيح لشرح الجامع الصحيح:13/58)

خو په هر حال الله پاک د روژې په فضیلت د خپلو بندګانو څخه شيطانان تړي تر څو انسانان په آرامه او د شيطاني وسوسو څخه ليري د الله تعالی عبادت وکړي، نو موږ بندګان باید د لاډېر عبادت کوښښ وکړو او په دې میاشتي کې خپل نفس ضعیف کړو او غوښتني یې و نه منو.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: