۱۴۰۴/۱۱/۳۰

د روژې مياشي برکتونه:(لومړی برکت)

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امت سره دا د الله پاک لوی احسان دی چې دوی ته يې د روژې مبارکه مياشت ورکړېده او دا يې د دې امت ځانګړتيا ګرځولېده لکه امام سيوطي رحمه الله چې فرمايي: وصوم رمضان من خصائص هذه الأمة.(الحاوي للفتاوی:2/118) يعني د روژې مياشتي روژه د ځانګړتياوو څخه د دې امت ده. دا مبارکه مياشت لکه الله پاک چې په قرآن کې او رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو احاديثو کې مبارکه بللې ده همداسي د برکتونو او ثوابونو څخه ډکه ده. راځو ځینی برکتونه یې ذکر کوو:

*لومړی برکت:*
لومړی بركت د دې مياشتي دا دی چې الله پاک دا مياشته د عظيم عبادت یعني روژې لپاره ځانګړې کړې او تر نورو مياشتو يې د دې رتبه لوړه کړې لکه الله پاک چې فرمايي: فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه. [ البقرة 185] ژباړه: څوک چې ستاسو څخه مياشت وويني نو حتما دې روژة ونيسي.
دا چې الله پاک دا میاشت د داسي عظیم عبادت لپاره ځانګړې کړه او د دغه عبادت وخت یې دغه میاشت وګرځوله دا خپله لوی برکت دی.
نو موږ باید د دې میاشتي قدر وپېژنو په دې میاشتي کې د عظیم عبادت تر څنګ نور عبادتونه هم ډېر وکړو تر څو الله پاک مو د خپلو خاصو بندګانو څخه وګرځوي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: